چغرزي پښتو ادبي جرګه

چغرزي پښتو ادبي جرګه په پښتو ژبه د مئين اولس آواز

د مرستیال لیکوال "مل" ملاکنډ د پینځویشت کلن د سلور جوبلي تقریبات او د ډاکټر اقبال شاکر صېب د پی ایچ ډي چاپ مقاله "د ملاک...
25/04/2026

د مرستیال لیکوال "مل" ملاکنډ د پینځویشت کلن د سلور جوبلي تقریبات او د ډاکټر اقبال شاکر صېب د پی ایچ ډي چاپ مقاله "د ملاکنډ په پښتو شاعرۍ کښې د امن تصور" (یویشتمه پېړۍ) د مخ کتنې دستوره، د خوږ غاړي سندر غاړي اسلم سالک صېب د نوي البم "سندرې، سوداګانې، سرودونه ریکاډنګ او صوبائي ازاده مشاعره په تاج محل ښادي هال پل څوکۍ کښې اوشوه. د چغرزي پښتو ادبي جرګې بونېر له خوا پکښې صدر ښاغلي افضل احساس او ښاغلي سرزمین درمان صېب شریک وو.
چغرزي پښتو ادبي جرګه استاذ پروفیسر ډاکټر اقبال شاکر صېب ته په مقاله چاپ کولو او د مل ملاکنډ ملګرو ته په کامیابه او تاریخي غونډه مبارکي وړاندې کوي.

په درنښت
چغرزي پښتو ادبي جرګه، بونېر

.............. ادبي خبر ............///د چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر مياشنۍ تنقیدی غونډه  پۀ بدال کښې د شېر بهادر لالا په...
19/04/2026

.............. ادبي خبر ............
///
د چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر مياشنۍ تنقیدی غونډه پۀ بدال کښې د شېر بهادر لالا په حجره کښې د ښاغلي طارق زمان چغرزي صېب پۀ صدارت کښې وشوه. صدر محفل د اجلاس ايجنډه اعلان کړه چې د اجلاس باقاعده اغاز د داؤد خان صېب د تلاوت کلام پاک نه اوکړو.
د ایجنډې تر مخه راقم الحروف د تېرې دستورې روداد واورول چې ملګرو پرې خپل تنقیدي نظرونه شریک کړل او راقم ته یې داد ورکړو. پۀ روداد د تنقيد نه پس د ايجنډې تر مخه پۀ تېره دستوره (کومه چې پۀ دولسم اپرېل دوه زره شپږويشتم په ریال کلي کښې شوې وه) تفصيلي بحث اوشو چې پکښې ټولو ملګرو د ريال کلي د درنو مشرانو او د ټولو وګړو شکريه ادا کړه او پۀ ياده دستوره کښې د شوو کمو بيا نۀ تکرارولو تاکید اوکړو. صدر محفل پۀ دغه ياده دستوره پۀ خپله تنقيدي وېنا کښې د دستورې ستائنه اوکړه او د جرګې پۀ تنظيمي چارو ئې ملګرو له داد ورکړو. د دې نه پس د تېرې دوه کلنۍ کابينې د کار جاج او د بسپنې سپيناوے اوشو چې پکښې ملګرو ته پاتې مياشتنۍ بسپنه عظمت تنها پۀ ډاګه کړه اؤ د پانګې سېکتر عبدالسلام سلام صېب ته ريکارډ حواله کړې شو. د جرګې نوي ټاکلي شوي صدر ښاغلي افضل احساس د راتلونکي تګ لاره د ملګرو مخته وړاندې کړه چې په وړومبو درېو مياشتو کښې د تذکرې چاپ، د جرګې پۀ رجسټرېشن، درې مياشتني سيمينارونو، مياشتنو اجلاسونو او مشاعرو باندې د کار کولو د عزم څرګندؤنه وکړه.
چغرزي پښتو ادبي جرګې پۀ مجموعي توګه د شانګلې سره علاقه لرونکي محترم مشر ښاغلي فضل رحيم لوهار صېب ته په نهمه شعري ټولګه" زه د ژوند د جنګ اتل يم " په چاپ مبارکي اووئيله او د مشر دغه زيار د پښتو ژبې اؤ ادب په دنيا کې لويه اضافه اوبلله.
پۀ اخره کښې ازاده مشاعره اوشوه چې پکښې طارق زمان، عظمت تنها، رحمان سېد روښان، فیض الحق فېض، افضل احساس، نصيب يار چغرزي، عبدالسلام سلام او پروېز ملنګ خپل کلامونه وړاندې کړل. صدر محفل د کوربه شېر بهادر لالا په درنه مېلمستيا او کوربه توب مننه اوکړه او د دوي د پښتو ادب اؤ شعر سره مينه يې هم وستايله.
پۀ اخره کښې کوربه شېر بهادر لالا د ټولو راغلو ملګرو شکريه ادا کړه او پۀ راروان وخت کښې ئې د جرګې سره د هر قسمه ملاتړ کولو وعده اوکړه. دغه شان سم له ماسخوتنه پیل شوې دغه غونډه د شپې پۀ يوولس بجې پائې ته اورسېده.

