Afghan Youth Foundation افغان ځوانانو بنسټ

Afghan Youth Foundation      افغان ځوانانو بنسټ حدیث شریف ده رسولﷺفرمایی:
صدقه او خیرات مال نه کموی

23/04/2026

جمعې مبارکه شپه ده.
درود شریف ولولئ!❤️

═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ؓ

د دوکان د نوم یا د ځای د شهرت په بدل کې د پیسو اخیستلو حکمسوال :آیا د T.A (شهرت / goodwill) خرید او فروخت جائز دی که نه؟...
23/04/2026

د دوکان د نوم یا د ځای د شهرت په بدل کې د پیسو اخیستلو حکم
سوال :
آیا د T.A (شهرت / goodwill) خرید او فروخت جائز دی که نه؟ یعنې مطلب دا دی چې یو کس دوکان په کرایه واخلي، درې کاله یې وچلوي، وروسته هغه ځای مشهوره سي، نو اوس کرایه دار د شهرت لپاره جلا پیسې اخلي او د سامان لپاره جلا، د دې څه حکم دی؟
جواب:
دا خبره روښانه ده چې د دوکان نوم یا د ځای شهرت داسې کوم شی نه دی چې په خارج کې مستقل وجود ولري او قیمت پرې وټاکل سي، بلکې دا یوازې یو عرفي حیثیت یا نیک نامي ده. نو که د پوښتنې مقصد دا وي چې د دې خرڅول یا د دې په بدل کې پیسې اخیستل څنګه دي؟ نو جواب دا دی چې د دې په بدل کې پیسې اخیستل یا د دې لپاره قیمت مقررول جائز نه دي، ځکه دا یوازې یو حقِ مجرد دی، او د حقوقِ مجردې مستقل خرڅول یا د هغې عوض اخیستل شرعاً جائز نه دي.
البته که د سامان یا بل شي قیمت ټاکل کېږي، او د دوکان د ځای یا د نوم د شهرت له امله د سامان قیمت یو څه زیات مقرر سي، نو په دې کې ګنجائش سته.
مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمه الله لیکي:
«ګډول یعنې “نوم” په حقیقت کې مال نه دی، بلکې د عرفي حیثیت په شان دی، چې کوم قیمت نه لري. قانون چې دې ته کومه حیثیت ورکړې ده، هغه یې د شریعت له مخې د فتوا په اساس نه ده ورکړې. نو که دا معامله په خپلمنځي رضایت سره فیصله سي، هغه څوک چې د شرعي حکم قدر کوي او ورباندې عمل کوي، ان شاء الله په تاوان کې به نه وي. ایثار اختیارول د دنیا او آخرت دواړو کې د ډېر عزت او نفعې سبب ګرځي.»
(فتاویٰ محمودیہ، 16/178)
په امدادالاحکام کې راغلي دي:
«یوازې د دې قانون د مشهور کېدو له امله به د پور ورکوونکو حق د الله تعالی په نزد ساقط نه سي، او د ګُډوِل (شهرت) حقونه په یوازې ځان هېڅ قیمت نه لري. هو، دا خبره سمه ده چې د ګُډوِل د حقونو له امله د ټول دوکان مجموعه قیمت زیات حساب کړل سي، خو ځکه چې دا حقونه په یوازې ځان شرعاً قیمتي نه دي؛ نو دا جائز نه ده چې یو شریک یوازې د ګُډوِل د حقونو په وجه د یو لک روپیو شریک وبلل سي، بلکې لازمه ده چې د هغه لوري ته لږ تر لږه څه مال هم موجود وي، چې د هغه مال قیمت د ګُډوِل د حقونو له امله زیات حساب کړل سي.»
(امدادالاحکام، ۴/۴۵۲، مکتبه دارالعلوم کراچي)
الأشباه والنظائر لابن نجيم (ص: 178):

"الحقوق المجردة لايجوز الاعتياض عنها كحق الشفعة؛ فلو صالح عنه بمال بطلت".

