Amin Lala Welfare Foundation امین لالاخیریه بنسټ

Amin Lala Welfare Foundation امین لالاخیریه بنسټ خپلو بې وسه، کونډو، یتیمانو او اړمنو هیوادوالو ته خدمت کوو.

08/24/2024
03/30/2023

سلامونه د بې وزله او لاچاره ولس خویندو، ورونو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
د روانو تعلیمي او تحصیلي ستونزو له کبله په هیواد کي دننه د ټولو خویندو د راتلونکي لپاره غمجن یو. یوه تعلیم یافته ښځه د ځان سره سره ووه نسله روزي. د هیواد راتلونکي ته فکرمند یم.
انشاءالله هر څه به سم شي، لږه حوصیله وکړۍ. لږ وخت ته انتظار وکړۍ. دا څه الهي فرمان نه دی چي ټول ورته په ژړا او خفګان یو. یو ښه او مثبت راتلونکې دی. لږ د صبر او استقامت څخه کار واخلۍ.
زمونږ د بنسټ لخواه د دغه غریب او بې وزله ولس د خدمت فعالیتونه هم د یو څه وخت لپاره د تخنیکي ستونزو او مشکلاتو له امله ځنډؤل شوي دي او ډیر ژر به بیرته خپلو خلکو ته لاس په خدمت شو.
ستاسو د دعاګانو په هیله
امین لالا خیریه بنسټ

10/19/2022
سلامونه او پښتنه مينه!په دې انځور کې تاسې زما ترڅنګ سليمان وينئ، دا هغه تنکى ځوان دى چې دکورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده مګر...
10/17/2022

سلامونه او پښتنه مينه!
په دې انځور کې تاسې زما ترڅنګ سليمان وينئ، دا هغه تنکى ځوان دى چې دکورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده مګر بدمرغه جګړې ترې دسترګو نظر اخيستى دى.
مونږ ورسره يو څه موده وړاندې په دې هيله خپرونه کړې وه؛ تر څو د دغه لوى نعمت(نظر) په بيرته راتګ کې ورسره زموږ درانه او بااحساسه ورونه مرسته وکړي نو په دې اساس له دوبۍ څخه يو بااحساسه ورور چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د دې ورور د علاج لپاره مرسته کړې وه او ويل يې چې هرڅومره مصرف پرې راځي ذه ورته تيار يم ترڅو دغه ځوان په خپلو کشرانو ورونو تعليم وکړي او دخپلې کورنۍ د سرپرستۍ جوګه شي ځکه چې دکورنۍ اقتصادي حالت يې ډېر خراب دى.
الله ﷻدې ددغه ورور اخلاص قبول کړي او اللهﷻ دې په دنيا او آخرت کې اجرونه ورکړي.
دسليمان سره مو ورځ په منډو ترړو تيره کړه هيله مو دا وه چې د دې ارمانجن ځوان دغه يوازينى ارمان به پوره شي مګر دډاکټر صيب په دې خبره چې ددې رغيدل ناممکن دي، زړه مې ډير دردمن شو الله ﷻدې سليمان ته صبر ورکړي اوخداي دې دداسې مجبورۍ نه ټول مسلمانان وساتې.
دغه سخت ژوند دې ځوان ته چې ټول عمر به بل ته اړمن وي ور په غاړه شو اللهﷻ دې ورته اسانه کړي.
نوټ:د(ډاکټر صيب همايون "چهارديوال" او ډاکټر صيب عبدالبصیر "صافي")څخه يوه نړۍ مننه چې په زغرده يي دخدمت ټټر وواهه، اللهﷻ دې يې دولس دخدمت لپاره ژوندي لري.

09/29/2022

قدرمنو!
ستاسو لږه او ناچيزه مرسته د جلال الدین کاکا ژوند بدلولې شي، نو هيله ده د داسې بېوزله او ناچاره هيوادوالو لاسنيوی وکړئ.
ستاسو د مرستې په هېله:
موږ سره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسئ:
Whats app+93784630004
Whats app+13147283186

09/24/2022

ياالله په مونږ رحم وکړې!
پدې کورنۍ کې د پنځه کالو راهیسې دمور په نوم ښکلې نعمت شتون نه لري، او د معيوبو بچو پالنه او روزنه يو بېوسه او ناروغ پلار ته ورپاتې ده.
د نوموړي د سترګو اوښکې ډير سه بيانوي.
امين لالا خيريه بنسټ به تل د خپلو بېوزله هيوادوالو ستونزې او مشکلات تر تاسو رسوي.
قدرمنو!
ستاسو لږه او ناچيزه مرسته د يو بيوزله هيوادوال ژوند بدلولې شي، نو هيله ده د داسې بېوزله او ناچاره خلکو لاسنيوی وکړئ.
موږ سره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسئ:
Whats app+93784630004
Whats app+13147283186

09/23/2022

زړه دردونکې حالت:
د دې کورنۍ سرپرستي يو کوچني ماشوم ته ورترغاړې ده، ولې چې مشر او ځوان ورور يې د حالاتو د جبر له امله دواړه سترګې له لاسه ورکړي، دغه ځوان سلیمان نوميږي، نوموړې وايي د طبعيت د ټولو ښکلاو څخه محروم يم، او يواځينې ارمان مې دا دی چې سترګې مې بينا او د خپلې کورنۍ او کوچنيو ورونو لپاره د بوج پر ځاې ملاتړې جوړ شم.
د يادونې وړ ده چې د سلیمان د سترګو درملنه شونې ده، خو فقر او غربت يې په مخکې خنډ جوړ کړی.
سليمان ستاسې مرستې ته اړتیا لري.
قدرمنو!
ستاسو لږه او ناچيزه مرسته د يو بيوزله هيوادوال ژوند بدلولې شي، نو هيله ده د داسې بيوزله او ناچاره خلکو لاسنيوې وکړئ.
ستاسو د مرستې په هېله:
یوټیوب لنک:
https://youtu.be/KryKFWKeblY
موږ سره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسئ:
Whats app+93784630004
Whats app+13147283186

Address

St. Louis, MO

Telephone

+13147283186

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Amin Lala Welfare Foundation امین لالاخیریه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Amin Lala Welfare Foundation امین لالاخیریه بنسټ:

Share