Salaam Farhangi Tolana - سلام فرهنګي ټولنه

  • Home
  • Salaam Farhangi Tolana - سلام فرهنګي ټولنه

Salaam Farhangi Tolana -  سلام فرهنګي ټولنه د افغانانو لپاره تاريخي کلتوري او پوهنيزي لیکنې

د سلام فرهنګي ټولنې ماتم لیکپیام تسلیت و همدردی انجمن فرهنگی سلامپه ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد په ختی...
01/09/2025

د سلام فرهنګي ټولنې ماتم لیک
پیام تسلیت و همدردی انجمن فرهنگی سلام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد په ختیځو ولایتونو (ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او شاوخوا سیمو) کې د تېرې شپې سختې زلزلې له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې. د شهيدانو شمېر تر ۹۰۰ اووښتی، تر درې زرو ډیر ټپیان او نږدې زر کوره په کې له مینځه تللي.
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې په دې ستر غم کې له خپلو ټولو هېوادوالو سره ځانونه شریک بولي او د دې دردناکې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره جنت فردوس، ټپیانو ته عاجله روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وايي.

موږ په ټولو هېوادوالو، سوداګرو او شتمنو غږ کوو چې له زیانمنو کورنیو سره په دې سخت وخت کې د مرستې لاس ورکړي. موږ ټول باید په دې برخه کې خپل ځانونه مسوول وګڼو.

راځئ چې نن او سبا ټول د زلزله ځپلو او غم ځپلو هیوادوالو سره مرسته وکړو:

د مرستې لپاره اړیکې:

۱- ښاغلی انجینر فریدالله ساپي سره د مسنجر له لاری اړیکه ونیسئ .

۲: ښاغلی سید اباسین حرکت سره د مسنجر له لارې اړیکه ونیسئ.

ستاسی کمه مرسته هم کولای شي ، ستاسی د یو بې وزله هیوادوال ژوند وژغوري.

خدای (ج) دې زموږ هېواد او خلک د هر ډول نورو غمیزو او بدبختیو څخه وساتي.

په ډېر درنښت،

سلام فرهنګي ټولنه

—————-

پیام تسلیت و همدردی انجمن فرهنگی سلام

با نهایت تأثر و اندوه باخبر شدیم که در اثر زلزله شدید شب گذشته در ولایت‌های شرقی کشور (ننگرهار، کنر، نورستان، لغمان و مناطق اطراف)، تلفات جانی و مالی سنگینی به هموطنان ما وارد شده است. بیش از یک و نیم هزار زخمی و بسیاری از خانواده‌ها بی‌خانمان شده‌اند.
انجمن فرهنگی سلام و اعضای آن، در این غم بزرگ و سنگین، خود را با تمام هموطنان شریک می‌دانند و از خداوند متعال برای شهدای این حادثه دردناک جنت فردوس، برای مجروحان شفای عاجل و برای خانواده‌های قربانیان تسلیت آرزو می‌کنند.
از تمام هموطنان، تاجران و ثروتمندان می‌خواهیم که در این شرایط سخت به خانواده‌های آسیب‌دیده کمک کنند.
ما همه باید در این زمینه خود را مسئول بدانیم.
بیایید امروز و فردا همه با هم به هموطنان زلزله‌زده کمک
کنیم:
برای کومک می‌توانید از طریق راه‌های زیر تماس بگیرید:
۱- با محترم انجینر فریدالله ساپی از طریق مسنجر تماس بگیرید.
۲: با محترم سید اباسین حرکت از طریق مسنجر تماس بگیرید.
حتی کمک اندک شما می‌تواند زندگی یک هموطن
بی‌بضاعت را نجات دهد.

خداوند متعال کشور و مردم ما را از هرگونه فاجعه و بدبختی در امان بدارد.

با احترام فراوان،
انجمن فرهنگی سلام

https://www.facebook.com/share/16PmpGYK9S/?mibextid=wwXIfr

https://www.facebook.com/share/1EhMJY31xc/?mibextid=wwXIfr

د خپلواکۍ ورځ مو نېکمرغه - روز استقلال مبارک بادګرانو هېوادوالو د خپلواکۍ  (۱۰۶)مه کلیزه مو مبارک شه!۲۸مه د زمري هغه ورځ...
18/08/2025

د خپلواکۍ ورځ مو نېکمرغه - روز استقلال مبارک باد

ګرانو هېوادوالو د خپلواکۍ (۱۰۶)مه کلیزه مو مبارک شه!

۲۸مه د زمري هغه ورځ ده چې موږ پرې ویاړو او د نړۍ په هر ګوټ کې هر افغان پرې ویاړي او د سرلوړۍ احساس کوي. دا هغه ورځ ده چې د افغانستان زړور ولس د لوی امپراتورۍ او د انګرېز له زبرځواک څخه خپلواکي ترلاسه کړه. دا هغه ورځ ده چې د افغانستان په ملي تاریخ کې ځانګړی حیثیت لري. موږ په دې باور یو چې هرڅومره د خپلې خپلواکۍ په اړه خبرې وکړو، د هغه مناسب حق نه شو ادا کولی، یوازې دومره ویلای شو چې درود دې وي پر ټولو هغو غازیانو چې موږ ته یې د خپل هېواد خپلواکي په نصیب کړه.
په پیل کې، د خپلواکۍ ملي اتل، عالي‌حضرت امیر غازي امان‌الله خان یادوو؛ غازي محمد جان خان یادوو؛ غازي محمد اکبر خان یادوو؛ غازي امین الله خان لوګری یادوو؛ او د هېواد ټول غازیان او د ازادۍ د لارې شهیدان یادوو چې هېواد ته یې ستره بریا او تاریخي ویاړ په نصیب کړی دی.

په هېوادنۍ مینه،
د سلام فرهنګي ټولنې مرستیال
عتيق الله باوري

———

هموطنان گرامی، ۱۰۶مین سالگرد استقلال را به شما تبریک می‌گویم.

۲۸ اسد روزی است که ما به آن افتخار می‌کنیم و هر افغان در هر گوشه از جهان به آن افتخار کرده و احساس سربلندی می‌کند. این روزی است که ملت شجاع افغانستان، استقلال خود را از یک امپراتوری بزرگ و ابرقدرت انگلیس به دست آورد.
این روزی است که در تاریخ ملی افغانستان جایگاه ویژه‌ای دارد. ما بر این باوریم که هر چقدر در مورد استقلال خود سخن بگوییم، نمی‌توانیم حق آن را به درستی ادا کنیم، تنها می‌توانیم بگوییم که درود بر تمام آن غازیانی که استقلال کشور ما را به ارمغان آوردند. در آغاز، از غازي بزرگ ملت، عالی‌حضرت امیر غازی امان‌الله خان یاد می‌کنیم؛ از غازی محمد جان خان یاد می‌کنیم؛ از غازی محمد اکبر خان یاد می‌کنیم؛ از غازی امین‌الله خان لوگری یاد می‌کنیم؛ و از تمام غازیان کشور و شهدای راه آزادی که پیروزی بزرگ و افتخار تاریخی را برای کشور به ارمغان آوردند، یاد می‌کنیم.

