پښتو ادبي فورم،پېښور

پښتو ادبي فورم،پېښور اخلاص،ادب،خدمت

د ډاکټر طارق آزاد تاريخ نوشهرهپه څلور سوه شلو مخونو او يو سل اتۀ اتيا عنوانونو مشتمل د نوښار سره تعلق لرونکي عالم ،فاضل ...
16/07/2026

د ډاکټر طارق آزاد تاريخ نوشهره
په څلور سوه شلو مخونو او يو سل اتۀ اتيا عنوانونو مشتمل د نوښار
سره تعلق لرونکي عالم ،فاضل او محقق ډاکټر محمد طارق آزاد دا کتاب محض د نوښار تاريخ نه،بلکې علمي،ادبي،سياسي،مذهبي او سماجي شخصيات،مقامات،قبيلې،شجرې،کلي،او تحريکونه هم سپړي،تجزيه کوي او مستندې حوالی راوړي.د تاريخ ليکلو عمل حتمي او آخري نۀ وي بلکه د نويو معلوماتو په بنياد بيا بيا ليکلے کېږي او تازه کېږي.د فاضل محقق ډاکټر آزاد اختصاص دا دے چې کۀ يو اړخ ته د درس نظامي شرقي علومو کښې تبحر او سند لري نو بل اړخ ته د غربي علومو د پوسټ ډاکټرېټ مستند سند هم لري.د دوي دا علمي کوشش د ځائي تاريخ سردوباره د ليکلو يو منظم او مرتب کوشش دے.په کار ده چې دا کتاب ستاسو د کتب خانو ښايست شي.


د پښتو ادبي فورم پيښور اوولسمه غونډهداودجان مومندد جمعې په ورځ د جولائي په دريمه نيټه ٢٠٢٦ ماسپښين درې بجې د پښتو ادبي ف...
13/07/2026

