05/06/2026
د ورځنیو پریشانیو حل او بدلون لپاره آسانه تګلارې: یو مهم اصل داده چې: (تاسو او ستاسو پریشانۍ دوه جلا شیان دي).
د ذهني فشار، تشویش (Anxiety) او زیات فکر کولو (Overthinking) د حل او بدلون لپاره اړینه ده چې پورته اصل په خپل ذهن کې رڼا او پیاوړی وساتو :
• موږ ډیری وختونه خپل احساسات او هیجانات خپل هویت یا پېژندنه (Identity) ګرځوو. مثلاً کله چې موږ وايو "زه پریشانه یم"، نو موږ خپل ځان او پریشاني یو ځای کوو. خو په حقیقت کې، تاسو او ستاسو پریشاني دوه بیل او مختلف شیان دي. همدا رنګه موږ د پریشانیو په وختونو کې خپل اصلي هویت او استقلال ته پاملرنه له لاسه ورکوو.
• حللاره: کوښښ وکړو چې له خپلو غوښتنو ، هیلو او احساساتو سره ځان ډېر ونه نښلوو. کله چې یو څوک دا ومني چې په ژوند کې پریشاني یوازې عارضي حالات دي او زموږ د وجود اصلي برخه نه ده، نو ذهني سکون ترلاسه کولو ته لاره خلاصیږي. ستونزه داده چې ځینې وختونه موږ په پریشانيو کې حل او په هغو کې ورک کیږو. یوه مهمه لاره داده چې خپل انساني او اسلامي شخصیت ته پاملرنه وکړو.
• د صبر ، استقامت او ابتلاء لوړو ژورو او د قرآني قیصو لوستل او له هغو څخه زده کړه زموږ اصلي شخصیت ته پیاوړتیا ورکوي.
همدا رنګه لاندې مهم ټکي هم د ژوند په کیفیت کې بدلون راوستلی شي:
۱. د "زه یم" او "زه لرم" ترمنځ توپیر
لکه چې پورته یادونه وشوه زموږ لویه غلطي دا ده چې موږ خپل احساسات خپله پېژندنه (Identity) ګڼو . مثلا:
• غلط تصور: که داسې تصور او ووایو "زه پریشانه یم." (دلته پریشاني ستاسو د وجود برخه شوه). په دې وضعیت کې په تاسو اغیز زیاتیږي او خپل استقلال له لاسه ورکوئ.
• سم تصور: "زه دا مهال د پریشانۍ احساس لرم." (دلته پریشاني یو عارضي شی دی چې د تاسو د وجود اصل نه دی). داسې تصور کول په تاسو د پریشاني اغیز کموي او تاسو خپل استقلال ساتلای شئ.
۲. د مشاهدې هنر زدکړه:
کله چې تاسو د خپلو فکرونو او ستونزو په اړه داسې فکر کول زدکړئ لکه یو بل شی ته چې ګوري، نو د هغو اغیز پر تاسو کمیږي.
• په حقیقت کې تاسو په خپل ذهن کې د خپلو فکرونو او احساساتو داسې مشاهده کوونکي یاست لکه: د تلویزیون یا کمپیتر صفحې یا سکرین لیدونکي نه پخپله هغه صحنه او یا فلم.
• په بل عبارت فکرونه د وريځو په څېر دي چې راځي او تیریږي، خو تاسو هغه اسمان یاست چې ثابت پاتې کیږي.
۳. له پایلو سره د ځان نه نښلول
د جلا کولو هنر دا معنی نه لري چې تاسو کار پریږدئ، بلکې معنی یې دا ده چې:
• خپله هڅه په پوره اخلاص وکړئ.
• خو خپله خوښي او ارامتیا یوازې په نتیجې پورې مه تړئ. کله چې انسان له نتیجې سره ډېر ځان وتړي، نو د ناکامۍ په صورت کې یې وجود ماتيږي.
۴. ولې دا تصور ضروري دی؟
که تاسو خپله ستونزه خپله پېژندنه یا هویت وګرځوئ، نو ذهن مو د حل په ځای په غبرګون (Reaction) اخته کیږي. کله چې ستونزه له ځانه جلا وګورئ:
• تاسو ته د حل لارې ښکاره کیږي.
• ستاسو په اعصابو فشار کمیږي.
• تاسو د "قرباني" (Victim) له احساس څخه وځئ.
یادونه: تر څو پورې چې موږ ستونزې او خپل ځان یو وبولو، تر هغه وخته د ذهني فشار دا کړۍ (Cycle) نه ماتیږي.