افغان ادبي بهير

افغان ادبي بهير Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from افغان ادبي بهير, Community Center, Kabul.

http://www.facebook.com/ #!/pages/d-bhyr-yaran-afghan-adby-bhyr/160660433963538

دا پاڼه په فیس بک کې د افغان ادبي بهیر یوه عمومي پاڼه ده.
مونږ به کوښښ وکړو چې په فیس بک کې د ټولو افغان ادبي بهیرونو یوه ګډه پاڼه رامنځته کړو.
دلته د افغان ادبي بهیر هره څانګه کولای شي چې پراخه برخه واخلي او د اډمنیسټریټر په حیث پراخ لاس پکې ولري.
د افغان ادبی بهیر هره څانګه خپلې لیکنې، شعرونه، ګزارشونه او تصویرونه پرلیکه کړي او په فیس بک کې د بهیروالو یو ګډ کره کتنیز بهیر رامنځته شي.
له ټولو قلموالو او د بهیر له ټولو یارانو چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي هیله کېږي چې دې پاڼې ته راشي او په ګډه د بهیر فرهنګي او ادبي یارانه و پالي.
ځینو خلکو د بهیر او په تېره د پېښور بهیر په نامه اکاونټونه او ګروپونه جوړ کړي دي له هغوی نه هم هیله کوو چې د بهیر نوم دې غلط نه کاروي او د د بهیر په نوم دې لوبې نه کوي، په پېښور کې افغان ادبي بهیر خپل بلوګ لري http://baheer_peshawar.bloguna.tolafghan.com چې هغوی خپل ګزارشونه لیکنې او تصویرونه ور پورته کوي او مونږ سره به په دې پاڼه کې هم کار کوي، د پېښور د بهیر په نامه جوړ شوی ګروپ حتی دغه پورته لینک ته هم ځای نه لري.
به کابل کې افغان ادبي بهیر www.baheer.com میرمن کلتوري بهیر www.mirmanbaheer.org او په جلال آباد کې افغان ادبي بهیر (ناب) www.nengrahr.com خپلې خپلې پاڼې لري.
د فیس بک پراختیا او زیات اهمیت ته په کتنې سره د داسې یوې پاڼې اړتیا شته چې دغه ټول لینکونه ولري او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د بهیر یاران او د ادب مینه وال سره وتړي، خو دا به مناسبه نه وي چې د بهیر په نوم شخصي اکاونټونه او ګروپونه چې ډېری بهیر وال پکې بلاک کیږی هم رامنځته شي. http://www.facebook.com/ #!/pages/d-bhyr-yaran-afghan-adby-bhyr/160660433963538
پورته لینک خپل اډرس بار کې پیسټ او انټر کړﺉ او د بهیر د بهیر ملګري شﺉ.
په ټوله ادبي مینه




>
>
>
افغان ادبي بهير
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=Content
[email protected]

د جمعې په ماسپښين، په افغان ادبي بهير کې کره‌کتنه‌ او مشاعره ده.خدای مو راوله!
16/09/2026

د جمعې په ماسپښين، په افغان ادبي بهير کې کره‌کتنه‌ او مشاعره ده.
خدای مو راوله!

سبا ته په افغان ادبي بهیر کې نثر او شعر دواړه ويل کېږي.په خیر راشئ!
10/09/2026

سبا ته په افغان ادبي بهیر کې نثر او شعر دواړه ويل کېږي.
په خیر راشئ!

په خیر راشئ!
26/08/2026

په خیر راشئ!

د جمعې په ورځ، استاد محب الله ترابي د فورمالیستي کره‌کتني په اړه لکچر وړاندې کوي.
19/08/2026

د جمعې په ورځ، استاد محب الله ترابي د فورمالیستي کره‌کتني په اړه لکچر وړاندې کوي.

13/08/2026
سبا ته په افغان ادبي بهير کې استاد محمد شریف ځدراڼ د «شاهنامه او افغانستان» تر نامه لاندې لکچر ورکوي. له لکچر وروسته مشا...
06/08/2026

سبا ته په افغان ادبي بهير کې استاد محمد شریف ځدراڼ د «شاهنامه او افغانستان» تر نامه لاندې لکچر ورکوي. له لکچر وروسته مشاعره هم لرو.
په خیر راشئ!

