Eng Ajmal shams انجينر اجمل شمس

Eng Ajmal shams انجينر اجمل شمس Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Eng Ajmal shams انجينر اجمل شمس, Nonprofit Organization, Arbapan, Jalalabad.

10/03/2025

د جنازې اعلان!

د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونی د مدیره هیت غړی حاجي دوست محمد, شیرزاد مشر ورور حاجي میر سلام د مړینې له کبله ټولو دوستانو ‌ته خبر ورکول کیږي چې د ارواښاد جنازه به نن دوشنبه د حوت میاشتې 20 - 1403 , چې د رمضان المبارک 10 روژه ده, په خپله پلرنۍ هدیره, شېرزادو ولسوالي د مرکیخیلو شیناور کلي کې د ماسپښین په 3 بجو اداء کیږي .
انالله و انا الیه راجعون!

دنارنج ګل ملي او نړيوال نندارتون  داسترملي نندارتون دا ځل په ننگرهار همیشه بهار ولایت کې دغرفو پیرل دوام لري بيړه وکړئ و...
06/03/2025

دنارنج ګل ملي او نړيوال نندارتون داسترملي نندارتون دا ځل په ننگرهار همیشه بهار ولایت کې

دغرفو پیرل دوام لري بيړه وکړئ وخت کم دی
دختیزون ګډ نندارتون ،دافغان تولیداتو دملاتړ په موخه

د افغانستان د صنعتکارانو ، سوداګرو او درنو هېوا دوالو لپاره د افغاني تولیداتو او تولیداتو د معرفي کولو سمبول.

دغه ملي نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د کانونو د صنایعو خونې، د کرنې او مالدارۍ د خونې، د سوداګرۍ او پانګه ونی خونې ، اصنافو او کسبګرو خونې په همکارۍ د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت او حقمل ننداراوتون جوړولو خدماتي شرکت له خوا په لار اچول شوې .

چې د افغانستان صنعتکارو میرمنو او د افغانستان د لویو او کوچنیو صنعتي او تولیدي شرکتونو په ګډون د ننګرهار ولایت په ښکلي جلال اباد ښار کې د١٤٠٤ کال د حمل میاشتې له ۲۰ تر ٢٣ نېټې په لار اچول کیږي .

په دې ملي نندارتون کې د صنعت او تولیدي ځواک پر ځان بسیاینه نندارې ته وړاندې کړئ.
د اړيکې شېرې ٠٧٢٨٤٤٤٤٤٢.
0786169354

۱۴۰۳/۱۲/۹د ننګرهار صنعت او معدن خونې رهبرۍ دننګرهار مستوفیت د عرضه خدماتو اوسیستم امرینو سره ناسته ترسره کړه.یاده ناسته ...
27/02/2025

۱۴۰۳/۱۲/۹
د ننګرهار صنعت او معدن خونې رهبرۍ دننګرهار مستوفیت د عرضه خدماتو اوسیستم امرینو سره ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته دخونې رئیس الحاج تورملنګ شګیوال په مشرۍ دمدیره پلاوي غړی حاجی سید محمد طاهر پاچا او فابریکو ریسانو او مسولینو برخه اخیستې وه د خونی په دفترکی ترسره شوه.
ناسته د قرانګریم په تلاوت سره پیل شوه چی وروسته د خونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال د ناستی ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل
ښاغلی شګیوال وویل د قانون په چوکات کی د مالی ورکړه د ټولنی پر هر فرد لازم دی چی مالیه حکومتی مسولینو ته پروخت تادیه شی او هم یی د ستونځو یادونه وکړه
د مستوفیت د مالیه ورکوونکو د عرضه خدماتو امر : محترم حافظ نورعلی اخندزاده د خونی د رهبر څخه مننه وکړه چی داسی ګډ مجلس یی دایر کړی دی او هم یی د ټولو صنعتکارنو څخه مننه وکړه چی د مالیی په ورکړه یی د حکومت ملاتړ کړی دی
د مستوفیت د سیستم امر: محترم ذکریا په خپل خبرو کی وویل هغه شرکتونه چی د مالی د ورکړی څخه باقی دی خپل مالیات دی پروخت تادیه کړی او هم که چیری د مالیاتی پروسی په برخه کی د کومی ستونځی سره مخ کیږی نو موږ مو په خدمت کی یو
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده

نن مو د ختیځ زون د روشن مخابراتي شرکت رئیس محترم عبدالباسط نبیل او د ځوان عزم ټولنی مشر محترم محمد کریم ناصری سره په ګډه...
12/02/2025

نن مو د ختیځ زون د روشن مخابراتي شرکت رئیس محترم عبدالباسط نبیل او د ځوان عزم ټولنی مشر محترم محمد کریم ناصری سره په ګډه د ختیځ خراسان خصوصي لېسې ساینسي نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د یادې لېسې زده کوونکو چې دوی د نظري زده کړو تر څنګ ډېر څه په عمل کې هم زده کړي په پروژه یي ډول یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ختیځ خراسان د خصوصی لیسی د رهبری او همکارانو څخه نړی مننه چی زیار یی ګللی او ښکلی ابتکاری یی ترسره کړی دی.

١٤٠٣/١١/٢٣د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال چی د اوسپنی ویلی کوولو او سیخ تولیدی شرکتونو ریسانو ...
11/02/2025

١٤٠٣/١١/٢٣
د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال چی د اوسپنی ویلی کوولو او سیخ تولیدی شرکتونو ریسانو یی ملتیا کوله د افغانستان برښنا شرکت د سوداګریزو چارو د ریس سره ناسته ترسره کړه.

