Afghan Youth National Association

Afghan Youth National Association یو ځای د راتلونکی په لور _ با هم به سوی آینده

۱ــ داکړنلاره دافغانستان سره دمینه ناکو افغان ځوانانو لخوا دیوهوسا او پرمختللی افغانستان په موخه تدوین شوی ده .
۲ــ ددې ټولنی نوم دافغان دځوانانو ملی ټولنه ده .
۳ــ دافغان ځوانانو ملی ټولنه داسلام په مقدس دین ټینگ ایمان لری اودافغانستان داساسی قانون اونورو نافذه قوانینو رعایت کوی .
۴ــ نوموړی ټولنه دافغانستان دکلتوری او فرهنګی پیاوړتیا په خاطر کار کوی
۵ــ ټولني رهبري شورا کولای شي چي دو

خت دشرایطو دتحلیل سره سم اساسنامه اودټولنی په اهدافوکی بدلون راوړی .
۶ــنوموړی ټولنه یو خپلواکه ازاد او ملي ټولنه ده چی هیڅ یوسیاسی ګوند پوری ټړلی نده ددی ټولني غړی به یواځی ددی ټولني داهدافو لپاره کارکوی .
۷ــ دافغان دځوانانو ملي ټولنه په کال کی یوځل انتخابات کوی دټولنی ټول غړي رهبري څوکیو ته دکاندیدو درائ ورکولو دنظر مشوری اوانتقاد حق لری خودټولني دریاست څوکۍ لپاره هغه څوک ځان کاندیدولی شي چی دټولني په غونډو یا فعالیتونو کی یي (۸۰)اتیا سلنه برخه اخیستي وي .
۸ــ دټولني ملي اوسپیڅلی دنده ده چي په افغانستان کی دمشروع دولت دلاټینګښت دپاره دوام داره ډول سره کار او فعالیت ترسره کړی په ملي اوبین المللي مسایلو کي خپل نظر دغونډو اومیډیاګانو له لاری شریک کړي .
۹ــ دوطن په غیږکي دجنګ جګړو اوهر ډول ځانځانۍ په ضد کلکه مبارزه ترڅویومترقي افغانستان ولرو .
۱۰ــ دهرډول فساد پروړاندی خپل غږ دمیډیا غونډو اومظاهرو دلارې چارواکو ته رسول .
۱۱ــ ددي ټولنې دغړو دنده ده چی یواځي دافغانستان دپرمختیا لپاره کاروکړي او دهر ډول ژبنی اوقومي تعصباتو کلک مخالف وی .
۱۲ــ نوموړی ټولنه به دخپل ولس دحقوقو لپاره نه ستړی کیدونکي هلي ځلی کوي خلکو ته به دسیاست او ښه حکومتدارۍ لپاره سمینارونه او غونډی ترتیب کوي همدارنګه دټولني فرهنګی کمیټی په مټ به د اوس لپاره یواخبار چاپ کوو چي دټولني پالیسی سره سم به پکی لیکنی خپریږی .
۱۳ــ ددغی ټولني دغړو وجیبه ده چی دټولني د اهدافورعایت په غونډو کي فعال ګډون په وخت سره ددندو اجراء اوداساسنامي رعایت وکړی.
۱۴ــ دټولنی څخه دخارجیدو شرایط :ـ دموخی اوتګلاری خلاف عمل کول دټولني دنوم څخه بده استفاده. دټولني دغړو ترمینځ بي اتفاقی پیداکول اودټولني دشمولیت ونډه نه ورکول .
۱۵ــ دټولني مالي منابع عبارت دی له حق الشمول (۵۰)افغانۍ اوهمدارنګه ټولنه دخپلوګرانوخواخوږو اومینه والو هرډول بي قید او شرط ایمانی مرستی په درنښت سره مني .
۱۶ــددی لپاره چی دټولني سرمایه وساتل شي لازم دی چی بانکی حساب افتتاح اوصلاحیت یی دټولني دریس اومالی مسؤل پوری مربوط وی .
۱۷ــ دغړیتوب شرطونه:ـ دافغانستان تابعیت ولری عمر یی (۱۶) کالو څخه کم نه وي هر ډول ژبنی اوقومي تعصب څخه پاک وی دوطن دپرمختګ اواجتماعی فعالیتونو سره مینه ولري اودټولني داساسنامي سره ټکر کی واقع نه وی .
۱۸ــ د ټولني تشکیلاتي جوړښت :ـ ریس ،ویاند ، معاون ، منشي ، فرهنګي کمیټه ، ارتباطاتوکمیټه ،ادرای کمیټه ، مالي کمیټه ،
صحت کمیټه ، سپورت کمیټه .
۱۹ــ عمومی غونډه په کال کی یوځل دايریږی خو دضرورت په وخت کی درهبری شورا دغړو دوهمي برخی درایوپه اکثریت سره دایریږي .
دنوموړی ټولنی دنښان تشریح:ــ دری رنګونو تور.سور.اوشین چی په نښان کی لیدل کیږی دافغانستان دملی بیرغ ښکارندوی دی.
او په مینځنی برخه کی چی کومه نښه لیدل کیږی په افغانستان کی دځوانانو د یوالی سمبول دی.

۲۰ــ دافغان دځوانانو ملي ټولنه ددی اساسنامي اواهدافو په رڼا کی چی (۲۰)مادو کی ترتیب اودرهبري شورا لخوا تصویب شوی خپل فعالیتونه ترسره کوی .

دافغان ځوانانو ملی ټولنی مشر

دا ستره بریا دی  ټولو وطنوالو ته مبارک وي
23/06/2024

دا ستره بریا دی ټولو وطنوالو ته مبارک وي

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Youth National Association posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Afghan Youth National Association:

Share