Jamal Welfare Foundation/جمال خیریه بنسټ

Jamal Welfare Foundation/جمال خیریه بنسټ جمال خیریه بنسټ د یتیم او بیوزله بچي تعلیمي بهیر!

د سعد رض مدرسې زده کوونکو ته مو د «ایمان رڼاګانې» کتابونه ووېشل.په دې مبارک کتاب کې د ایمان موضوع په پراخه، ژوره او منظم...
28/12/2025

د سعد رض مدرسې زده کوونکو ته مو د «ایمان رڼاګانې» کتابونه ووېشل.
په دې مبارک کتاب کې د ایمان موضوع په پراخه، ژوره او منظم ډول تشریح شوې ده او د عقیدې اړوند ټول مهم مطالب په کې رانغښتي دي.
موږ خپلو زده کوونکو ته یوازې درسونه نه ورکوو، بلکې هغوی د سپېڅلې اسلامي عقیدې په روښانه لار روزو، څو یې زړونه د ایمان په رڼا روښانه شي او ژوند یې له اخلاص، عمل او اخلاقو ډک شي.

23/12/2025

زموږ هوډ په نشتو امکاناتو ډیر څه کول!!
زده کوونکو ته مو کارتونه توزیع کړل.
موږ تل غواړو چې دوی خپلو هیلو ته ورسیږي.

السلام علیکم ورحمة اللّٰه وبرکاتهوروره يو تن چې اصلا د پکتيا اوسيدونکی دی مخکې يو کور کې په کرايه اوسيده هغه کور اوس خرڅ...
21/12/2025

السلام علیکم ورحمة اللّٰه وبرکاته

وروره يو تن چې اصلا د پکتيا اوسيدونکی دی مخکې يو کور کې په کرايه اوسيده هغه کور اوس خرڅ شووو او کور والا خپله کور ته کډه راوړي.
نو اوس دغه سړي وايي چې يو مسلمان ورور پيدا شي او يوه خيمه راته واخلي چې کنډر کور مې ليدلي چې پکي خيمه ووهم او زنده ګې پکې وکړم.
نوم يې ايوب خان دي اصلا د پکتيا اوسيدونکی دی اوس جلال اباد کې اوسيږې.
په دې نمبر ورسره اړیکه نیولی شئ.
0798775198

14/12/2025

علم حاصل کړه، چې د محتاجۍ څخه خلاصون ومومي.
علم هغه څه دي، چې د جهالت جرړې له منځه وړې او انسانان رڼایې ته بیایې.
خپله هم علم حاصل کړئ او د نورو سره هم مرسته وکړئ چې علم حاصل کړي.

08/12/2025

زموږ هوډ په نشتو امکاناتو ډېر څه کول!!
جمال خیریه بنسټ د یتیم بچي د علم، تربیت او روزنې کور!!!

د دولس هفتو د تدریس وروسته مو د زده کوونکو څخه امتحان واخیست او نتیجه یې په یو لړ شانداره او زړه راکښوونکې مراسمو کې اعل...
06/12/2025

د دولس هفتو د تدریس وروسته مو د زده کوونکو څخه امتحان واخیست او نتیجه یې په یو لړ شانداره او زړه راکښوونکې مراسمو کې اعلان شوه.
په نتایج غونډه کې د کوټ ولسوالۍ ولسي مشر حاجي صیب امیر جان کوټوال، شمش کوټوال، ډاکټر نذیر هلال، او نور همکارو ملګرو برخه اخیستي وه.
غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونه پیل شوه، تر څو غونډه لا بابرکته شي.
په غوڼده کې حاجي صیب امیر جان کوټوال د جمال خیریه بنسټ د کړی خدمت ستاینه وکړه او یاده یې کړه چې جمال خیریه بنسټ د یتیم په پالنه او روزنه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي. د دې ترڅنګ یې په نورو وګړو هم غږ وکړ چې د جمال خیریه بنسټ سره اوږه په اوږه ودریږي او په دغه ستر سفر کې ورسره همسفرې شي او یاده یې کړه چې جمال خیریه بنسټ په نشتو امکاناتو یې ډېر څه کړې دي.
همدارنګه وار په وار د جمال خیریه بنسټ زده کوونکو خپلې اماده کړې ویناوې ارایه کړي، چې د هر زده کوونکي وینا، جرات او ارایه کول یې په اعلی ډول وو.
د زده کوونکو لخوا تیاره شوي تمثیلې پرچه هم وړاندې شوه، چې بلها خوند یې وکړ او هدف د دې څخه دا وو، چې تر څو د ټولو راغلو میلمانو او ټولو زده کوونکو پر شونډو مسکا خپره شې.
د جمال خیریه بنسټ په نماینده ګۍ انجینر ریاض احسان هر اړخیزې خبرې وکړي او په ډاګه یې کړه چې موږ د څه لپاره کار کوو او موږ څه غواړو چې دغه یتیم ولس ته یې وړاندې کړو.
په پای کې ممتاز زده کوونکي په تحفو ونازول شو او نورو زده کوونکو ته د ډیرې مطالعه کولو سپارښتنه وشوه، تر څو په راتلونکي کې د ستورو په شان وځلیږي.
غونډه د شروع څخه تر پای پورې ښه په نظم او ترتیب سره مخته لاړه.
زموږ هوډ په نشتو امکاناتو ډېر څه کول!!
جمال خیریه بنسټ د یتیم او بېوزله بچي د علم، تربیت، او روزنې کور!!