د پښتو ادبي فورم پيښور اوولسمه غونډه
داودجان مومند
د جمعې په ورځ د جولائي په دريمه نيټه ٢٠٢٦ ماسپښين درې بجې د پښتو ادبي فورم پيښور خيبرپښتونخوا يوه خصوصي غونډه د فرهاد محمد غالب ترين په صدارت کښې ترسره شوه. د غونډې مشر ميلمه روښان يوسفزے ؤ او اعزازي ميلمه دهزارې بټګرام نه راغلے ميلمه ډاکټر قمر صحرائي وو. د نظامت چارې ګل محمد بيتاب ترسره کړې. د غونډې باقاعده اغاز د تلاوت کلام پاک نه ګل محمد بيتاب وکړو. ددې غونډې يو څو ځانګړتيا دا وې چې يو خو د جون په مياشت کښې د پښتو ادبي فورم پيښور درې کاله پوره شوي وو خو د محرم الحرام په وجه دغه غونډه د جولائي مياشتې ته راواړولې شوه. بله دا چې نوموړي ليکوال ولي خان خاکسار چا چې د نوښار ضلعې په سرکاري او شخصي سکولونوکښې پښتو د لازمي مضمون په طور شروع کولو دپاره کومې هلې ځلې کړي دي او په دې اړه ئې د نوښار ضلعې انتظاميې او تعليمي چارواکو سره خبرې کړي دي د هغې په نتيجه کښې ئې بيا دغه ضلعي چارواکو د پښتو لازمي مضمون شروع کولو حکم نامې هم جاري کړې. د ولي خان خاکسار په دې هلوځلو ددۀ اعتراف او درناوے هم دغونډې په ايجنډا کښې شامل وو.
د غونډې صدر فرهاد محمد غالب ترين ، روښان يوسفزے، ډاکټر قمر صحرائي، ګل محمد بيتاب، رشيداحمد او سيدالامين احسن د اعزاز او درناوي په خاطر ولي خان خاکسار ته لونګۍ په سره کړه او دوي ته ئې د پښتو ادبي فورم له خوا اعزازي شيلډ هم ورکړو. په غونډه کښې ناستو ټولو کسانو ولي خان خاکسار ته د پښتو ژبې د مضمون دپاره په اعلي کوششونو باندې مبارکي ورکړه او د دوي مننه ئې وکړه.
د پښتو ادبي فورم درې کليزه خوشحالي نمانځل هم دفورم په ا يجنډا کښې شامل وو. په دغه خوشحالۍ کښې د پښتو ادبي فورم غړى سيد جاويد اقبال ګيلاني د سالګرې کيک پريکړو. په دې مهال ټولو شريکو شخصياتو يو بل ته مبارکي ورکړه . د پښتو ادبي فورم پيښور د تيرو غونډو تفصيل او کارکردګۍ باندې داودجان مومند رڼا واچوله. دۀ ووئيل چې دا زمونږ اوولسمه غونډه ده او تر دې مهاله مونږ د ٤١ شخصياتو په درناوي کښې غونډې کړي دي. ګل محمد بيتاب ، سيدالامين احسن د ولي خان خاکسار په باره کښې د تاثراتو اورولو دپاره بلنه ورکړه په دې مهال سيدالامين احسن ووئيل چې د ټولو نه اول خو زۀ او د فورم ملګري په شريکه باندې ولي خان خاکسارته په دومره غوره خدمت کولو باندې مبارکي ورکوو. دۀ ووئيل چې ولي خان خاکسار سره زما د ادب رشته هم ده او بله دا چې زما ماما هم دے. نو دا دوه رشتې زما او ددۀ ترمينځه دي. سيدالامين احسن په خپلو تاثراتو کښې دا خبره هم واضحه کړه چې ولي خان خاکسار له دا ايوارډ ورکول د پښتو ادبي فورم پيښور دغړو خپله فيصله وه او زۀ ددې نه ناخبره وم. ماته هله پته ولګيده کله چې بيتاب صيب ماته ووئيل چې د ولي خان خاکسار په درناوي کښې به فورم په ٣ جولائي يوه غونډه کوي او تاسو هغه ته خبر ورکړئ چې بيا دغه غونډې ته راشي. سيدالامين احسن ووئيل چې ولي خان خاکسار شاعري هم کوي او د: خاکسار فکرونه : په نوم ئې يوه شعري مجموعه هم چاپ ده. د مرکزي ادبي جرګې نوښار ، د خويشګي ادبي ټولنې او دملک شيرعلي خان بابا اود ميرحسن اخون بابا غوندې مشرانو د تربيت اثر ددۀ په شخصيتت پريوتے دے. دغه وجه ده چې د اوياؤ کالوپه عمر کښې هم خپلې ادبي هلې ځلې جاري ساتي په تيره تيره تنظيمي امورو کښې ډيره خوښي څرګندوي او پوهه هم په دې بابله لري. په ضلع نوښار کښې سرکاري سکولونوسره سره په شخصي سکولونو کښې د پښتو مضمون د لازمي مضمون په طور باندې چې کومې هلې ځلې ولي خان خاکسار کړي دي دا ددۀ يوه ځانګړې کارنامه ده. دضلعي تعليمي چارواکو سره هم وخت په وخت ميلاو شوے دے او دغه شان دضلعي انتظاميې چارواکو سره ئې هم وخت په وخت دا خبره کړې ده او هله قلار شو چې د پښتو مضمون د جاري کولو دپاره ئې دغه چارواکونه حکم نامې ترلاسه کړې. سيدالامين احسن د خپلو مختصرو تاثراتو وړاندې کولونه پس يوځلې بيا ولي خان خاکسار ته مبارکي ورکړه او وې وئيل چې ددۀ دښۀ صحت دپاره دعاګو يم چې هم دغسې د ژبې اوادب خدمت جاري وساتي.
د فورم په ايجنډا کښې دا خبره هم شامله وه چې د پښتو ادبي فورم پيښور درې کاله پوره شوي دي خو دفورم د پرمختګ دپاره څه تجويزونه ه اخستل غواړي چې پښتو ادبي فورم پيښور نورهم څه غوره کارونه وکړي چې د ژبې او ادب خدمت په صحيح طريقه وشي. په دې اړه باندې ګل محمد بيتاب غونډې ته د تجويزونو وړاندې کولو دپاره ووئيل . په دې مهال سيد الامين احسن ووئيل چې تراوسه پورې د فورم په اجلاسونو کښې چې څومره مقالې وړاندې شوي دي نو زما تجويز دا دے چې دغه مقالې په کتابي شکل کښې چاپ شي چې ددې نه څوک ا ستفاده وکړي اودا محفوظې شي. رشيداحمد ووئيل چې دمقالو په کتابي شکل کښې چاپ کول خو يوه غوره قدم دے او ښۀ خبره ده چې دا چاپ شي خو مونږ به خپل وس ته ګورو چې دفورم ملګروباندې بوج جوړ نۀ شي. روښان يوسفزي په خپلو خبرو کښې ووئيل چې زۀ خو دټولو نه اول ولي خان خاکسار ته مبارکي ورکوم چې د پښتو ادبي فورم له اړخه په ايوارډ ونمانځلے شو. دۀ ووئيل چې پښتو ادبي فورم پيښور دا يو غوره قدم پورته کړو چې ولي خان خاکسار ته ئې په نوښار ضلع کښې د پښتو مضمون په سکولونوکښې جاري کولو باندې دۀ ته درناوے ورکړو. دۀ ووئيل پکار ده چې نور ادبي تنظيمونه هم داسې وکړي او ولي خان خاکسار ته درناوے ورکړي. روښان يوسفزي ووئيل چې زۀ د سيدالامين احسن دخبرې تائيد کوم او پښتو ادبي فورم پيښور ته دا تجويز ورکوم چې کۀ د خپلو تيرو شوو اجلاسونو مقالې او رودادونه د چاپ په کالو ښائسته کړي نو دا به غوره وي. دۀ ووئيل چې مونږ به پخوا د ((مرکه مردان ))په نوم يوه درې مياشتيزه رساله چاپ کوله او ددې د پاره دموادو اعلان به مو دمخکښې نه کولو چې راروانه ګڼه به د مثال په توګه خاکه نمبر وي او ملګري دې خپل مواد په خاکه وليکي نو کۀ داسې سلسله پښتو ادبي فورم پيښور شروع کړي نو ښۀ ګام به وي. اياز الله ترکزي ووئيل چې زۀ دسيدالامين احسن او د روښان يوسفزي دخبرې تائيد کوم چې د پښتو ادبي فورم دغه مقالې دې چاپ شي.