Nations United Afg

Nations United Afg We are Nations United Afghanistan. A community from every corner of the world. It's time to unite and the time is now (today).

We have no political contacts and are solely individuals.خپلواکي، ملي ګټې، ملي ارزښتونه، پرمختک او د ملي يووالي ساتل مو هدف دی.

𝐓𝐡𝐞 𝐓𝐫𝐮𝐭𝐡 𝐁𝐞𝐡𝐢𝐧𝐝 𝐭𝐡𝐞 𝐒𝐢𝐥𝐞𝐧𝐜𝐞 𝐢𝐧 𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧𝐢𝐬𝐭𝐚𝐧For two days now, a profound silence has fallen over parts of Afghanistan. Th...
30/09/2025

𝐓𝐡𝐞 𝐓𝐫𝐮𝐭𝐡 𝐁𝐞𝐡𝐢𝐧𝐝 𝐭𝐡𝐞 𝐒𝐢𝐥𝐞𝐧𝐜𝐞 𝐢𝐧 𝐀𝐟𝐠𝐡𝐚𝐧𝐢𝐬𝐭𝐚𝐧

For two days now, a profound silence has fallen over parts of Afghanistan. The usual streams of information have dried up. The Taliban claim this is for "security," but I believe the truth is far more telling.

They are not shutting down communications to hide their strength, but to hide their defeat.

𝐓𝐡𝐢𝐧𝐤 𝐚𝐛𝐨𝐮𝐭 𝐢𝐭. A regime that is secure and winning doesn't need to plunge an entire nation into an information blackout. This is the action of a group that is desperate.

𝐇𝐞𝐫𝐞’𝐬 𝐦𝐲 𝐜𝐥𝐚𝐢𝐦: The Taliban are facing a major military or internal collapse, and this communication blackout is a smokescreen to allow them to run away or regroup without the world watching.

𝐓𝐡𝐞𝐲 𝐚𝐫𝐞 𝐮𝐬𝐢𝐧𝐠 𝐭𝐡𝐞 𝐝𝐚𝐫𝐤𝐧𝐞𝐬𝐬 𝐭𝐨 𝐡𝐢𝐝𝐞:

· Their retreat from advancing forces like ISIS-K or internal rivals.
· Their disarray and low morale as their fragile rule crumbles.
· The evidence of their failure and loss of control.

𝐓𝐡𝐢𝐬 𝐢𝐬𝐧'𝐭 𝐚 𝐩𝐨𝐰𝐞𝐫 𝐦𝐨𝐯𝐞; it's a panic move. They know that if the world saw their defeat in real-time, their image of invincibility would shatter instantly.

The silence isn't just oppressive—it's a confession. They are not the mighty rulers they pretend to be. They are a faction on the brink, trying to escape the consequences of their own failure.

کوچني اختر او افغان يتيمان.راځي چي دا کوچنی اختر د يتيمانو څره ولمانځو.راځي چي ۱۰۰۰ ماشومانو ته نوي جامې او سپلي واخلو. ...
05/03/2025

کوچني اختر او افغان يتيمان.
راځي چي دا کوچنی اختر د يتيمانو څره ولمانځو.
راځي چي ۱۰۰۰ ماشومانو ته نوي جامې او سپلي واخلو. جهل صدقه ، خيرات، سرسايو دلته جمع کړي.
پيپال لينک
https://www.paypal.com/donate?campaign_id=UTX6R2XTFUPBA

28/02/2025

*د ځان اصلاح او د ملي یووالي اړتیا*
په افغانستان کې روانو ستونزو ته د پای ټکۍ ایښودلو لپاره باید هر افغان ځان اصلاح کړي. په اوسني وضعیت کې، د نورو پر انتقاد او د هغوی په اړه فتوې ورکول آسانه دي، خو د هېواد د پرمختګ لپاره باید موږ خپل ځان و ارزوو او د خپلو کړنو مسئولیت واخلئ.
په افغانستان کې هر فرد او ګوند ځان په حقه او بل په ناحق ګڼي. دا ډول افکار د ټولنیز او سیاسي تفرقه سبب ګرځي. جهاد او اسلام باید د شخصي ګټو لپاره ونه کارول شي. جهاد د خلکو د فلاح، سولې او د ملي یووالي لپاره دی.
موږ باید د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره یووالی ته لومړیتوب ورکړو او د خپلو ګټو پر ځای د ملي ګټو لپاره کار وکړو.
*درنښت*
صافی