په درنښت
حفیظ بونېرے
ستر سکتر، چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر
۱۹/۰۴/۲۰۲۶

................ مبارکي ..........چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر د شانګلې سره علاقه لرونکي محترم مشر ښاغلي فضل رحيم لوهار صې...
18/04/2026

................ مبارکي ..........
چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر د شانګلې سره علاقه لرونکي محترم مشر ښاغلي فضل رحيم لوهار صېب ته په نهمه شعري ټولګه" زه د ژوند د جنګ اتل يم " په چاپ مبارکي وايي اؤ د مشر دغه زيار د پښتو ژبې اؤ ادب په دنيا کې لويه اضافه بولي. قلم دې يې بختور وي، د لا بريا په هيله.

په ډير درنښت
فاتح چغرزے
اطلاعاتو سېکتر، چغرزي پښتو ادبي جرګه

د «نارې» مخکتنې دستوره کښې د ویناوالو څو نور عکسونهياده دې وي چې د دستورې ترتيب وار عکسونه به د جرګې پېج نه وخت په وخت خ...
15/04/2026

د «نارې» مخکتنې دستوره کښې د ویناوالو څو نور عکسونه

ياده دې وي چې د دستورې ترتيب وار عکسونه به د جرګې پېج نه وخت په وخت خوريږي. مننه

په ډير درنښت

د ډير محترم پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر صېب د «نارې» مخکتنې دستورې ته وېنا اؤ  جرګې له خوا د ادبي خدماتو د اعتراف ستايندړې ...
14/04/2026

د ډير محترم پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر صېب د «نارې» مخکتنې دستورې ته وېنا اؤ جرګې له خوا د ادبي خدماتو د اعتراف ستايندړې ترلاسه کولو عکسونه

په ډير درنښت

د ډير محترم پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي صېب د «نارې» مخکتنې دستورې ته وېنا اؤ د جرګې له خوا د ادبي خدماتو د اعتراف ستاين...
14/04/2026

د ډير محترم پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي صېب د «نارې» مخکتنې دستورې ته وېنا اؤ د جرګې له خوا د ادبي خدماتو د اعتراف ستايندړې ترلاسه کولو عکسونه

په ډير درنښت

روداد/ ادبي خبرد چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر د سیوري لاندې د نوې کابينې د سوګند ، د افضل احساس صېب د کتاب "نارې" د مخ کتن...
13/04/2026

روداد/ ادبي خبر
د چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر د سیوري لاندې د نوې کابينې د سوګند ، د افضل احساس صېب د کتاب "نارې" د مخ کتنې او کلنۍ ازادې مشاعرې دستوره پۀ ګورنمنټ پرائمري سکول ريال کښې د ستر ادیب اباسین یوسفزي صېب په مشرۍ کښې اوشوه. ياده دستوره په دوه برخو وېشلې شوې وه. پۀ اولنۍ برخه کښې د نوې کابينې حلف برداري ، د کتاب مخ کتنه او پۀ کتاب "نارې" د پوهانو وېناګانې شاملې وې او پۀ دوېمه برخه کښې ازاده مشاعره وشوه.

