Rayaan Abrar

Rayaan Abrar Exec. VP, Peace and Democracy House-PDH Activist for Peace, Human rights - Athlete and Photographer

د ډاکتر حسنې مبارک عزیزي د شخصیت پېژندنهډاکتر حسنې مبارک عزیزي د افغانستان د علمي، اداري او سیاسي ډګر له هغو روڼ اندو، و...
11/10/2025

د ډاکتر حسنې مبارک عزیزي د شخصیت پېژندنه

ډاکتر حسنې مبارک عزیزي د افغانستان د علمي، اداري او سیاسي ډګر له هغو روڼ اندو، وطنپالو او نوښتګرو شخصیتونو څخه دی، چې د خپل هوښیار فکر، علمي پوهې او رښتینې ملي ژمنې له برکته یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ژور بدلونونه رامنځته کړي دي.

ښاغلی عزیزي د پکتیکا ولایت د وازیخواه ولسوالۍ د پاچا خان قلعه کې په کال ۱۹۸۶ د فبروری په ۶ نېټه زېژیدلۍ ده . نوموړی د دروند او باعزته خان‌کاله کورنۍ غړی دی، چې له پلار او نیکه څخه یې د مشرۍ او خدمت دود په میراث پاتې دی. د هغه پلار، ډاکتر عزیزالله خان، په خپله سیمه کې د علم، خدمت او مشرتوب نښه وه.

لومړنۍ زده کړې او تحصیلي سفر

ډاکتر حسنې مبارک عزیزي خپلې لومړنۍ زده کړې د قمرالدین کاریز په ښوونځي کې بشپړې کړې، منځنۍ یا متوسطه زده کړې یې په کویټه کې ترسره کړې. د لوړو زده کړو په موخه یې د پاکستان معتبر پوهنتونونو ته لار ومونده، چیرې چې یې د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس او ماسټر سندونه په اعلی درجه ترلاسه کړل. د ده د علمي هڅو تسلسل وروسته هم نه دی درېدلی، بلکې د علمي تکامل په لټه کې یې د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا تر کچې ځان ورساوه.

اداري او علمي خدمات

له تحصیل وروسته ډاکتر عزیزي خپل هېواد ته راستون شو او د ازادې سیالۍ له لارې د غزني ولایت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو. د ده د مدیریت او نوښت په موده کې د غزني د معارف نظام بې ساری پرمختګ وکړ، ګڼ شمېر ښوونیزې ودانۍ، لابراتوارونه او پارکونه جوړ شول، مسلکي ښوونکي جذب شول، او د تعلیم کیفیت بې ساری لوړ شو. د ده دوره د غزني د معارف په تاریخ کې د “رشد او بدلون” دوره بلل کېږي.

وروسته نوموړی د پوهنې وزارت د ستر سلاکار په توګه وټاکل شو، چیرې چې یې د یو کال په موده کې د معارف د پالیسۍ او کیفیت د لوړولو په برخه کې ارزښتناک کارونه ترسره کړل. د ده د وړتیا له امله د ښوونځیو او انستیتیوتونو د لوی رئیس په توګه وټاکل شو. په دې دوره کې یې د ټول افغانستان په ښوونیز نظام کې عملي بدلونونه راوستل او د ښوونې او روزنې بنسټونه یې تقویه کړل.

د سیاسي او اجرایي مسوولیتونو پراختیا

ډاکتر عزیزي وروسته د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس او د پوهنې وزیر د سلاکار په توګه دنده ترسره کړه، چیرې چې یې د معارف د انکشاف نوې کړنلارې پلي کړې. ورپسې د ترانسپورت وزارت د بهرنیو اړیکو او قوانینو د لوی رئیس په توګه وټاکل شو او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې درلودې.
ورپسې د څه مودې دپاره په پارلمانې چارو کې د سلاکار په توګه و ګمارل شو او هلته د دولت اجراییه قوې او پارلمان تر مینځ اړېکې ټینګې کړې او ېوه قوې هماهنګې یې رامینځته کړه.
په همدې بنسټ د ده د اغېزمن مدیریت له امله د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د ترانسپورت وزارت د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو. د ده په مشرتوب د لاجورد دهلېز، د چابهار تړون، د کټای دهلېز او ګڼو نورو ستراتیژیکو پروژو کارونه عملي شول، چې د افغانستان د سیمه‌ییز تجارت او بدیلو لارو په رامنځته کولو کې یې تاریخي رول ولوباوه. نو دې ته په کتو سره د هیواد جمهور ریس محمد اشرف غنې د ترانسپورت د وزیر په توګه وټاکو.