با مهر میهن‌پرستانه،
انجمن فرهنگی سلام
عتیق‌الله باوری

د سلام فرهنګي ټولنې ماتم لیکپه ژورې خواشینۍ او خپګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد وتلی ولسي او حماسي شاعر، مطیع الله...
16/07/2025

د سلام فرهنګي ټولنې ماتم لیک

په ژورې خواشینۍ او خپګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد وتلی ولسي او حماسي شاعر، مطیع الله تراب له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ارواښاد تراب یوازې یو شاعر نه و، بلکې د پښتو ادب یو ځلیدونکی ستوری او د افغان ملت د هیلو، دردونو او مبارزو ریښتینی انځورګر و چې تل یې د خلکو د شعور، وجدان او امید غږ منعکس کړی دی.

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې د ارواښاد تراب صاحب مړینه د افغانستان د ادب او فرهنګ لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي.

د ستر څښتن (ج) له درباره ارواښاد تراب صاحب ته د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، دوستانو او ټولو فرهنګي کړيو ته د زړه صبر غواړو.

امین یا رب العالمین.

د سلام فرهنګي ټولنې مرستیال

عتیق الله باوری

د سلام فرهنګي ټولنې پیغامپه انتریو کي د افغان ليکوالو فرهنګي ټولنې مشرانو او قدرمنو غړو ! په ډېرې خوښی سره مو خبر ترلاسه...
13/06/2025

د سلام فرهنګي ټولنې پیغام

په انتریو کي د افغان ليکوالو فرهنګي ټولنې مشرانو او قدرمنو غړو !

په ډېرې خوښی سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن د ګران هېواد افغانستان د پیاوړي لیکوال پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون صاحب خدمتونو ته درناوی کیږي. د افغان د ټولنیزو خدمتونو ټولنه (ANSS) څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د هېواد د علمي او فرهنګي کدرنو د خدمتونو درناوی د هغوی په ژوندانه کې کوي، ستاسو د لا بریو په هیله!

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې د پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون صاحب د نه ستړي کېدونکو خدمتونو او علمي هڅو ستاینه کوي. پوهاند صاب ازمون د خپل ژوند په اوږدو کې نه یوازې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پاتې شوی بلکې د ننګرهار پوهنتون او لغمان پوهنتون استاد هم پاتې شوی او په زرګونو زده کړیالیان یې روزلي.

د پوهاند صاب ازمون د علمي هڅو او خدمتونو په برکت، پښتو ژبه او ادبیات بډایه شوې او د هغه لیکنې، څېړنې او ګڼ شمېر کتابونه د پښتو ادب او فرهنګ لپاره یوه لویه پانګه ده. هر هغه څوک چې د محترم پوهاند صاب ازمون د اثارو له لوستلو پاتې وي، یو ځل دې خامخا ولولي.

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې محترم پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون صاحب ته د لا بریو هيله کوي ترڅو سلګونه نور کتابونه د قلم او علم مینه والو ته وړاندې کړي.

په درنښت،

د سلام فرهنګي ټولنې مرستیال
عتیق الله باوري

Afghan Network For Social Services

ویر او یادد څلورم تلین په مناسبت نومیالي افغان لرغون پوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري، هغه افغان عالم چې یاد یې په ډېر...
12/06/2025

ویر او یاد

د څلورم تلین په مناسبت

نومیالي افغان لرغون پوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري، هغه افغان عالم چې یاد یې په ډېر درناوی ارزي، څلور کاله دمخه ((د ۱۴۰۰ ل کال دجوزا ۲۲، او د ۲۰۲۱ م کال د جون د میاشتې دولسمه نیټه د تل لپاره د خپلې کورنۍ او دوستانو، د علم، پوهي او فرهنګ له لوی کهول څخه د ابدیت په لور وکوچېد.

روح يې ښاد او ياد يې تلپاته!

ارواښاد پوهاند باوري د هیواد د لرغونپوهني، تاریخ او هویت پېژندني په برخه کي نږدې نیمه پېړۍ د ملت جوړونې پر محور متمرکز، نه هېرېدونکی او اغېزناک خدمت کړی. که پر لیکل شويو اثارو یې غور وکړو نو د شوخوا ۳۰۰ علمي مقالو تر څنګ یې ۳۷ لیکل شوي او چاپ شوي کتابونه د تاریخ او لرغونپوهنې په ډګر کې د تاریخ، لرغونپوهنې او د علم مینه والو ته پرېښودل.

ارواښاد پوهاند باوري پوره ۳۰ کاله په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه او په زرهاو زده کړیالیان یې وروزل. د استادۍ دنده یې تر هرې بلې دندې ډېره خوښه وه دا ځکه چې د ارواښاد پوهاند باوري هیله دا وه چې نوی نسل د سمې روزنې په پایله کې به خامخا خپل هېواد او هېوادوال د پرمختګ لوړو پوریو ته ور رسوي.
ارواښاد پوهاند باوري څه کم څلور کاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست وزیر پاتې شو، او په پوره پاکي او ایمانداري یې د هېواد لپاره خدمت وکړ او هلته یې هم داسي نوم پرېښود چي د یوه عالم او ستر شخصیت سره ښايي. په همدې موقف کې یې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ودې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړې، چې د بېلګې په توګه د هېواد ۵۰۰۰ تاریخي ابدې ثبت شوې او پر ١٦٠٠ يې عملا کار پیل سو.

د ملي ټلویزیون سره په همکارۍ یې د فرهنګي میراثونو د پېژندلو لړۍ هم پیل کړه او ۷۰ مستند ټلویزیوني خپرونې یې ثبت کړې او هېواد والو ته یې وړاندې کړې.
کاش چې دومره بې وخته نه وای تللی او د افغانستان بې وزلې ټولنه او د لرغونپوهنې شاګردان یې نور هم د خپلو با ارزښتو څېړنو پوروړي کړي وای.

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې په دې باوري دي چې ارواښاد پوهاند صاحب باوري به په خپلو علمي آثارو تل تر تله ژوندی وي.

