28/08/2026
مجاهد او جنګسالار؛
د دوو نومونو ترمنځ د تاریخ لوی توپیر
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د جګړو په اړه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ډېر وخت د مجاهد، قوماندان، سیاسي مشر او جنګسالار ترمنځ توپیر له منځه وړل شوی دی. هر هغه چا چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یې وسله اخیستې وه، د مجاهد په نوم یادېږي؛ خو تاریخ یوازې د جګړې د ډګر پر بنسټ د انسانانو قضاوت نه کوي، بلکې د هغوی د جګړې هدف، وسیله، پایله او له جګړې وروسته چلند هم ارزوي.
همدلته د مجاهد او جنګسالار ترمنځ اصلي کرښه راښکاره کېږي.
مجاهد څوک و؟
مجاهد هغه څوک و چې د خپل هېواد د آزادۍ او د خپل دین او عقیدې د دفاع لپاره یې د خپل ژوند، مال او کورنۍ قرباني ورکړه. د شوروي اشغال پر وړاندې د افغانستان د خلکو مقاومت د داسې میلیونونو انسانانو قربانۍ ولیدې چې نه یې د قدرت ماڼۍ جوړې کړې، نه یې د میلیونونو ډالرو حسابونه جوړ کړل او نه یې د جګړې له نوم څخه شخصي تجارت جوړ کړ.
د ډېرو مجاهدینو لپاره جګړه د ژوند هدف نه، بلکې د الله ج د رضاء لپاره، د هیواد د خپلواکۍ او د اشغال پر وړاندې یوه اړتیا وه.
کله چې اشغال پای ته ورسېد، هغوی خپلو کورونو ته ستانه شول، خپل عادي ژوند ته یې دوام ورکړ او د واک د ترلاسه کولو لپاره یې د خپل ولس پر وړاندې د جګړې لاره غوره نه کړه.
مجاهد جګړه د یوې موخې او د خپل مقدس دین څخه د دفاع لپاره کوي؛ جنګسالار جګړه په خپل موخه د شخصي ګټو لپاره بدلوي.
جنګسالاري څنګه رامنځته کېږي؟
جنګسالاري یوازې د ټوپک درلودلو پوری نه خلاصه کیږی. جنګسالاري هغه وخت رامنځته کېږي چې یو وسلهوال شخص یا ډله خپله وسله د ملي هدف له وسیلې څخه د شخصي واک، اقتصادي ګټې او سیاسي نفوذ پر وسیلې بدله کړي.
په جنګسالارئ کې؛
۱ جګړه پای ته رسېږي، خو بیا هم جنګسالار خپله وسله نه ږدي؛
۲ د ولس د امنیت پر ځای د خپل نفوذ ساتنه ورته مهمه وي؛
۳ د هیواد ملي ګټې د شخصي او تنظیمي ګټو قرباني کوي؛
۴ د بهرنیو قدرتونو ملاتړ ورته د ولس له رضایت څخه مهم وګرځي؛
نو دا هغه څه دي چه د مجاهد او جنګسالار ترمنځ توپیر رامنځته کوي.
د نویمو کلونو د جنګسالارو لخوا تراژیدي
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د یوې نوې تراژیدۍ شاهد شو. هغه وسلې چې باید د آزاد افغانستان د ساتنې لپاره کارېدلې وای، د افغانانو پر وړاندې وکارول شوې. د واک پر سر سیالیو کابل د جګړې په میدان بدل کړ، ښار ویجاړ شو، زرګونه انسانان ووژل شول او میلیونونه افغانان د بېځایه کېدو او کډوالۍ له برخلیک سره مخ شول.
خو پوښتنه دا ده، چه که د اشغال پر وړاندې جګړه جهاد وه، نو د خپل مسلمان او افغان ولس پر وړاندې جګړه څه وه؟
همدا پوښتنه د تاریخ د قضاوت لپاره کافي ده.
دوهم پړاو؛ د ناتو او امریکا د حضور سیوری
وروسته افغانستان د یوې بلې دورې شاهد شو. د ناتو او امریکایې ځواکونو په راتګ سره یو شمېر پخواني قوماندانان او سیاسي رهبرانو یو ځل بیا د افغانستان په سیاسي او امنیتي جوړښتونو کې مهم ځایونه ترلاسه کړل.
په دې دوره کې د افغانستان د دولت جوړښت، امنیتي سیستم او سیاسي واک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د جنګسالارو لخوا بېګناه افغانانو نیول، د ترهګرۍ په نوم د خلکو بندي کېدل، شکنجه، د بګرام او ګوانتانامو په څېر زندانونو ته د افغانانو انتقال، پراخ فساد، باج ګیرنه، دولت سهامې کول او د قانون له چوکاټ څخه بهر کړنې د دې دورې له ترخو یادونو څخه دي.