ننګرهار صنایعو او معدنونو خونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال د افغانستان برښنا شرکت سوداګریزو چارو ریس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د صنعتي فابريکو ته د برښنا د تأمين په برخه کې يې د برښنا شرکت هڅې وستايلې، د صنعتي فابريکو د برښنا اړوند ستونزې يې مطرح کړې او غوښتنه يې درلوده چې د برښنا بلونو د پورونو د تصفيې په برخه کې له فابريکه لرونکو سره لازمه همکاري وشي.

د افغانستان برښنا شرکت د سوداګريزو چارو رئيس م فتي امير عبدالله جهاند په داسی حال کی چی د ننګرهار برښنا شرکت ریس م ولوی جان محمد انق لابی شتون درلود د صنعتکارانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته له برښنا شرکت سره د صنعتکارانو سوداګريز تعامل او همکاري مهمه وبلله او تاکيد يې وکړ چې برښنا شرکت د هېواد ټولو صنعتي فابريکو ته منظمه او معياري برښنا برابرول خپل کاري لومړيتوب بولي او پرله‌پسې هڅه کوي چې د صنعتي فابريکو د برښنا اړوند شته ستونزې هوارې او دوی ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

د سوداګريزو چارو رئيس زياته کړه، دا چې صنعتي فابريکې د برښنا شرکت لوی مشتريان دي او تر ټولو ډېره برښنا مصرفوي، برښنا شرکت هيله او غوښتنه لري چې صنعتي فابريکې خپل برښنا بلونه پر وخت تحويل، پخواني پورونه ژر تر ژره تصفيه او د ملي عوايدو په لوړولو کې ونډه واخلي. د ناستې په پای کې د سوداګريزو چارو رئيس صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې د برښنا شرکت له مرکزي رهبرۍ سره شريکې کړي.

١٤٠٣/١١/٢٢د ننګرهار صنایعو او معدنونوخونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال د ایران اسلامي انقلاب شپږ څلوېښتمې کلیزې په ویاړ جوړو...
10/02/2025

١٤٠٣/١١/٢٢
د ننګرهار صنایعو او معدنونوخونی ریس الحاج تورملنګ شګیوال د ایران اسلامي انقلاب شپږ څلوېښتمې کلیزې په ویاړ جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

په جوړو شویو مراسمو کې حکومتي ادارو یوشمېر ریسیانو،د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونې ریس الحاج تورملنګ شګیوال د خونې عامل پلاوی ریس انجینر اجمل شمس یوشمېر پانګوالو او د پوهنتون استادانو برخه اخیستې وه.

په ننګرهار کې د ایران سرقونسل د ایران اسلامي انقلاب رامنځته کېدو په اړتیا وغږېد او د ایران او افغانستان د اړیکو په پراختیا او دوامداره همغږۍ او ملاتړ هیله یې وکړه

د ننګرهار د بهرنیو چارو ریس م ولوي فضل الهادي احمد ایران ولس ته د اسلامي انقلاب شپږڅلوېښتمې کلیزې مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او د دوامداره اړیکو هیله یې وکړه.

۱۴۰۳/۱۱/۳د کار نړیوال سازمان (ILO) عمومي رئیس ګنجن بهادر دالاکوتي د ننګرهار صنعت او معدن خونې له مدیره پلاوي سره ناسته ت...
22/01/2025

۱۴۰۳/۱۱/۳
د کار نړیوال سازمان (ILO) عمومي رئیس ګنجن بهادر دالاکوتي د ننګرهار صنعت او معدن خونې له مدیره پلاوي سره ناسته ترسره کړه.
د کار نړیوال سازمان (ILO) عمومي رئیس ګنجن بهادر دالاکوتي د ننګرهار صنعت او معدن خونې له مدیره پلاوي غړوهر یو حاجي محمد اشرف حبیب زی، حاجی واحدالله ودان ، حاجی غلام دستګیر او عامل ریس انجینر اجمل شمس سره د خونی په دفتر کی ناسته ترسره کړه .
ګنجن بهادر دالاکوتي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی هڅه کوي په ننګرهار ولایت کې کوچني کاروبارونه سره مرستی ترسره کړي، خلکو ته کاری زمینه برابرول که هغه د هرقوم ،سیمی او که د هر عمر خاوند اووسی. زمونږه لمړیتوبونو څخه یو هم د ماهر کارګرو روزل دی. نوموړي زیاته کړه د ظرفیت لوړونې سیمینارونو جوړول، او نورو برخو کې به لازمې مرستې او همکارۍ ترسره کوي.
د ننګرهار صنعت او معدن خونی عامل پلاوی ریس انجینر اجمل شمس د کار نړیوال سازمان عمومی ریس او همکارانو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د هغوی فعالیتونه وستایل او وویل چې یاد سازمان په ننګرهار ولایت کې د ترسره شوی صنعتی نندارتون د مالی همکاری او فعاله ونډی اخیستنی خاص مننه وکړه او کارسازمان همکاران یی وستایل او د لاډیرو همکاریو غوښتونکی شوو.
نوموړی د کارسازمان همکارانو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د پروژو په ښه تطبیق کې همکاري کوي.

Address

Arbapan
Jalalabad
26000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eng Ajmal shams انجينر اجمل شمس posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Eng Ajmal shams انجينر اجمل شمس:

Share