Talha Welfare organization

Talha Welfare organization طلحه خیریه بنسټ وړیا تعلیم ورکوی تاسو کولی شی چي بی وزله ماشومان د طلحه خیریه بنسټ سره داخل کړی

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شهد زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده.راځئ د  اتلانو قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړو ...
19/08/2026

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه
د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده.
راځئ د اتلانو قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړو او د یو خپلواک، سوکاله او اباد افغانستان لپاره په ګډه هڅې وکړو.
ژوندی دې وي افغانستان!
د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه!

راځئ خپلو ماشومانو ته د زده کړې فرصت ورکړو.
13/08/2026

راځئ خپلو ماشومانو ته د زده کړې فرصت ورکړو.

12/08/2026

د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره
طلحه خیریه بنسټ د بېوزلو او اړمنو ماشومانو د تعلیم او
.روښانه راتلونکي لپاره هڅې کوي
.راځئ، په ګډه د خپلو ماشومانو راتلونکی روښانه کړو



With Afghan Relief – I just got recognized as one of their top fans! 🎉
12/08/2026

With Afghan Relief – I just got recognized as one of their top fans! 🎉

الحمدلله! نن مو یو ځل بیا د خپل ګران وطن په خاوره کې خپلو شاګردانو ته د زده‌کړې لپاره کتابونه، کتابچې او پنسلونه ووېشل. ...
10/08/2026

الحمدلله! نن مو یو ځل بیا د خپل ګران وطن په خاوره کې خپلو شاګردانو ته د زده‌کړې لپاره کتابونه، کتابچې او پنسلونه ووېشل. 📚✏️
زموږ لپاره دا یوازې د کتابونو او کتابچو وېش نه دی؛ بلکې د ماشومانو د روښانه راتلونکي، علم او هیلو په لور یو کوچنی خو ارزښتناک ګام دی.
علم د ملت رڼا ده، او ماشوم د وطن راتلونکی دی. 📚🇦🇫




At Talha welfare organizationwe believe that every child deserves the opportunity to learning,dream,andbuild a brighter ...
08/08/2026

At Talha welfare organization
we believe that every child
deserves the opportunity
to learning,dream,and
build a brighter future not
spend their childhood
.in labour

06/08/2026

🥀 وخت څومره ژر تېرېږي
د نن چې دا ویډیو ګورم، زړه مې له درد او یادونو ډکېږي. همدا پرون داسې ښکارېده چې ټول یو ځای وو، د روژې مبارکه میاشت وه، د قرآن کریم د ختم مبارکه شېبه وه، دعاوې، موسکاوې او د ایمان ډک مجلسونه وو. خو نن چې هماغه څېرې ګورم، احساس کوم چې وخت هېڅ د چا انتظار نه کوي.
په دې ویډیو کې داسې ګران او نېک انسانان هم شته چې نن زموږ ترمنځ نه دي. هغوی له دې فاني نړۍ کوچ وکړ او د خپل حقیقي کور پر لور روان شول. الله ﷻ دې ټولو مرحومینو ته جنت الفردوس، د قبر پراخي او د خپلې بې پایانه رحمت سیوری ورپه برخه کړي. آمین.
او هغه عزیزان چې لا هم زموږ په منځ کې ژوند کوي، الله ﷻ دې هغوی ته روغ صحت، اوږد عمر، د ایمان خوږوالی او د نېکو عملونو توفیق ورکړي.
روژه موږ ته دا را زده کوي چې ژوند لنډ دی، فرصتونه ژر تېرېږي او انسان یوازې خپل ایمان او نېک عمل له ځان سره وړي. نن چې د قرآن کریم د ختم مبارکې شېبې یادونه تازه کوو، راځئ خپل مرحومین په اخلاص دعاوو یاد کړو، ځکه هغوی زموږ دعاوو ته ډېر اړتیا لري.
ځینې څوک یوازې په یوه ویډیو، یوه انځور او یا یوه خوږه خاطره کې را پاتې کېږي، خو یادونه یې د تل لپاره په زړونو کې ژوندۍ وي. الله ﷻ دې موږ ټولو ته د نېک انجام، بښنې او د ایمان په حالت کې د دنیا څخه د تللو توفیق راکړي. 🤲🕊️

د محترم استاد نوري صاحب له لوري نن د ریاضي مضمون عملي کار په بریالیتوب سره له زده‌کوونکو سره ترسره شو. زده‌کوونکو په پور...
01/08/2026

د محترم استاد نوري صاحب له لوري نن د ریاضي مضمون عملي کار په بریالیتوب سره له زده‌کوونکو سره ترسره شو. زده‌کوونکو په پوره لیوالتیا او فعاله ونډه په عملي تمرینونو کې ګډون وکړ او د ریاضي بېلابېل مفاهیم یې په عملي ډول زده کړل.
دغه ډول عملي درسونه د زده‌کوونکو د پوهې د پیاوړتیا، فکري ودې او د زده‌کړې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
له محترم استاد نوري صاحب څخه د هغوی د هڅو او ارزښتناکو خدمتونو مننه، او ټولو زده‌کوونکو ته د لا زیاتو بریاوو هیله کوو.


Address

1
Khazana
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Talha Welfare organization posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share