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې د ارواښاد پوهاند صاحب د څلورم تلين په مناسبت د روان ۲۰۲۵ م کال د جون په میاشت کي په کندهار کي د قرآن مجيد ختم او خيرات په پام کي لري او د يادې ټولنې اړونداونو دا ژمنه هم کړې چې د ارواښاد پوهاند صاحب باوري د ژوند او افکارو د ستاینې راټولې شوې یادونې او پیغامونه را غونډ کړي او په دوه محورونو سره تنظیم کړي: لومړی، د سلام فرهنګي ټولنې په رسمي ویب پاڼه کې خپاره کړي او هملته خوندي پاتي شي؛ دویم، د شرایطو پر اساس به په راتلونکي کې د یو یادګاري کتاب په بڼه چاپ او خپور شي. دا هڅه به نه یوازې د ارواښاد پوهاند صاحب باوري احترام او قدر څرګندول وکړي، بلکې راتلونکو نسلونو ته د ارواښاد پوهاند صاحب باوري د افکارو او تعلیماتو د تلپاتې انتقال یوه زمینه برابرول هم وي.

نن د غمرازی، غمشريکی او دعا په خاطر د ارواښاد پوهاند صاحب باوري کورنۍ، دوستان، ځينې ملګري د کندهار پوهنتون مشاهير هديرې کې را غونډ شول.

الله رب العزت دې ارواښاد پوهاند صاحب وبخښي او د خپلو ټولو خدمتونو اجر ورکړي. کورنۍ، دوستان، ملګري او زده کړیالیانو ته یې د زړه له کومي تسلیت او د جمیل صبر غوښتنه کوو.

په ډېر درنښت

سلام فرهنګي ټولنه

د سلام فرهنګي ټولنې غوښتنلیکډېرو محترمو او مُعززو هېوادوالو!د نومیالي افغان لرغونپوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د څل...
30/05/2025

د سلام فرهنګي ټولنې غوښتنلیک

ډېرو محترمو او مُعززو هېوادوالو!

د نومیالي افغان لرغونپوه ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د څلورم تلین په مناسبت، سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې له تاسو څخه په ‌ډېر درنښت هیله کوي چې د ارواښاد پوهاند باوري د علمي او انساني خدمتونو په اړه خپل نظرونه او تجربې په لاندې بریښنالیک راولېږئ.

[email protected]

سلام فرهنګي ټولنې او اړونداونو یې دا هوډ کړی چې د ارواښاد پوهاند صاحب باوري د ژوند او افکارو د ستاینې راټولې شوې یادونې او پیغامونه په دوه محورونو سره تنظیم کړي: لومړی، د سلام فرهنګي ټولنې په رسمي ویب پاڼه کې به خوندي او وړاندې شي؛ دویم، د شرایطو پر اساس به په راتلونکي کې د یو یادګاري کتاب په بڼه چاپ او خپور شي. دا هڅه به نه یوازې د ارواښاد پوهاند صاحب باوري احترام او قدر څرګندول وکړي، بلکې راتلونکو نسلونو ته د ارواښاد پوهاند صاحب باوري د افکارو او تعلیماتو د تلپاتې انتقال یوه زمینه برابرول هم وي.

زمونږ باور دا دى چې ارواښاد پوهاند باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوه و چې په خپلو علمي آثارو به تل تر تله ژوندی پاتې وي.

روح یې ښاد او جنت یې ځای!

مننه او ډېر درنښت،

سلام فرهنګي ټولنه

د سلام فرهنګي ټولنې د غمشریکی پیغام په ډیرې خواشنی مو خبر ترلاسه کړ چې، دوکتور ودیر صافی له دې فاني دونیا وکوچید او خپل ...
21/02/2025

د سلام فرهنګي ټولنې د غمشریکی پیغام

په ډیرې خواشنی مو خبر ترلاسه کړ چې، دوکتور ودیر صافی له دې فاني دونیا وکوچید او خپل روح يې خپل خالق ته وسپارله.

انا لله و انا اليه راجعون.

سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان یې د پوهاند دکتور ودیر صافی مړينه د افغانستان علمي، فرهنګي او اکادمیکې ټولنې لپاره یوه ستره او نه جبرانیدوکې ضایعه ګڼي.

د ستر څښتن (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د زړه صبر غواړو.

امین یا رب العالمین.

سلام فرهنګی ټولنه

د کندهار په نارنج ماڼۍ کې د علمي سپړونو اړتیا دا د هغې لیکنې عنوان دی چې ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري په ۱۳۹۷ لمریز کا...
16/01/2025

د کندهار په نارنج ماڼۍ کې د علمي سپړونو اړتیا

دا د هغې لیکنې عنوان دی چې ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د سلام ټولنې په ویب پاڼې کې خپور کړ. لوستلو ته مو را بلم.

د لیکنې سره یو ځای د ښاغلي جاوید احمد وفا په زیار جوړ شوی راپورتاژ هم له تاسو سره له همدې لارې شریک کوم.