اولنے نشست د پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي صېب پۀ صدارت کښې پېل شو چې پکښې ډاکټر صادق الله خان وزير د مشر مېلمه ، پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر صېب ، فضل نعيم نعيم صېب ، عبدالغفور غفور بابا او ظفرعلي ناز صېب د اعزازي مېلمنو او عثمان فانوس ګجر صېب او طارق زمان صېب د کوربنو پۀ حېث ګډون اوکړو. قاري شاهد احمد د تلاوت کلام پاک نه د دستورې باقاعده اغاز اوکړو . د تلاوت کلام پاک نه پس د نوې ټاکلې شوې کابينې محترم پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي صېب سوګند واخستو چې پکښې افضل احساس صېب (صدر) ، نصيب يار صېب (نائب صدر) ، حفيظ بونېري (ستر سکتر)، رحمان سېد روښان (کشر سکتر) او عبدالسلام سلام صېب د پنګه ور او فاتح چغرزي صېب نه د اطلاعاتو د سېکتر په حېث د خپلو ذمه وارو په شان پوره کولو لوظ پخلے وکړو. د سوګند له دستورې وروستو د کتاب د مخ کتنې او د کتاب خالق ډاکټر صادق الله خان وزير صېب او ژباړن افضل احساس صېب ته د دستارونو پۀ سرولو مراسم د ډاکټر اباسين يوسفزي صېب او ډاکټر اقبال شاکر صېب پۀ لاس تر سره شول.
نوي ټاکل شوي صدر افضل احساس صېب په خپله صدارتي اؤ کتاب په مخکتنه وېنا کې د راغلو مېلمنو شکريه ادا کړه او د خپل کتاب "نارې" او ورسره د ترجمې پۀ افاديت د خبرو نه پس د خپل صدارت اهداف او مقاصد هم د ګډون والو مخې ته کېښودل.
د نوي ټاکلي شوي صدر د وېنا نه پس د کوربنو پۀ حېث د چغرزي پښتو ادبي جرګې سابقه صدر طارق زمان صېب د جرګې په تاریخ، د باني غړو په قربانیو او د افضل احساس په کتاب خپل مفصل نظر شریک کړو. په خپل وار مشر کوربه سياسي او سماجي شخصيت عثمان فانوس ګجر صېب د مېلمنو شکريه ادا کړه او نوې ټاکلې شوې کابينې ته ئې مبارکي وړاندې کړه. د اعزازي مېلمه پۀ حېث پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر صېب د ښاغلي افضل احساس صېب پۀ کتاب، د ریال کلي په تاریخي افادیت او اهمیت سره د ترجمې پۀ افاديت ډېرې ګټورې او مدللې خبرې اوکړې . د شاکر صېب د وېنا نه پس د سوات د سیمې خوږ ژبي شاعر ظفر علي ناز صېب د افضل احساس صېب پۀ کتاب لیکلے نظم زمزمه کړو. د مشر مېلمه پۀ حېث ډاکټر صادق الله خان وزير صېب څوک چې د یاد ترجمه شوي کتاب (The Voices) خالق هم دے پۀ خپله وېنا کښې د چغرزي پښتو ادبي جرګې او پۀ خاصه توګه د افضل احساس صېب شکريه ادا کړه او دا اعتراف ئې اوکړو چې زۀ پښتنو ته افضل احساس ښکاره کړم. د مشر مېلمه د وېنا نه پس ډاکټر اباسين يوسفزي صېب پۀ خپله صدارتي وېنا کښې د چغرزي پښتو ادبي جرګې نوې کابینې ته امبارکي اووئیله او د جرګې د کار او زيار ستاينه ئې اوکړه او د اولني نشست د پايې اعلان یې اوکړو.د اولنۍ برخې پايې ته رسېدو سره د چغرزي پښتو ادبي جرګې مشر غړي سر زمين درمان صېب کتاب "نارې" پۀ پنځوس زره روپۍ ، سېد مرتضیٰ شاه صېب پۀ دېرش زره روپۍ ، عبدالستار صېب پۀ لس زره روپۍ ، محمد رضا ماما پۀ شل زره روپۍ ، عثمان فانوس ګجر صېب پۀ پنځوس زره روپۍ ، طارق زمان صېب پۀ دوه زره روپۍ او لياقت ګجر صېب پۀ شل زره روپۍ اعزازي بېه واخستو.
