Your Voice Organization, ستاسو غږ اداره

Your Voice Organization, ستاسو غږ اداره To build peaceful societies where all people can coexist and seek for endogenous development in harmony with nature in Afghanistan and the world.

05/03/2026
د کنړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزلې له زیانمنو کورنیو سره د غیرخوراکي مرستو وېشنیټه: ۶ جنوري ۲۰۲۶ستاسو غږ مؤسسه (YVO) د ...
07/01/2026

د کنړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزلې له زیانمنو کورنیو سره د غیرخوراکي مرستو وېش
نیټه: ۶ جنوري ۲۰۲۶
ستاسو غږ مؤسسه (YVO) د PWJ مؤسسې په مالي ملاتړ، د کنړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې ۴۹۴ د زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې په بریالیتوب سره ووېشلې.

یادې مرستې د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د اسانتیاوو د ښه والي په موخه برابرې شوې وې. په وېشل شوې ENFI بسته کې ۲۵ مهم او اړین توکي شامل وو.

Distribution of Non-Food Items to Earthquake-Affected Families in Sawkai District, Kunar Province
Date: January 6, 2026
Your Voice Organization (YVO), with financial support from Peace Winds Japan (PWJ), successfully distributed non-food items (ENFI) to 494 families affected by the earthquake in Sawkai District, Kunar Province.

These assistance packages were provided to meet the basic needs of the affected families and to improve their living conditions. Each distributed ENFI package included 25 essential items.

YVO Relief Support

په کنړ ولایت، اسعداباد کې ۱۱۴ د زلزلې څخه زیانمنو شوو کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې ووېشل شوېنیټه: 2026...
01/01/2026

په کنړ ولایت، اسعداباد کې ۱۱۴ د زلزلې څخه زیانمنو شوو کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې ووېشل شوې
نیټه: 2026-01-01
ستاسو غږ مؤسسه (YVO) د PWJ مؤسسې په مالي ملاتړ، د کنړ ولایت اسعداباد کې ۱۱۴ د زلزلې څخه زیانمنو شوو کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې په بریالیتوب سره ووېشلې.
یادې مرستې د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د اسانتیاوو د ښه والي په موخه برابرې شوې وې.
په وېشل شوې ENFI بسته کې ۲۵ قلمه اړین توکي شامل وو.
ستاسو غږ مؤسسه (YVO) د سیمه ‌ییزو مشرانو او همکارانو له رغنده همکارۍ مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به هم د بشري مرستو او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په کنړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د زیړي بابا کمپ کې ۶۳۵ کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې ووېشل شوېنیټه : 2025-1...
31/12/2025

په کنړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د زیړي بابا کمپ کې ۶۳۵ کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې ووېشل شوې
نیټه : 2025-12-29
ستاسو غږ مؤسسه (YVO) د خپلې بشري ژمنې او دوامدارو هڅو په ترڅ کې، د PWJ مؤسسې په مالي ملاتړ، د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې د زلزلی څخه اغېزمنو شوو ۶۳۵ کورنیو ته د غیر خوراکي اړینو توکو (ENFI) مرستې په بریالیتوب سره ووېشلې.
دا مرستې د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، د ژوند د اسانتیاوو د ښه والي، او د هغوی د عزتمن ژوند د ملاتړ په موخه برابرې شوې وې. د مرستو د وېش پر مهال د شفافیت، عدالت ته ځانګړې پاملرنه وشوه، څو مرستې مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
په وېشل شوې ENFI بسته کې ۲۵ قلمه توکی شامل وو
ستاسو غږ مؤسسه (YVO) باور لري چې دا ډول مرستې د زیانمنو کورنیو لپاره نه یوازې فزیکي اسانتیا برابروي، بلکې د هغوی په زړونو کې د امید، باور او راتلونکي لپاره د هیلې رڼا هم بلوي.
موږد سیمه‌ییزو مشرانو، رضاکارانو او ټولنې له غړو څخه چې د دې پروسې په بریالیتوب کې یې رغنده رول ادا کړی، صمیمانه قدرداني کوو.
او همدارنګه ستاسو غږ مؤسسه به په راتلونکي کې هم د بشري مرستو، او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