لیکوالان : پوهاند محمد رسول باوری او نور اغا نوری د لرغونپوهنی انستیوت مشر د کندهار په نارنج ماڼۍ کی دعلمی سپړونواړتیا یو کال وړاندی ( ۱۳۹۶ لمریز کال ) مو د یوه رسمی سفر پر مهال د نارنج قصر ولیدی او هغه مهال مو پریکړه وکړه چی د راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال د وزارت په انکشافی بودجه کی به د همدې تاریخی ټاټوبی د سپړنو چارو لپاره بودجه ځانګړې کړو او د لرغونپوهانو ټیم به د لرغونپوهنی انستیوت له ادارې څخه و ګمارو چی په دې تاریخی ټاټوبی کی د علمی سپړنو لړۍ پیل کړي.له نیکه مرغه هوډ مو د بری تر کرښو ورساوه او دا دی اوس مو د ازمایښتی سپړنو دا لړی پیل کړه چی د دریو کالو پوری به دوام وکړی. پخوا تر دې چی د کندهار د سپړنو په اړه او بیا په ځاګړی توګه د نارنج قصر په اړه اړین مطالب ولیکو ، ښه به وی چی دې مهمی پوښتنی ته لنډ ځواب ولیکل سی چی لا تر اوسه هم د لرغونو اثارو د یو شمیر ماهرینو او د دې څانګی لیوالو سره سته . پوښتنه دا ده چی ایا اوس مهال د سپړنو لپاره وړ او مناسب دۍ؟ همدا شمیر کار پوهان ښه ګڼی چی لرغونی اثار همداسی تر خاورو لاندی پټ پاته سی،د دې فکربنسټیزه موخه دا ګڼی چی داثارو او لرغونو توکو د مصونیت او حفاظت ګټوره لار همدا ده چی تر خاورو لاندی پټ پاته سی، او په دې ډول نور دلایل او ویناوی مطرح کوی . اوسنیو شرایطو ته په پام او د ورځنیو تحربو پر بنسټ دا ویلای سو چی د لرغونو توکو او تاریخی اثارو قاچاقبران او سوداګر د لرغونو سیمو او تاریخی ټاټوبو غیر قانونی سپړنو او کیندنو ته په کمین کی ناست دی ،هغوی د یو شمیر اجیرو کار پوهانو په مرسته د هیواد په نا امنو سیمو کی په زیاته پیمانه او د حکومتی ادارو تر واک لاندی سیمو کی په لږه اندازه خپلی غیر قانونی چاری تر سره کوی او د ځانی ګټو لپاره هره لحظه غیر قانونی سپړنی کوی او بهرنیو هیوادونو ته د تاریخی او لرغونو اثارو په قاچاق او غیر قانونی لیږد بوخت دی. دا ډاډ نه سو تر لاسه کولای چی که دا لرغونی ټاټوبی او تاریخی سیمی په رسمی توګه ونه سپړل سی ، نو تر خاورو لاندی به وساتل سی او پټ به پاته سی.همدا ډار او بیره ده چی د ټول هیواد لرغونی سیمی او تاریخی ټاټوبی د اړتیا سره سم نه سی حفاظت کیدلای، ځګه ترجح ورکوو چی د قاچاقبرانو څخه د خلاصون په نیت لږ تر لږه د هغو سیمو سپړنی وکړو چی د زیان رسیدلو بیره یی زیاته او د قانونی سپړنو زمینه یی برابره وی. په دې ورستیو کی مو د ننګرهار ، بامیان او دا دی په کندهار کی د افغانی لرغونپوهانو په مشری د سپړنو چاری پیل کړیدی.د هری سیمی لپاره مو هغه لومړیتوبونه په پام کی ونیول چی هم د تاریخی ارزښت له اړخه او د سپړنو د تسهیلاتو له اړه خه مناسب وګڼل سوه. د ننګرهار د سپړنو په اړه مو یوه لیکنه هغه مهال خپره کړه چی په ننګرهار کی سپړنی پیل سوې او په دې لیکنه کی د هغو سپړنو په اړه د بیا څه لیکلواړتیا نه لیدل کیږی. خو په دې لیکنه کی به د کندهار د سپړنو او بیا د هغو د اړتیا او د غوره سوی ټاټوبی د لومړی توب په اړه لنډ مالومات ستاسو درنو لوستونکو په وړاندی د لوستلو لپاره ولیکو. په کندهار کی لسګونه تاریخی ټاټوبی او لرغونی سیمی د مورخینو او لرغونپوهانو له لوری پیژندل سوی او یو شمیر یی د لرغونپوهنی انستیوت کی را جستر سوی او یو شمیر یی د تاریخی ابداتو په ریاست کی په نښه او ثبت سویدی، چی هر یو یی ارزښتمن او د هیواد د تاریخ زرینه پاڼه ګڼلای سو، خود نارنج قصر زیات شمیر څرګند لومړی توبوبونه لری چی په لنډه توګه به د یو شمیر یادونه وکړو. د نارنج ماڼې د زاړه کندهار په لویدیزه خوا کی واقع ده .د تاریخی متنونو پر بنسټ یوې لوری ته یی د قیتول غرونه او دریو نورو لوریو ته یی خندقونه او حصارونه ودان سوی چی د څارګرو برجونو په وسیله ساتل کیده.په اوسنی ویجاړ حالت کی یی اوږدوالی ۲۷۰ متره ، سور یی ۲۲۰ متره او اوس چی خاورنی غونډې ته ورته بریښی ، لوړوالې يې د ۳۵ تر ۴۰ متره رسیږی. لومړی لومړیتوب یی دا دی چی د زیات شمیر څیړنکی او مورخین په خپلو اثارو او لیکنو کی د نارنج قصر د پیښو په تړاو د سپړنو تر مهاله ساکت پاته سویدی.د بیلګی په توګه پوهاند میرحسین شاه په خپلو زیاتو لیکونو او بیا په ځانګړی توګه د ((کندهار از ابادانی تا ویرانی )) نومی رساله کی په وار وار دا لیکلی چی نور مالومات به د لرغونپوهانو تر سپړنو وروسته څرګند سی. (( در قندهار حصار شهر همان قصر معروف نارنج بود که ويرانه های آن در دامنهء ارتفاعات قيتول باقی است. به دور اين کاخ مانند ساير حصار ها و کهندز ها خندق حفر شده بود. آثار اين خندق تا کنون ديده می شود. اصل کاخ بکلی ويران شده و شبيه به تل خاکی مر تفع می باشد. تعيين صورت باغها و قصرهای اين حصار تا تحقيقات وسيع باستان شناسی انجام نشود اسان نيست. مواردی را که جهت تعمير استعمال می شد، نيز به مشکل می توان تعيين کرد. از روی ساختمان اتاقی که به اثر کاوش های باستان شناسی اخير پيدا شد، می توان فهميد که استعمال گچ در قندهار بيشتر معمول بود از آنچه امروز ديده می شود بين بلاد افغانستان استعمال گچ قندهار بيشتر معمول است اما به قياس بقايای کاخ لشکر گاه و اقتضای اقليم و آنچه که ازين حصار امروز باقی مانده است، می توان گفت که اغلب اتاقها و تالارهای داخل قصر مزبور از گل و خشت خام خشکيده ساخته شده بود.تعيين سيستم آبياری حصار و ربض بنا بر فقدان مدارک و مصادر موجود و نارسايی تحقيقات باستانشناسی آسان نيست. )) دوهم لومړیتوب دا دی چی د افغانستان د تاریخی بیلا بیلو دورو نښی په همدې ټاټوبی کی لیدل کیږی او هم په یو شمیر تاریخی اسنادو کی د همدې سیمی په اړه د بیلا بیلو پیښو یادونی سویدی.د یو شمیر لرغونپوهانو او مورخینو په اند د کندهار زوړ ښار د یو نانی اسکندریو په څیر جوړ سویدی، همدا دلیل دی چی یو شمیر مورخین زوړ قندهار د یونانی مهال سکندریه بولي. د بیلګی په توګه د جهانکشایی نادری اثر لیکوال میرزا مهدی لیکی : (( شهر قندهار«شهر تثليلث بود». دو طرف شهر را حصار بزرگی احاطه کرده و در قسمت غربی آن کوه قيتول واقع بود و همچنان قندهار سه دروازهء بزرگی داشت: يکی به طرف جنوب معروف به دروازهء «ماشور» ديگری به طرف شرق مشهور به دروازه ويس که تا کنون بر جای مانده است، سومی دروازه ء گنديگان به اسم قريه ای به همين نام در شمال غرب شهر که ذکرش رفت....)) په دې لنډ متن کی د تثلیث افاده د هغو یونانی ودانیو او ابادیو را پاته ده چی د سکندر د فتوحاتو پر مهال به حوړیدلې، په افغانستان کی یی دوې نوری بیلګی لکه ای خانم او باګرام هم سته چی همدا د تثلیث ممیزات لری. د اقچې او امو سیندونو احاطه سوې سیمه کی د ای خانم تاریخی ټاټوبی واقع دی او همدا ډول د شتل ، پنجشیر او غوربند سیندونو تر منځ د باګرام لرغونې سیمه د سکندريي په نوم ودانه سویده. پوهاند میر حسین شاه خان د (( کندهار از ابادانی تا ویرانی )) نومې رساله کی لیکی : ((... از قرن هفت به بعد حملات چنگيز و هلاکو و تيمور صورت گرفت و شهرهای زرنج، بست و پنجوايی ويران شد ودر آن زمان بود که شهر قندهار شهرت فراوان پيدا کرد. معين اسفزاری در کتاب روضات الجنات فی اوصاف مدينهء هرات بحث مفصل در بيان قندهار و آبادی های آن دارد.)) د لومړیتوب یو بل اړخ په دې ټاټوبی کی د مهمو تاریخی پیښو واقع کیدل دی چی د سپړنو لپاره په پام کی ونیول سو.