Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization

Call Directions Website Contact the organization

Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization, Non-Governmental Organization (NGO), Behind the Etisalat main office, Kabul.

Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization (ARWEO) is an Afghan non-governmental, non-political and not for profit organization established in 2003..

ځنګلونه د ځمکې سږي دي، ساتنه یې وکړئ!د ځنګلونو پرې کول د کاربن د جذب وړتیا کموي، تودوخه زیاتوي، د خاورې د تخریب، وچکالۍ ...
01/10/2026

ځنګلونه د ځمکې سږي دي، ساتنه یې وکړئ!
د ځنګلونو پرې کول د کاربن د جذب وړتیا کموي، تودوخه زیاتوي، د خاورې د تخریب، وچکالۍ او سیلابونو خطر لوړوي.
راځئ؛ د ځنګلونو په ساتنې سره خپل طبیعت پاک او ښکلی وساتو.
جنگل‌ها ریه‌های زمین‌اند؛ از آن‌ها حفاظت کنید!
قطع جنگل‌ها ظرفیت جذب کاربن را کاهش می‌دهد، باعث افزایش دما شده و خطر فرسایش خاک، خشکسالی و سیلاب‌ها را بیشتر می‌کند.
بیایید با حفاظت از جنگل‌ها، طبیعت خود را پاک، سرسبز و زیبا نگه داریم.

29/09/2026

𝓐 𝓼𝓶𝓪𝓵𝓵 𝓴𝓲𝓽 𝓬𝓪𝓷 𝓶𝓪𝓴𝓮 𝓪 𝓫𝓲𝓰 𝓭𝓲𝓯𝓯𝓮𝓻𝓮𝓷𝓬𝓮 𝓲𝓷 𝓪 𝓬𝓱𝓲𝓵𝓭’𝓼 𝓵𝓮𝓪𝓻𝓷𝓲𝓷𝓰 𝓳𝓸𝓾𝓻𝓷𝓮𝔂.
In Nangarhar, ARWEO distributed learning kits to students and teaching kits to teachers in 200 Temporary Learning Space (TLS) classes, reaching around 6,500 returnee children.
For these children, having the right learning materials means fewer barriers, more confidence, and a better chance to learn, grow, and dream of a brighter future. ❤️📖
𝐄𝐯𝐞𝐫𝐲 𝐜𝐡𝐢𝐥𝐝 𝐝𝐞𝐬𝐞𝐫𝐯𝐞𝐬 𝐭𝐡𝐞 𝐨𝐩𝐩𝐨𝐫𝐭𝐮𝐧𝐢𝐭𝐲 𝐭𝐨 𝐥𝐞𝐚𝐫𝐧.
د زده‌کړې لپاره اړین توکي؛ د راتلونکي لپاره نوې هیله!
ارو په ننګرهار ولایت کې د لنډمهاله چټکو زده کړو (TLS)د ۲۰۰ ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي او تدریسي بستې ووېشلې.
د دغو بستو له لارې شاوخوا ۶۵۰۰ راستنېدونکو ماشومانو ته د زده‌کړې لپاره اړین توکي برابر شول، څو په مناسب تعلیمي چاپېریال کې خپلې زده‌کړې په لا ښه ډول پرمخ یوسي.
هر ماشوم د زده‌کړې حق لري؛ ارو د دې حق د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. 📖

د یوه ماشوم لپاره یو کتابچه، قلم او نور درسي توکي ښايي ساده شیان ښکاره شي؛ خو د هغه ماشوم لپاره چې غواړي زده‌کړې وکړي، د...
27/09/2026

