Jahani Foundation

Call Website Contact the organization

Jahani Foundation Jahani Foundation is a nonprofit cultural and literary organization based in Virginia, USA

د عبدالباري جهاني د "فتوا او تصوف" څېړنیز کتاب مخکتنه وسوه د روان ۲۰۲۴ مېلادي کال د نومبر پر ۲۳مه، شاوخوا سلو تنو افغانو...
11/24/2024

د عبدالباري جهاني د "فتوا او تصوف" څېړنیز کتاب مخکتنه وسوه

د روان ۲۰۲۴ مېلادي کال د نومبر پر ۲۳مه، شاوخوا سلو تنو افغانو منورینو واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ویرجینیا په لیالي کیفې کي د ښاغلي عبدالباري جهاني د دیني څېړنیز کتاب، "فتوا او تصوف: ملګري که مخالف" مخکتنه وکړه.

د مخکتني په دغه غونډه کي چي د جهاني بنسټ لخوا د منزې شهید په کوربه توب جوړه سوې وه، په پیل کي لیکوالي او خبریالي شهناز نفیس، پوهاند استاد لال پاچا ازمون، د ډېوې راډیو مشر او ژورنالیست نفیس ټکر، او د افغانستان د متحدي جبهې مشر ډګرجنرال سمیع سادات خبري وکړې او د کتاب پر منځپانګه یې خپل نظرونه وړاندي کړل.

ویناوالو په پښتو ژبه د اسلامي تاریخ د فتواوو ددغو څېړنو او د افغانستان د اوسنیو شرایطو سره د تړاو له امله د ښاغلي جهاني زیار وستایه او ټینګار یې وکړ چي ددغه کتاب مهم پیغامونه تر عامو خلکو ورسېږي تر څو د دین او مذهب په نامه یې افراطي ډلي حقونه تلف نه کړي.

د غونډي په دوهمه برخه کي ښاغلي جهاني د خپل دغه اثر د منځپانګي غورچاڼ وړاندي کړ. نوموړي وویل چي اسلامي فتواوي په تاریخي توګه د واک او ځواک لپاره کارول سوي او د مسلمانانو د وېشلو او ځپل کېدلو لامل سویدي. د ښاغلي جهاني په خبره، د تصوف ډېري کړني د اسلام له اړخه شرک بلل کېدلای سي خو ملایان یې په اړه غلي دي مګر همدا ملایان د پرمختګ د نظریو په وړاندي درېدلي او فتواوي یې صادري کړیدي. هغه وویل چي د همدې وضاحت لپاره یې وغوښتل چي په پښتو ژبه د عامو وګړو لپاره دا موضوع روښانه کړي تر څو دین د ملا له انحصاره وباسي. د نوموړي په خبره، د اسلام دین ته تر بل هر چا ملایانو ډېر زیان رسولی دی.

د غونډي په درېیمه برخه کي هارون حکیمي د کتاب د منځپانګي په اړه بحث پیل کړ او دغه راز، ښاغلي جهاني د ګډونوالو پوښتني ځواب کړې.

د غونډي په پای کي د جهاني بنسټ مشر نسیم پښتون شریفي د ګډونوالو د حضور او ویناوالو د همکارۍ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چي د خپل بنسټ او دغه راز لیالي کیفې له لوري به د دا ډول ناستو لړۍ روانه ساتي.

غونډه د ګڼو کلتوري او هنري شخصیتونو په لیدنو او عصريې ماښام مهال پای ته ورسېده.

د ښاغلي عبدالباري جهاني دیني څېړنیز اثر"فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف" چاپ او خپور سو د مطرح څېړونکي او مورخ ښاغلي عبدالب...
10/09/2024

د ښاغلي عبدالباري جهاني دیني څېړنیز اثر"فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف" چاپ او خپور سو

د مطرح څېړونکي او مورخ ښاغلي عبدالباري جهاني د دیني او مذهبي څېړنو دا اثر چي د شاوخوا څوارلسو پېړیو اسلامي تاریخ پر فتواوو د څېړني او اختلافاتو د ارزوني پر موضوعاتو په شپږویشتو فصلونو کي لیکل سوی دی، په ۳۵۱ پاڼو کي چاپ سوی دی.

"فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف" د زرو ټوکو په شمېر، په سویلي پښتونخوا کي چاپ سوی او د چاپي بڼي ترڅنګ یې انټرنیټي بڼه هم پر لیکه سوې چي لوستونکي یې د نړۍ په هره سیمه کي په ښه کیفیت ترلاسه کولای سي.

د کتاب منځپانګه د اسلام د ظهور څخه نیولې بیا پر افغانستان د اوسنیو واکمنو ملایانو تر فتواوو کره کتنه ده چي تر ډېره پر اسلامي دیني متونو، آیاتونو، حدیثونو، تفسیرونو او تاریخي حوالو تکیه کوي.

په دغه اثر کي ډېري هغه پوښتني ځواب سوي چي افغانان یې د اسلام په نامه د وسله والو ډلو د سیاسي کړنو په اړه په ذهنونو کي لري. تمه کېږي چي دغه اثر به د ټولني په ذهنيت جوړونه کي مهمه ونډه ولري.

د کتاب دوهمه برخه د فتوا او دیني اصولو او دغه راز تصوف اړیکو ته ځانګړې سوې ده چي د بېلګو په توګه د پښتو شاعرۍ د صوفیانه شهکارونو او پر اسلامي تصوف د هندي مذهب اغېزې هم پکي څېړل سویدي.

جهاني بنسټ په پام کي لري چي د "فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف" د منځپانګي د بحث په موخه په نږدې راتلونکي کي په ویرجینیا کي ددغه اثر د مخکتني غونډه وکړي.

که غواړئ دغه اثر د انټرنیټ د لاري وپېرئ، د لاندي لینک په وسیله یې موندلای سئ.
https://www.lulu.com/shop/عبدالباري-جهاني/فتوا-او-تصوف/paperback/product-rm8j97e.html?q=جهاني&page=1&pageSize=4

09/25/2024

د رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د امریکا پلازمېني ته څېرمه، په ویرجینیا ایالت کي، شاوخوا سلو تنو علمي او فرهنګي شخصیتونو غونډه وکړه.په دغه غونډه کي د پښتو ژبي ...

په امریکا کي د غروب اثر مخکتنه او د جهاني بنسټ پرانستنه وسوهد رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د امریکا پلازمېني ته څېرمه، په...
09/23/2024

په امریکا کي د غروب اثر مخکتنه او د جهاني بنسټ پرانستنه وسوه

د رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د امریکا پلازمېني ته څېرمه، په ویرجینیا ایالت کي، شاوخوا سلو تنو علمي او فرهنګي شخصیتونو غونډه وکړه.

په دغه غونډه کي د پښتو ژبي د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ، عبدالباري جهاني د دوولسمي شعري ټولګي، غروب، پر منځپانګه، د ښاغلي جهاني پر څه باندي نیمه پېړۍ ادبي هلوځلو او دغه راز د نوموړي د علمي کار پر لا خپرېدو خبري وسوې.

د هارون حکیمي په کوربه توب، د غونډي په لومړۍ برخه کي ښاغلي نجیب ننګیال، د Tek School استازي ښاغلي رفیع بهروزیان، ښاغلي استاد لال پاچا ازمون او ښاغلي خالد هادي د غونډي پر موخو، د ښاغلي جهاني پر ادبي او علمي خدمتونو او درناوي تمرکز وکړ.

ویناوالو دغه راز، د لسګونو فرهنګي او هنري شخصیتونو په نوښت د جهاني بنسټ د چارو د پیل خبره وکړه چي تازه یې په امریکا کي د فعالیت رسمي جواز اخیستی دی.

شاعري او نومیالۍ سندرغاړې شاپېرۍ نغمي په یوه مفصل ویډیويي پیغام کي د ښاغلي جهاني شاعري د خپل ځان او خپل ولس استازې شاعري وبلله او د یو شمېر شعرونو په زمزمه کولو یې چمتوالی وښود چي د جهاني بنسټ په هنري چارو کي به هراړخیزه ونډه اخلي.

په دوهمه برخه کي ښاغلي جهاني د غروب ټولګي څخه یو شمېر غزلي، کیسه ییز نظمونه او څلوریزي دکلمه کړې چي د ګډونوالو په ګرمو ولولو یې هرکلی وسو.

