ارواپوهنه روانشناسی

ارواپوهنه روانشناسی روانشناسی، شناخت نیازمندیهای انسان است.

میگویندباهرکس بایدمثل خودشرفتارکردشماگوش نکنیدنگذارید برخوردنادرست آدمهااصالت وطبیعتتان راخدشه دارکنداگرجواب هرجفایی بدی...
07/03/2026

میگویندباهرکس بایدمثل خودش
رفتارکرد
شماگوش نکنید

نگذارید برخوردنادرست آدمها
اصالت وطبیعتتان راخدشه دارکند

اگرجواب هرجفایی بدی بود،
که داستان
زندگی ماخالی ازآدمهای خوب میشد

#روانشناسی #مشاوره #ارواپوهنه #کابل #افغانستان

دانایان سکوت می‌کنند،با استعدادها گفتگو می‌کنند و ابلهان مجادله می‌کنند !!  #روانشناسی  #مشاوره   #کابل  #افغانستان
06/03/2026

دانایان سکوت می‌کنند،
با استعدادها گفتگو می‌کنند
و ابلهان مجادله می‌کنند !!



#روانشناسی #مشاوره #کابل #افغانستان

مخکې له وخته د زړیدو لاملونه!1. ډېرې اندیښنې او تشویشونه.2. د خوب کموالی او ناارامي.3. د ناسمو خوړو کارول (فاسټ فوډ، غوړ...
11/09/2025

مخکې له وخته د زړیدو لاملونه!

1. ډېرې اندیښنې او تشویشونه.

2. د خوب کموالی او ناارامي.

3. د ناسمو خوړو کارول (فاسټ فوډ، غوړ، خوږ).

4. د لمر وړانګو ته بې حفاظه زیات ناستی.

5. سګریټ څکول او نور زیانمن عادتونه.

6. فزیکي فعالیت نه کول (ورزش ته نه پاملرنه).

7. د ورځې تر اتو کیلاسو کمې اوبه څښل.

د یوه نارینه په توګه، کله چې دې د ښځو او فحشا غوښتنه کنټرول کړه ته یو نه ماتېدونکی سړی جوړېږې.۲ دقیقې راکړه زه به تاته څ...
19/08/2025

د یوه نارینه په توګه، کله چې دې د ښځو او فحشا غوښتنه کنټرول کړه ته یو نه ماتېدونکی سړی جوړېږې.

۲ دقیقې راکړه زه به تاته څو قوي لارې وښایم چې څنګه خپل شهوت کنټرول کړې.

۱. وپوهېږه چې دا دروغ دي: فحشا یوازې ستا ذهن خرابوي.
دا حقیقت نه دی بلکې یو خیال دی چې ته پسې روان شوی یې.

۲. ذهن دې بوخت وساته: یو بوخت ذهن چانس نه ورکوي شهوت ته.
ورزش وکړه مطالعه وکړه مهارت زده کړه.

۳. یخې اوبه یخ حمام: دا ستا اعصاب آراموي او د بدن طبعیت بدلوي.
دا تجربه وکړه حیران به شې.

۴. له محرکاتو لرې شه: هغه څه حذف کړه چې دې ذهن فاسدوي ناروا ویډیوګانې انستاگرام ماډلونه او بې ځایه سکرول کول.

۵. هدف ولره: یو سړی چې هدف لري شهوت ته وخت نه لري.
خپل ژوند ته یو مقصد ورکړه او ورته کار وکړه.

۶. له الله (ج) څخه مرسته وغواړه: دعا لمونځ او تقوا دا تر ټولو قوي وسله ده د نفس خلاف جګړه کې.

یاد ولره: دا یوه جګړه ده، خو ته یو جنګیالی یې.
شهوت ته تسلیمېدل اساني ده کنټرولول یې ځواک دی.

که دې دا زده کړل، ته به له ۹۰٪ نارینه و نه مخکې شې.
اوس پاته نه شي… جنګ شروع کړه.