اياز الله ترکزي دا هم ووئيل چې کۀ فورم داصنافو په لحاظ سره لکه دغوره افسانو په ټولګه، ناول او دغه شان نورو کتابونو باندې ايوارډونه ورکول شروع کړي نو دابه هم غوره وي.
ګل محمد بيتاب ووئيل چې پښتو ادبي فورم پيښور څه ايوارډونه په کتابونو هم ورکړي دي او داسلسله دفورم دپاره نوې نۀ ده. دۀ ووئيل چې مونږ ابراهيم رومان، حاجي اطلس ګل اطلس، عبدالقدوس عاصم، بريال يوسفزي،ډاکټرعبدالله جان عابد، سيدالامين احسن،حاجى اسلم خان ،لائق زاده لائق او ځينې نوروته په کتابونو باندې ايوارډونه ورکړي دي. رشيد احمد ووئيل چې فورم خو په کتابونو ايوارډونه ورکړي دي خو په دې کښې د يو ليکوال دکتاب د بل ليکوال د کتاب سره څه مقابله نۀ وه او دا ايوارډ ئې دې ليکوالوته ددوي دښۀ کتابونو ليکلو په بنباد ورکړي دي خو چې کله د ليکوال دکتاب د يوبل سره د مقابلې خبره راشي نو دا بيا د خفګان سبب جوړ شي ځکه چې يو به وائي چې ولي زما دافسانو دغه کتاب ښۀ نۀ وو چې دې بل د افسانو مجموعې ته ئې ايوارډ ورکړو.
دۀ ووئيل چې هرچاته خپل کتاب ښۀ ښکاري او د انعام جوګه ئې ګڼي. داودجان مومند ووئيل چې مونږ د غونډې نه تجويزونه واخستل او په دې اړه ملګرو خپل خپل تجويزونه وړاندې کړل خوبيا وروستو به دفورم ملګري په دې تجويزونو باندې خپلو کښې صلاح کوي. سيدجاويد اقبال ګيلاني ،صاحبزاده محمد اقبال او اطلس ګل اطلس ووئيل چې بلکل زمونږ دملګرو تجويزونو سره اتفاق دے او کوشش به دا کوو چې فورم نور مخ په وړاندې بوځو. ډاکټر قمر صحرائي ووئيل چې زما تجويز هم دا دے چې دفورم مقالې دې په کتابي صورت کښې چاپ شي او يوه رساله دې دفورم لخوا شروع کړے شي.
سلطان ټکر خپل تجويز داسې وړاندې کړو چې پښتو ادبي فورم پيښور له پکار دي چې زنانه ليکوالو ته هم نمائندګي ورکړي او دوي ته هم ايوارډونه او درناوے ورکړي. ګل محمد بيتاب ووئيل چې د تجويزونو ورکولو دا بحث ختموو او زۀ دتاثراتو وړاندې کولو دپاره ولي خان خاکسار ته بلنه ورکوم چې خپل مختصر تاثرات وړاندې کړي. په دې مهال ولي خان خاکسار ووئيل زۀ نۀ پوهيږم چې خبره څنګه شروع کړم ځکه چې نن زۀ خوشحاله هم يم او حيرانه هم يم. خوشحاله په دې يم چې پښتو ادبي فورم پيښور نن ماته ډير عزت او درناوے راکړو او زۀ ئې په خپل ايوارډ ونمانځلم. چې دا زما دپاره د فخر خبره ده. بل طرفته حيران په دې يم چې دداسې پوهه خلقو په مخکښې خبرې کول ګرانې شي. دۀ ووئيل چې زۀ په خصوصي توګه د ګل محمد بيتاب او دپښتو ادبي فورم دملګرو مننه کوم چې نن ئې ماته ډير لوے عزت او درناوے را کړو. دۀ ووئيل چې زۀ د پښتو ادبي فورم دکارونو نه خبريږم. واقعي چې دوي ډير لوے کارکوي او د ادب د دنيا په ژوندو شخصياتو باندې غونډې کوي. د خپلې ژبې او ادب خدمت کوي. دۀ ووئيل چې لويه خوبي ددې فورم دا ده چې څه عهده دار پکښې نشته او د ټولوغړو حيثيت يو شان دے بله دا چې هره فيصله په ميرټ کوي. دۀ ووئيل چې زما څومره توان او طاقت وي نو زۀ به د خپلې ژبې او ادب دپاره منډه وهم او د خپلې ژبې دپاره به جنګيږم. دۀ ووئيل چې د مرکزي ادبي جرګې نوښار د اجلاسونو دپاره ما او زما ملګرود خپلې ضلعې چارواکو سره خبرې کړې وې. هغوي په دې سلسله کښې مونږته نۀ صرف د اجلاسونو دپاره تالار راکړو بلکې ورسره ئې سيکورټي هم راکړه اوبيا چې کله په دې موقع مونږ پروفيسر ډاکټر اباسين يوسفزے د پروګرام دپاره را وغوښتو نو هغه هم زمونږ د انتظاماتو نه مطمئن او ډير خوشحاله وو. دۀ ووئيل چې الحمدالله . الله تعالي ماته ډير څۀ راکړي دي او زۀ تاسو ته داوايم چې زما نه څه مالي يا ځاني مرسته غواړئ نو زۀ پۀ خوشحالۍ سره دې ته تيار يم. ولي خان خاکسار په خپلو خبرو کښې ووئيل چې کله زۀ سکول ته روان ماشومان په لاره ووينم او دوي ماته په پښتو کښې د پښتو کاپۍ او د پښتو کتاب وښائي نو زما خوشحالي يو په دوه شي او په زړۀ کښې دا ووايم چې زمونږ کوششو رنګ راوړو . په اخره کښې دۀ يوځل بيا د پښتو ادبي فورم پيښور شکريه ادا کړه چې د دۀ په درناوي کښې ئې دغه غونډه راجوړه کړه. په دې مهال رشيداحمد او ګل محمد بيتاب ولي خان خاکسار ته ووئيل چې تاسو دخپلې ژبې او ادب خدمت کول زمونږ دپاره هرڅه څه دي. دغونډې صدر فرهاد محمد غالب ترين په خپلو صدارتي کلماتو کښې د پښتو ادبي فورم پيښور دټولو غړومننه وکړه. دۀ په مختصره توګه دفورم کار او زيار وستائيلو. دۀ ولي خان خاکسار ته مبارکي ورکړه او ددۀ په خدماتو ئې رڼاواچوله . په اخره کښې ګل محمد بيتاب د غونډې پاے ته د رسيدو اعلان وکړو.