د طالبانو حکومتواليملايزم او کندهاريزمپه ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا د طالبانو پر حکومتوالۍ د نيوکو تازه لړۍ پيل شوې.ډيری...
17/02/2025

د طالبانو حکومتوالي
ملايزم او کندهاريزم

په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا د طالبانو پر حکومتوالۍ د نيوکو تازه لړۍ پيل شوې.
ډيری منتقادین په دې نظر دي چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې ملاهيبت الله د ملايزم تر څنګ په کندهاريزم باوري دی او له دې دواړو ور اېخوا نور هر څه ورته بې ارزښت دي، ځکه چې د طالبانو مشر په دې باور دی چې د ده هر ډول فرمان بايد ومنل شي او د مخالفت په ترڅ کې منتقادین بايد درانه مجازات او تر څيړنې لاندې ونيول.

د ملا هيبت الله ۹۰ فيصده فرمانونه چې له ښځو سره په دښمنۍ ولاړ دي، له دې فرمانونو سره يوازې هغه ملايان او يا هغه چارواکي موافق دي چې يا د هيبت الله په امر مقرر شوي او يا هم د کندهار اوسېدونکي.

هېوادوال په دې اند دي چې له ښځو سره په دښمنۍ کې هيبت الله نور ولایتونه او د دې ولايتونو خلک هير کړي او يا ورته هيڅ اهميت نه لري ځکه خو يې له لوړو پوړو چارواکو را نيولې تر کوچنيو چارواکو ټول کندهاريان ګومارلي دي.
دا چاره د دې سبب کيدلی شي چې بالاخره طالبان هم د مجاهدينو په سرنوشت اخته کړي خو درانه زيانونه به يې افاانستان تباه او برباد کړي.

16/02/2025

د يو راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د يو سلمان يا د ويښتانو جوړونکي سره په يو مارکېټ کې جنجال رامنځ ته شوی دی. د دې جنجال علت دا و چې دوی ادعا کوي چې دوی د خلکو ږيرې کموي يا خريي، کوم چې د دوی د بار بار خبرداریو سره مخالف دی. د عزت الله په نوم د همدې مارکېټ يو سپين ږيری چوکيدار د منځګړۍ لپاره مداخله کړې او د امر بالمعروف له کسانو يې غوښتي چې سلمان خوشې کړي او بيا به داسې نه کوي. د امر بالمعروف کسان پرې غوسه شوي او ورته يې ويلي: «ته څوک يې چې مداخله کوې؟» د دوی له لوري عزت الله شديد وهل شوی او خبرداری يې ورکړی چې که دغه موضوع دې رسنیزه کړه، نو بيا دې ګيله له ځانه کوي.

دا پېښه د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې د کارکوونکو د چلند يو بېلګه ده، کوم چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو له خوا د زياتي او ظلم په توګه پېژندل کېږي. د طالبانو حکومت دې ته اړتيا لري چې د خپلو کارکوونکو د چلند په اړه څېړنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د خلکو د حقوقو درناوی کوي.

د محمد ایمل د جنازی لپاره مرسته
15/02/2025

د محمد ایمل د جنازی لپاره مرسته

Iʼm raising money to د محمد ایمل د جنازی لپاره مرسته. Support this JustGiving Crowdfunding Page.

10/02/2025

د طالبانو پر حکومت ورځې تر بلې د خلکو باور له مينځه ځي

د طالبانو حکومت او د ولس تر مينځ واټن ورځ تر بلې مخ په پراخيدو دی.
درانه ماليات، رشوت، واسطه، توپيري چلند او داسې نور هغه عوامل دي چې خلک د طالبانو له روانې حکومتدارۍ تر پوزې رسيدلي.

داسې اسناد او شواهد شته چې د طالبانو تر واک لاندې د کابل په ترافيکو رياست کې هره ورځ په زرګونه او لکونه افغانۍ رشوت اخيستل کيږي او دغه رشوت ته لار وهونکي د همدغه رياست کارکوونکي دي.

