28/05/2025
چې رب دې خپل کور ته وغواړي هېڅوک دې نشي منع کوی.
دا سړی امیر نومېږي، بورډینګ پاس یې ناوخته شوی وو، تیاره پرواز ته اماده وه، پیلوټ او هوائي ټرافیک ورته ویلي چې موږ تاسو ته نشو درېدی، یو ځل چې طیارې الوت کړی طیارې تخنیکي ستونزه پیدا کړې، بیرته هوائی ډګر ته راګرځېدلی، بیا هم امیر غوښتنه کړې چې خیر دی ما هم ځان سره بوځئ، خو دویم ځل هم د امیر غوښتنه رد شوې او طیارې بیا الوت کړی، دا ځل بیا طیارې تخنیکي ستونزه پیدا کړې او بیرته دوباره راګرځېدلی او په درېیم ځل یې امیر ته دروازه خلاصه کړې او هېڅ کومه ستونزه نه ده پیدا شوې همداسې حج ته تللي.
بېشکه چې د پخې ارادې او پاک نیت هېڅوک مخه نشي نیولی.