Saaya Welfare Foundation

Saaya Welfare Foundation چې د ثواب په نیت یو نیک کار پسي قدم ووهې نو ستا هر قدم د الله تعالی په دربار کې په صدقه قبولېــــږي.
درانـــــو دوستانو زموږ سرۀ یو شئ تر دغریب

10/05/2024
27/03/2024

روژه ماتي ته ناست ووم، د ماشوم ژړا ډېر تنګ کړم۔ په مخ مې ورله يو څو څپېړې ورکړې چې تا له کباب له کومه ځايه اوس راوړم۔ مسئله دا وه چي زما په ګاونډ کښې زما د ګاونډي له کوره د کبابو بوئي راتلو او زما زوي د مازيګر نه دغه يو رټ لګولے وو چې ما له کباب او په ژړا ژړا ئې سترګې تکې سرې شوې وي۔ خېر زما څپېړو څه لړ ډېر خوږ کړو نو غلے شو۔ زما نور بچي هم د هغه په وهلو خفه شو او ماشوم ته قارېدل چې مه ژاړه۔
مونږ په دسترخوان ناست وو، کدو مو پوخ کړے وو، دا راته نن يو کلي وال راکړے وو۔ د هغوي د باغيچې په خوا روان ووم نو راته وئيل کدو درسره يوسه۔
ماشومانو چې کدو ته وکتل نو هغه نور هم داسې خفه غوندې شو چې اذان ئې ووايو نو مونږ روژه ماته کړه او د ډوډۍ خوړل مو شروع کړل نو هغه نورو بچو هم هسې نمړۍ چوکه کولې خو کدو ته ئې زړه نه کېدلو، زما د ويرې غريبان لګيا وو چې هسې نه مونږ ته په قار نه شي۔ دوه بچو مې پکښې روژه نيولې وه، ما وئيل بچو خورئ تاسو خو روژه وئ۔ راته ئې وئيل پاپا! مونږ ځان موړ کړو مونږ نن هډو وژي شوي نه وو، نه تږي شوي وو۔
هغه ماشوم زوے مې د پينځه کالو وو، د ورور په غېږ کښې وږے اوده وو، په خوب کښې به ئې زما د وهلو له وجې هټکي کول۔
څه وخت پس راپاڅېدو نو هر څه ترې هېر وو، زما په لاس کښې د سور چاے پياله وه، چاے مې څښله او په سوچ کښې ناست ووم چې خدايه دا غريبه څومره بد شے دے۔
دا راسره هم غم شو چې که دا ګاونډي زما هره ورځ دا کباب پخوي نو دا خپل ماشومان به هره ورځ وهم؟ دلته خو داسې بوئي راځي لکه چې زمونږ کره پخېري۔ خېر کوکو په لوبو وو، مونږ احمد ته د مينې نه کوکو وايو۔ ما ورته اواز وکړو، کوکو بچيه! دېخوا راشه۔ هغه رامنډه کړه، کلکه غاړۍ ئې راکړه او دا پرواه ئې نه وه چې اوس لږ ساعت وړاندې ما په درنو څپېړو وهلے وو۔
ما ورته وئيل، زويه زه به تاسو له يوه ورځ ډېر کباب راوړم ښه۔ د نور چا په کبابو پسې مه ژاړه ښه کوکو۔ وئيل ئې پاپا! کباب مه راوړه، کباب تراخه وي زما بدي شي۔
ما ورته وئيل بيا دې پسې ژړل ولې؟ لکه د طوطي په وړه خُله ئې راته وئيل پاپا! هغه وخت کښې مې ورته زړه شوے وو، اوس مې بدي شي۔
چې منډه ئې کړه نو نور وروڼه ترې راتاو شو، يو بل ته ئې په غوږونو کښې څه ووئيل۔ ما مشر زوي ته اواز کړو، هغه مې خوا له راغلو، د هغه عمر ۱۲ کاله وو۔ ما وئيل کوکو درته څه ووئيل؟ داسې په غرېو نيولي اواز ئې ووئيل، پاپاښ هېڅ نه۔ ما وئيل ته ولې خفه ئې؟ وئيل ئې د کوکو په وهلو خفه شوم، نو مونږ کوکو ته وئيل چې کباب د انسان ژبه سېزي، ډېر تراخه وي او سخا بوئي ترې ځي، چې سبا بيا په کبابو پسې نه ژاړي۔
زه په دې وخت کښې بيخي په ځان پوهه نه شوم او بې اختياره مې لکه د باران اوښکې روانې شوې۔ زوے مې خفه شو وئيل ئې پاپا! ولې ژاړې؟ بيا هم هغه ته مې بهانه وکړه، دوي بيا په لوبو شو۔
ما تر پېشمني په خپل خوار نصيب وژړل، د خپلو بچو په وړو وړو ارمانونو مې وژړل۔ چې سحر شو زه کار له روان شوم نو زما کوکو زوے د هغه کبابو والا د دروازې مخکښې په ګند کښې څه راټولول، زه حېران شوم چې دا دومره وختي څنګه پاڅېدلے دے او دلته څه کوي؟
ما ته ئې شاه وه، سامبولے په ځمکه جخت ناست وو۔ زه پسې غلے غلے ورغلم، هلته د کبابو نيم نيم خوړل شوي ککوړي په بلها ګند کښې پراته وو۔ زما زوے ترې په مزه مزه شوکوي او خوري۔ زما پښو کش وکړو او کوکو ژر شا ته وکتل، تک زيړ شو۔ ما وئيل څه کوې؟ هغه وئيل پاپا! زه خو لوبې کووم۔ ما ورته وئيل راځه چې کور ته ځو۔ هغه خړ پړ راپاڅېدو، د کباب پوټے ئې پټ په لاس کښې نيولے وو۔ کور ته مې راوستو، ما ورته وئيل کوکو زويه! د چا د کور خوا له مه راځه ښه۔ هغه راته ژر ووئيل پاپا! زه خو کباب نه غواړم۔
د هغه په وخکو پورې د بېګاني سړو کبابو پوټي نښتي وو او هغه هم سخا۔ دې سره مې زړه سمې سړيکې وکړې۔ لاس مې اسمان ته پورته کړل چې خدايه! ته د هر غريب، هر بې وسه مددګار شې۔ مونږ لوے خو به ګزاره وکړو، صبر به وکړو خو دا ماشومان به څوک پوهوي؟ د دوي د دې وړو وړو سلګيو سره به څه کوو؟ د دوي دا واړه واړه ارمانونه نه تر څو په څپېړو وهو
خدايه! ستا بنديان يو، دا ازغي ازغي او سلګۍ سلګۍ وختونه راباندې اسان کړې۔ امين😭😭😭😭