د کندهار زوړ ښار د هغه مهال د میشتو وګړو د دفاع ډاډمن سنګر وو.د منځنیو پیړیو په زیات شمیر اثارو کی د کندهار په اړه مهم مطالب لیکل سویدی، چی یوه بیلګه یی د پوهاند میر حسین شاه په هغه لیکنه کی چی مخکی مو یادونه وکړه، لیدلای سو. د نوموړی په باور د کندهار په اړه د تاریخی متنونو له شمیره په تاریخ طبری کی تر نورو اثارو یوه پخوانې پیښه د جریر طبری په لاس ثبت سویده .دا پیښه په ۳۰۴ هجری کال داسی لیکلی سویده: ((... در این سال از[ منطقه] «خراسان» نامه ای آمد که در آن ذکر شده بود که در «قندهار» در دژهای حصار و دیوار آن شهر، دژی به آن متصل یافتند که پنج هزار سر[ بریده] در آن بود، در سبدهایی از جنس علف ، از میان این سرها ، ۲۹ سر بود که در گوش هر کدام یادداشت های مختصری، با نخ ابریشم بسته شده بود که به نام آن مردان بود . سرها را به حال خویش یافته بودند جز این که پوست آنها خشکیده و موهاى آنها به حالت خویش و تغییر نیافته بودند و یادداشت ها متعلق به سال هفتاد هجری بود ....))دا پیښه د طبری د وفات څلور کاله وړاندی لیکل سویده. د دې یادښته څرګندیږی چی زوړ کندهار د سیمی نامتو ټاټوبې او د میشتو وګړو د دفاع ډاډمن سنګر وو. د نارنج قصر بل ارزښت دا دې چی زیات شمیر تاریخی او ادبی شخصیتونو پکښی ژوند کړیدۍ، ځکه تر نورو ټاټوبو وړاندی د سپړنو لپاره غوره وګڼل سو. د پتي خزانی لیکوال محمد هوتک د هغو یادښتونو په اړه چی د لیکوالو او شاعرانو په تړاو یی لیکلی دی ، د همدې نارنج قصر په اړه زیات یادښتونه لری. د هوتک په حواله ، نارنج قصر د شاحسین هوتک د واکمنی مرکز وو، د پټی خزانې په حواله : شاه حسين د شالم خيل هوتک حاجى ميرويس خان نيکه زوى دى. په٢٣دربيع الاول په(١١١٤)سنه هجرى دکلات په سيورى کې پيداسو،هغه وخت چې ميرويس نيکه دبيت الله او اصفهان په سفر و،شاه حسين کوچنى ؤ اوله ملا يارمحمد هوتک څخه ئې درس لوست،تر دوولسوکالونو پوري یی فقه،تفسير،منطق اودبلاغت کتابونه ولوستل او په کندهار کې له پلاره مصالح دامورو زده کړل. حاجى ميرويس خان په ٢٨دذوالحجة الحرام (١١٢٧) سنه هجرى په کندهارکې وفات سو،شاه حسين هغه مهال څوارلس کلن واودخپل مشرورورشاه محمود سره و، ميرعبدالعزيز دميرويس نيکه ورور په کندهارکې مشر شو.خو له اولس سره يې لار نه وړه،ترڅو په (١١٢٩هـ کال)دشپې دنارنج قصر له بامه خطا سو،راولويد او ياهم ووژل سو. او شاه محمود واک ته ورسید، شاه محمود د ایران پرلور فتوحات پیل کړه او شاحسین په نارنج ماڼی کی واکمن پاته سو. د شاه حسین هوتکی په در بار کی زیات شمیر شاعران او ادیبان را ټول لیدل ، او شاحسین هوتک خپله هم شاعر وو او ادبی محافل به یی جوړول. محمد هوتک د شاحسین د شاعری یوه بیلګه داسی راوړیده: بـــــيـــلتانه دى دغمو په چـــپاو چور کړم په تيـارو کې دهجران ئې له تا دور کړم بــــيـلتانه دى هسي اوښکې راخپرى کړي ستادفـکر په ګرداب کې تل عبور کړم دفــــــراق پړى مي کـــيښود ومرۍ تــــــه پــه جهان کې ئې رسوالکه منصور کړم پــــــــه وصال دې هم ناښاد يـــمه دلبرې ! دبيـــــلتو ن فکر په زړه کې نا صبورکړم دبـــاڼو غـــــشى مـــــې وخوړ په ځګر کې غـــــــــمازانو په غمزو غمزومهجور کړم خـــلـق ياد زما،دعـــشق په لـــېونو کـــــــــا زه (حسـين )محبت هسي مشهور کړم د پټې خزانې مولف د خپل نامتو اثر پټه خزانه نومی اثر کی د نارنج قصر په اړه دا یادونه هم کړیده چی : (( ... پادشاه عالم پناه په ارګ کې د قندهار هغه قصر چې نارنج باله شي هلته په هفته کې يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې او شعرا او فضلاء ټولوي، زه محمد هوتک کاتب ددې کتاب هم په دې مجلس کې يم او د پادشاه ضل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم او کتاب د دېوان يې مرتب شوى دى. کله په پښتو اشعار وايي او کله فارسي ژبې ته هم ميل کا او استاد العلما ملا يارمحمد ته يې قرائت کا چې سهو وسقم ځنې زايل کا او د پادشاه په اشعارو کې لږ سهوه ليده سي او علما يې ټول په بلاغت او فصاحت قايل دي او سماع ته مايل.)) د نارنج قصر په اړه دا هم په تاریخی متنونو کی راغلی چی د شاه محمود هوتکی خور بی بی زینبه هم یوه شاعره او په نارنج قصر کی اوسیدل . محمد هوتک د همدې شاعری د شعر یو مهمه بیلګه مشهوره مرثیه هم په خپل اثر پټه خزانه کی ثبت او را نقل کړېده: ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا زړه مې په وير کې مبتلا سونا چې شاه محمود له ما جلا سونا دا روڼ جهان راته تورتم دى نا زړه د بېلتون په تېغ کړم دى نا هوتک غمجن په دې ماتم دى نا د پاچهى تاج مو برهم دى نا چې شاه محمود تېر له دنيا سونا قندهار واړه په ژړا سونا... د دې لیکنی په ورستې برخه کی دا ارزښت هم مهم ګڼلای سو چی ، د کندهار زوړ ښار او بیا د نارنج قصر د نادرشاه افشار د هجوم پر مهال وران او ویجاړ سو. نادر افشار د هغه زوړ ښار څنګ ته د نادر اباد په نوم د نوی ښار ګوټی د جوړولو لپاره چی د یوې نظامی کلا ډول یې درلود ،اقدام وکړ. د نادر اباد ښار ګوټی ودان نه سو او نیمه تمام پانته سو ، خود اعلیضرت احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال د نوی احمد شاهی ښار بنسټ کښیښودل سو چی د لویو دیوالونو نښی یی لا تر اوسه هم د اوسنی کندهار ښار په یو شمیر سیمو کی لیدل کیږی. پایله: د سپړنو لپاره هغه ټاټوبی لومړیتوب لری چی استثنا وی، د ډیرو پیښو اسناد را څرګند کړی، دخپل مهال ودانیز سبک برملا کړی، د زیاتو لرغونو نښو د بیلګو د پیدا کولو زمینې ولری،د میشتو وګړو هویت په پیداکولو کی مرسته وکولای سی او په دې ډول نور مالومات د څیړونکو په واک کی ورکړاتی سی.د نارنج قصر همداسی ټاټوبی دی چی یادو غوښتونو او پوښتونو ته مثبت حواب ورکولای سی. همدا لا میل دی چی په کندهار کی مو د سپړنو لومړیتوب هم د نارنج قصر ته ورکړ. هیله مو دا ده چی د هیواد د تاریخ تاریکی برخی د همدې سپړنو په وسیله را ځرګندی سی. یادونه: د منابعو یادونه د لیکنی په متن کی سویده.