#رودادونه

11/07/2026

پروفېسر ډاکټر زبير حسرت د اولسي شاعر اخون مير حسن احسن بابا په ژوند او فن خبره کوي

د پښتو ادبي فورم ،پېښور،تر سېوري لاندي نن د ورځپاڼې وحدت په دفتر کښې يوه غونډه وشوه.تقريب په اصل کښې د فورم د درېو کلونو...
03/07/2026

د پښتو ادبي فورم ،پېښور،تر سېوري لاندي نن د ورځپاڼې وحدت په دفتر کښې يوه غونډه وشوه.تقريب په اصل کښې د فورم د درېو کلونو پوه کېدلو په خوشحالۍ او د نورو ادبي هلو ځلو د پاره د تجويزونو او شويو کارونو د جایزې ضمن کښې وۀ.ورسره ورسره د نوښار د سيمې ياد شاعر او متحرک منتظم ښاغلي ولي خان خاکسار ته د پښتو ژبې د خدمتونو په حقله يو اعترافي شيلډ او د درناوي پټکے ور په سر کړے شو.خاکسار صاحب د نوښار د تعليمي ادارو مشرانو سره سرکاري سکولونو کښې د پښتو د تدريس يقين کولو ضمن کښې پخې رابطې لرلې وې چې وروستو پکښې حکمنامې هم خورې کړې شوې.
په ګڼه د دوي دغه سپېځلې جذبې ستاينه وشوه.
د دې غونډې صدارت ښاغلي فرهاد محمد غالب ترين وکړو او صحافي او شاعر روښان يوسفزے مشر مېلمه وۀ.ډاکټر قمر صحرائي د اعزازي مېلمه په توګه تشريف لرلو.
دنظامت چارې ګل محمد بېتاب ترسره کړې او ډاکټر داود جان مومند خپلو خبرو کښې ووئېل چې د دې تقريب په شمول فورم تر اوسه يو څلوېښت شاعران،اديبان،محققين،فنکاران اوصحافيان نمانځلي ده او دا سلسله روانه ده.
په غونډه کښې د پورته ذکر ښاغليو نه علاوه آياز،سلطان ټکر،فهيم خان،حاجي اطلس ګل اطلس،ډاکټر اقبال،اياز الله ترکزي، ،سيدالامين احسن،ډاکټر داود جان مومند،رشيد احمد،سيد جاويد ګيلاني،او نورو ملګريو ګډون لرلو.

د منظر فريادي ژوند او  شعري منظرونه ليك  او  تحقيق : سيدالامين احسن خوېشګي ياد او کهنه مشق شاعر ښاغلے منظرفريادي په (٣ ا...
01/07/2026