له کابل څخه يو تن هېوادوال په را ليږل شوې ويډيو کې ويلي، د کابل د ترافيکو په رياست کې په قصدي ډول د موټر په اسنادو کې د ملکیت نومونه غلط ليکل کيږي او بيا د همدغو اسنادو د اصلاح لپاره زرګونه افغانۍ رشوت اخيستل کيږي.
زموږ دغه هېوادوال چې موږ يې هويت د امنيتي ستونزو له امله نشو شريکولی ويلي، په ترافيکو رياست کې مې دوه ځلې د موټر لپاره اسناد اصلاح کړل چې ۲۵۰۰ افغانۍ رشوت را څخه واخيستل شو.
د طالبانو په واکمنۍ کې د ترافيکو رياست فاسد د دغې ډلې د فاسدې حکومتوالۍ يوه نمونه ده.
د طالبانو تر واک لاندې په محکمو، رياستونو لکه پاسپورټ، تذکرې، وزارتونو لکه د کورنيو چارو، اقتصاد، عامې روغتيا او په تراسپورټ وزارتونو کې رشوت عام شوی او پرته له ډار په سپين سترګي اخيستل کيږي.

په هېواد کې له يوې خوا بيکارۍ او بلې خوا د طالبانو اداري فساد او رشوت د هېوادوالو ژوند تريخ کړی او څوک د شکايت حق نه لري، که چا غږ پورته کړ د نظام د تخريب په تور زندان ته اچول کيږي.
د افغانستان په څير يو غني هېواد اوس د نړۍ فقير او د تاريخ په اوږدو خپلواک او لرغونی هېواد اوس په يو زندان بدل شوی چې د خلکو باور پرې ورځ تر بلې کميږي.
افغانان با عزت ژوند او خپلواک افغانستان غواړي.

وابربیییژذته

مه پريږدئ‏په ډيرو سختیو مه پرېږدئ چې د پوهې دښمن زموږ په ذهنونو خپل جهالت راوتپي او هغه پلان چې دوی یو لوی نسل د تورو تی...
07/02/2025

مه پريږدئ

‏په ډيرو سختیو مه پرېږدئ چې د پوهې دښمن زموږ په ذهنونو خپل جهالت راوتپي او هغه پلان چې دوی یو لوی نسل د تورو تیارو کندو ته ورټیل وهي، بریالي شي.

روان حالت باید موږ بدل کړو، دا تر ټولو لوی ظلم دی چې زموږ له میلیونونو وګړو سره کیږي.
په زده کړو بندیز عادي مسله نه ده، بلکې تر ټولو مهمه مسله ده چې ښځې-نجونې له ښوونځي، پوهنتون او روغتیایي سکتور بې برخې کړل شي.
په دې سره واضح څرګندیږي چې دلته د روغتیا فعال سیستم د دوی کاروبار فلجوي.

د یوې لوستې او خپلواکې افغان مور بچی هېڅکله تروریست نه روزل کیږي، د دوی موخو لپاره به په څو پیسو نه اخیستل کیږي، نه به په هغه لومو کې لویږي چې دوی د دین په نوم کاروبار کې د خلکو سرونه شیندي.

په یوه ټولنه کې چې ښځه په خپلو پښو ودريږي، هغه ټولنه هېڅ قوت بیا له پښو نشي غورځولی.
همدا د یوې ټولنې د شاته پاتې کېدو لویه نښه ده چې ښځې وځپل شي او د کور تر څلورو دیوالو محدودې شي.

🇦🇫چې فکرونه بدل نه شي،🇦🇫
🇦🇫افغانستان نه بدليږي🇦🇫

04/02/2025

*دومخی دوست او څرګند دښمن: افغانستان د پنجاب تر فرهنگي یرغل لاندې🥀*

* لومړۍ برخه د فرهنگي یرغليزې ستراتيژۍ تیوریکي او تاریخي اړخونه تشریح کوي. دوییمه برخه د پنجاب فرهنگي ستراتيژي ارزوي. وروستۍ برخه، د پاکستان د دې یرغلیزي ستراتيژۍ د ځپلو لپاره مشخص وړاندیزونه وړاندې کوي.

دومخی دوست او څرګند دښمن: افغانستان د پنجاب تر فرهنگي یرغل لاندې
د مرکزي آسیا / آذربایجان د حکومتونو تر منځ د همغږۍ کنفرانس (AICC) په ناستې کې پنجاب د افغان ځوانانو لپاره د علامه اقبال تر نوم لاندې د ۴۵۰۰ بورسونو د دوییم پړاو خبر ورکړ. د رسمي خبرپاڼې له مخې، د دې بورسونو ۳۳ سلنه افغان نجونو ته ځانګړې شوي ده. په ورته وخت کې د اسلامي هېواد په غونډه کې چې دوی یې مشري کوله، د مېرمنو پر زده کړو یې ټېنگار وکړ.