د کندهار د نارنج ماڼۍ تاریخچهد یو شمیر لرغونپوهانو په وینا نارنج ماڼۍ ۲۳۴۶ کلونه مخکې د مقدوني سکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې وه چې هغه مهال یوه پوځي اډ...

افغانستان او د وريښمو تاريخي لارليکوال: ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري - د پانګه وال مجلې څخهپه دې هيله چي يوځل بيا زموږ...
02/01/2025

افغانستان او د وريښمو تاريخي لار

ليکوال: ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري - د پانګه وال مجلې څخه

په دې هيله چي يوځل بيا زموږ هيواد په سيمه او نړۍ کي وځليږي

لاري او سړکونه د بشري ټولنو او هيوادونو تر منځ دپيوستون هغه اړيکي دي چي نه يوازي د سوداګري لپاره يې موثريت څرګند دۍ بلکي د لرغونو زمانو را هيسي يې د تمدونونو ، کلتورنو او بيلا بيلو تهذيبو نو د پيژندلو او او وړلو راوړلو په چاروکي ټاکونکۍ او ګټور رول لوبولۍ دۍ . په دي هيله چي افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د پام وړ او په سيمه کي د پخوا په شان خپل ارزښتمن مقام تر لاسه کړي ، دادۍ د وريښمو تاريخي لاري څرک اخلو او ګام په ګام يې رباطونه او تم ځايونه را ياده و

په لرغوني نړۍ کي د هيوادونو تر منځ د اړيکو تامينيدل او دهغو اړيکو پايښت په زياته پيمانه د سوداګرۍ او تجارتي لارو د پرانستلو او ودي ورکولوچارو تر اغيزو لاندي پاته شويدي ، په ځانګړي توګه هغه وخت چي د سوداګرۍ لپاره بحري لاري نه کارول کيدې او يا هم د ځمکنيو لارو په انډول ډاډمني نه وي ، هغه وخت د هيوادونو تر منځ وچو ځمکنيو لارو زيات ارزښت درلود . د همدي ارزښت او د همدي لارو د زياتي ګټي اخستني پر بنسټ و چي يوشمير لارو نړيوال نوم وګاټۍ او هم يې د لاري پر سر پراته هيوادونه د شهرت لوړو پوړيو ته ورسول ، چي د وريښمو لار يې يوه ستره بيلګه ده .

د وريښمولاري هغه وخت نړيوال ارزښت تر لاسه کړ چي مقدوني تاجر (( تيتونياس )) د لومړي ځل لپاره د ختيځ او لويديځ ترمنځ د دې لاري څخه په ګه اخستلو بريالۍ شو ، نوموړي سوداګر د شام په حوزه کي د روم او چين تر منځ د د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په هيله په برايت ، سيدون ، تاير او انتيچ کي تجارتي مرکزونه پرانيستل او د همدي لاري څخه يې په ګټه اخستني سره وکړای شول چي د ختيځ او لويديځ تجارتي اړيکي تاميني کړي .

