14/07/2026
-
د پشتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن اسلامآباد ضلع کمېټۍ میاشتني غونډه د ضلع سېکرټري ارسلاء خان روشان په صدارت کې ترسره سوه -
په غونډه کې د ضلع تېر کار رپورټ وړاندې سو . ورسره ټولو حاظر یونټانو خپل رپورټونه وړاندی کړو - او د ټولو رپورټونه تنقیدی جاج واخستل سو . د اسلامک پوهنتون علاقاي ایګزیټیو اسرار خان ، د بارکهو علاقای سیکټری شجاعت خان ، پیر وداهی یونټ سیکټری خضر خټک ، پرائم انسټیټیوټ سنیر معاون سیکټری معصوم خان ، د ملی شهید یونټ نیشنل سکلز ایګزیټیو زکریا خان، خوشال خټک یونټ نسټ پوهنتون سیکرټری شهاب خان خپل يونټانو رپورټونه وړاندې کړل -
د آئنده لائحې عمل په اړه ملګرو ډېر مهم تجویزونه وړاندې کړل، او مهمې پرېکړې وسوې. چې پکې د بلنه مهم ، ایډمیښن کمپین ، امکاني یونټونه کانفرسونه، د لوستونکو مسائل حال کولو لپاره کمیټی جوړي سوې او نور مهم فیصله وسوې.
د یادې غونډې کاروایي د پی ایس او اسلامآباد ضلع اطلاعات سیکټری نعمان خان کاکړ ترسره کړه.
او غونډې ته د پی ایس او پنجاب شمالي پښتونخوا زونل ډپټي ارګنایزر مطیعالله شینواری ، ضلع مالیات سیکرټری باسط خان ، افس سیکرټری عصمت موساخیل ویناوی وکړې او ضلع سیکټری ارسلاء خان روشان صدارتي ویناوې وکړې.
اطلاعات و شریات څانګه
پشتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن اسلام اباد