فتاوی شامی کی :

’’وفيها: وفي الأشباه: لايجوز الاعتياض عن الحقوق المجردة، كحق الشفعة، وعلى هذا لايجوز الاعتياض عن الوظائف بالأوقاف‘‘. (4/518) ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

سوال :
آیا د ټیکې (ٺیکه) خرید و فروخت جائز ده؟ یعنې داسې چې یو کس یوه کرایې دوکان په خپلې خواري مشهور کړي، بیا بل کس راسي او هغه ته یو مقدار پیسې ورکړي او دوکان د ځان لپاره خالي کړي، د دې په اړه څه حکم دی؟
جواب:
د دوو شیانو حکم جلا جلا دی:
یو تجارتي نوم (Trademark) دی، او بل حقِ استئجار یعنې د کرایه دارۍ حق۔
که تجارتي نوم په باقاعده ډول رجسټر سوی وي، نو د هغه خرڅول جائز دي، او که رجسټر سوی نه وي، نو بیا یې خرڅول جائز نه دي، خو د بل چا په حق کې له هغه نوم څخه د لاس په سر کېدو (دستبردارۍ) په بدل کې عوض اخیستل جائز دي۔
همدارنګه حقِ استئجار یعنې د بل چا په ګټه د خپل کرایه دارۍ له حقه تېرېدل هم د عوض په بدل کې جائز دي، په دې شرط چې د دوکان یا کور له مالک سره د دستبردار کېدونکي کس د تړون (اېګریمنټ) موده لا پاته وي۔
نو په یادې سوې صورت کې که لومړي کس په خپله خواري یو ځانګړی نوم په بازار کې معرفي کړی وي او هغه یې په باقاعده ډول رجسټر هم کړی وي، نو هغه کولی سي دا نوم وپلوري او د هغه په بدل کې قیمت واخلي۔ او که هغه نوم یې باقاعده رجسټر کړی نه وي، نو بیا یوازې د بل کس په حق کې له دغه نوم څخه د لاس په سر کېدو عوض اخیستلی سي، خو خرڅول یې نه سي کولی۔ او که دغه دوکاندار په بازار کې کوم ځانګړی نوم نه وي معرفي کړی، نو بیا یوازې د ځای (دوکان) د شهرت په بدل کې د عوض اخیستل جائز نه دي۔
البته که د دوکان له مالک سره د شوي تړون موده لا نه وي ختمه سوې، نو بیا د خپل کرایه دارۍ له حقه د تېرېدو په بدل کې د عوض اخیستلو ګنجائش سته۔
همدارنګه، که له پورته صورتونو څخه هېڅ یوه د عوض اخیستلو جوړ نه سي، نو یوه بله لاره دا ده چې که په دوکان کې سامان موجود وي، نو د هغه سامان قیمت د عام بازار له قیمت څخه یو څه زیات وټاکل سي، خو د معاملې پر مهال باید ټوله قیمت د سامان عوض وبلل سي، نه د ځای د شهرت۔
حوالہ جات
"الدر المختار"(4/ 518):

"وفي الأشباه لا يجوز الاعتياض عن الحقوق المجردة كحق الشفعة وعلى هذا لا يجوز الاعتياض عن الوظائف بالأوقاف، وفيها في آخر بحث تعارض العرف مع اللغة. المذهب عدم اعتبار العرف الخاص لكن أفتى كثير باعتباره) وعليه فيفتى بجواز النزول عن الوظائف بمال".

"مجمع الضمانات" (ص: 453):

"أكثر أهل السوق إذا استأجروا حراسا وكره الباقون، فإن الأجرة تؤخذ من الكل كذا في العادة المطردة من الأشباه، وفيها أقول على اعتبار العرف الخاص قد تعارف الفقهاء بالقاهرة النزول عن الوظائف بمال يعطى لصاحبها، وتعارفوا ذلك فينبغي الجواز، وأنه لو نزل له وقبض منه المبلغ، ثم أراد الرجوع عليه لا يملك ذلك ".