د یوه ماشوم لپاره یو کتابچه، قلم او نور درسي توکي ښايي ساده شیان ښکاره شي؛ خو د هغه ماشوم لپاره چې غواړي زده‌کړې وکړي، دا توکي د زده‌کړې، هڅې، پرمختګ او راتلونکي د جوړولو یوه مهمه برخه جوړوي.
د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې (ARWEO) د لنډمهاله چټکو زده‌کړو (TLS) ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو څخه د ملاتړ په موخه، د یونیسیف په مالي ملاتړ درسي او تدریسي کیټونه ووېشل.
ارو هڅه کوي چې زده کوونکو ته هغه اړین درسي توکي برابر کړي چې د زده کړو په بهیر کې ورته اړتیا لري.
ارو د یادو ټولګیو ښوونکو ته تدریسي کیټونه ووېشل چې ښوونکو ته به د لا غوره او اغېزمن تدریس لپاره مؤثر تمام شي.
د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي اداره په ننګرهار ولایت کې د لنډ مهاله چټکو زده کړو ۲۰۰ ټولګي لري چې کابو ۶۵۰۰ تنه را ستانه شوي زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
د ارو مشرتابه ژمن دی، چې د زده‌کړې د دوام او د ماشومانو د زده‌کړه ییزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

17/09/2026

پوهنې سکتور ته د لنډمهاله درسي محلونو نوې پروژه ور وپېژندل شوه؛

پنجشنبه ۱۴۴۸/۴/۴
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د لنډمهاله درسي محلونو (TLS) پروژه اړونده سکتور ور وپېژندل شوه.
یاده پروژه د UNICEF ادارې په مالي ملاتړ او د ARWEO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي. د پروژې له مخې به د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار، بهسود، ښېوې او دره‌نور ولسوالیو کې د راستنېدونکو زده‌کوونکو لپاره ۲۰۰ لنډمهاله درسي محلونه جوړ شي.
دا موقتي درسي خونې د هغو زده‌کوونکو لپاره برابرېږي چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي او د راستنېدو له امله یې زده‌کړې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي.
چې موخه یې د زده‌کړو د بهیر دوام، د درسي وقفو مخنیوی او زده‌کوونکو ته په تعلیمي او رواني برخو کې د لازم ملاتړ برابرول دي، څو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې په عادي ډول پر مخ یوسي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد، د دې پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د پوهنې سکتور پیاوړتیا د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي. نوموړي ټینګار وکړ چې له راستنېدونکو کورنیو او زده‌کوونکو سره هر اړخیزه همکاري اړینه ده.
ښاغلي حامد زیاته کړه چې اقتصاد ریاست به له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ د ورته ګټورو پروژو د پلي کېدو بهیر ته دوام ورکړي

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره په جدي توګه مخ دی؛ د تودوخې د کچې لوړېدل، د بارانونو د ب...
16/09/2026

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره په جدي توګه مخ دی؛ د تودوخې د کچې لوړېدل، د بارانونو د بې‌نظمۍ زیاتېدل، وچکالي، د اوبو کمښت او د طبیعي افتونو ډېرېدل د هېواد پر چاپېریال او د خلکو پر ژوند اغېز کوي.
د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د ځنګلونو او شنو ساحو پراختیا، د اوبو د سرچینو ساتنه، د طبیعي ځنګلونو د وهلو مخنیوی او د اوبو د ضایع کېدو د راکمولو لپاره اغېزمن مدیریت مهم بلل کېږي.

15/09/2026

د زده‌کړې له لارې د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د نوي ژوند پیل
د تورخم په عمري مېشت غالي کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو لپاره د نوملیکنې او راجسترېشن له مرکز څخه د لنډ مهاله چټکو زده کړو تر ټولګیو پورې...
هر ماشوم د زده‌کړې حق لري؛ راستنېدل باید د زده‌کړې د درېدلو معنا ونه لري. 🌱📖
𝑨 𝑵𝒆𝒘 𝑩𝒆𝒈𝒊𝒏𝒏𝒊𝒏𝒈 𝒇𝒐𝒓 𝑹𝒆𝒕𝒖𝒓𝒏𝒆𝒆 𝑪𝒉𝒊𝒍𝒅𝒓𝒆𝒏 𝑻𝒉𝒓𝒐𝒖𝒈𝒉 𝑬𝒅𝒖𝒄𝒂𝒕𝒊𝒐𝒏
For children returning home through Torkham, coming back is not just about finding a place to live—it is also about finding their way back to school.
At the Omari Settlement Camp in Torkham, children are registered and referred to nearby schools and Temporary Learning Spaces (TLS), helping them continue their education and begin a new chapter with hope.
Every child deserves the chance to learn, grow, and dream. Returning home should never mean leaving education behind.
❤️📖