د ترتيب/ايجنډې تر مخه پۀ دوېمه برخه کښې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ډاکټر اقبال شاکر صېب د صدر ، فضل سبحان افغاني صېب ، ظفر علي ناز صېب ، بحرمند بحر صېب ، شمشېر لالا ، دوا خان جانان ، موسی سالار صېب ، سميع الله ښکلي صېب او جاوېد بونېروال صېب د مېلمنو، سر زمين درمان صېب او رحمان سېد روښان صېب د کوربنو پۀ حېث برخه واخسته. پۀ دغه ازاده مشاعره کښې عامر پښتون يار صېب ، پروېز ملنګ صېب ، زاهد جان صېب ، تاجد خان صېب ، رئيس چغرزي صېب ، فیض الحق فېض صېب ، عبدالسلام سلام صېب ، فضل خالق نصرت صېب ، عثمان احساس صېب ، رحمان سېد روښان صېب ، فاتح چغرزي صېب ، عظمت تنها صېب ، افضل احساس صېب ، سر زمين درمان صېب ، سميع الله ښکلے صېب ، موسیٰ سالار صېب ، شاد يوسفزي صېب ، دواخان جانان صېب ، عقاب بونېري صېب ، صاحب زر کلياړ وال صېب ، جاوېد بونېري صېب ، ظفر علي ناز صېب ، فضل سبحان افغاني صېب ، عبدالغفور غفور بابا ، فضل نعيم نعيم صېب ، شاه زېب مظلوم صېب ، شهزاد برهان صېب ، حمزه نګار صېب ، واجد حېران صېب ، سوچي يوسفزي صېب، بحرمند بحر صېب او پۀ اخره کښې د محفل صدر پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر صېب خپل کلامونه واورول چې د ناستو خلقو نه یې داد واخستو.
د چغرزي پښتو ادبي جرګې له خوا د بونېر ادبي تنظيمونو بونېر ادبي مرکز (بام), ايلم پښتو ادبي کاروان، بونېر ادبي جرګه او امازي ادبي جرګې نه علاوه پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، پروفېسر ډاکټر اقبال شاکر، ډاکټر صادق الله خان وزير، ظفر علي ناز، عبدالغفور غفور بابا او فضل نعيم نعيم صېب ته د ادبي خدماتو په اعتراف کې اعزازي ستايندړې هم ورکړې شوې.
پۀ دغه ياده غونډه کښې د ريال د کلي د لویو وړو نه علاوه د تحصیل چغرزي په ګڼ شمېر سیاسي،سماجي او د هر مکتبه فکر خاوندانو سره سره د ګورنمنټ پرائمري سکول ريال ،دي بریلئینټ سکول اینډ کالج بدال ، عائشه ماډل سکول بدال او دغسې نورو پرائيوېټ او سرکاري سکولونو عملې د میډیا ملګرو او د بدال تاڼې اهل کارانو هم تر پايې ناسته اوکړه. سحر په لس بجې پیل شوې دغه درنه غونډه تېر ماسپښین په خوندوره خوراکه پائې ته اورسېده.

په درنښت
حفیظ بونېرے
ستر سکتر چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر
۱۳/۰۴/۲۰۲۶

په ډير درنښت ، خېر راغلاست لۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه، بونېر
11/04/2026

په ډير درنښت ، خېر راغلاست
لۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه، بونېر

په ډيره مينه اؤ احترامراتګ مو بختور شهلۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر
09/04/2026

په ډيره مينه اؤ احترام
راتګ مو بختور شه
لۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر

په ډيره مينه اؤ احترامد چغرزي په پښتنه خاوره مو راتګ بختور شهلۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر
09/04/2026

په ډيره مينه اؤ احترام
د چغرزي په پښتنه خاوره مو راتګ بختور شه
لۀ اړخه: چغرزي پښتو ادبي جرګه بونېر

Address

Bunerwal
0939

Telephone

+923439740011

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when چغرزي پښتو ادبي جرګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to چغرزي پښتو ادبي جرګه:

Share