04/08/2026
دوام: یادگیری در کنار جوامع
در جریان یک سفر مشترک یادگیری به ساحات پروژه دوام در ولایتهای غور و دایکندی، همکاران پروژه گرد هم آمدند تا تجربههای خود را با یکدیگر شریک سازند و مهمتر از همه، از مردم محل بیاموزند؛ مردمی که با تلاش، همکاری و مشارکت خود، زمینه زندگی سالمتر را برای خانوادهها و بهویژه کودکانشان فراهم میکنند.
«پیش از ایجاد این مرکز صحی، برای درمان حتی بیماریهای ساده باید بیش از سه ساعت راه میرفتیم. اکنون کودکان در همین نزدیکی واکسین میشوند و زنان دیگر مجبور نیستند در مسیر رفتن به شفاخانه ولسوالی زایمان کنند.»
یکی از باشندگان قریه فلخور، ولایت غور
«وقتی نتیجه و فایده این پروژه را دیدم، تشویق شدم که برای خانواده خود نیز یک تشناب صحی بسازم.»
علیرضا، باشنده قریه کریمداد، ولایت دایکندی
«پیش از ایجاد شبکه آبرسانی، تهیه آب میان خانوادهها باعث اختلاف و تنش میشد. اکنون آن مشکلات برطرف شده و این پروژه باعث شده است که مردم قریه با هم صمیمیتر و متحدتر باشند.»
یکی از باشندگان قریه سریغرغره، ولایت دایکندی
هر بازدید ساحوی، تنها فرصتی برای دیدن فعالیتهای پروژه نیست؛ بلکه فرصتی است برای شنیدن صدای مردم، آموختن از تجربههای آنان و بهتر ساختن خدمات. با یادگیری مشترک در کنار جوامع و همکاران، کنسرسیوم دوام به تقویت خدمات صحی، تغذیه و آب، حفظالصحه و بهداشت (WASH) در مناطقی که بیشترین نیاز را دارند ادامه میدهد.
این دستاوردها با حمایت اداره امور خارجه، کشورهای همسود و توسعه بریتانیا (FCDO) و با نقش فعال و مشارکت مردم محل به دست آمده است؛ زیرا باور داریم که بهترین راهحلها زمانی شکل میگیرند که جوامع در مرکز تصمیمگیری و اجرای تغییرات قرار داشته باشند.
----------------------------------------------------------------------
دوام: له ټولنو سره یوځای زده کړه
د دوام پروژې د ګډې ساحوي زده کړې د سفر په ترڅ کې، چې د غور او دایکندي ولایتونو کې ترسره شو، د پروژې همکاران سره راټول شول څو خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او تر ټولو مهمه دا چې له هغو ټولنو څخه زده کړه وکړي چې د خپلو ماشومانو او کورنیو لپاره د لا ښه او سالم راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه لري.
«له دې روغتیايي مرکز څخه مخکې، د کوچنیو ناروغیو د درملنې لپاره هم باید له درې ساعتونو څخه زیات مزل کړی وای. اوس ماشومان په همدې سیمه کې واکسین کېږي او ښځې نور اړې نه دي چې ولسوالۍ روغتون ته د تګ پر مهال ماشوم وزېږوي.»
د غور ولایت، د فلخور کلي یو اوسېدونکی
«کله چې مې د دې پروژې ګټې ولیدې، وهڅېدم چې د خپلې کورنۍ لپاره هم یو روغتیايي تشناب جوړ کړم.»
علي رضا، د دایکندي ولایت د کریمداد کلي اوسېدونکی
«د اوبو رسولو له شبکې مخکې، د اوبو راوړل د کورنیو ترمنځ د شخړو او ستونزو لامل کېدل. اوس هغه ستونزې له منځه تللې دي او دې پروژې زموږ د کلي خلک یو بل ته لا نږدې کړي دي.»
د دایکندي ولایت، د سري غرغره کلي یو اوسېدونکی
هر ساحوي سفر یوازې د پروژې د فعالیتونو د لیدلو لپاره نه وي، بلکې د خلکو د خبرو د اورېدو، د هغوی له تجربو څخه د زده کړې او د خدمتونو د لا ښه کولو لپاره هم یو ارزښتناک فرصت دی.
د داوام کنسرسیوم د ټولنو او شریکانو سره د ګډې زده کړې له لارې، په هغو سیمو کې چې اړتیا یې ډېره ده، د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظالصحې او روغتیايي چلند (WASH) د خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا ټول د بریتانیا د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر (FCDO) په ملاتړ او د خلکو په فعال ګډون ترسره کېږي، ځکه موږ باور لرو چې تلپاتې بدلون هغه وخت رامنځته کېږي چې ټولنې د پرمختګ او پرېکړو په مرکز کې وي.
--------------------------------------------------------------
𝗗𝗔𝗪𝗔𝗠: 𝗟𝗲𝗮𝗿𝗻𝗶𝗻𝗴 𝘄𝗶𝘁𝗵 𝗰𝗼𝗺𝗺𝘂𝗻𝗶𝘁𝗶𝗲𝘀
During a joint field learning visit to DAWAM project sites in Ghor and Daikundi, partners came together to exchange experience and, most importantly, to learn from the communities shaping healthier futures for their children.
"Before this health facility, we travelled more than three hours for even minor illnesses. Now children receive vaccinations close to home, and women no longer have to give birth on the way to the district hospital."
Community member, Flakhor Village, Ghor
"Seeing the benefits encouraged me to build a latrine for my own family."
Ali Reza, Karimdad Village, Daikundi
"Before the water supply network, collecting water caused tensions among families. Now those conflicts have disappeared, and the project has brought our community closer together."
Community member, Sari Gharghara Village, Daikundi
Every field visit is an opportunity not simply to observe projects, but to listen, reflect and respond. Through shared learning with communities and partners, the DAWAM Consortium continues to strengthen health, nutrition and WASH services where they are most needed, with communities in the driving seat, thanks to support from the UK Foreign, Commonwealth & Development Office (FCDO).
Foreign, Commonwealth & Development Office