23/12/2022
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
(همت خیریه بنسټ) د رضاکاره ځوانانو له لوري یو لنډ پیغام!
ګرانو هیوادوالو او زما مسلمانانو وروڼو زمونږ د هیواد اقتصادي حالت مو په بې مثاله توګه له منځه تللې او ګڼ شمیر هیوادوال مو د لوږې او فقر سره لاس او ګریوان دي.
د انسانانو له یوبل سره مرسته کولي شي د یو انسان ژوند وژغوري او نوې هیلې ورکړي.
په همدې اساس د همت خیریه بنسټ رضاکاره ځوانان غواړي چې د خپلو خلکو او مسلمانانو د لاسنیوي او مرستې لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
مونږ هڅه کوو ترڅو د پکتیکا سربیره د هیواد په ګڼو سیمو کې د شتمنو شخصیتونو او په هیواد دننه او بهر کې د خیریه او بشري مرسته کونکو ادارو په ملاتړ اړمنو هیوادوالو ته د خواراکي توکو د برابرولو سربیره، بیې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه رامنځته کړو.
همت خیریه بنسټ له تیرو دریو کالونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یې بیلابیل خیریه کارونه ترسره کړي او دا لړۍ روانه ده.
مونږ به هڅه وکړو چې د دې پاڼې له وسیله د خپلو تیرو او راتلونکو فعالیتونو څخه تاسې خبر وساتو او ستاسو نظرونو ته په کې وکتل شي.