18/07/2026
د افغانستان د تعلیمي بنسټونو د ملاتړ او هڅونې پیغام
له ټولو کورنیو او بهرنیو افغان سوداګرو، پانګهوالو، خیرخواهانو او احساس لرونکو ځوانانو څخه په درناوي هیله کوم چې د افغانستان د تعلیمي بنسټونو ملاتړ او هڅونه وکړي. تعلیم د هر ملت د پرمختګ بنسټ دی، او د افغانستان روښانه راتلونکی د علم او زدهکړو له لارې جوړیږي.
هره مرسته چې نن د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو د پیاوړتیا لپاره ترسره شي، په حقیقت کې د هېواد د راتلونکي لپاره یوه ارزښتناکه پانګونه ده. د تعلیمي بنسټونو په ملاتړ سره به موږ داسې بااستعداده، بااخلاقه او مسلکي نسل وروزو چې افغانستان به د پرمختګ، سولې او سوکالۍ پر لور رهبري کړي.
راځئ چې ټول په ګډه، د ملي مسؤلیت او هېوادپالنې له احساس سره، د خپلو تعلیمي بنسټونو ملاتړ وکړو؛ ځکه د افغانستان روښانه راتلونکی له تعلیم او زدهکړې څخه پیلېږي...