ستاسو غږ مؤسسې (YVO) لخوا په ننګرهار کې ۲۰۶ تنه د حرفوي زده کړو له پروګرامونو فارغ او ۲۰۰ کسانو ته د کوچنیو کاربارونو د ...
14/12/2025

ستاسو غږ مؤسسې (YVO) لخوا په ننګرهار کې ۲۰۶ تنه د حرفوي زده کړو له پروګرامونو فارغ او ۲۰۰ کسانو ته د کوچنیو کاربارونو د پیاوړتیا په موخه اړین وسایل وویشل شول :
ستاسو غږ مؤسسې (YVO) په نوښت او رهبرۍ، او د TDH په مالي ملاتړ، په کوټ، مومندرې، اچين او نازيانو ولسواليو کې ۲۰۶ تنه ځوانان د خياطۍ او موبايل ترميم له شپږ مياشتنيو حرفوي زده کړو څخه په برياليتوب سره فارغ شول. د يادونې وړ ده چې د فراغت تر څنګ، ټولو فارغينو ته د اړوندو حرفو کاري وسايل هم د YVO له لوري ووېشل شول، تر څو وکولای شي عملي کار پيل کړي.
سربېره پر دې، ستاسو غږ مؤسسې (YVO) له خوا ۲۰۰ نورو مستحقو کسانو ته هم د کوچنيو کاروبارونو د پيل او پياوړتيا په موخه بېلابېل کاري وسايل برابر شول، څو د حلال کسب له لارې خپل عايد تأمين او اقتصادي ځان ‌بسيا ته ورسېږي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ستاسو غږ مؤسسې رئيس، ښاغلي صابرالله ممله‌ وال وويل چې د ستاسو غږ ژمنه ده د بازار له اړتياوو سره سم ځوانانو ته اغېزمنې او دوامدارې حرفوي زده کړې برابرې کړي. نوموړي زياته کړه چې په يادوو ولسواليو کې ۲۰۶ کسانو ته د موبايل ترميم او خياطۍ مسلکي روزنه ورکړل شوې او ټولو فارغينو ته کاري وسايل وېشل شوي دي، همدارنګه ۲۰۰ نورو کسانو ته د کوچنيو کاروبارونو د جوړولو په موخه اړين وسايل ورکړل شول.
په دې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين، مولوي محمد زاهد احمدزی، د ننګرهار ولايت مقام کارپوه مولوي سميع‌الله سمون، د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس مولوي فريدالله، د اقتصاد رياست استازو او قومي مشرانو ګډون درلود. ګډونوالو په خپلو خبرو کې د ستاسو غږ مؤسسې (YVO) له مسئولينو مننه وکړه او د ځوانانو د توانمندۍ، بېکارۍ د کمولو او دوامدارو عايداتي فرصتونو په رامنځته کولو کې يې د دې مؤسسې رول وستايه.

ننګرهار ولایت کې ۲۱۰ تنه ځوانان په فني او حرفوي زده‌کړو کې جذب شول.چهارشنبه  ۱۴۴۶/۱۲/۲۸  ۱۴۰۴/۴/۴ننګرهار ولایت د کار او ...
26/06/2025

ننګرهار ولایت کې ۲۱۰ تنه ځوانان په فني او حرفوي زده‌کړو کې جذب شول.
چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۸ ۱۴۰۴/۴/۴
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او دستاسې غږ YVO مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو ( کوټ ولسوالۍ کې ٣٠ تنه، اچین ولسوالۍ کې ٦٠ تنه، مومندرې ولسوالۍ کې ٦٠ تنه او نازیانو ولسوالۍ کې ٦٠ تنه چې جمله ٢١٠ تنه کیږي) د خیاطۍ او موبایل ترمیم حرفو کې جذب شول، په همدې مناسبت نازیانو ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه چې پکې د اقتصاد ریاست او ولسوالۍ مسؤلینو، علمای کرامو او قومي مشرانو حضور درلود؛ په غونډه کې ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریس مولوي فریدالله ح-قاني زده کوونکو ته وویل، چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د مناسب کسب او کار خاوندان شي.
د ستاسو غږ مؤسسې په استازیتوب د پروژې مسؤل شفیع الله عمرزي د خپلو فعالیتونو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې خپلې چارې به د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ ترسره کوي.

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Your Voice Organization, ستاسو غږ اداره posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Your Voice Organization, ستاسو غږ اداره:

Share