15/07/2025
د ستر ولسي شاعر مطیعالله تراب د مړینې له امله د تسلیت پیغام!!!
بسم الله الرحمن الرحیم
په ژور غم، دروند درد او نههېرېدونکي افسوس سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ادب تکړه، ولسي، ملي او ژبپوه شاعر مطیعالله تراب د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ څخه کوچېدلی دی.
مرحوم تراب د سویل ختیځ زون، ټول افغانستان او د نړۍ ګوټ ګوټ کې د پښتو ژبې ویونکو لپاره د افتخار یو نوم و. هغه نه یوازې یو شاعر، بلکې د ولس د دردونو ویندوی، د حق غږ، او د ملي بیدارۍ یو بې ساری مبلغ و. د هغه حماسي او بیدارګر اشعار به د تاریخ په حافظه کې تل ژوندی وي او نسلونه به ترې الهام اخلي.
د سویل ختیځ زون د ولسونو عالي کمیسیون د نوموړي مړینه یو ستر فرهنګي او ادبي زیان بولي. موږ د زړه له کومې د ارواښاد کورنۍ، نږدې دوستانو، د ادب مینهوالو او د افغان ولس ټولو قشرونو ته تسلیت وایو.
لوی خدای دې اروا ته جنت الفردوس، مغفرت او آرامي نصیب کړي. کورنۍ ته یې د صبر، زغم او عزت دعا کوو.
انا لله و انا الیه راجعون
په درنښت،
د سویل ختیځ زون د ولسونو عالي کمیسیون