Burki welfare Association Pakistan Tarnab Farm Zone

Burki welfare Association Pakistan Tarnab Farm Zone This organization is working under Burki Welfare Association Pakistan for Tarnab Farm zone.

ده عبد القادر برکی والد صاحب مولانا شیر علی استاد وفات شوے دے نن 3بجے بہ ئے ترناب فارم کے جنازہ ادا کیگی اللہ پاک دے اوب...
02/03/2026

ده عبد القادر برکی والد صاحب مولانا شیر علی استاد وفات شوے دے نن 3بجے بہ ئے ترناب فارم کے جنازہ ادا کیگی اللہ پاک دے اوبخی آمین

برکیان رونڑہ
21/02/2026

برکیان رونڑہ

احد خان برکی – تاریخی پس منظراحد خان برکی کا تعلق برکی (بارکی) قبیلے سے تھا اور وہ مشہور صوفی بزرگ پیر روخان (اصل نام: ب...
21/02/2026

احد خان برکی – تاریخی پس منظر
احد خان برکی کا تعلق برکی (بارکی) قبیلے سے تھا اور وہ مشہور صوفی بزرگ پیر روخان (اصل نام: بایزید انصاری) کے نواسے تھے۔ پیر روخان 16ویں صدی کے ایک معروف صوفی، شاعر اور ایک اصلاحی تحریک کے بانی تھے جسے روشنائیہ تحریک کہا جاتا ہے۔
روشنائیہ تحریک اور مغلوں سے کشمکش
پیر روخان کی تحریک صرف روحانی نہیں بلکہ سماجی و سیاسی پہلو بھی رکھتی تھی۔ اس تحریک نے:
مذہبی آزادی اور فکری خودمختاری پر زور دیا
مقامی پشتون قبائل کو متحد کرنے کی کوشش کی
مغل سلطنت کی بالادستی کو چیلنج کیا
اسی وجہ سے مغل حکمرانوں اور روشنائیہ تحریک کے پیروکاروں کے درمیان مسلسل لڑائیاں ہوتی رہیں۔
احد خان برکی کا کردار
احد خان برکی نے اپنے نانا پیر روخان کی تعلیمات اور تحریک کو جاری رکھنے میں اہم کردار ادا کیا۔ تاریخی روایات کے مطابق:
وہ ایک بہادر جنگجو اور قبیلے کے نمایاں رہنما تھے
انہوں نے مغل فوجوں کے خلاف متعدد لڑائیوں میں حصہ لیا
وہ اپنے عقیدے اور آزادی کی خاطر ڈٹے رہے
شہادت
روایات کے مطابق احد خان برکی مغل افواج کے خلاف لڑتے ہوئے شہید ہوئے۔ ان کی شہادت کو پشتون تاریخ میں ایک قربانی اور مزاحمت کی علامت سمجھا جاتا ہے، خاص طور پر روشنائیہ تحریک کے تناظر میں۔
تاریخی اہمیت
اگرچہ ان کے بارے میں بہت زیادہ تحریری مواد دستیاب نہیں، مگر:
ان کا ذکر روشنائیہ تحریک کی جدوجہد کے حوالے سے آتا ہے
وہ پشتون مزاحمت اور روحانی-سیاسی تحریک کی علامت سمجھے جاتے ہیں
ان کی نسبت پیر روخان سے ہونے کی وجہ سے ان کی اہمیت مزید بڑھ جاتی ہے

