28/09/2024
د ننګرهار ولایت مربوط کوز کنړ ښیوی اولسوالی شیتلو کلی چی تقریبا شپږ سوه کورونو باندی اباد د ښار څخه واړندی کلی دی .
نوموړی کلی د لیسی یو تعمیر لری چی تیر وخت پکی ذکور او اناثو دوه وخته یعنی د سحر څخه تر ماسپښین پوری ذکور او روستو تر مازیګر به پکی اناث د تعلیم د رڼا څخه مستفید کیدل .
خو دا چی اوس تر شپږ صنف پوری اناث ماشومانی هم نشی کولی د لیسی د تعمیر څخه ګټه واخلی او کلی کی د ابتدای یا متوسطه لپاره بل تعمیر شتون نلرو نو د کلی سره څنګ کی یو میدان کی د شین اسمان لاندی لمر او باران ته د ابتدایی وړوکی ماشومانی درس ویلو ته مجبوری وی چی یو ډیر مشکل کار وو او په لیدو به یی سړی ډیر خفه کیدو او ډیره زړه بوږنونکی صحنه به معلومیده .
د کلی مشرانو او استادانو د دار امید سادات خیریه بنسټ څخه د دوه اطاقونو د جوړیدو کومک غوښتنه وکړه . تیر کال 11/10/2023 باندی مو په اطاقونو جوړولو پیل وکړو او په اساسی توګه مو په18/11/2023 باندی ګټی اخستلو ته امده او د کلی مشرانو او د لیسی استادانو ته مو تسلیم کړو .
اوس ماشومانۍ یو اندازه د ګرمی او باران څخه محفوظ دی او کولای شی په آرام ذهن باندی خپل درسونه مخ پر وړاندی یوسی .
خو یو ځل بیا د کلی مشرانو او د لیسی استادانو غوښتنه کړی چی مکتب د څښاک صحی اوبو او چاردیولی څخه نیمګړی دی نو دار امید سادات خیریه بنسټ دی پدی برخه کی هم مرسته وکړی چی دا به ددی کلی ماشومانو سره یو بشری مرسته او همکاری وی
دار امید خیریه بنسټ اراده لری د مکتب د چاردیوالی او پاکو اوبو مشکل هم ورته حل کړی خو پدی برخه کی ستاسو همکاری او کومک ته هم اړتیا لرو مونږ په داخلی تجارانو او بهر میشتو افغانانو باندی غږ کوو چی پدی نیک کار کی خپله ونډه واخلی او ددی ماشومانو دغه مشکل هم په ښه توګه زر تر زره حل شی .