"فقہ البیوع"(1/ 277):

"ویبدو لھذا العبد الضعیف عفااللہ عنہ أن حق الاسم التجاری والعلامات التجاریة وإن کا فی الأصل حقا مجردا غیر ثابت فی عین قائمة ولکنہ بعد التسجیل الحکومی الذی یتطلب جھدا کبیرا وبذل أموال جمة والذی تحصل لہ بعد ذلک صفة قانونیة تمثلھا شھادات مکتوبة بید الحامل و فی دفاتر الحکومة أشبہ الحق المستقر فی العین والتحق فی عرف التجار بالأعیان فینبغی أن یجوز الاعتیاض عنہ علی وجہ البیع أیضا ولا شک أن للعرف العام مجالا فی إدراج بعض الأشیاء فی الأعیان؛ لأن المالیة کمایقول ابن عابدین رحمہ اللہ تثبت بتمول الناس".

"بحوث فی قضایا فقھیة معاصرة" (ص: 116):

"المختار عند الحنفیة أن حق الوظیفة وإن کان لایجوز بیعہ ولکن یجوز النزول عنہ بمال وکذلک حق استئجار الدار أو الحانوت لایجوز بیعہ ولکن یجوز التنازل عنہ بعوض مالی".

فقط والله اعلم بالصواب دارالافتاء مظہر العلوم
طالب دعا
مولوی عبدالستار حسنی

09/04/2026

═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════

*ورځنی حديث شريف 435**رسول الله ﷺ وفرمایل:**تاسو هر یو شپون (چوپان) یاست، او هر یو به د خپلې رمې(مسؤولیت) په اړه پوښتل ک...
12/03/2026

*ورځنی حديث شريف 435*
*رسول الله ﷺ وفرمایل:*
*تاسو هر یو شپون (چوپان) یاست، او هر یو به د خپلې رمې(مسؤولیت) په اړه پوښتل کېږئ امام (واکمن) شپون دی، او د خپلې رعیې (ولس) په اړه به ځواب وايي سړی د خپلې کورنۍ شپون دی، او د خپلې کورنۍ په اړه به ځواب ورکوي ښځه د خپل مېړه په کور کې شپنه ده، او د کور په اړه به ځواب وايي خادم د خپل بادار د مال شپون دی، او د هغه مال په اړه به ځواب ورکوي نو تاسو ټول شپانه یاست، او ټول به د خپلو رمې (مسؤولیتونو) په اړه پوښتل کېږئ*
*(بخاري: 893، مسلم: 1829)*
*دا حدیث د هر کس مسؤلیت بیانوي، چې انسان باید خپل مسؤلیتونه وپېژني او د هغوی حق ادا کړي*

30/12/2025

خپل د مور قدر وکړی !
او همیشه یی خدمت وکړی!
یوځل که مو دلاسه ورکړه!
پښیمانې بیا هیڅ فایده نه لری!
د داسی بی وزله مورګانو لاسنیوی وکړی ترڅو دواړه جهانونه مو ښایسته شی🥺

🌙 اسلام🌙"که ته غواړې زړه دې سکون ومومي، نو الله ډېر یادوه." 💖الله (ج) په قرآن کې فرمایي:أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِن...
22/10/2025

🌙 اسلام🌙
"که ته غواړې زړه دې سکون ومومي، نو الله ډېر یادوه." 💖
الله (ج) په قرآن کې فرمایي:

أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
"خبردار! د الله په یاد کې د زړونو اطمینان دی." (سورة الرعد، آیت ۲۸)

🕊️ الله دې زموږ زړونه د خپل یاد، رحمت او رڼا نه ډک کړي. آمین 🤲

19/10/2025

اگر بادیدن این ویدیو گریه کردین بفهمین حس انسانیت در وجودتان زنده هست❤

درود شریف وواي═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ ع...
17/10/2025

درود شریف وواي
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════

29/05/2025

پسر جوان تقریباً 21 یا 22 ساله نیاز مبرمی به کمک داره. خواهش می‌کنم این ویدیو رو مشاهده کنید و در صورت امکان با دیگران به اشتراک بگذارید. هر کمکی می‌تونه تفاوتی بزرگ در زندگی این پسر جوان ایجاد کند. سپاسگزارم از حمایت تان😔
چون نهاد ما سپانسری ندارد خودم 20 پوند اعلام کمک میکنم .

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Youth Foundation افغان ځوانانو بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share