27/07/2026
د UMCA/RPA خيريه موسسې د کوچنيانو لپاره د باغدارۍ پروګرام له لارې د ګوشتې، کوزکونړ او چپرهار ولسواليو د پوهنې امريتونو اړوند ښوونځيو کې د جوړو شويو باغونو څخه د ننګرهار د پوهنې رياست او يادې موسسې ګډ هيئت نظارت تر سره کړ.د ښوونځيو مسولينو د باغونو پالنه او روزنه کړې وه، د ښو کړنو له امله تشويق، د ځينو ستونزو د حل سپارښتنه او د لازمې همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.
ياده موسسه د ټولو خواوو مننه کوي چې په ياده پروژه کې یې هر اړخيزې مرستې ونه سپمولې