د منظر فريادي ژوند او شعري منظرونه
ليك او تحقيق : سيدالامين احسن خوېشګي
ياد او کهنه مشق شاعر ښاغلے منظرفريادي په (٣ اپرېل ١٩٤٤ع) د خداے بخښلي صوبيدارارباب شاه کره وزېږېدو۔ د پښتو روايتي او جديد شعري ادب هغه لوے نوم دے چې'د پرهر زړهٴ دلكش يادونه ( جنوري ٢٠١٦ع ' دلكش فريادي (اپرېل ٢٠١٧ع)، دلكش تيرانداز( اګست٢٠٢٠ع) ،او دلكش اعزازي نمبر (جنوري ٢٠٢ع) غوندې شعري مجموعې ئې پښتو ادب ته په بخښلو خپل نوم امر كړے دے .
د عملي ژوند په باب د ملاګوري ادبي ټولنې سرپرست منظر فريادي خپل کتاب ‘دلکش تيرانداز‘ کښې خپله ليکي چې :
‘ما چې په ۱۹۶۵ع کښې د استاذۍ ټرېننګ مکمل کړو نو په يکم مئي ۱۹۶۵ع مې د استاذ په عهده لوير مډل سکول پائندي للمه کښې چارج واخستۀ او دغه شان مې په ۲۵ سال ملازمت نه پس په يکم مئي ۱۹۹۰ ع پنشن واخستۀ" ۔
هم دې کتاب کښې ليکي چې ‘ په تعليمي لحاظ سره مې لسم د هائي سکول جمرود نه او دولسم مې پرائوېټ کړے دے‘
ښاغلي منظر د روان شعري رجحان په پېروۍ كښې د رومان او محبت د قصونظم كولو سره سره د دې خاورې د غم او وير نه سترګې نهٴ دي پټې كړي او د بې وزله او بې قصوره ماشومانود مياندواو خوېندو د ناقلاره زړونودرزا ئې هم په خپلونظمياتوكښې رانغښتې ده چې د دي په نظم 'په ١٦ دسمبر ٢٠١٤ع كښې د ماشومانو شهيدانو په نوم 'نظم كښې زمونږ سترګې له اوښكو ډكوي.منظر صاحب ددغه ايرې ايرې او لمبه لمبه حلاتو ئې منظرنګاري داسې كوي :
مياندې بورې، خوېندې ژاړى
كور په كور شو هاےٴ سوران
شرپسنده ، خونړى دي
په جامه كښې د انسان
هم د دې بحث په تسلسل كښې زمونږ مخې ته د امن او سوكالۍ ورځو كښې د دوي تخليق شوے نظم هم راځي.چې تر اوسه زمونږ د شعور په تختو دواسې ليك دې چې ترې د محوه كېدو نوم نهٴ اخلي.زمونږ د عمر ټول اورېدونكي دا نظم ماضي پرستۍ او نوسټلجيا يو نفسياتي كېفيت كښې مونږ ډېر وروستو يو داسې وخت ته بوځي چرته چې د امن،بې غمۍ او مينه سندرې د هر چا په شونډو ګويا وې .د نظم يو بند ستاسو خدمت كښې وړاندې كوم. دا نظم د دوي د وېنا مطابق دوي ‘د جمهور اسلام رسالې د پاره ليکلے وۀ او حکومت خپله د دوېم جماعت کتاب کښې شامل کړے وۀ‘۔
ډلې ډلې ماشومان وي سحر سكول ته روان
هر يوهٴ خپله بسته شاته وي نيولے پهلوان
چې سحر د خوبه پاڅي دا ښائسته ښائسته ګلان
وائي مورې شابه زر كړه راكړه چائې چې شم روان
هسې نه چې شي ناوخته شې خفه مې استاذان
مور ئې ډېره شي خوشحاله د ماشوم زوي په بيان
نظم د مور او بچي تر مينځه يو مكالماتي رنګ هم لري او د ماشومانو د ذهني سطحې مطابق پكښې دهغوي داحساساتوعكاسي هم شوې ده.د ماشومانو د پاره د منظوم ادب ضمن كښې دا بهترين نظم دے چې د خپل وخت ماشومانو ته قريباً زباني ياد وه.ٴ او اوس هم خپل ژور اثر او تاثير لري.
په اسلوبياتي لحاظ د دوي شاعرۍ كښې يو خاص لفظياتي نظام،سلاست ،او دروايتي شاعرۍ په شان رواني ده. شعري مجموعه 'دلكش يادونه' كښې د دوي په غزلياتو يو روايتي رنګ خور ښكاري. يو اوږد غزل پكښې د دېرشو شعرونو دے چې منظر صاحب ورته 'طويل ترين غزل' وائي خو دغه غزل درې مطلعې لرې چې كلام پكښې كېدې شي.
خپل کتا ب ‘دلکش تيرانداز‘ د خپلې شاعرۍ د ابتدا په باب ليکي:
‘ما به په بچپن کښې د هېډفون په ذريعه د پېښور رېډيو اورېدو۔موسيقي او د پښتو سندرې به مې خوښې وې او هم ددغه اثر لاندې مې د بچپن نه د سندرو ليکل کړي دي بلکه ابتدا مې د مصرو نه کړې ده او بيا ورسره ورسره سندرې ،مصرعه ايزې،لوبې او چاربېتې مې ليکلي دي۔
دوي د غزل ليکلو په باب ليکي :
‘۔ ۔ ۔ او د غزل ابتدا مې د جمرود هائي سکول اتم جمات نه اوکړه چې په سکول کښې زينت شاه ساحر اپريدے مې کلاس فېلو وۀ او خېبر اپريدے رانه يوکلاس وروستو وۀ۔ ۔ ۔ ۔۔۔ چې کله ۱۹۷۵ع تا ۱۹۸۰ع ما ته رېډيو پاکستان پېښور ‘باتور‘ پروګرام حواله شو نو د باتور پروګرام د پاره مې مشاعرې،اړونه،قيصې،او سندرې هم اوليکلې چې په آخر کښې د هغه موادو نه کلۍ ګلونه کتاب هم جوړ شو او حکومت په يو سرکلر سر تعليمي ادارو د پاره منظور کړو‘۔
د دوي شاعرۍ كښې د ترهګرۍ موضوعات زيات په نظر ځكه راځي چې له دغه مصيبته دوي راتېر دي او دې ته مونږ د نائن الېون اثرات هم وئېلے شو.لكه تاسو ئې دا څو شعرونه ولولئ .
بارود غاړه خودكشۍ له روان تهٴ د هغهٴ نه نېك عمل غواړے
له دغه دور وړاندې زمونږ په شاعرۍ كښې دغسې توري نهٴ وهٴ خو د يو خاص دور نه وروستو دغسې اصطلاحات او توري زمونږ شاعرۍ ته راغلل چې شاعر د دغې غميزې په اظهار مجبور دے.