𝐔𝐆 𝐋𝐘

16/06/2025
د نویو ځوانانو ارواپوهنه...ځوان څوک دی، د ځوانئ دورې ځانګړتیاوې، تحصیل، جنسي او جسمي وده، د ځوانانو پر وده اغېزمن لاملون...
09/04/2025

د نویو ځوانانو ارواپوهنه...
ځوان څوک دی، د ځوانئ دورې ځانګړتیاوې، تحصیل، جنسي او جسمي وده، د ځوانانو پر وده اغېزمن لاملونه او دا چې د ځوانانو سره څنګه چلند وکړو.
له مهمو مساېلو یې یادونه کړې.
نن شپه به یې په ارامه ولولو.😊
.......................
که یې لولئ، دا یې لینک
https://t.me/Milliketabtoon
دا موضوعات هم پکې شته:
د نویو ځوانانو ارواپوهنه
په ځوانانو کې پر ځان د ډېر باور پيدا کولو لارې چارې

(۱) پنځونه او خلاقیت، کشفونې او ابتکارات هغه ډول رفتارونه دي چې ځوانان ورته د زړه له تله لېوالتيا ښيي.
(۲) له يو شمېر امرونو لکه وکړه یا مه کړه دا ښه دی او هغه بد دی ډډه وکړئ، بلکي پرېږدئ چې ځوان د خپلې خوښې پایلې ته ورسېږي
(۳) ځوان له پامه مه غورځوئ؛ ځېنې چارې ورته وسپارئ، په دې فکر کې مه اوسئ چې بریا خپلوي يا يې نه خپلوی.
4) که ځوان مو کم جرأته وو په وړاندې یې هغه او دغه مه وایاست یوازې ستاسو تشویقونه او هڅونې چې د نوموړي د بريا لامل کېږي

له یاده مه باسی. د همزولو سره د ځوانانو له پرتله کولو په کلکه ډډه وکړئ.
له خپلې مېرمنې سره د اولاد په روزنه کې همغږي اوسئ

د خپل اولاد پر ځای کوم کار مه ترسره کوئ، بلکې اجازه ورکړئ چې پخپله هغه يې پيل کړي او تاسو يوازې لارښوونه ورته وکړئ.

خپل ځوان مو یو ستر او بشپړ اولاد وګڼئ

ځوان مو د راتلونکو گواښونو او ستونزو سره آشنا کړی
لینک یې بیا یادوم:
https://t.me/Milliketabtoon

ارواپوهنه وایې که دوه کسان د ډېر وخت لپاره له یو بل سره پاتې کېږي نو د دوی تر منځ ذهني اړیکه دومره قوي کیږي چې د دوی له ...
02/01/2025

ارواپوهنه وایې
که دوه کسان د ډېر وخت لپاره له یو بل سره پاتې کېږي نو د دوی تر منځ ذهني اړیکه دومره قوي کیږي چې د دوی له خولې اکثرا په یو وخت کې یو ډول خبرې راوځي

کاپی

Let's have a new thought, not new clothesI am on the opinion to that, the new thought can conveyed ours to destination.b...
15/11/2024

Let's have a new thought, not new clothes

I am on the opinion to that, the new thought can conveyed ours to destination.but not renewing the clothes. For example: if we wearing or dressing the most pricing clothes of the world to the body of a person of ignorant. What change will be come to ours society? That's clear, no anything. But vice versa or unlike of that ; if we change our thoughts, we will be come the revolution. Then I am want from everyone please came to think chieftain or you must be thinker. Not mold of the day.

کتاب بسیار مفید برای کسایی که اغاز هر کار برایشان دشوار است.
03/11/2024

کتاب بسیار مفید برای کسایی که اغاز هر کار برایشان دشوار است.

د فرویډ د کتاب د ورځني ژوند رواني تېروتنېلیکوال: زیګمونډ فرویډچاپ کال: 1901موضوع: د ورځني ژوند تېروتنې او د انسان ناخودآ...
21/10/2024

