OFSDA

OFSDA Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from OFSDA, Non-Governmental Organization (NGO), Jalalabad.

(OFSDA) Organization of future society development for Afghanistan) is non governmental nonprofit organization working for humanitarian assistance,women rights.food Security Agriclutre &Livestock program.

Another milestone achieved!The OFSDA team is pleased to announce that we have officially received ACBAR Membership for 2...
29/04/2026

Another milestone achieved!

The OFSDA team is pleased to announce that we have officially received ACBAR Membership for 2026. This is a significant achievement for the entire OFSDA team.
We remain committed to continuing our humanitarian efforts and strengthening resilience across Afghanistan.

Congratulations to the entire team and management on this proud accomplishment.

یو بل مهم ګام ترلاسه شو!
د OFSDA ټیم په خوښۍ سره ویاړي چې موږ په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال لپاره د ACBAR غړیتوب ترلاسه کړی دی. دا د OFSDA د ټولې اداری او ټیم لپاره یو لویه لاسته راوړنه ده.
موږ ژمن یو چې په افغانستان کې خپلو بشري مرستو او د ټولنو د پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکړو.
د دې ویاړلی لاسته راوړنې له امله ټول ټیم او مدیریت ته مبارکي وایو.

یک دستاورد دیگر به ثبت رسید !
تیم OFSDA با خوشحالی اعلام می‌دارد که عضویت ACBAR برای سال ۲۰۲۶ به‌طور رسمی دریافت گردید. این یک موفقیت بزرگ برای تمام خانواده OFSDA است.
ما متعهد هستیم که به تلاش‌های بشردوستانه و تقویت تاب‌آوری در سراسر افغانستان ادامه دهیم.
به تمام اعضای تیم و مدیریت بابت این موفقیت افتخارآمیز تبریک وتهنیت عرض می‌نماییم.

During the holy month of Ramadan, the OFSDA team remains committed to humanity and supporting the most vulnerable househ...
21/02/2026

During the holy month of Ramadan, the OFSDA team remains committed to humanity and supporting the most vulnerable households in our community.
In this blessed month, we distributed 50 Ramadan food packages to families in need. This support was provided through OFSDA’s own contribution.

May this Ramadan bring peace, hope, and blessings to everyone.

د روژې په مبارکه میاشت کې، د OFSDA ټیم لا هم د انسانیت او د خپلې ټولنې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ژمن پاتې دی.

په دې برکتي میاشت کې، موږ ۵۰ د روژې خوراکي بستې اړمنو کورنیو ته ووېشلې. دا مرسته د OFSDA له خپلې بودیجې او ونډې څخه برابره شوې وه.
الله تعالی دې وکړي چې دا مبارکه روژه د ټولو لپاره د نېکو هیلو، سولې او برکتونو سبب وګرځي.

The OFSDA team distributed hot meals to recently returned families in Jalalabad city, providing immediate food support a...
28/12/2025

The OFSDA team distributed hot meals to recently returned families in Jalalabad city, providing immediate food support and solidarity to vulnerable households during their time of need.
,

د 06/11/2025 نېټه د افغانستان لپاره راتلونکي  ټولنیزه پرمختیايي مؤسسې (OFSDA)له لوري د(SFCG) پهٔ مالي ملاتړ د سرخرود ولس...
08/11/2025

د 06/11/2025 نېټه د افغانستان لپاره راتلونکي ټولنیزه پرمختیايي مؤسسې (OFSDA)له لوري د(SFCG) پهٔ مالي ملاتړ د سرخرود ولسوالۍ ۳۰ تنو نوې راستانه شوی کډوالو بې سرپرسته، بېوزله او کونډو میرمنو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې.

هرې کورنۍ ته ۱۵ دانې چرګې ۵۰ کیلو ګرامه دانه، د هګیو پچۍ، اوبه خورې، جالۍ او اړین درمل وویشل شو. پهٔ یاده توزیع کې محلی مسؤلینو داقتصادریاست او د دسرخرود ولسوالۍ استازو ګډون کړې ؤ.

همدارنګه دغو میرمنو ته د چرګانو روزنې ساتنې وقایې تداوۍ او بازارموندنې پهٔ اړه عملي روزنه هم ورکړل شوه.

د OFSDA د افغانستان لپاره راتلونکی ټولنیزه پرمختیایي مؤسسه.!د OFSDA د افغانستان لپاره راتلونکی ټولنیزه پرمختیایي مؤسسې ل...
04/10/2025

د OFSDA د افغانستان لپاره راتلونکی ټولنیزه پرمختیایي مؤسسه.!