د دوي غزل كښې ځاے په ځاےد خېبر د غزل د مكتب، چستي،تُندي،رواني او ايمائيت هم وبرېښي لكه د نمونې په توګه ئې د غزل دا څو شعرونه :
يار كهٴ د قصده بهانې جوړوي ما له هم لار د مېخانې جوړوي
زهٴ ئې قسم باندې تړلې يمه په خپله خوښه يارانې جوړوي
ساقي كم عقل نهٴ دے ښهٴ هوښيار دے ځنو له كمې پېمانې جوړوي
يا د دوي بل كتاب 'دلكش فريادي' كښې د دوي دا غزل :
د چا په لمسه په لمسون راپسې ښكليه چې ګرځې په لټون راپسې
ستا د سبا راسره غم دے اشنا نهٴ شې پښېمان په تړون راپسې
زما په نوې مينه چا خبر كړهٴ رقيبان ګرځي نن پرون راپسې
خو د امن داعي او خوښوونكے منظر فريادي د امن غوښتنه هم كوي او وائي چې
د محبت په لاره امن غواړى منظر د مينې ترانې جوړوي
د دوي د شاعرۍ بل اړخ اولسي رنګ دے چې كهٴ په غزل ئې خور ښكاري نو په هئېتي او صنفي توګه ئې په نورونظمياتو كښې جوت ليدے شي لكه 'دلكش يادونه 'كښې ئې يو سل نهۀ دېرش غزلونه او اووهٴ دېرش(٣٧) لوبې دي چې هره يوه خپل خپل رنګ لري او اوس چې لوبه تخليق كېدل قريباً نهٴ ده پاتې، د دوي دا زيار د ستائېلو دے.د چاربېتې چستي ئې هم د ستائېلو ده لكه چې ليكي :
په زړهٴ مې بل د عشق اور دے نهٴ شوم په خپل عمر خوشحاله
د اۤبادۍ نه مې زړهٴ تور دے ځم د ځنګل په لور سبا له
له دې علاوه د رېډيو پاكستان، پېښور، د پاره ليكلې شوې سندرې 'د مېچن سندره' او د 'غوبلهٴ سندره' مصرئېز هئېت كښې خپل انفراديت او خاص روايتي پس منظر لري ۔ چې پس منظر کښې خالص کليوال رنګ نقش کوي۔ د خداے بخښلې سندرغاړې ګلنار بېګم په آواز د دوي ليکلې سندره‘ ميچن کومه لالے مې تلے دے پټے اوبۀ کوينه‘،د شاهين بېګم په آواز د دوي د ‘غوبلۀ سندره‘ غوبل غوبل دے خور ځکه مې اوربل دے‘ او د احمد خان په آواز د دوي ليکلې سندره ‘ ما چې څۀ ليدلي هغه تا کله ليدلي دي ،غلے شه ناصحه ما د مينې شراب څښلي دي‘ تر اوس خپله خوند او مسحور کن موسيقيت لري۔
شعر ته د مېلان په حقله دوي خپله ‘دلكش يادونه‘ كښې ليكي :
‘چونكه ابتداكښې د علي حېدرجوشي اوعبدالوهاب دستي وړې وړې مجموعې چې په مصرعو،سندرو،لوبو او داستان به مشتمله وې ما به لوستلې نو ځكه ما هم ابتدا د دغې اولسي شاعرۍ نه كړې ده او غزل مې هله وليكو چې هائي سكول جمرود كښې اتم، نهم او لسم جماعت كښې ساحر افريدي او خيبر افريدي سره درې کاله ذوق شاعرۍ موقع په لاس راغله او بيا په ١٩٦٤-٦٥ كښې زهٴ او خېبرافريدے چې يو كال د پاره په لنډي كوتل كښې جې وي د پاره زير تربيت وهٴ نو به كله كله لږ وخت ليدو د پاره حمزه شنواري حجرې ته لاړو‘.
'دلكش تيرانداز'(اګست ۲۰۲۰ع) كښې د دوي منظوم داستان يوسف عليه السلام چې په شپږ دېرشو مخونو مشتمل دے۔ خپله خاص رواني او د بيان سحر لري خو څهٴ واقعات ئې د قراۤن کريم سورة يوسف سره كتل غواړي ۔اګر کۀ دوي شروع كښې د كمې كوتاهۍ بخښنه غوښتې ده۔ ‘دلكش فريادي‘ قريباً يو سل شپږ دېرش غزلونه لري ۔چې د موضوع او هئېت په لحاظ جخت مماثلت لري ۔ شپاړس لوبې ،څوارلس رباعيات او يوه قوالي لري۔
په ديارلسو مخونو مشتمل د دوي منظوم 'داستان موسى عليه السلام او فرعون 'د دوي كتاب 'دلكش تير انداز' يو عمومي روايتي رنګ لري او مستندو منقولو روايتونو سره د تقابل متقاضي دے. دغه كتاب ئې له رباعياتو او لوبو نه علاوه يو شپېتهٴ نور غزلونه لري. دا يو سل اتهٴ غزلونه هم د موضوع او تخليقې تجربې له رويه د 'دلكش يادونه' د غزلونو په شان په يو روايتي رنګ رنګين دي. د غزل دومره په كثرت سره ليكلو او تخليق كولو وجه ښائي چې
د خېبري حسن اثر د لاسه ليكنه زهٴ د غزل ډېر كومه
د تخيل وزرې هم لرمه فريادي بره تكل ډېر كومه
صنائع او بدائع او د بيان محاسن ئې شاعرۍ كښې ځاے په ځاے ښكاره برېښي زهٴ دا خپلې خبرې د ښاغلي منظر فريادي په دېو شعرونو سر ته رسوم :
خلق راګوري ،ګوره مهٴ راګوره
ما او تا ګوري ،ګوره مهٴ راګوره
مخ درنه اړوم خفه چې نهٴ شې
هغوي بيا ګوري ګوره مهٴ راګوره
حجره جماعت كښې به هم تا يادوي
دا ملاګوري،ګوره مهٴ راګوره
خپلو کتابونو کښې دوي دخپلو شائع شويو کتابونو تفصيل داسې ښائي۔ اول شائع کتاب ‘دلکش فريادي‘،دوېم ‘پرهر زړۀ‘،درېم‘ غشي‘ څلورم‘ کلۍ ګلونه‘او پينځم کتاب‘ صدف‘ نعتيه مجموعه ده۔ نن سبا د هغوي طبيعت ناسازه دے ۔ دعا ده چې الله تعالي دې دوي له د روغ صحت سره نور ډېر ژوند ورکړي چې پښتو ادب نور ښېرازه کړي۔ افسوس دا دے چې شايد تر اوسه د دوي په ژوند او فن کوم سندي کار مخې ته نۀ دے راغلے۔