د وريښمو د لاري وده او پراختيا هغه وخت د ختيځ او لوديځ تر منځ نامتو او ډاډمنه شول چي د دي لاري پر سر پراته هيوادونه او د هغه وخت امپراتوريو د دي لاري د امنيت او ساتني چاروته پام وکړ . دا لاره چي دهند او چين څخه پيل کيدل او بيا د لرغوني افغا نستان د مهمو ستراتيژيکو او سياسي مرکزونو څخه تيريدل او تر روم پوري رسيدله ، د خپل وخت دري لويې امپراتورۍ په ختيځ کي د چيني هونانو امپراتوري په منځني اسياکي د کوشانيانو امپراتوري او په لويديځ کي د روم امپراتوري يو له بله سره پيوندکړي وې . د وريښمو تجارتي لار د وخت د امپراتورانو ترمنځ د ښو اړيکو زمينه هم برابره کړل چي د دي ډول اړيکو ښه بيلګه د روم ستر امپراتور (( تراجان : لومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه .)) او افغان کوشاني امپراتور (( ويما کدفيسيس : دلومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه )) تر منځ د دوستانه ليکونو ليږل او راليږل وه .

په ختيځ کي هندي ادويه جات او چيني وريښمين ټوکران د لويديځو هيوادونو لپاره د نورو تجارتي مالونو تر څنګ دزيات ارزښت او پاملرني وړ وه ، د سوداګرۍ دا دوه ستر توکي په هند او چين کي جوړيدل او لويديځو هيوادونو ته يې د ليږلو لار د منځنۍ اسيا او په ځانګړي توګه له لرغوني افغانستان څخه تيريدل . د وريښمو د لاري پر سر دپرتو هيوادونو تر ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ لرغونۍ افغانستان و ، له يوي خوا د افغانستان له سهيل لوري هندوستان څخه هندي ادويه جات او له بلي خوا د افغانستان له ختيځ لوري د چين وريښمين توليدات ، چي ختيځ ته بايد رسيدلي وای له افغاني خاوري څخه تيريدل ، د همدي ارزښت له مخي د کوشاني امپراتورۍ په دوران کي د پوره امن او د لارو دساتني چاروته ځانګړې پاملرنه ، هغه څرګند لاميلونه دي چي هم د ختيځي امپراتورۍ واکمنانو او هم د لويديځي امپراتورۍ واکمنانو د کوشاني امپراتور پوره درناوۍ کاوه او له کوشاني امپراتورۍ سره يې دوستي ځان ته وياړ ګاڼه .

دلرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه د کوشاني امپراتورۍ پر مهال کابل ، کندهار اوبلخ هغه دري ستر مرکزونه وه ، چي له هغو څخه به د وريښمو د لاري کاروانونه په پوره ډاډاو امن تيريدل . يوه هغه لار وه چي د هند څخه پيل کيده او د کابل څخه تر تيريدو وروسته بلخ ته رسيدله بله هغه لار چي له هند څخه پيل کيده او د کندهاره تر تيريدو وروسته به د ريښمو د لاري پر سرد کوشاني امپراتورۍ ورستۍ تمځاي خوارزم کي د وريښمو نړيوالي لاري سره يوځای کيدله . د بلخ څخه ختيځ لورته د وريښمو نړيواله لار تر پکن او حتی ختيځ چين او جاپان پوري رسيدله . دلاري په اوږدوکي نور تم ځايونه هم وه چي په تاريخي متونو کي د رباط په نوم ياد شويدي . په دي برخه کي دهغو رباطونو او يا تمځايونو يادونه کوم چي په تاريخي متونو کي ثبت او د تاريخي جغرافيه پوهانو له خوا پيژندل شوي او په ګوته شويدي .

١ _ د کابل لار : د وريښمو نړيوالي لاري يوه سهېلي لار د کابل لاري په نوم ياديږي ، دا لار چي د هند له مرکزي سيمو او په ځانګړي توګه د (( پوتالي پوترا )) څخه پيل کيده د اوسني فيروز پور ، لاهور ، راولپنډۍ ، تاکسيلا ،او دلرغوني پوراشاپورا (( پيښور )) څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل . کابل ته درسيدو بله لار هم په تاريخي متونو کي ياده شويده چي د تاکسيلا او پيښور څخه پيل شوې د چترال ، کنړ او لغمان څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د وريښمو کوتل ، بغلان او بيا بلخ ته رسيدل او هلته به د نړيوالي لاري سره يوځای کيدل .

٢ _ د کندهار لار : د غه لار چي کندهار او هند يې سره وصل کوۍ لږ تر لږه ٤٠٠ ميله واټن يې درلود .چي د پوتالي پوترا څخه پيل کيدل او د فيروز پور تر تمځای وروسته د سکر ، شکار پور ، لور لايې او کوټي تمځايونو تر تيريدو وروسته کندهار ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د لارام او فراه تر پراخو دښتو تيريدل او لرغوني هرات ته په رسيدوسره به د وريښمو نړيوالي لاري سره يوخاي کيدل . د همدي ارزښت له مخي د هندي مغولي دربار مورخ ابوالفضل علامي په خپل تاريخ کي ليکلي چي : (( خرد پژوهان باستان کابل وکندهار را دو دروازه هندوستان برشمردند ، که ازيکي بر توران وديګري بر ايران ، جهانګردان را اين دو راه سزاوار ))

٣ _ د بلخ لار : دوريښمو د نړيوالي لاري يو ستر مرګز بلخ و . د بلخ څخه ختيځ لورته غزيدلې لار تر پکن پوري رسيدل ، او په لار کي پراته رباطونه هم په تاريخي متونو کي ثبت شويدي. د وريښمو لويه لار د بلخ څخه د ختيځ په لور لومړۍ رباط فيض اباد او تر هغه وروسته چيني تاشقرغان ، يارکند ، ختن ، روشان ، ترواز ، سيرانتروس او بيا پکن ته رسيدل . د دي تر څنګ يوه بله لار هم د امو سند شمال لوري ته د روشان له سيمي د شمال په لور بيله شوي اسمبريا ، دامنا ، اوشيا ، کاشغر ، خوقند ، خجند ، تاشکند ، ګورګنج ، هخشب ، مرو ، قصر احنف او بيا لرغوني هرات ته رسيدل . خو د بلخ څخه د لويديځ په لور د رباطونو زيات څرک نه دۍ څرګند شوۍ ، په دي لار کي يوازي د ميمنې او مرورود او بيا د هرات نومونه ياد شويدي .

ښايې دا پوښتنه را پيداشي چي لرغوني افغانستان يوازي د وريښمو نړيوالي لاري پر سر د تجارتي اموالو کاروانونه بدرګه کول او که په دي هيواد کي هم داسي تجارتي متاع او محصولات وه چي د هغو په وړاندي کولو سره يې د دي نړيوالي لاري څخه ګټه تر لاسه کول ؟ دي پوښتني ته د جواب ويلو په نيت اړينه ده چي بيا هم تاريخي متونو ته پام وکړو . د دي لپاره چي د بحث داوږدوالي مخه ونيول شي دلته د بيلګو په توګه د ځينو تاريخي متونو يادونه کوم .

