01/04/2024
ډيرو قدرمنو دوستانو سلامونه !
د کابل څخه يو ورور سل ډالره او بل ورور دری زره افغانۍ ، د جلال اباد څخه یو وراره ديرش زره کلداری او بل ورور دوه زره افغانۍ ، د امریکا څخه يوی خور ديرش زره کلداری ، او د سکاټلند څخه يو بچی لس زره افغانۍ د نګار خيریه بنسټ له طریقه د خپلو بی وسه هيوادوالو سره مرسته کړی چه د دی پيسو له جملی څخه پنځه لس زره افغانۍ د ښيوی ولسوالۍ اړوند څلورو کورنیو سره مرسته وشوه ديرش زره کلداری چه کومی خور کومک کړی ؤ په پيښور کی د يو بی وسه هيوادوال سره مرسته وشوه او همدا رنگه سل ډالره چه اته ويشت زره دوه سوه کلداری شوی او ديرش زره نوری کلداری چه ټولی اته پنځوس زره دوه سوه کلداری شوی د يو بل بی وسه هيوادوال چه د هيواد ستره هستی ده د نګار خيریه بنسټ له طریقه مرسته وشوه .
د مرسته کوونکو ورونو څخه يوه نړي مننه ، په ځانونو او مال ئی برکتونه
ژوند ئی د لا ډېرو خوشحاليو ډک .
باید ووایم دا چه د بی وسه کورنیو غوښتنی او تعداد ډير زيات دی او دا مرستی د معلومو نومونو او ادرسونو سره شوی ؤ هيله ده چه نورو بی وسه هيوادوالو ته موضوع روښانه اوسی زمونږ ټول د سترګو تور او په ياد استئ هيله ده زمونږ بی وسی په نظر کی ونيسئ
په وس لرونکو دوستانو يو ځل بيا غږ کوم چه د مهربانۍ له مخی د خپلو بی وسه هيوادوالو لاس نيوی وکړی او په دی عظیم ثواب کی خپله ونډه ادأ کړئ
ستاسی د مرستو رسولو ډادمن ادرس
نګار خيریه بنسټ
نګار فونډېشن
نهاد خيریه نګار
په اخره کی له هغو ورونو چه د دی مرستو په راغونډولو او راليږلو کی ئی خپل فرض ادأ کړی او زحمت ئی ګاللی يوه نړۍ مننه کوم .
ټولو ته دی الله تعالی يو په سله عوضونه ورکړی آمين ثم آمين .