د قامي آزادۍ مبارزې او  پښتو چاربېته : ( تاريخي او تحقيقي مطالعه )ليک او تبصره : سيدالامين احسن خوېشګيزۀ چې نن دا کرښې ت...
29/06/2026

د قامي آزادۍ مبارزې او پښتو چاربېته : ( تاريخي او تحقيقي مطالعه )
ليک او تبصره : سيدالامين احسن خوېشګي
زۀ چې نن دا کرښې توروم نو بې اختياره مې په زړۀ هغه ورځ را ورېږي چې خداے بخښلي شاعر او ډرامه ليکونکي پروفېسر همايون همدرد (٣-مارچ، ١٩٦٧ع- ۲۹ جون ۲۰۲۰ع ) راته د خپل مرګ نه څو ورځې وړاندې په ټېلي فون ووئېل چې ‘بس د پي ايچ ډي مرحله ئې سر ته رسېدلې ده خو يوه مقاله شائع کول دي چې انګرېزۍ کښې ئې خلاصه ليکل دي‘۔ ما وئېل ‘تاسو ئې راولېږئ زۀ ئې ليکم‘ ۔ خو څو ورځې وروستو ئې د سمدستي ناجوړتيا ، پېښور يو هسپتال کښې د علاج په غرض د داخلېدو او بيا په چپه خولۀ د مرګ په سفر د روانېدو دردونکے خبر مخې ته راغلو۔ مقاله ، دفاعي غونډه او د کاميابۍ سند دغسې پاتې شول او قريباً شپږ کلونه اګاهو هم دېو ورځو کښې دوي د آخرت په سفر روان شولو۔
دومره وخت دغه مقاله قريباً ورکه وه خو چاره دې ښه وي د ښاغلي سليمان کامل، چې سوفټ کښې ورسره يوه نسخه موجوده وه او پښتو څانګه، پېښور پوهنتون،کښې ئې هم يوه جمع کړې شوې نسخه محفوظه وه چې مونږ اصلي متن سره د تصحيح او موازنې په غرض وکتله ۔ نن چې د هغوي دغه مقاله له پښتو اکېډمۍ کوټې له لوري په ډېره مينه او درناوي په شائع شوي صورت کښې مخې ته راځي نو د هغوي هغه ټول ارمانونه او اميدونه بيا مخ ته مخ ته کېږي ۔ خو کۀ نن شاعر، مترجم،ډرامه ليکونکے او محقق همايون همدرد په بدني توګه زمونږ تر مينځه نشته نو د هغوي فن،تحقيق او اخلاص وجود لري چې پښتو ادب او دې خاورې سره د هغوي په نۀ ختمېدونکې مينه دلالت کوي ۔
د هغوي د پي ايچ ډي مقاله ‘د قامي ازادۍ مبارزې او پښتو چاربېته ( تاريخي او تحقيقي مطالعه) ‘چې د ښاغلي ډاکټر محمد زبير حسرت د رائې مطابق هم دغه ئې د اېم فل موضوع هم وه چې وروستو پي ايچ ډي ته اوږده او خوره شوه، پينځۀ بابونه لري ۔ د دې مقالې شروع کښې خداے بخښلے همدرد خپلو خبر وکښې ليکي‘ په چاربېته کښې چې کوم پرېوانه مواد موجود دي، په بل کوم صنف کښې به زما يقين دې چې دومره نۀ وي ۔ ۔ ۔ ۔ په دغه اوان کښې ما د چاربېتې د تنستې ټولې بخۍ وسپړدې نو يو ډېر قيمتي لکه د رېښمو تار پکښې مخې له راغلو۔ دغه د رېښمو تار د مبارزو تار وۀ . . . .
وړومبي باب کښې‘ ازادي،مبارزه، او د پښتو د قامي آزادۍ مبارزې‘ نه واخله تر ‘د شېرشاه سوري مبارزه،‘د پير روښان د ملي وحدت او آزادۍ تحريک‘،‘د خوشحال خان خټک د قامي شعور او آزادۍ غږ ‘او ‘د قامي اتل احمد شاه ابدالي د قامي آزادۍ د پاره علمبرداري‘او‘ د سيکوالي او پېرنګيانو په ضد د مبارزې وحدتونه‘ سر ته رسي ۔ دوېم باب ‘د سيکانو په ضد مبارزه او د پښتو چاربېته‘درېم باب ‘د پيرنګوالي دوره کښې د پښتو چاربېته او آزادي‘څلورم باب‘د تقسيم نه پس په چاربېته کښې د قامي خپلواکۍ مبارزه‘پينځم باب‘ محاکمه،نتيجه ،سفارشات او کتابيات دي ۔ چې دغه متنوع مضامين او عنوانات لوستونکي نظر کښې ساتي نو په دې نتيجه اخذ کولو مجبورېږي چې دې متن ته د اولسي ادب هغه منظوم تاريخ ووائي چې د هر زياتي او ظلم او جبر په ضد راپورته شوے دے او همدرد ئې د خپلې دې اوږدي او فني مقالې لمنه کښې رانغاړي ۔ دا يو ادبي تاريخ هم دے او د دې خاورې په لمنه د خور ور عملي او قلمي مزاحمت يوه تذکره هم ده ۔ دې مقاله کښې ځائي تاريخ ،اولسي ادب او د مزاحمت تاريخ خپلو کښې سره اخښلي شوي په نظر راځي چې د مقالې حېثيت نور درنوي ۔ ګويا دوي د اولسي ادب حماسي اړخ نظر کښې ساتي۔ او د جبر خلاف ځائي تاريخ ليکنې يا سردوباره ليکنې يو مثبت عمل دے۔
په وړومبي باب کښې دوي ‘د اټک مبارزه‘ او ‘د ګل ډېرۍ مبارزې‘ نه تر ‘د جمرود مبارزه،تر ‘د عيسي خېلو مبارزه‘پورې يويشت مبارزې ذکر کوي ۔ دغه مبارزې ښاغلي عبدالحليم اثر افغاني ‘زمونږ مجاهدين‘ کښې هم تفصيل ذکر کړي دي ۔ بي بي صفيه حليم په خپله وېب پاڼه موجود د ستمبر د مياشتې کال ۲۰۲۵ع يو مضمون کښې ليکي چې ‘برطانوي پوځ د ۱۹ پېړۍ له نیمایی څخه، د پښتنو په خاوره د څلویښتو نه زیات جنګونه وکړل. پښتانه ورته ‘ غزاګانې‘ او انګریز ‘واړه پوځی مهمات‘ وائي. په دوی کښې د ځینو جګړو څو برخې وې چې تر سلو کالو هم روانې پاتې شوې‘۔ د دوي په يو بل کتاب " د پښتنو جهاد(۲۰۲۱ع) کښي هم دغه بحثونه شته ۔ په دغه اساس د پروفېسر همدرد ماخذات د تاريخ مستند دستاويزات هم دي او د اولسي ادب شائع او ناشائع تذکري هم ۔ دوي ليکي چې ‘د ۱۸۵۰ع نه تر ۱۹۱۰ ع خواوشا راهسې دغه فرض اولسي شاعرانو تر سره کړے دے چې هغوي دغه مبارزې په خپلو سترګو ليدلي وې بلکې په خپله پکښې په عملي توګه شامل وو۔ د ۱۹۱۰ع نه را په دېخوا د چاربېتې په لفظې ساخت کښې جدت راغلے دے او چاربېته تعليم يافته خلقو ته هم راغلې ده ۔ دغه وخت کښې قومي قدرونو کښې بدلون هم راغلے وۀ۔‘ او د دې دعوې په تائيد کښې دوي د ګڼو جديدو چاربېته ليکونکيو چاربېتې را نقل کوي ۔
دوېم باب کښې دوي د چاربېتې د تاريخ او فن اجمالي ذکر نه وروستو سيکواله او ‘مغلواله ‘ نه وروستو‘د ترکوغزا‘ تر ‘د دلاسه خان غزا‘ پورې اووۀ غزاګانې او ورسره په چاربېته کښې د هغو ذکر مخې ته راؤړي۔ ورسره ورسره خپله تجزيه او تنقيدي او تخليقي فکر هم قلم ته سپاري ۔
درېم باب کښې ‘د پيرنګوالي دوره کښې د ‘پښتو چاربېته او ازادي‘کښې ‘د امبېلې جنګ‘،‘د کابل جنګ‘، او ‘د عمراخان جندول غزا‘،په شمول څوارلس غزاګانې،د قصه خوانۍ پېښه ،د طرابلس چاربېته او د هغې ملحق چاربېتي ادب ذکر کوي ۔ څلورم باب ‘د تقسيم نه پس په چاربېته کښې د قام خپلواکۍمبارزه‘ کښې د بابړې په پېښه‘،آمريتي دور، د ‘کال ۱۹۶۵ع په جنګ‘،‘کالاباغ ډېم‘ ،او مورنۍ ژبې متعلق د ګڼو شاعرانو چاربېتې رانقل کړي دي ۔ البته د خپل دور د معروفو څۀ چاربيتي ليکونکيو ذکر پکښې نۀ ښکاري ۔ څنګه چې ډاکټر يار محمد مغموم خټک او محمد اقبال خان خپلو کتابونو کښې رانقل کړي دي۔ په درې سوه څلوېښتو مخونو مشتمله دا مقاله د چاربېتي ادب هغه مستنده ذخيره ده چې د ډاکټر يار محمد مغموم خټک ‘چاربېته فن او تاريخ ( مئ ۲۰۲۰ع) او شايد چې د محمد اقبال خان ‘چاربېته پوهنه‘ کښې هم د دې مقالې ذکر په نظر نۀ راځي او حال دا دے چې د مرحوم همدرد دا مقاله ليکلې شوې مخکښې خو شائع شوې وروستوده۔
پښتو اکېډېمي،کوټه او د هغې موجوده انتظاميه د ډېري مبارکۍ او افرين لائقه ده چې په دومره لږ وخت کښې ئې په ډېر ښکلي انداز کښې دغه مقاله د پښتو ادب لوستونکيو ته وسپارله او خپلې علمي،ادبي او ثقافتي ذمه داري ئې سر ته ورسوله ۔ پښتو ادبي ټولنه خوېشګي،نوښار د هغوي دغه علمي زيار او کړاو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او شکريه ئې ادا کوي ۔