د فرویډ د کتاب د ورځني ژوند رواني تېروتنې
لیکوال: زیګمونډ فرویډ
چاپ کال: 1901
موضوع: د ورځني ژوند تېروتنې او د انسان ناخودآګاه ذهن.
د ژبې تېروتنې – لومړۍ برخه (مخ 22-30)
زیګمونډ فرویډ باور لري چې هغه تېروتنې چې موږ په خپلو خبرو کې کوو، یوازې تصادفي او شعوري تېروتنې نه دي، بلکې د ناخودآګاه ذهن له خوا اداره کېږي. د هغه په وینا: "هیڅ تېروتنه یوازې یوه ناپامه تېروتنه نه ده، هره تېروتنه د ناخودآګاه ذهن پټې غوښتنې څرګندوي" (فرویډ، 1901، مخ 25).
کله چې یو څوک د مهم کس نوم په ناسم ډول یادوي یا د یوې خبرې په منځ کې یوه کلمه غلطه وايي، دا یوازې یوه شعوري تېروتنه نه ده. فرویډ دا تفسیر کوي چې دا ډول تېروتنې د پټو احساساتو او ناخودآګاه هیلو نښې دي. دا د هغو پټو غوښتنو ښکارندویي کوي چې موږ یې شعوري پټه ساتو. د بېلګې په توګه، که یو څوک د "دوست" پر ځای "دښمن" ووايي، دا ښایي د هغه ناخودآګاه پټې ناخوښۍ څرګندوي.
د هېروالي پېښې – دوهمه برخه (مخ 45-53)
په دې برخه کې فرویډ ادعا کوي چې هېروالی یوازې د حافظې ناپامه تېروتنه نه ده، بلکې د ناخودآګاه ذهن هڅه ده چې یو څه له یاد څخه وباسي. هغه وایي: "هېروالی یوازې یو عادي بهیر نه دی، بلکه دا یو هڅول شوی عمل دی چې زموږ ناخودآګاه یې کنټرولوي" (فرویډ، 1901، مخ 48).
فرویډ په دې باور دی چې کله موږ یو مهم شی یا پیښه هېروو، زموږ ناخودآګاه ذهن دا د دې لپاره کوي چې زموږ شعوري فکر له فشارونو یا ناغوښتل شویو یادونو خلاص کړي. که یو څوک د یوې مهمې ستونزې په اړه هېروالی تجربه کوي، دا ښایي د هغه ذهن هڅه وي چې له ناخوښیو خاطرې لرې وساتي. د بېلګې په توګه، که یو څوک د یوه ناوړه پېښې جزئیات هېر کړي، دا د هغه د ذهني دفاعي نظام ښکارندویي کوي.
د ناپاک افعال – درېیمه برخه (مخ 64-71)
فرویډ وایي چې ناپاک افعال، لکه د مهمو شیانو له لاسه ورکول، د شعوري تېروتنو پر ځای د ناخودآګاه ذهن پایله ده. د هغه په وینا: "تېروتنې یوازې میخانیکي تېروتنې نه دي، بلکې دا د ناخودآګاه ذهن نښې دي چې زموږ پټې غوښتنې او ارمانونه څرګندوي" (فرویډ، 1901، مخ 68).
د ناوړه افعالو په هکله د فرویډ نظریه دا ده چې کله موږ په ناپامه توګه یو مهم شی له لاسه ورکوو یا یو مهم کار هېروو، دا یوازې د یادښت تېروتنه نه ده، بلکې زموږ ناخودآګاه ذهن په دې کې لاس لري. د بېلګې په توګه، که یو څوک په ناپامه توګه یو مهم سند له لاسه ورکړي، دا ښایي د هغه د ناخودآګاه ذهن هڅه وي چې د یو ځانګړي حالت له ستونزو ځان خلاص کړي.
د هیلو تحقق – څلورمه برخه (مخ 89-97)
زیګمونډ فرویډ وایي چې زموږ پټې هیلې او غوښتنې په ورځني تېروتنو کې ښکاري. هغه ادعا کوي چې د ژبې تېروتنې، هېروالی، او ناپاک افعال ټول د ناخودآګاه ذهن هڅه ده چې د پټو هیلو تحقق ترسره کړي: "زموږ ناخودآګاه هیلې د ورځني تېروتنو له لارې څرګندېږي" (فرویډ، 1901، مخ 92).
دا نظریه وایي چې هغه شیان چې موږ په شعوري توګه نه شو ویلی یا ترسره کولی، زموږ ناخودآګاه ذهن د تېروتنو او ناسم افعالو له لارې یې څرګندوي. د بېلګې په توګه، که یو څوک په ناپامه توګه د "رئیس" پر ځای "دښمن" ووایي، دا ښایي د هغه ناخودآګاه غوښتنه وي چې غواړي د رئیس په وړاندې ځان څرګند کړي.
د ناخودآګاه ذهن رول – پنځمه برخه (مخ 112-119)
زیګمونډ فرویډ باور لري چې ناخودآګاه ذهن زموږ په ژوند کې مرکزي رول لري. د هغه په وینا: "ناخودآګاه ذهن زموږ د چلند او افعالو اصلي ځواک دی" (فرویډ، 1901، مخ 115).
فرویډ استدلال کوي چې ډېری وخت زموږ ناخودآګاه ذهن زموږ کړنې او افعال کنټرولوي، حتی که موږ یې په شعوري ډول درک نه کړو. زموږ پټې غوښتنې او ناخودآګاه فکرونه په ورځني ژوند کې څرګندېږي او زموږ فعالیتونه اغېزمنوي. دا نظریه په معاصر ارواپوهنه کې د انسان د چلند مطالعې لپاره بنسټیزه اهمیت لري.
د فرویډ د ورځني ژوند رواني تېروتنې کتاب په دې تمرکز کوي چې څنګه زموږ د ژوند په ورځنیو تېروتنو کې د ناخودآګاه ذهن کار کوي. فرویډ استدلال کوي چې هېروالی، تېروتنې، او ناپاک افعال د شعوري تېروتنو پر ځای د ناخودآګاه ذهن هڅې دي چې زموږ پټې هیلې او غوښتنې څرګندوي.

