Yahya khel Welfare Foundation يحيی خيل خیریه بنسټ

Yahya khel Welfare Foundation يحيی خيل خیریه بنسټ غیر سیاسي یحیی خیل خیریه بنسټ

25/12/2022

د جمعه خان واده چي د بدو رواجونو او دودونو له امله ځنډېدلي وو، تیره ورځ يې واده په خير تیر شو او اووه کالن انتظار يی ختم شو.
له ټولو هغه ملګرو مننه کوو، چي د جمعه خان د ولور او واده په لګښت کي يې مرسته او همکاري کړي وه.
زموږ واټساف شماره: 0093790722572

19/12/2022

زموږ د دينی مدرسی زده کونکي په سختو شرايطو کې زده کړې کوي، باید ځانګړي پاملرنه ورته وشي ځکه یخني او ورسره نوري ستونزې په زده کړو منفي اغيزه کوي او زده کړې په نیمه کی پريږدي.
زموږ واټساف شماره:0093790722572

17/12/2022

له داسي يو بيوزله خدمتګار سره مو نغدې مرسته وکړه چی د يو جومات خدمت په بدل کې روزې ترلاسه کوي او کورنۍ پري ساتې.
زموږ واټساف شماره: 0093790722572

14/12/2022

عبدالمجید مسلم یار، لر او بر کې د پښتو شعر ځانګړی نوم چی اوس سخت له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او په مرکز ښرنه کی کوچنی هټي لري، د يو ورور لخوا رالېږل شوې نغدي مرسته چي لاس په لاس مسلم يار ته سپاري، نو د یو ورور لخوا رالېږل شوې امانت مسلم يار ورکړ.
ژوند نيمګړي دي او انسان په يو حال نه دي، باید د بیوزلو لاسنیوي وکړو.

WhatsApp: +93 79 072 2572

10/12/2022

په یحیی خیلو مرکزی لیسه کی د زده کوونکو د ازموينو پايلو غونډه ترسره شوه.

08/12/2022

د ژمی په رارسېدو سره سم د لومړنيو خوراکي توکو بیې لوړې شوي او هغه کورنۍ چې بيوزلی کی ژوند کوي د يوی شپی خواړه نه لري نو راځئ د بیوزلو لاسنیوي وکړو ترڅو مو دین او دنیا روښانه شي.
نن مو هم له داسی بيوزلی کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چی یو کلی څخه بل کلی ته کډوال شوي وه.
نور حال په ويډيو کې وګورئ.
که غواړی له بیوزلو سره همکاري وکړي نو لاندي واټساف شماره ته زنګ ووهي.
واټساف شماره: 0093790722572

06/12/2022

له داسې چا سره ناڅاپي مخامخ شو، چی د درملنې په موخه ګاونډي هېواد ته روان وو، او کرایه یې نه درلوده نو څه چی مو په جيب کی درلودلي ور مو کړي ترڅو د لاري خرڅه برابره شې.
نور په ويډيو کې لیدلی شی.
زموږ واټساف شماره: 0093790722572

29/11/2022

نن مو د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کی د لوی جومات ترڅنګ د لوی لاری پل ورغول چی لمونځ کوونکي ته زیات تکلیف وو او همداسی په یاده لويه لار دوه پلونه بیارغونې ته اړتيا لېدل کيږي نو که غواړي چي همکاري وکړي نو لاندي شمېر ته زنګ ووهي.
واټساف شماره: 0093790722572

27/11/2022

نن مو د‌ پکتیکا ولايت د یحی خېلو ولسوالۍ په غيبي خیلو کلی له داسی کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چی له څو ورځو راهيسي یې په وچه ډوډۍ ګوزاره کوله.
د ژمی په رارسېدو سره په هيواد کې د بېوزلي کچه ورځو تر بلی په زیاتیدو دي نو له غربت ځپلو سره خپله مرسته مه سپموي.
راځئ په ګډه د بیوزلو کورنیو لاسنیوي وکړو او په خپله سيمه کې غربت له منځه یوسو.
واټساف: 0093790722572

Address

`Alaghehdari-ye Yahya Kheyl
2458

Telephone

+93790722572

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Yahya khel Welfare Foundation يحيی خيل خیریه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share