د پښتو ادبي فورم،پېښور ،تر سېوري لاندې د ياد شاعر ښاغلي منظر فريادي،ډاکټر اسلم تاثیر افريدي،او صحافي شېر عالم شنواري د ا...
13/06/2026

د پښتو ادبي فورم،پېښور ،تر سېوري لاندې د ياد شاعر ښاغلي منظر فريادي،ډاکټر اسلم تاثیر افريدي،او صحافي شېر عالم شنواري د ادبي او صحافتي خدمتونو په اعتراف کښې غونډه دوام لري

۲۰۲۶،جنوري ۱۳,

ياد مدون،مولف،شاعر او عالم پروفېسر قاسم محمود چې د قاسم بنوي په نوم ئې زيات شهرت لرلو،نن په ابدي سفر روان شو.دوي اوس په ...
10/06/2026

ياد مدون،مولف،شاعر او عالم پروفېسر قاسم محمود چې د قاسم بنوي په نوم ئې زيات شهرت لرلو،نن په ابدي سفر روان شو.دوي اوس په آخر عمر د درس نظامي نه فراغت حاصل کړو. دوي ګڼ شمېر کتابونه مدون کړي،حاشيه کړي او ترتيب کړي دي.پښتو ادبي فورم،پېښور، د دوي مرګ د پښتو ادب د مئېنانو د پاره خصوصاً او عام اولس د پاره عموماً يو زيان او خفګان ګڼي او د هغوي د بخښنې د پاره د الله تعالی په حضور کښې لاس په دعا دي.رحمه الله

Address

Peshawar
02503

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پښتو ادبي فورم،پېښور posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share