ماخذ:
فرویډ، زیګمونډ. (1901). د ورځني ژوند رواني تېروتنې.

 #پـلار کله به مې چې پلار کوټې ته ننوت او وبه یې لیدل، چې زه بهر یم خو د کوټی پکی او برق لګېدلی...ویل به ولې یې نه بندوې...
24/08/2024

#پـلار
کله به مې چې پلار کوټې ته ننوت او وبه یې لیدل، چې زه بهر یم خو د کوټی پکی او برق لګېدلی...
ویل به ولې یې نه بندوې او برښنا بې ځایه مصرفوې؟
که به تشناب ته ورننوت او وبه یې لیدل چې له ټوټۍ اوبه څڅېږي، په جیګ اواز به یې وویل: ولې دې له تګ مخکې بمبه سمه نه ده تړلې او اوبه ضایع کوې؟

همیشه به یې نیوکې کولې، لوی او واړه ترې خوندي نه وو
او یوه نه یوه خبره به یې ورته کوله.
ان کله چې ناروغ شو، هم له دغه عادته یې لاس نه اخیسته.

بس دې ته منتظر وم، چې چېرته کار پیدا کړم..
هغه ورځ را ورسېده.
تمه ده چې نن په یوه لوی شرکت کې د دندې اخیستو لپاره انټرویو ورکړم...
که جذب شوم دا ستړی، زړه تنګی کور او دارالمجانین پرېږدم او ځم، څو له پلار او خبرو یې داوړو د تل لپاره
بې غمه شم.
سهار د وخته پاڅېدم، ومې لامبل،
ښکلې جامې مې واغوستې او بهر ته د وتو په تکل شوم!
له بوټانو مې ګَرد څنډه چې پلار مې مسکی مسکی کېده او زما لور ته راغی،
که څه هم سترګې یې کمزورې وې؟ د څېرې ګونځو او د پوستکي سپېره والي یې هم د هغه د عمري خزان ګواهي ورکوله، څه اندازه پیسې راکړې او ویې ویل:
مثبت فکره او پر ځان باوري اوسه او چې هیڅ پوښتنه دې پښې و نه لړزوي!!
نصحت مې يې په نه زړه ومانه او دننه په سینه کې مې
ښې د وینو غُرغوشتکې وې، چې نور خو څه د ژوند په ښو ورځو کې یې هم له نصیحتونو محفوظ نه یم... لکه
چې دا خوږې شېبې هم راباندې غواړي زهر کړي.