افغان ادبي بهیر کې د نصیر احمد احمدي د داستان لیکنې پر ځانګړتیاوو بحث او مشاعره وشوه د افغان ادبي بهیر په اونیزه غونډه ک...
25/07/2026

افغان ادبي بهیر کې د نصیر احمد احمدي د داستان لیکنې پر ځانګړتیاوو بحث او مشاعره وشوه

د افغان ادبي بهیر په اونیزه غونډه کې؛ چې د یو شمېر استادانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د هېواد د پیژندل شوي کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي د ناولونو پر ځانګړنو خبرې وشوې. یاده غونډه کې لیکوال او ژورنالېست عتیق الله امید پر همدې موضوع لکچر وړاندې کړ او په پای کې د ګډونوالو له خوا ازاده مشاعره هم وشوه.

راپور
کابل کې د افغان ادبي بهیر د دې اونۍ غونډه د پروفسیرډاکټر اجمل ښکلي په مشرۍ او د سمیع الله وصال په کوربه‌توب وشوه. د غونډې ځانګړی مېلمه ادیب او لیکوال رحمان ارمان و او علمي لکچر عتیق الله امید وړاندې کړ. امید د پښتو ناول او کیسې افسانوي لیکوال نصیر احمد احمدي د داستان لیکنې پر ځانګړنو لکچر درلود.

امید په خپل لکچر کې د نصیر احمد احمدي د داستاني هنر بېلابېل اړخونه وڅېړل. د هغه په وینا احمدي د داستان د پېښو او حالاتو ترمنځ یو متوازن تسلسل ساتلی او هېڅکله یې هڅه نه ده کړې چې له لوستونکي یا کرکټر سره د خواخوږۍ په روحیه د کیسې پای کې د اتل بریا حتمي کړي؛ د بېلګې په توګه؛ احمدي دا لازمه نه ده ګڼلې چې په یوه رومانټیکه کیسه کې دې دوه مینان حتماً سره یوځای شي، یا دې اتل پر ضد اتل بریالی شي؛ ځکه احمدي د خپلو کرکټرونو پر ځای د پېښو طبیعي بهیر ته لومړیتوب ورکړی. د همدې لپاره یې ناولونه تر ډېره واقعه‌محوره دي.

ویناوال زیاته کړه، چې احمدي د کرکټرونو رواني او عاطفي حالتونه په ساده او اغېزمنو الفاظو انځور کړي او د هرې پېښې پر مهال یې مناسب چاپېریال هم په پام کې نیولی دی. د نوموړي په باور، د احمدي ناولونه ځکه ریښتیني ښکاري چې د داستان ټول عناصر یې په منطقي ډول سره تړلي او منظم کړي دي او د پېښو د توجیې لپاره یې له ټولو شونو امکاناتو ګټه اخیستې ده.

امید همدارنګه وویل چې احمدي د ټولنیزو شرایطو، د کرکټرونو ژبې یا لهجې او ټولنیز موقعیت ترمنځ مناسب تناسب ساتلی دی. د امید په وینا احمدي کرکټرونه په لومړي سر کې نه راپېژني، بلکې د پېښو او صحنو په بهیر کې یې ورو ورو لوستونکي ته معرفي کوي. د هغه په اند، احمدي د تصویر جوړونې ځانګړی سبک لري، جملې یې لنډې؛ خو ماناوې یې ژورې دي چې لوستونکی فکر کولو ته هڅوي، د کرکټرونو نومونه یې د کیسې له زمان و مکان او د کرکټر له ټولنیز حالت سره منطقي تړاو لري او د ناولونو پای یې داسې دی، چې لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي. د نوموړي په وینا، د احمدي د ناولونو صحنې د زنځیر د کړیو په څېر سره نښتي دي او که یوه کړۍ ترې لرې شي، د ټول داستان جوړښت زیانمنېږي.

د لکچر تر پای وروسته د غونډې ګډونوالو د نصیر احمد احمدي پر فن او د عتیق الله امید پر څېړنه خپل نظرونه شریک کړل.

استاد محب الله ترابي وویل: امید د یوه دقیق لوستونکي په توګه د احمدي د داستاني تخنیکونو په اړه ارزښتمنې خبرې وکړې، خو ځینې ټکي د بحث وړ دي. د هغه په اند، د «غڼې ځاله» ناول د احمدي له هغو اثارو څخه دی چې کرکټر پکې فعال رول لري؛ نو ځکه دا اثر یوازې واقعه‌محور نه، بلکې کرکټرمحور هم ګڼل کېدای شي. نوموړي دا هم وویل چې د «نیکه» ناول د تاریخي ناول په توګه د ریښتینولۍ ځانګړنه لري، نو د دې اثر مثال د احمدي د عمومي سبک یا ریښتیا ته د ورته والي د ثابتولو لپاره بشپړ مناسب نه دی.

