19/03/2026
په سویډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز محترمو غړو!
په هېواد دننه او بهر مېشتو افغانانو!
تاسو او درنو کورنیو ته مو د نېکمرغه کوچني اختر او نوي لمریز کال مبارکي وایو!
روژې، لمونځونه، صدقې او عبادتونه مو د الله تعالی په دربار کې قبول شه.
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، زموږ په ګران هېواد کې د ظالم او بېرحمه دښمن د ناحقه تېري په پایله کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال بېکوره، ټپیان او شهیدان شوي دي، او دا لړۍ لا هم دوام لري. موږ د تکلیف او غم په دې حساس وخت کې د خپلو دردیدلو او غمځپلو هېوادوالو په درد او غم کې ځانونه شریک بولو.
ټپیانو ته د الله تعالی له دربار څخه عاجله شفا او شهیدانو ته د جنت فردوس دعا کوو.
د خپل هېواد او هېوادوالو سره د ملي او ایماني مسؤولیت له مخې، موږ دا ځل د اختریز لوی پروګرام څخه صرف نظر کړی، خو په عین وخت کې د افغاني او کلتوري فریضو د پوره کولو په موخه، په خپلو کې د لیدو، د نظریاتو د تبادلې او مشورو لپاره مو د ټولنې په لوکال کې د ښځو او نارینه وو لپاره د جلا ناستو پلان نیولی دی، چې د اختر او نوي کال د لمانځنې ترڅنګ به په ځینو مهمو موضوعاتو هم بحث وشي.
د ټولنې د ښځو لپاره ناسته:
د مارچ په ۲۷مه، د ماښام په پينځه نيمو ۱۷:۳۰ بجو
د اختر او نوي کال د لمانځلو تر څنګ به ښځې په بهر کې د افغانو مېرمنو پر ورپېښو ستونزو او ننګونو، د حل لارو پر وړاندې کولو، او د ټولنې په چوکاټ کې د ښځو د فعالیتونو پر پلان جوړونې بحث وکړي.
د نارینه غړو لپاره ناسته:
د شنبې په ورځ، د مارچ په ۲۸مه نېټه
د ټولنې غړي کولی شي له ځان سره چای، کېک او کلچې راوړي.
په درنښت
د ټولنې مشرتابه جرګه
د ټولنې لوکال:
Falkmansgatan 1, Lorensborg