30/08/2025
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دflexible انډوسکوپیک ماشین پواسطه د دماغې عملیاتونو پیل
د ننګرهار په سیمه ایز تخصصی روغتون کې د اندوسکوپيک وينټريکولوسټومي (ETV) او د کوریډ پلکسیس کوتیرایزیشن (CPC)د نوې څانګې پرانېسته
د ننګرهار سمه ایز تخصصی حوزوی روغتون د نیوروسرجري څانګې له لوري د يوې نوې لاسته راوړنې په توګه، د اندوسکوپي وينټريکولوسټومي (ETV) خدماتو د پرانېستې غوندی رسمي مراسم د ۱۴۰۴ د اسد په ۳ مه نېټه ترسره شول.
یاد نوښت د عصبي جراحی (نیوروسرجري) د پرمختګ په لړ کې يو تاريخي ګام بلل کېږي او څرګندوي چې د عصبی جراحی دیپارتمنت دو د ننګرهار عامی روغتیا د ریاست اداره دې ته ژمنه ده ترڅو د هايډروسفالس او ورته ناروغیو درملنه د معیاري او نوې ټکنالوژۍ پر مټ هېوادوالو ته وړاندې کړي.
په دې بريا کې د ننګرهار عامی روغتیا محترم ریس صاحب امین الله شریف او ننګرهار حوزوی تخصصی روغتون محترم ریس صاحب الحاج دوکتور فهیم الله دلاور او د (Neurokids) پروګرام قدرمن اداره ، ویاړلې امریکایې میشت افغان محترم پروفیسور ډاکټر محمد علی عزیز سلطان د د امریکا متحده ایالاتونو د هارورډ پوهنتون دماغ د رګونو انډسکوپیک څانکي مشر او په امریکا کې د افغان داکترانو د ټولنې مشر،
د امریکا متحده ایالاتونو د باستن روغتون د ماشومانو د عصبې جراحي څانګې مشر محترم پروفیسور ډاکټر بن وارف , محترم ترینر متخصص ابن امین د انستیزی مشر او محترم پروفیسور ډاکټر محمد جاوید خان د مالیزیا هیواد د ټایلر پوهنتون د عصبې جراحي مشر ونډه د ستايلو وړ ده. یادو مشرانو د تخنیکي مرستو تر څنګ، زموږ د اړتیا وړ بنسټیزې سرچينې هم برابرې کړې دي. د دوی دوامداره تخنیکې مشورې او پر وخت ملاتړ، په ځانګړي ډول د تخنیکي ستونزو په حل او د خدمتونو د لا غښتلتیا په برخه کې، زموږ لپاره ستر ارزښت لري.