د ننګرهار د پوهنې ریاست او ارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې (ارو) مرس...
14/09/2026

د ننګرهار د پوهنې ریاست او ارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې (ارو) مرستیال، ښاغلي رحمت الله رحمت، د ننګرهار د پوهنې له رئیس، شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي، سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت په کچه د ارو د روانو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه خبرې وشوې. د ننګرهار د پوهنې رئیس د ارو د فعالیتونو ستاینه وکړه او په ښوونه او روزنه، بیارغونه او نورو بشري برخو کې یې د دغې ادارې هڅې اغېزمنې او د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره مهمې وبللې.
د ارو مرستیال ښاغلي رحمت الله رحمت په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ادارې د روانو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بشري خدمتونو په برخه کې یې د ارو پر دوامدارې ژمنتیا ټینګار وکړ.
د پوهنې ریاست سره د پوره همغږۍ او چارو د پر وخت ترسره کولو له امله، د ننګرهار د پوهنې ریاست رئیس له لوري د ارو مرستیال رحمت الله رحمت او د پروژو د همغږۍ ولایتي مسؤول ساحل سیفي ته د اعزاز پګړۍ پر سر او ستاینلیکونه ورکړل شول.
ارو ژمنه ده چې د هېواد په هره برخه کې به خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي او د هېوادوالو د دوامدار خدمت لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

اوبه د ژوند سرچینه ده؛ بېځایه یې مه ضایع کوئ.💧🌱Water is the source of life; don’t waste it.💧🌱
10/09/2026

اوبه د ژوند سرچینه ده؛ بېځایه یې مه ضایع کوئ.💧🌱
Water is the source of life; don’t waste it.💧🌱

اقلیمي بدلون ګډ ګواښ دی؛ د ونو کرل، پالنه او د چاپېریال ساتنه زموږ ګډ مسؤلیت دی. راځئ، د یو پاک، سالم او زرغون افغانستان...
05/09/2026

اقلیمي بدلون ګډ ګواښ دی؛ د ونو کرل، پالنه او د چاپېریال ساتنه زموږ ګډ مسؤلیت دی. راځئ، د یو پاک، سالم او زرغون افغانستان لپاره نن عملي ګام واخلو. 🌱

Climate change affects us all, and protecting our environment is a responsibility we share. By planting and caring for trees, we can help build a cleaner, healthier, and greener Afghanistan for future generations. 🌱

د نوي تعلیمي کال د پیل په اړه د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې د مشرتابه پیغام𝑨 𝑴𝒆𝒔𝒔𝒂𝒈𝒆 𝒇𝒓𝒐𝒎 𝑨𝑹𝑾𝑬𝑶 𝑳𝒆𝒂𝒅...
03/09/2026

د نوي تعلیمي کال د پیل په اړه د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې د مشرتابه پیغام
𝑨 𝑴𝒆𝒔𝒔𝒂𝒈𝒆 𝒇𝒓𝒐𝒎 𝑨𝑹𝑾𝑬𝑶 𝑳𝒆𝒂𝒅𝒆𝒓𝒔𝒉𝒊𝒑 𝒐𝒏 𝒕𝒉𝒆 𝑶𝒄𝒄𝒂𝒔𝒊𝒐𝒏 𝒐𝒇 𝒕𝒉𝒆 𝑵𝒆𝒘 𝑨𝒄𝒂𝒅𝒆𝒎𝒊𝒄 𝒀𝒆𝒂𝒓

Address

Behind The Etisalat Main Office
Kabul
26000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghanistan Rehabilitation And Women Education Organization:

Shortcuts

Share