د غونډې مېلمه ګل رحمان ارمان وویل: که څه هم چې د احمدي ډېری اثار یې لوستي، خو د امید له لکچر وروسته یې دې ټکي ته ډېر پام شو چې احمدي په خپلو داستانونو کې د افغاني ټولنې عادي ژوند څومره په طبیعي ډول انځور کړی دی. نوموړي زیاته کړه، که څه هم امید وویل چې احمدي خپل شخصي احساسات پر داستان نه دي تپلي، خو د «غڼې ځاله» او «جوجو» ناولونه ښيي چې لیکوال په ځینو ځایونو کې خپل احساسات هم د داستان برخه ګرځولي دي.

د غونډې مشر، ډاکټر اجمل ښکلي، د امید لکچر وستایه او ویې ویل چې نوموړي په دې څېړنه کې د احمدي د فن ژوره مطالعه کړې او د «احمدي‌پوه» لقب ورکول ورته بې‌ځایه نه دي. هغه سپارښتنه وکړه، چې دا لکچر باید لا پراخ او بشپړ شي. استاد ښکلي وویل، نصیر احمد احمدي یو فطري کیسه‌لیکوال و او د ټولنې ستونزې یې په هنري ژبه انځورولې. د ده په باور، احمدي یوازې په «جوجو» ناول کې تر یوه بریده له هنري توازنه وتلی او د لوستلو پر مهال پرې د نصیحتونو د ټولګې ګومان کېږي. نوموړي دا هم وویل چې احمدي د افغاني ښځمنو ستونزې ښې درک کړې وې، ځکه په نږدې هر ناول کې یې ښځینه کرکټرونه شتون لري. استاد ښکلي د خپلو خبرو په پای کې د امید هغه خبره د تامل وړ وبلله چې د احمدي په ناولونو کې یې د کرکټرونو د ارواپوهنیزې شننې په اړه کړې وه ؛ ځکه د ده په اند، احمدي خپلو ناولونو کې ارواپوهنیز تحلیل ته چندان ځای نه دی ورکړی.

د غونډې په دویمه نیمایي کې ازاده مشاعره وشوه. ګڼو شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه د ډېکلومې او ترنم په بڼه وړاندې کړل. په دې برخه کې زبیر زمان، پیوند پټان، حاجي محمود هېواد، استاد اجمل ښکلی، عمران امیري، استاد محب الله ترابي، فرهاد علي مومند، ذبیح الله شفق او بخت جمال کریمي هغه نومونه دي چې په مشاعره کې یې خپل انتخابونه پر ګډونواولو ولورول او د مشاعرې فضا یې رنګینه کړه.

د غونډې د ارزونې لپاره مېلمه ګل رحمان ارمان خبرې وکړې. هغه وویل چې امید پر خپل لکچر د پام وړ کړاو ګاللی و او ګډونوالو ته یې نوي بحثونه وړاندې کړل. نوموړي مشاعره هم بریالۍ وبلله؛ خو سپارښتنه یې وکړه، چې د غونډو وخت باید په ښه ډول مدیریت شي، څو ګډونوال ستړي نه شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکې اونۍ غونډه به د مناثرې او مشاعرې لپاره ځانګړې وي.

راپور: عبدالجبار نافع

سبا په افغان ادبي بهير کې په غزل کره‌کتنه کېږي او پای ته مشاعره هم ده، خدای مو په خیر راوله.
15/07/2026

سبا په افغان ادبي بهير کې په غزل کره‌کتنه کېږي او پای ته مشاعره هم ده، خدای مو په خیر راوله.

خدای مو راوله!سبا په افغان ادبي بهیر کې مناثره او مشاعره دواړې دي.
02/07/2026

خدای مو راوله!
سبا په افغان ادبي بهیر کې مناثره او مشاعره دواړې دي.

د افغان ادبي بهیر راتلونکې غونډه د تاریخ‌لیکنې د نیمګړتیاوو په باره کې بحث ته ځانګړې شوې ده.په پای کې مشاعره هم ده. په خ...
13/05/2026

د افغان ادبي بهیر راتلونکې غونډه د تاریخ‌لیکنې د نیمګړتیاوو په باره کې بحث ته ځانګړې شوې ده.
په پای کې مشاعره هم ده. په خیر راشئ.

Address

Kabul

Opening Hours

14:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغان ادبي بهير posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to افغان ادبي بهير:

Shortcuts

Share