17/08/2026
د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤولینو تېره شپه ناوخته د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون له ترسره کېدونکو روغتیایي خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه
یاده لیدنه چې د ورلډ مؤسسې ولایتي مسؤول ډاکتر عزیزالرحمن صافي له لوري ترسره شوه، په کې د روغتون بېلابېلې څانګې له نږدې وکتل شوې، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو اسناد او د اړوندو کارکوونکو حاضري وڅارل شوه.
په ځینو برخو کې موجودې ستونزې او اړتیاوې له نږدې وارزول شوې او د حل په موخه ورته د لازمې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه د څارنې پر مهال ټول روغتیايي او خدماتي پرسونل پر خپلو دندو حاضر وو، دارو او درمل په کافي اندازه موجود وو او د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو په اړه د مراجعینو او ناروغانو رضایت هم موجود و، ښاغلي صافي د روغتیایي پرسونل کړنې وستایلې او د خدماتو د لا ښه والي په موخه یې ور سره یو لړ لازمې سپارښتنې شریکې کړې.
د عامه ښېګڼو معیشت، بیارغونې او پرمختګ مؤسسه (WORLD) د روغتیايي خدماتو کیفیت ته ژمنه ده او په دې تړاو خپل روغتیايي خدمات په دوامداره توګه له نږدې څاري تر څو د روغتیایي خدماتو کیفیت او موثریت تضمین کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو څانګه