Afghanistan's Alikhail Council د افغانستان علي خېلو شورا

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Afghanistan's Alikhail Council د افغانستان علي خېلو شورا

Afghanistan's Alikhail Council د افغانستان علي خېلو شورا دا شورا د افغانستان علي خېلو ټبر د یوځای کیدو او انسجام په موخه رامنځته شوي ده.

د افغانستان علي خېلو شورا د تسلیت پیغام!!!!په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په ...
01/09/2025

د افغانستان علي خېلو شورا د تسلیت پیغام!!!!

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې زلزلې له امله له بده مرغه ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي.

د افغانستان علي خېلو شورا د دغې سترې طبیعي پېښې له امله د قربانیانو کورنیو، ټپیانو او د ټول افغان ملت سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت شریکوي. الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او پاتې کورنیو ته د زغم لوړې درجې ورکړي.

دغه پېښه یوه ملي غمیزه ده، او موږ له ټولو اړوندو چارواکو، ملي تجارانو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د زلزله‌ ځپلو خلکو سره بېړنۍ مرسته او ملاتړ وکړي.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان علي خېلو شورا
رسنېزه څانګه

د افغانستان د وتلي ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواشینۍ پیغام!!!په ډېرې خواشینۍ او د ژور درد سره مو خبر تر...
15/07/2025

د افغانستان د وتلي ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواشینۍ پیغام!!!

په ډېرې خواشینۍ او د ژور درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ستر ولسي شاعر، ژبپوه، لیکوال، فرهنګ‌پال او ملي مفکر مطیع‌الله تراب د زړه د حملې له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مرحوم تراب د پښتو ادب یو ژوندي روح، د ولس غږ، او د ملي بیدارۍ یوه درنه څېره وه. د هغه شاعرانه ژبه د ملت د دردونو انعکاس، د هیلې سندره، او د وجدان غږ و. هغه د پښتو ادب له هغو سترو ستورو څخه و چې شخصیت، فکر او فن یې نه یوازې ادب، بلکې تاریخ ته ویاړ وربخښلی.

د افغانستان علي‌خېلو شورا دا فرهنګي ضایعه یوه نه جبرانېدونکې تاوان بولي او د مرحوم درنې کورنۍ، خواخوږو دوستانو، د ادب مینوالو او د ټول افغان ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي.

الله تعالی دې اروا ته بښنه، لوړ مقام، او جنت الفردوس ور په برخه کړي. کورنۍ او عزیزانو ته یې د زړه له کومې د صبر او استقامت دعا کوو.

انا لله و انا الیه راجعون

په درناوي،
د افغانستان علي‌خېلو شورا

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan's Alikhail Council د افغانستان علي خېلو شورا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share