11/06/2026
له مریخ څېړنې تر سمارټ فون وېرې؛ د هېواد او نړۍ ترمنځ د واټن دردونکې کیسه
الهام سادات، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ چارواکې، وايي چې نړۍ د ۲۱مې پېړۍ د پرمختللو امکاناتو په مټ خپل راتلونکی جوړوي، خو هیواد مو لا هم د راتلونکي له وسایلو او ټکنالوژۍ سره په تقابل کې ولاړ دی.
نوموړې په یوه څرګندونه کې ویلي چې په داسې حال کې چې د نړۍ ساینسپوهان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پراختیا، فضایي څېړنو او د مریخ د مطالعې لپاره هڅې کوي، په هیواد کې د پرمختللو موبایلونو او عصري ټکنالوژۍ د کارونې پر وړاندې محدودیتونه لګول کېږي.
د هغې په وینا، د نړۍ خلک له ټکنالوژۍ څخه د زدهکړو، اقتصادي ودې او عامه پوهاوي لپاره ګټه اخلي، خو په هیواد کې لا هم د سمارټ فونونو په اړه وېره او محدودیتونه مطرح دي.
الهام سادات ټینګار کړی چې تاریخ ملتونه د هغوی د پوهې، علمي پرمختګ او نوښتونو له مخې ارزوي، نه د بندیزونو او محدودیتونو د شمېر له مخې. هغې زیاته کړې چې هېڅ هېواد د علم، پوهې او ټکنالوژۍ د دروازو په تړلو نه دی پیاوړی شوی.
نوموړې همداراز ویلي چې نن سبا د نړۍ خلک له روباټونو او مصنوعي ځیرکتیا سره د پروګرام جوړونې مهارتونه زده کوي او د ښه راتلونکي لپاره ځان چمتو کوي، خو په هیواد کې لا هم د موبایل د لرلو او نه لرلو په اړه بحثونه روان دي.
#اتحادفعالان #اتحاددرکابل