21/07/2026
د نورستان د ملي غمیزې په اړه د تسلیت پيغام
د البېروني بشري پياوړتیا موسسې رهبري او کارکوونکي په نورستان کې د رامنځته شوې ملي غمیزې په مناسبت ټولو هیوادوالو او بالخصوص د نورستان غمځپلو کورنیو ته تسلیت وایي.
طبیعي آفتونه، له بده مرغه هر کال په افغانستان کې ډېرو هیوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.
د دغه پېښو پر وړاندې چمتووالي لپاره مخکې له مخکې اړین تدابیر په کار دي او کورنۍ باید پوه شي چې له پېښې را منځته کېدو وروسته څنګه ځانونه خوندي وساتي.
موږ په دې باور لرو چې وقایه تر درملنې بهتره ده او هڅه کوو ټولنې پياوړې کړو چې د نورو ناورینونو د رامنځته کېدو پر وخت د تلفاتو شمېر تر ممکن حده کم شي.
همدارنګه په خیریه سازمانونو او مرستندویه بنسټونو غږ کوو چې د نورستان د غمېزې قربانیانو ته مرستې ورسوي او د پلټنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.
درناوی
البېروني د بشري مرستو موسسه