علمي او سیاسي دوام

د جمهوریت تر سقوط وروسته ډاکتر عزیزي ترکیې ته ولاړ، له هغې ځایه ایران ته لاړ او په ماهان پوهنتون کې یې د سیاسي علومو دوکتورا پیل کړه. یو کال وروسته د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په بلنه کابل ته راستون شو، او د وطن د پرمختګ لپاره یې له چارواکو سره فکري او سلا مشورې شریکولې.

هغه د علم او تعلیم د ودې په لاره کې بیا هم هڅه وکړه، د آرېانا پوهنتون یې واخیست او د دې بنسټ د احیا او پرمختګ لپاره یې بې‌ساری زحمت واخیست، تر دې چې یاد پوهنتون یې د هېواد د مخکښو خصوصي پوهنتونونو په کتار کې شامل کړ.

پایله او میراث

ډاکتر حسنې مبارک عزیزي د افغانستان د علمي او سیاسي قشر له نامتو څېرو څخه دی. هغه نه یوازې یو پوه، مدیر او سیاستپوه دی، بلکې یو ملي اندیش سړی دی چې د وطن د ابادۍ، معارف د ودې او د سیمې د اقتصادي اتصال لپاره یې رښتینې هلې ځلې کړې دي.

د ده ژوند د علم، وطن‌پالنې، صداقت او ژمنتیا سمبول دی — او د نوو نسلونو لپاره یو الهام‌بښونکی مثال ګڼل کېږي

قطع انترنت در چند روز گذشته  خسارات بزرگی را در کار و زندگی روزمره مردم ایجاد کرد، امروزه انترنت تنها یک ابزار ساده‌ ارت...
04/10/2025

قطع انترنت در چند روز گذشته خسارات بزرگی را در کار و زندگی روزمره مردم ایجاد کرد، امروزه انترنت تنها یک ابزار ساده‌ ارتباطی نیست، بلکه در تمامی بخش‌های زنده‌گی ما نفوذ کرده و سهولت‌های فراوانی فراهم آورده است. قطع انترنت به معنای آسیب دیدن همه‌ این بخش‌ها است. «زمانی که تنها فیبر نوری قطع بود، کارها کند پیش می‌رفت، اما با قطع کامل انترنت، ضربه‌ی اقتصادی بزرگی را ایجاد کرد.»

نظر به آمار به دست آمده ، نزدیک به یک هزار خانواده مهاجر روز گذشته ۱۲ میزان به کابل بازگشته اند، ۵۸۰ خانواده از طریق اسپ...
04/10/2025

نظر به آمار به دست آمده ، نزدیک به یک هزار خانواده مهاجر روز گذشته ۱۲ میزان به کابل بازگشته اند، ۵۸۰ خانواده از طریق اسپین‌بولدک قندهار، ۳۱ خانواده از طریق پل ابریشم نیمروز و ۱۱۰ خانواده از طریق اسلام‌قلعه هرات .
تمامی این‌ها نیاز به مسکن،خوراک.پوشاک و شغل دارند ولی بیکاری،فقر،و نبود مسکن کافی در افغانستان به اوج خود رسیده است،سازمان ملل،نهاد‌های کمک رسان و ا.ا.افغانستان باید رویکرد جدی و پلان منظم برای این بهران در نظر گیرند و گرنه این بهران به سرطان کشنده در جامعه تبدیل خواهد شد.

Condolences to my grieving people  🙏🏻💔 تسلیت مردم غم دیده ام
02/09/2025

Condolences to my grieving people 🙏🏻
💔 تسلیت مردم غم دیده ام

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rayaan Abrar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share