Al-Qadar Welfare Foundation - القادر خيريه بنسټ

Al-Qadar Welfare Foundation - القادر خيريه بنسټ To help poeple

24/03/2025

Video # 162 #
څيړنې ښيې له نورو خلګو سره کومک انسان روحاً اراموي او رواني روغتيا ته ګټه رسوي.

12/03/2025

Video # 161 #
وينه ورکړي او ژوند وژغوری.

14/02/2025

Video # 160 #
وینه ورکړي..... ژوند وژغوری.

11/11/2024

Video # 157 #
وینه ورکړي ژوند وژغوری O(-) Negtive منفي.
O Neg (-) Blood needed in Al-Qadar Hospital.
Please register your blood group at Al Qadar Hospital.

09/11/2024

Video # 156 #
الحمدللله د انسان زړه هغه وخت سکون اخلي کله چې یو بل انسان ته سکون ورکړې.

القادر خيريه بنسټ WhatsApp 0093 077 755 4842

08/11/2024
08/11/2024

د ډینګي ناروغی معاینات په القادر روغتون کي ترسره کیږي.
(Dengue fever)
له بده مرغه باید یادونه وکړم چې دتیرو څو ورځو راهیسې دافغانستان په ختیځ ننګرهار ځينو ولسوالیو کي لکه دوربابا مومندره اولعلپوره او همدارنګه د مارکوه خواوشا کې په دغې ناروغۍ زموږ په سلګونه هیوادوال او عزیزان اخته شوي راځي چې دغې ناروغۍ په اړه یوڅه معلومات درسره شریک کړم.
ډینګی یو ویروسي ناروغي ده چې دغوماشي(Aedes mosquite) په واسطه انتقالیږي کله چې انسان دغوماشي په واسطه وچیچل شي نو دغه ویروس دانسان بدن ته داخلیږي چې دغه ناروغي رامځته کوي داناروغي د نړۍ په ډیرو ځایونو کې په پراخه کچه شته(128 هيوادونو کي). په افغانستان او پاکستان کی دا حشرات شته او هر کال ډیر خلک پدی ناروغی اخته کیږی.

ډینګی د حشراتو له لارې خپریږي ، دا حشرات د ورځې په جریان کې چیچل کوی، یانی په رڼا کی چیچل کوی. دوی اکثره په ډنډونو ، ویالو او داسی نورو ساحو کی موندل کیږي. دا په څاګانو ، د اوبو ذخیره کولو ټانکونو او زړو موټرو کې هم اوسیږی.

انتان معمولا ستونزمن نه وي او د یوی اونی په شاوخوا کی پخپله ښه کیږی ، پرته لدی چی ناروغ د دایمی ستونزی سره مخ کړی. مګر په نادره پیښو کې دا خورا جدي او کله نا کله ژوند ګواښونکی هم کیدی شي.

د ډینګي لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته ، نو که پداسی کوم ځای کی اوسیږی چی هلته دا حشرات موجود وی لازمه ده چې د حشراتو د چېچلو مخه ونیول شي. که داسی یو ځای ته د سفر اراده لری چیری چی دا حشرات موجود دی ، پکار ده چی د ځان سانتی پوره احتمام وشی.

د ډینګي نښې نښانې معمولا ناڅاپه را پیدا کیږی ، مطلب دا چی د چیچلو څخه د ۵ څخه تر ۸ ورځو وروسته راڅرګندیږی. پدی ناروغی کی دا لاندی نښې لیدل کیږی:

لوړه تبه او یا لړزیدل
د سر سخت درد
د سترګو شاوخوا درد
د عضلاتو او بندونو درد
د زړه بدوالی اوکانګي
په بدن سور بخار اوټکوټکو خالونو راختل
د ګیډی درد او د اشتها کمیدل.
په پیشرفته حالت کې دهضمي سیستم څخه وینه راتلل.

نښې په معمول ډول د شاوخوا یوه اونۍ وروسته له مینځه ځی ، خو ناروغه کس ممکن د څو اونیو پوری د ستړتیا او کمزوری احساس ولری.

که یو څوک په ځان کی دا پورته ذکر شوی نښی وګوری نو ډیره به ښه وی چی ډاکتر ته مراجعه وکړی او خپل معاینات تر سره کړی. د معاینی په وخت کی پکار ده چی ډاکتر ته ووییل شی چی دی کس کومو ځایونو ته سفر کړی ، او د کومی سیمی دی ، تر څو ډاکتر د ډینګی انتان لپاره ځانګړی معاینات وکړی. تاسو کولای شئ چي ډینګي معاینات په القادر روغتون کي ترسره کړي.
Al- Qadar Hospital القادر روغتون
شيرزادو ولسوالي دطوطو بازار پاس سرای

07/11/2024

Video # 155 #
وینه ورکړي او ژوند وژغوری.
محمد جان د تلسمیا ناروغه ماشوم دی د ويني ګروپ يي A منفي دي که د کوم ورور A منفي وینه وي د محمد جان سره مرسته وکړي.

راشی چی په ګډه د خپلو بيوزلو لاسنیوي وکړو. ستاسی کوچنی مرسته کولی شی د انسان ژوند وژغوری.
القادر خيريه بنسټ WhatsApp 0093 077 755 4842

05/11/2024

Video # 154 #
وينه ورکړي ژوند وژغوری.

راشی چی په ګډه د خپلو بيوزلو لاسنیوي وکړو. ستاسی کوچنی مرسته کولی شی د انسان ژوند وژغوری.
القادر خيريه بنسټ WhatsApp 0093 077 755 4842

12/10/2024

Video # 153 #
الحمدللله د انسان زړه هغه وخت سکون اخلي کله چې یو بل انسان ته سکون ورکړې.
راشی چی په ګډه د خپلو بيوزلو لاسنیوي وکړو. ستاسی کوچنی مرسته کولی شی د انسان ژوند وژغوری.
القادر خيريه بنسټ WhatsApp 0093 077 755 4842

Address

Sherzad Toto
Kabul
0093777554842

Telephone

+93777554842

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al-Qadar Welfare Foundation - القادر خيريه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Al-Qadar Welfare Foundation - القادر خيريه بنسټ:

Share