خدايه په هر بې وسه لاچاره رحم وکړې

اگر تم صدقے خیرات کو ظاہر کروتو وہ بھی اچھا ہے۔اوراگر تم اسے پوشیدہ پوشیدہ مسکینوںکو دے دو تو یہ تمہارے حق میں بہتر ہے۔ا...
26/03/2024

اگر تم صدقے خیرات کو ظاہر کرو
تو وہ بھی اچھا ہے۔
اور
اگر تم اسے پوشیدہ پوشیدہ مسکینوں
کو دے دو تو یہ تمہارے حق میں بہتر ہے۔
اللہ تعالی تمہارے گناہوں کو مٹادے گا
اور اللہ تعالی تمہارے تمام اعمال کی
خبر رکھنے والا ہے ۔
(سورہ البقرہ :271)

#آمانت

#انسانیت

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙‏د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!🕌Happy ramazan mubarak to all Muslims
12/03/2024

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙
‏د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!🕌

Happy ramazan mubarak to all Muslims

02/03/2024

خواخوږي

ته د محل په شيشو څاڅکي شماره
زه د جونګړې څڅيدو ته ګورم
ستا دې نصيب شي محلونه پکې اوسه مدام
زما جونګړې ته دعا کوه چې ورانه نشي.

ګرانو هيوادوالو پدغسې يخو او باراني ورځو کې خپل شاخوا بې وزله له پامه مه غورزوۍ.....

24/02/2024

#یاالهي دِ دې مبارکې شپې پۀ برکت دِ هرمسلمان دِ زړۀ ارمان پوره کړې 🙏
#آمین ثم آمین

18/02/2024

د يوې بې وزله کورنۍ لپاره د مرستې په پار را ليږل شوی پيغام 👇
يوه داسې کورنۍ چې د کورنۍ سرپرست يې نشه‌يي دى، او نارينه اولاد هم نه لري تقریباً 2 مياشتو راپدېخوا يې د وړو نشتوالى له کبله جواري خوړلي اوس يې هغه جواري هم خلاص شوي دي.
همدارنګه له تيرو 2 مياشتو راهيسي يې په کور کې غوړي او بوره نشته.
لنډه داچې اقتصادي حالت يې بلکل صفر دى او په نهاره دي.
که تاسو يا ستاسو د دوستان په وس کې څه وي او عندالله ورسره د صدقې په نوم يو څه همکاري وکړئ مهرباني به مو وي.
ترڅو يادې کورنۍ ته پرې خوراکي مواد واخلم او په خپل لاس يې ورته وسپارم.
0728717086 اړيکو شمېره
يادونه: ياده کورنۍ د ننګرهار چپرهار کې اوسيږي.

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saaya Welfare Foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share