12/10/2026
په خټو کې له خنځير سره مه غاړه غړۍ کېږه!
د ابن جوزي په کتاب «مناقب عمر بن الخطابرض» کې راځي، چې اميرالمؤمنين عمر بن خطابرض وويل:
«که دې داسې خبره تر غوږ شوه، چې ته يې ځورولې، ځان ترې ټيټ کړه، څو په سر دې (لکه هوا) تېره شي».
اې زما ملګريه!
د عقل له لسو څخه نهه برخې هوښياري په ځان ناګومانه اچولو کې ده.
د هرې خبرې په اورېدو مه تم کېږه او مه په هر ځواب پسې له شا منډې وهه؛ ځکه ته دې ته اړ نه يې، چې هر هغه شخړې ته ور ودانګې، چې نور د ورغواړي.
بې ګټې بحثونه او شخړې انسان کمزوری کوي؛ ځکه خو خپله انرژي د هغه کارونو لپاره وساته، چې رښتينی ارزښت لري.
ځينې جګړې داسې دي، چې ماتې پکې خوړل ډېره ترخه او بريا پکې دومره لويه خبره نه وي.
انګرېزان يو ښکلی ولسي متل لري، چې وايي: له خنځير سره په خټو کې مه غاړه غړۍ کېږه، ته به هسې چټل شې او هغه به خوند ورڅخه اخلي.
📖 کتاب: د عمر بن خطابؓ پیغامونه.
🖌️ لیکوال: د.ادهم شرقاوي.
🔖 ژباړن: نصیر محمد مشال.
#اسلام