د OFSDA د افغانستان لپاره راتلونکی ټولنیزه پرمختیایي مؤسسې له لوري د UN-Women ادارې پهٔ مالي ملاتړ د شپږو میاشتو حرفوي او مسلکي زده کړو له بشپړېدو وروسته ۵۰ تنه بېرته راستنې شوې بېوزله مېرمنې د سلمادوزۍ پهٔ برخه کې فارغې شوې.

پهٔ دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یادې مؤسسې رئیس د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست استازی، او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس ګډون کړی ؤ.
ګډونوالو د دې پروګرام له لارې د مېرمنو د مسلکي زده کړو او د سلمادوزۍ د کار د کِټونو د وېش اقدام يؤه ستره لاسته راوړنه وبلله.
د غونډې ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې د ننګرهار ولایت ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بېرته راستانېږي. نو اړینه ده چې مرستې لا زیاتې او دوامداره شي تر څو بېرته راستنېدونکو کورنیو ته پر وخت او اغېزمنې مرستې ورسېږي او د هغوی راتلونکی ژوند له ننګونو څخه خوندي پاتې شي.

د ژمنې سره سم، (OFSDA) ادارې پهٔ  خپل مالي لګښت او نوښت د کونړ د زلزلې ځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه. پ...
05/09/2025

د ژمنې سره سم، (OFSDA) ادارې پهٔ خپل مالي لګښت او نوښت د کونړ د زلزلې ځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.
پهٔ دې مرسته کې خوراکي توکي، البسه،فرش د ښځینه او نارینه وو بوټان، اوبه او نور ضروري مواد شامل وو.
دا مرسته د OFSDA ادارې له لوري د کونړ پهٔ هغو سیمو کې ترسره شوه چې زلزلې ځپلې وې، او دامرسته مو دخپل توان او امکاناتو پهٔ کچه ترسره کړه.
OFSDA اداره ژمنه ده چې د هر ډول بشري بحران پر مهال به له اغېزمنو خلکو او ټولنو سره پهٔ وخت او مسؤلانه ډول مرسته وکړي.

The OFSDA Organization has planned to distribute essential relief materials  including carpets, shoes for men and women,...
03/09/2025

The OFSDA Organization has planned to distribute essential relief materials including carpets, shoes for men and women, fruits, drinking water, and clothing to the earthquake-affected families in Sawkay District of Kunar Province. In addition to the distribution, our dedicated team is also carrying out detailed assessments to gather accurate and up-to-date information on the evolving needs of the affected communities. These efforts aim to ensure that assistance is provided in a timely, effective, and well-coordinated manner.
Organization Media Team

سلامونه او نېکې هیلې تاسو ټولو ته وړاندې کوم!هیله لرم چې ټول به روغ، جوړ او په خیریت کې یاست.لکه څنګه چې پوهېږئ، پهٔ کون...
02/09/2025

سلامونه او نېکې هیلې تاسو ټولو ته وړاندې کوم!
هیله لرم چې ټول به روغ، جوړ او په خیریت کې یاست.

لکه څنګه چې پوهېږئ، پهٔ کونړ کې د زلزلې له امله زموږ بې وزله او مظلوم ولس له سخت بشري کړاو او ناورین سره مخ دی. د OFSDA اداره داسې پلان لري چې د ۳۰۰ کسانو لپاره، او که د امکان په صورت کې تر ۵۰۰ یا حتی تر ۱۰۰۰ کسانو پورې، د ژوند لومړني اړین توکي برابر کړي.

دغه مرستې به پکې شامل وي:
• د خوړو لپاره پخه وريجې او وچه ډوډۍ،
• نور اړین خوراکي توکي،
• د لومړنۍ مرستې لپاره لږ شمېر انټي بایوټیک درمل او بنداژونه.

موږ خپله د درې سوه کسانو د مرستې وړتیا لرو، خو که تاسې هم زموږ سره ملاتړ او مرسته وکړئ، دا د خیر او ثواب ستر کار به نور هم پراخ شي او ډېر خلک به ترې برخمن شي.

موږ پلان لرو چې دا مرسته سبا یا تر بل سبا پورې اړمنو کسانو ته ورسوو. که تاسې غواړئ برخه واخلئ، کولای شئ له موږ سره په اړیکه کې شئ او خپله مرسته راوسپارئ، تر څو تاسې هم د دې نېک عمل په ثواب کې شریک شئ.

راځئ چې نن یو ځای ودرېږو، لاسونه سره ورکړو، او د کونړ د زلزله‌ځپلو خلکو لپاره د خپل وس مطابق مرسته وکړو.
تاسې مرسته کوئ، یو څوک ژوندی پاتې کېږي، یوه کورنۍ بیا هیلې مومي.

ستاسو یوه مرسته د چا ژوند بدلولای شي!
پهٔ درنښت.!🙏

Address

Jalalabad
2801

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when OFSDA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share