د جمعې په مبارکه ورځ مو د جمال خیریه بنسټ د ټولو زده کوونکو څخه د دولس هفتو امتحان واخیست. دلته هره اوونۍ په جمال خیریه ...
29/11/2025

د جمعې په مبارکه ورځ مو د جمال خیریه بنسټ د ټولو زده کوونکو څخه د دولس هفتو امتحان واخیست.
دلته هره اوونۍ په جمال خیریه بنسټ کې د زده کوونکو د علمي ارتقا د لوړولو په خاطر زده کوونکو ته د مختلفو تدریسي میتودونو له مخې تدریس کېږي.
هره هفته په جمال خیریه بنسټ کې په لاندې مضامینو کار کېږي:
لومړی د تېرې هفتې موضوع ګانې په زده کوونکو ارایه کول او چک کول او نوی موضوع د راتلونکې هفتې لپاره ورکول.
دوهم ټولو زده کوونکو ته اسلامیات تدریس کول.
درېیم بیا د ریاضې املا او انشاء او د انګلیسي صنفونه د زده کوونکو د ضرورت په اساس اخیستل.
موږ ددې لپاره کار کوو، چې هر زده کوونکی باید په جرات سره خبرې وکړي او په دین، په خپله ژبه، په ریاضي، او په نورو ژبو باندې پوه اوسې.
د امتحان نتیجه به ان شاءالله راتلونکي هفته اعلان شي.
جمال خیریه بنسټ د تربیت او روزنې کور!!
Your financial support with us can make a big difference!!

د نظم لا غوره والي او بهتروالي په موخه مو د جمال خیریه بنسټ زده کوونکو ته بکسونه توزیع کړل.ددې څخه مو هدف دادی، چې زده ک...
23/11/2025

د نظم لا غوره والي او بهتروالي په موخه مو د جمال خیریه بنسټ زده کوونکو ته بکسونه توزیع کړل.
ددې څخه مو هدف دادی، چې زده کوونکي په ښه ذوق او په ښه علاقمندۍ سره خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
جمال خیریه بنسټ خپل مسؤلیت د یوې سپېڅلې موخې لپاره ترسره کوي، او هغه د علم د رڼا خپرول او د یتیم او بې وزله بچي لاسنیوی دی.
موږ له تاسې خیر غوښتونکو څخه یوه هیله لرو:
دغه زده کوونکې چې تاسې یې وینئ، لباس ته ضرورت لري، که کوم خیرخوا ورور له وس پوره وي، نو دغه ښګیڼه مو د یتیم او بېوزله بچي څخه مه سپموئ.
جمال خیریه بنسټ د نظم او تربیت کور!

18/11/2025

نن درسره زموږ کوچنی زده کوونکی واورئ

13/11/2025
09/11/2025

تعلیم سره یې ذوق او شوق شته، خو وس یې نشته.
د یو بېوزله ارمان په پوره کولو کې چې څومره سکون دی، په نورو شیانو ډير کم وي.
راځئ د تعلیم په ډګر کې د یتیم او بېوزله لاس نیوی وکړئ.

Address

Jalalabad

Telephone

+93794300032

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Jamal Welfare Foundation/جمال خیریه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Jamal Welfare Foundation/جمال خیریه بنسټ:

Share