10/18/2026
څه وخت مخکې مو د یوې داسې یتیمې کورنۍ د کور د ترمیم لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه چې په کور کې هېڅ نارینه نه لري، همغه وو چې څو با احساسه وروڼو د خپل وس مطابق مرسته راولېږله، خو د کور د ترمیم لپاره یی بسنه نه کوله، دا دی یو با احساسه ورور چې تل له همدې لارې د با احساسه هېوادوالو لاسنیوی کوي، (۲۵۰۰۰) افغانۍ یې د دې یتیمې کورنۍ د کور د ترمیم لپاره مرسته وکړه. ان شاءالله چې د کور ترمیم ټولې چارې به مخته ورباندې یوړل شي.
الله دې د ده او نورو مرسته کوونکو ټولې روا هیلې پوره کړي.