مخکي له هر څه د دي ټکي يادول اړين ګڼم چي د ميلادي لومړيو پيړيو په درشل کي د د افغانستان پر اوسنۍ محدوده کوشاني ستره امپراتوري واکمنه وه چي له يوي خوا يې د نړيوالو لويو امپراتوريو سره ښي اړيکي درلودې او له بلي خوا يې په خپله واکمنۍ کي ډاډمن امنيت او مصونيت تامين کړۍ و چي دي چاري د وريښمو نړيوالي لاري د ودي او پراختيا لپاره پوره زمينه برابره کړي وه. د دي بنسټيز رکن سره يوځاي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي لاسي محصولات ، کرهڼيز توليدات ، ظريفه صنايع هم د وريښمو د لاري د ودي او پراختيا سره مرسته وکړه او باالمقابل د تجارتي نړيوالي لاري شتون هم په خپل وار په هيواد کي د دننه محصولاتو دزياتوني او هڅونۍ سبب وګرځيدل .

چيني زيارت کونکۍ هيونتسنګ چي په ٦٢٩ ميلادي کال د بودايې معابدو ليدلوپه نيت افغانستان ته سفر کړي دي ، نوموړۍ د بلخ د پيداوارو په اړه ليکي : (( د بهولو يا بلهيکا ( بلخ ) و ښارته کوچنۍ راجاګريها وايې ، دغه ښار سره ددې چي پوخ جوړ شويدۍ ، وګړي يې ډير لږ دي ، خو د ځمکي پيداوار يې زيات دي .يوازي د ګلانو د ډولونو شمير يې چي اوبيز او للمي کرل کيږي ډير ګران دۍ . )) نوموړۍ د کاپيسا په اړه ليکي (( د کيا پي شي هيواد مرکز چاپيره محيط لس ليه ( يو لې د دريو ميلو سره سمون خوري ) دۍ . په دي هيواد کي هر ډول غلې دانې کرل کيږي . او دلته يوډول داسي خوش بويه بوټۍ شته چي د ( يوکين ) په نوم يې يادوي . او دي هيواد ته د ډيرو هيوادونو څخه تجارتي شيان را ځي او نوروهيوادونو ته تجارتي شيان ځي )) او د ننګر هار په اړه ليکي (( د ناکي لوهو ( ننګرهار ) سيمه د غلو دانو له پلوه ډيره شتمنه ده او په زياته اندازه ميوي او ګلان پکي شته او کرل کيږي . ))

د لرغوني افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته يوازي کرهڼيز محصولات نه ليږل کيده بلکي لاسي صنايع ، قيمتي کاڼي ، او دوايې بوټي او داسي نور سوداګريز توکي هم په زياته پيمانه د سوداګرانو په وسيله ليږل کيدل ، د بيلګي په توګه د لاجوردو کاڼي يادولای شو ، په دي اړه جاپاني لرغونپوه ماوريز يوتوزي په خپله څيړنيزه مقاله کي ليکي (( په مصر کي لرغونپوهانو داسي کاڼي د بيلابيلو فرغوني قبرونو څخه تر لاسه کړل چي له افغانستان څخه دري زره کاله پخوا تر ميلاد د تجارتي متاع په توګه وړل شوي وه . د دي کاڼو شمير د ١٠٩ قبرونو څخه تر ٥٠٠ زيات لاجوردي کاڼي او غمي تر لاسه شويدي . ))علامه حبيبي د ابن اثير په حواله ليکي چي د لرغوني مصر د تجارتي توکو له جملې څخه يو اساسي قلم د هرات منسوجات او ، او بدل شوي او توليد شوي ټوکران وه . د بلخ تاريخي جغرافيا ليکوال د نورو تجارتي شيانو تر څنګ د اسونو هغه تانګونه هم يادوي چي د بلخ په زندان کي د محبوسينو له خوا جوړيدل او بيا به د تجارتي متاع په توګه لويو بازارونو ته وړل کيده .و په دي ترتيب نور لاسي صنايع او کورني توليدات د نورو هيوادونو تاجرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ توکي ګڼل کيده او دهغو د لاس ته راوړلو لپاره به يې د وريښمو نړيواله لاره په پرله پسې توګه کارول



د افغاني لاجوردو بيلګي چي دلرغونو سوداګرو د پام وړ ګرځيدل

د يادشيو مطالبو څخه يوي بلي پوښتني ته هم لاره پيداکيږي چي اياداسي شواهد او اسناد شته چي په لرغونو زمانو کي دا تجارت او سوداګري د بيلا بيلو هيوادونو تر منځ تر سره شويده ؟ دي پوښتني ته هم لنډ جواب هو دۍ . د دي لپاره چي د دي هو ويلو اسناد وړاندي شي اړينه ده چي په لنډه توګه دلرغونپوهانو له خوا دهغو څيړنو يادونه وکړو چي د همدې هو ويلو د ثبوت سره مرسته کولای شي . د جاپان د تاداجي په موزيم کي د اوښ يوه مجسمه شته داسي بريښي چي د بودايې مذهب پيروان يې د سفر لپاره کاروي ، دا هغه مجسمه ګڼل شويده چي په پنځمه ميلادي پيړۍ کي جاپان ته رسيدلې ده . د دي مجسمي د جوړيدو ټاټوبۍ افغانستان ګڼل شوۍ چي لومړي له افغانستان څخه چين اوبيا جاپان ته رسيدلې ده . د دي تر څنګ د ساز وهلو يوه وسيله چي دوتاره (دنبوره ) نوميږي هم د همدي مجسمې سره يوځای جاپان ته رسيدلې ده . او دلاجوردو کاڼي هم د ختيځ او هم د لويديځ په لوري د تجارتي متاع په توګه وړل شويدي ، چي وړاندي مو دهغو يادونه وکړل .
د پايلي په توګه د يادوني ده چي افغانستان د خپل جغرافيايې موقعيت پر بنسټ د منځني اسيا تر ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ ګڼل شويدۍ . خو د دي مقعيت ارزښت هغه وخت لا زيات شوۍ چي د ميشتو اولسونو په مرسته ، د ځواکمن او پياوړۍ دولت تر واکمنۍ لاندي راغلۍ دۍ . د تاريخ پاڼي دا مطلب بيله شکه تائېده وي چي په افغانستان کي سياسي ثبات اوپياوړې اولسي واکمني د سيمي او نړۍ لپاره د سولي او ډاډمني ودي هميشنۍ پيغام لرلۍ دۍ .

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salaam Farhangi Tolana - سلام فرهنګي ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization?

Share