30/03/2026
د ODSSA موسسې سیار روغتیايي ټیم له فراه اساسي روغتیايي کلینک څخه لیدنه وکړه ترڅو د توبرکلوز او نورو تنفسی امراضو لرونکی ناروغان تشخیص او تداوی ته ریفر کړی. د لیدنې پر مهال، د ناروغانو معاینات د عصري او معیاري وسایلو لکه X-ray او Spirometry په کارولو سره ترسره شول.
د GeneXpert ټکنالوژۍ په مرسته، د TB مشکوک کیسونه په دقیق او چټک ډول وپېژندل شول او د تداوی لپاره ریفر شول.
دغه ډول سیار او ساحوي خدمات د دې سبب ګرځي چې روغتیايي اسانتیاوې تر لرې پرتو سیمو پورې ورسېږي او د توبرکلوز د کنټرول په برخه کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
موږ ژمن یو چې د باکیفیته روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو له لارې، د یوې سالمې ټولنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
#
Stop TB Partnership