دلته بیا یوه ولسی پوښتنه مطرح کېږي:
هغه چا چې پرون یې د افغانستان د آزادۍ لپاره مبارزه کوله، څنګه باید د یوه بل بهرني ځواک تر سیوري لاندې د افغانانو د نیولو، زورولو او سپارلو برخه ګرځي؟
دا هغه پوښتنه ده چې د شعار او عمل ترمنځ فاصله پکې اندازه کېږي.
جنګسالاري یوازې د جګړې په میدان کې نه وي، بلکه جنګسالاري هغه وخت خپل بشپړ شکل اخلي چې د جګړې له لارې ترلاسه شوی نفوذ د دولت، اقتصاد او عامه شتمنیو د شخصي کولو لپاره استعمال کړي.
مثلاً یو جنګسالار د ولس په نوم جګړه کوي، خو وروسته د همدغه ولس شتمني لوټوي؛
د خلکو په نوم سیاست کوي، او بیا د خلکو پر وړاندې باج ګیري کوي؛
د ملي دفاع شعار ورکوي، خو د شخصي ګټو او قدرت لپاره د هېواد ملي منابع استعمالوي؛
نو ولس حق لري چې د هغه له شعارونو نه، بلکې د هغه له عمالو قضاوت وکړي. او همدغه علت دې چه د افغانستان ولسونه د جنګسالارو څخه نفرت لري.
د افغانستان د وروستیو لسیزو یوه لویه ستونزه همدا وه چې د دولت کمزورتیا، شخصي وسلهوال نفوذ، فساد او د بهرنیو قدرتونو ملاتړ یو له بل سره داسې وتړل شول چې عام افغانو یې بیه ورکړه.
جنګسالاران هغه څوک دي چا چې کلونه د واک لپاره جګړه وکړه، خو د هېواد د بنسټونو د جوړولو لپاره یې عملي ونډه وانخیسته، دوئ باید د خپل سیاسي میراث په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي.
د افغانستان ولسونو ډیره جګړه ولیدله؛ افغانانو آبادۍ غوښتله خو جنګسالارو ورته خنډونه جوړول.
افغان ولس د جګړې پر ځای اقتصاد، د شخصي نفوذ پر ځای قانون او د بهرني ملاتړ پر ځای ملي حاکمیت غوښته او غواړي.
له جنګسالارو څخه ولس لاندې پوښتي لري.
تاسې د خپل ولس لپاره څه وکړل؟
څومره خلک مو وژغورل او څومره مو قرباني کړل؟
د هرې جګړې له پای څخه وروسته مو څه جوړ کړل؟
ایا واک مو د ولس د خدمت لپاره استعمال کړ، که د ځان د شتمنولو لپاره؟
ایا د هېواد ملي حاکمیت مو وساته، که د بهرنیو قدرتونو ملاتړ مو د خپل واک د بقا لپاره استعمال کړ؟
همدا پوښتنې د مجاهد او جنګسالار ترمنځ حقیقي توپیر څرګندوي.
په افغانستان کې سیاسي نظامونه بدل شول، حکومتونه سقوط شول، خو د جنګسالارو پر وړاندې د ولسونو نفرت د ولس په حافظه کې پاتې دې.
هغه مور چې خپل زوی یې له لاسه ورکړی، هغه پلار چې خپل کور یې له لاسه ورکړی، هغه ماشوم چې یتیم شوی او هغه کورنۍ چې کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړي، د تاریخ پېښې د کتابونو له لارې نه، بلکې د خپل ژوند له لارې پېژني. له همدې امله د جنګسالارو د ظالم تاریخ د هرې دورې په اړه باید د ددوئ د لاسه د قربانیانو غږ واورېدل شي.
موضوع را لنډوو او په پایله کې وایو چه مجاهد او جنګسالار دوه مختلف نومونه دي.
مجاهد د الله ج پر لار د یوې موخې لپاره قرباني ورکوي؛ جنګسالار د خپلې موخې لپاره له نورو قرباني اخلي.
مجاهد د اشغال پر وړاندې درېږي او د آزادۍ وروسته د سولې او عادي ژوند لاره غوره کوي؛ جنګسالار جګړه د واک وسیله ګرځوي.
مجاهد د ولس لپاره قرباني ورکوي؛ جنګسالار له ولس څخه قرباني اخلي.
مجاهد د هېواد د آزادۍ لپاره جګړه کوي؛ جنګسالار د خپل نفوذ د ساتلو لپاره جګړه اوږدوي.
او تر ټولو مهمه دا چې:
د یوه انسان حقیقي مقام د هغه په شعار نه، بلکې د هغه په عمل، اخلاق، د ولس سره په چلند او د تاریخ په محکمه کې د هغه په میراث ټاکل کېږي.
افغان ولسونه له جنګسالارو ستړی شوي دي. افغان ولسونه جګړه نه، سوله غواړي؛ شعار نه، آبادۍ غواړي؛ شخصي واک نه، قانون غواړي؛ او بهرني باداران نه، ملي حاکمیت غواړي.
دا د تاریخ درس دی، او د افغان ولس د راتلونکي لپاره باید همدا درس هېڅکله هېر نه شي.
سادات