مخه ښه مې ورسره وکړه، په بیړه له کوره ووتم او د شرکت په لور و خوځېدم..
لحظه روسته شرکت ته و رسېدم.. متعجب شوم! چې ومې کتل هیڅ دراوزه بان، ساتونکی او تشریفات
نه لري..
یوازې د لارښوونې څو پاڼې ځړېدلې وې!!
د ننوتو په حال کې وم، چې ومې لیدل د دروازې دستګیر له خپل ځایه راوتلی دی..
د پلار وروستی نصیحت مې رایاد شو چې "هر څه کې مثبت بین اوسه".
دستګیر مې په خپل ځای کلک کړ چې ونه غورځي.
د رهنمایې ځړېدلې پاڼې مې کتلې او روان وم،
له باغچې تېرېدم چې پیاده روونه د حوض پر سر د اوښتو اوبو له وجهې ډک وو.
ما ویل ګوندې کور دی او زمونږ باغچه د اوبو لاندې شوې ده. د پلار سخت ګیري مې رایاد شوه چې اوبه ضایع نه کړم...
د اوبو نلکه مې له ډک حوضه تش حوض ته کړه او د اوبو جریان مې کم کړ چې ژر ډک نشي.
بلاخره د شرکت اصلي ودانۍ ته و رسېدم..
په پاټکو ختم، چې په رڼا ورځ بل شویو برقونو ته مې پام شو.. له وېرې مې په غوږونو کې د پلار غوسه ناکو چیغو انګازې وکړې..
ژر مې ټول برقونه خاموش کړل.
چې د شرکت مرکزي ځای ته ورسېدم، له ما مخکې ګڼ کسان نور هم دغې دندې لپاره راغلي وو او نوم لیکنه یې کړې وه،
د سترګو له کونجه مې په تالار کې حاظر بنیادمان وڅارل، د هغوی د څېرې، لباس او سټایل په لیدو مې د خجالتۍ احساس وکړ..
په تېره هغوی چې له امریکايي پوهنتونونو یې خپل معرفت کاوه.
چې د انټرویو اتاق ته به هر یو ورغی، دقیقه نیمه وروسته به را ووت. ځان سره به مې وویل، چې اسناد ګوره، ټیپ و ټاپ ګوره، چې دوی نه منل کېږي نو زه...؟
فکر نه کوم.
په سوچ کې شوم چې ښه په عزت له دې سیالۍ ځان و باسم..
درخواست مې لا نه وکړی چې د پلار خبره مې په زړه شوه: "په ځان باور ولره".
ایسته کېناستم او په تمه شوم چې نوبت مې ورسي...
داسې احساس مې کاوه چې د پلار خبرې مې یوه خاصه انرژي راکوي او دا راته غیر عادي وه.
همدې فکر کې ډوب وم، چې یو دمي مې نوم یاد شو، څو دننه ورشم.
ورغلم، په څوکۍ کېناستم.. مخامخ ناستو درې تنو له ډلې یوه وویل:
غواړې کار شروع کړې؟
وارخطا شوم او اضطراب واخیستم.. داسې مې ګڼله چې مسخرې راباندې کې یاد دې پوښتنې شاته به نورې څومره پوښتنې پټې وي؟؟؟
د کور نه په راوتو کې د پلار هغه خبره بیا رایاد شوه چې "مه لړزېږه او په ځان باوري اوسه".
په پوره ډاډ مې ورته وویل، ان شاءالله
چې انټرویو په بریالیتوب ورکړم، خپل کار ته به راځم.
دوهم نفر وویل: ته د استخدام په پروسه کې منل شوی یې.
په حیرانۍ مې وویل، تاسو خو زما نه پوښتنه هم نه ده کړې.
دریم کس وویل: په پوښتنو کې د کاندیدانو مهارت نه څرګندېږي نو زمونږ ازموینه عملي وه.
چې د مثبت اندېشۍ په پایله کې د اوږد مهال لپاره د شرکت له ګټو ساتنه وکړي او ته یوازینی کس وې چې بې باکي دې ونه کړه،
له دروازې تر دې ځایه دې ټول نقصانات سم کړل او نصب شویو پټو کمرو ستا دغه کړنې ثبت کړې وې.
زما نو دا شېبه هر څه، کار، انټرویو، دنده... له ذهنه حذف شو او د پلار له وجود پرته مې هیڅ نه لیدل.
په منډه منډه کور ته راغلم،
له پلار مې لاسونه چاپېر کړل، ښه مې وژړل او بیا مې بخښنه ترې وغوښته.

پلار که غوسه هم وي، درون یې له مینې مهربانۍ او دوستۍ څخه ډک وي.
ژر یا په ځنډ ته به هم پلار/مور شې او نصیحتونه به کوې.. د پلار له نصیحتونو مه زړه توری کېږه، د دې نصیحتونو ها خوا داسې مینه پرته وي، چې یوه ورځ به یې حتماً حکمت بیامومې.

دا مې یو ځای ولوست، خوښ مې شو له هغه وروسته مې کاپي کړو که تاسو لوستلی وي ولیکئ چې و لوستل شو.

Address

Kabul

Telephone

+15129687674

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ارواپوهنه روانشناسی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to ارواپوهنه روانشناسی:

Share