د غونډي په درېیمه برخه کي د غونډي ګډونوالو د ښاغلي جهاني څخه د نوموړي د شاعرۍ، شعري سمبولونو، فکري او تخیلي لارو لیکو په اړه پوښتني وکړې او یو پرانستی بحث ترسره سو.

د غونډي په پای کي، افغان ډیپلوماټ او د جهاني بنسټ مشر، نسیم پښتون شریفي، د پروګرام د ګډون کوونکو څخه د منني په څرګندولو ژمنه وکړه چي د جهاني بنسټ تر چتر لاندي به د ښاغلي جهاني د علمي زیار د ملاتړ او د افغانستان د کلتوري مناسبتونو د پاللو هڅي کوي.

نوموړي هیله وښوده چي د نړۍ په هره برخه کي مېشت افغانان ددغه بنسټ سره په یوځای کېدلو د افغانستان د کلتوري او هنري میرات په ساتلو کي ونډه واخلي.

د امریکا د بېلابېلو ایالتونو څخه د راغلو مېلمنو په ګډون دغه غونډه د Tek School په تالار کي تر څه باندي درې ساعته بهیر وروسته ماښام مهال پای ته ورسېده.

غروب شعري ټولګه د اوډون تر یو لړ سمونو وروسته ددغه لینک د لاري په نوې بڼه ستاسي سره شریکېږي.د نړۍ په هرځای کي چي یاست کو...
08/26/2024

غروب شعري ټولګه د اوډون تر یو لړ سمونو وروسته ددغه لینک د لاري په نوې بڼه ستاسي سره شریکېږي.
د نړۍ په هرځای کي چي یاست کولای سئ په چاپي بڼه یې ترلاسه کړئ.

https://www.lulu.com/shop/عبدالباري-جهاني/غروب/paperback/product-w4vwdgd.html?q=جهاني&page=1&pageSize=4

د Hikmat Sorosh Art څخه مننه چي دغه اسانتیا یې رامنځ ته کړه.

د کتاب له مقدمې څخه: زما شعرونه معمولاً د وخت انعکاس وي، که مي د دې مجموعې او نورو پخوانیو مجموعو تر منځ کوم توپیر موجود وي، نو هغه به د موضوعاتو په خاطر وي، د دې مجموعې...

غروب؛ د ښاغلي جهاني دوولسمه شعري ټولګه چاپ سوه د غروب په نامه د پښتو د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني په دغه اثر کي څه بان...
08/09/2024

غروب؛ د ښاغلي جهاني دوولسمه شعري ټولګه چاپ سوه
د غروب په نامه د پښتو د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني په دغه اثر کي څه باندي سل غزلونه، تر سلو زیات کیسه ییز او آزاد نظمونه او په لسګونو څلوریزي په ۳۸۶ پاڼو کي چاپ سویدي.
د زرو ټوکو په شمېر دا اثر په سویلي پښتونخوا (کوټه) کي ځلاند صحاف خپرندويي ټولني چاپ کړی چي په وینا یې تر لوستونکو پوري به یې د نړۍ هر ګوټ ته د رسولو هڅه کوي.
د کتاب پیل پر خپله شاعري د ښاغلي جهاني د تبصري څخه کېږي چي د څه باندي نیمي پېړۍ شاعرۍ اړوند یې یو شمېر ناویلي خبري مطرح کړیدي او ورپسې ۱۵۲ سرلیکه پنځوني راغلي دي. د غروب پنځوني د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال تر لومړیو میاشتو پوري د څه باندي درو کلونو شعرونه دي.
ښاغلي جهاني دا اثر خپلي مېرمني او زامنو ته ډالۍ کړی دی. د کتاب د چاپ مالي لګښت حاجي غلام نبي دوست پر غاړه اخیستی دی.
په پام کي ده چي د آګسټ په میاشت کي د امریکا په ویرجینیا ایالت کي ددغه اثر د مخکتني غونډه هم وسي. د یادوني وړ ده چي د غروب په چاپېدو د ښاغلي جهاني د چاپ اثارو شمېر ۳۳ ته ورسېد. څلور نور څېړنیز آثار یې د چاپ انتظار کوي.

Address

12382 Huntersgrove Road
Manassas, VA
20112

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Jahani Foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to Jahani Foundation:

Shortcuts

Share