27/10/2025
18/10/2025

ٹولو برکیانوں تہ اسلام علیکم

اج غلام سخی ترناب فارم برکی کے ساتھ اپنے برکی بھائیوں کے ساتھ
27/07/2025

اج غلام سخی ترناب فارم برکی کے ساتھ اپنے برکی بھائیوں کے ساتھ

10/11/2023

Anwar Mahsud
پیر روښان بابا څوک وو؟
محترمو پیر روښان چه د خپل وخت یو ډیر لوے پښتون،اصلاح کونکے، د غیرو د تسلط سخت مخالف،ستر مذهبي مبلغ،په خپلواکۍ مئین،او د پښتنو د اولسی مبارزی ستر لارښود ؤو.د پیر روښان خپل نوم شیخ سراج الدین واحدالله یایزید انصاري ؤو او په 1525 کښی د پنجاب په جالندهر ښار کښی پیدا شوے وود مور نوم ي امینه بی بی ؤو چه د خاوند د مرګ نه پس ي خپل لیور قاضي عبدالله سره دویم نکاح اوکړو.د قاضي عبدالله بله میرمن او یو ځوے یعقوب او دوه لوڼه په وزیرستان کانیګرام کښی اوسیدل.او د پیر روښان مور په جالندهر کښی اوسیده.
پیر روښان ته بایزید انصاري خطاب خپلو مریدانو ورکړے وو.او پیر روښان ورته ځکه ویلے شي چه د روښاني تحریک باني وو،کوم تحریک چه د اکبر مغلي د جوړ کړے شوي دین «دین الهی» په ضد جوړ کړے شوے ؤو.پیر روښان په خټه ارمړ ؤو.د هغهٔ قبیله په وزیرستان کښی میشته ده چه د برکي قبیلی په نوم یادیږي.نیکونه ي د ننګرهار نه پخوا وزیرستان ته راغلي ؤو.
کله چه بابر په پاني پت کښی ابراهیم لودی له شکست ورکړو او د هند واکمني ي د پښتتنو نه واخیسته او هلته ي په پښتنو ژوند تنګ کړو نو ډیر پښتانهٔ د مغلو د زرو زیاتي له امله د هندوستان نه پښتون خوا ته واپس راغلل نو هاغه وخت د پیر روښان عمر پینځه کاله وو.
کله چه ځوان شو نو د خپل ترهٔ شیخ حسن د لور شمسو بی بی سره ي واده اوکړو او بیا هند ته لاړ.په هند کښی ي د اسونو سوداګري شروع کړه او په دی لړ کښی ي د هندوستان سره سره د ترکستان او ثمرقند سفری اوکړی.
پیر روښان یو ځل د نورو ملګرو سره کندهار ته د سؤداګرئ په غرض تلے ؤو هاغه وخت د مغلو له اړخه د ښار مشر بیرم خان نومی یو مغل ؤو، د هغه نوکرانو به د پښتنو سوداګرو سره ډیر بد چلن کؤلو.څه موده پس ي اولیدل چه مغلو سپایانو یوه پښتنه پیغله د سر له ویښتو نه د ژرندی په پل پوری تړلی ده او ژرنده پری ګرځوي.هغی ډیری چغی اووهلی او د ژرندی په پل پوری د تاویدلو په حال کښی مړه شوه.دغی پیښی د پیر روښان په ذهن ډیر ژور اثر اوکړو او د مغلو نه ي کرکه لا ډیره شوه.هم دغه وجه وه چه هغهٔ په پښتنو کښی د سیاسي او قامي شعور د بیدارۍ او فکري بدلون راوستلو له پاره روښاني تحریک پیل کړو او تر ډیره حده ي پښتانهٔ د دغه تحریک له لاری رایوځۍ کړل.خلق ي ملګري شول.پیر روښان په جالندهر کښی د یوی پښتنی جینۍ سره نکاح اوکړو او بیرته وزیرستان کانیګرام ته راغے او ریاضت ته ي مخه کړه.د پینځه کاله چیله کشۍ نه پس ي خپل تبلیغ د وزیرستان کانیګرام نه شروع کړو او بیا ننګرهار،مومندو،یوسفزو،بنګښو،اورکزو او تیراه ته لاړو.په هم دغه وخت کښی ي د پیښور او اشنغر خلق هم له خپل نظر نه خبر او د ځان ملګري کړل.
په کال 1526 کښی چه بابر د پاني پت په جنګ کښی ابراهیم لودي ته ماتی ورکړه او هغه ي شهید کړو او د هندوستان واک ي تر لاسه کړو نو د دغی ورځی نه واخله مغلو تل د پښتنو د وهلو،سپکؤلو او زورؤلو هڅه کړی ده.مغلو د خپل کار ایستلو د پاره د پیرانو او اخونانو په مرسته پښتانه د پیرۍ او مریدۍ له لاری د خپل مټ د لاندی د ساتلو کوشیشونه کؤل.او خلقو ته به ي ویل چه د مغلو اطاعت په تاسو د دین د لاری فرض عین دے۔حال دا چه اکبر پخپله د دین الهی په نوم یو دین جوړ کړے ؤو چه په کښی ي د مختلفو مذهبونو د خپلی خوښی خبری راټولی کړی وی.او د خپل واک او د تخت ساتلو د پاره ي ضروري ګنړلی.بلها غیر شرعی او غیر اسلامي خبری په دغه دین کښی شاملی وی.
د پیر روښان او روښاني تحریک په شکل خدائ پښتنو له د مغلو خلاف یوه ښه وسیله او غوره لار ورکړه او تر اخیري ورځی ي مغلو ته خپل سرونه ټیټ نه کړل.د پیر روښان د سپیڅلي تحریک او د ازادۍ د مبارزی د ناکامه کیدلو یوه لویه وجه د هغهٔ په ضد د مغلو واکمنو د مولا،مذهب او پیر کارؤل ؤو.مغلو په ټوله پښتون خوا کښی خپل ګوډاګي پیران او ضمیر خرڅه مولیان اوګومارل.
د روښاني تحریک شروع له ادبي کارونو او د ټولنی د اصلاح نه شوی وه خو روستو ي سیاسي رنګ خپل کړو او په اخره کښی په وسله واله مبارزه واؤړیدلو.
پیر روښان په پښتون قام بلها احسانونه کړي دي.او د مغلو د غلامۍ نه د پښتون قام د حفاظت او راویستلو لړ کښی ي ډیری هلی ځلی د یو منظم تحریک په شکل کښی کړی دي.
پیر روښان د پښتو ژبی د یو نوی لیکدود د جوړؤلو سره سره د پښتو د ځانګړو غږونو د پاره بیل بیل ټکي یا حرفونه هم جوړ کړل او د فارسۍ او عربۍ لیکدود نه ي د یو بیل او ځانګړي پښتو لیکدود د جوړښت د پاره لاره اسانه کړه.لکه نن هم تاسو ګورۍ چه په پښتو لیکدود کښی کوم ځانګړي توري «څ» «ځ» «ږ» «ښ» او «ګ» دي.
مغلو به د پیر روښان مریدان تنګؤل.په جواب کښی به هغوئ هم مزاحمت کؤلو.یو مغل مشر مرزا سلیمان د اکبر راتلو له د خیبر په لاره تللو،اپریدو ي قافله لوټ کړه.چه پیر روښان خبر شو نو ډیر خفه شو.د دغه پیښی په خلاف کښی د پیښور حاکم معصوم خان په تیراه برید اوکړو.که څه د مغلو په مقابله کښی روښانیان تش لاس او لږ ؤو خو روښانیانو په تش لاس د مغلو دوه سوه او شل فوجیان اووژل.پاتی فوځیانو ځان ننګرهار ته په تیښته خلاص کړو.
د مخزن اسلام او نورو تاریخي حوالو په بنسټ 1581 کال د بایزید انصاري د مړیني کال ښايي.د مغلو سره د پیر روښان روستۍ جګړه په ننګرهار کښی وه چه د مغلو والي محسن خان په کښی پخپله برخه واخیسته.پیر روښان په دغه جنګ کښی ماتی اوخوړه او کلپاڼۍ ته راغے۔د سفر او جنګونو ستړو ډیر ځپلے ؤو چه بیمار شهٔ او صوابۍ ته لاړ شهٔ.خو په ټوپۍ کلي کښی د اخونانو،پیرانو او د هغوۍ د مریدانو له خوا راګیر شو او د توربیلی سره نزدی ووژلی شو.د مغلو دا رواج وو چه د خپل مخالف سر به ي قلم کړو او بیا به ي په یوه لویه لار کښی په نیزه کښی وټومبلو چه نور خلق تری عبرت واخلي او بغاوت اونهٔ کړي.ان تر دی چه د مخالفو مړي به يي د قبر نه راویستلو.هم دغه وجه ده چه د پیر روښان د قبر قیصه مرموزه پاتی شوه.د هغه مریدانو او خپلوانو له دغه یری د هغه بانډي(لاش) پټ کړو
یو روایت دا دے چه د هغه مریدانو د هغه بانډي(لاش) په غلا وزیرستان کانیګرم ته وړے دے او هلته ي په عیدک داوړو کلی کښی ښاورو ته سپارلے دے۔
مننه.
لیک……بختورشاه
حواله👈 پښتانه د تاریخ په رڼا کښی.
پښتانه څوک دي؟.وغیره

دا برکینانوں جداعلئ
29/10/2023

دا برکینانوں جداعلئ

Address

Tarnab Farm
Peshawar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Burki welfare Association Pakistan Tarnab Farm Zone posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share