د پنجاب دې اقدام او د دوه مخۍ ریښې د دوی د کلتوري ستراتيژۍ په مخرب پلې بوک[1] (Playbook) کې نغښتي دي، هغه څه چې د افغان د ملي ارادې د تسخیرولو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي. دا لڼده لیکنه د پنجاب دغه فرهنګی یرغل ارزوي او د ځپلو لپاره یې مشخص وړاندیزونه لري.

لومړۍ برخه: د فرهنګي یرغلونو تیوریکي بنسټونه او تاریخي اړخونه
تیوریکي اړخونه. په ستراتيژيکو ارزونو، پرېکړو او تګلارو کې د مقابل لوري جغرافیه، نفوس او مهارتونه، حیاتي زېرمې، متحدین، او د پرېکړو نیولو پروسې د پام وړ ځای لري.

د همدغو ارزونو له مخې، د دښمن د ماتولو، بې وسې کولو، بې وسلو کولو، او بې ارادې کولو یا ورسره سولې ته د رسېدو لپاره له ډول ډول تګلارو (لکه ډیپلوماسۍ، معلوماتي جګړې، پوځي جګړې، اقتصادي بندیزونو او نورو) څخه کار اخیستل کېږي. دلته یوازې پر فرهنګی ستراتېژۍ (چې د ډیپلوماسۍ یو برخه ده) تمرکز کوو.

کلتوري ستراتيژي په ځانګړي توګه، پر مقابل لوري د خپلو مفکورو، دودونو، نښانو او حتی افسانو د تحمیل په وسیله اجرا کېږي. ډېری وخت د تعلیمي بورسونو، علمي څېړنو، او د متخصصینو د مهاجرت (ذهنونو تېښتې) له لارې ترلاسه کېږي.[2]

په تیوریکي توګه، دهغو سرکشو ولسونو د ماتولو لپاره چې ماتې یې خوړلې؛ خو، خپل تاریخ نه هېروي، د خپلې خوښې نظام غواړي، او په ټوله کې د اطاعت رسۍ پر غاړه نه اچوي، داسې لارښوونه شوې ده:

«د هغه مات شوي هېواد د ساتلو لپاره، چې خلک یې خپل پخوانی وضعیت نه هېروي او په دوامداره توګه بغاوت کوي او هڅه کوي خپله پخوانۍ واکمنۍ بېرته راوگرځوي، باید له سختو او ظالمو حربو څخه کار واخیستل شي. باید دوی بې وسلې شي، د قوانینو چارچوب یې باید بدلون ومومي، هغه څه چې دوی یې خورا قیمتي او مقدس ګڼي، ترې واخیستل شي، او تبعید شي. د دوی ځمکې باید غضب شي، د دوی لوڼې باید په زوره سرتېرو ته واده شي، ټولې سوداګریزې اړیکې یې پرې شي، هنرمندان ترې واخېستل شي، عامه یا دولتي ودانۍ یې ویجاړې شي، یرغمل وساتل شي، غیر معمولي مالیات پرې ولګول شي، او په کلیو او بانډو کې پوځ ځای پر ځای شي تر څو دومداره وځپل شي.»[3]

بیټرییس هیوز
تاریخي اړخونه او بېلګې. د تاریخ په اوږدو کې کېدای شي ټولو امپراتوریو په یوه بڼه له تهاجمي فرهنګي ستراتېژيو گټه اخیستې وي او دغه لړۍ تر اوسه دوام لري. ځينې بیلگې یې په لاندې توگه دي:

۱) د مغولو سلطنت. کله چې د محمد بن تغلق تر مشرۍ لاندې، د هندي مغولو سلطنت (۱۳۲۵-۱۳۵۱ م) لاهور، کندهار، او پېښور لاندې کړل، تغلق د منګولو (چنگیزیانو) پر وړاندې یرغلیزه فرهنګی ستراتيژي خپره کړه. زرګونه پوهان، بیروکراتان، او سرتیري یې ځان ته جذب کړل چې په ترڅ کې منګول کمزوري شول.[4] ویل کېږي، د دې ستراتېژۍ په زړه کې په سیمې کې د مېشتو قومونو سره داسلامي ارزښتونو په رڼا کې اړیکې پالل، قومي مشرانو ته مادي او معنوي امتیاز ورکول او داسې نورو ځای درلود.

۲) د روم امپراتوري. روم هم د فتحو شویو سیمو او مخالفو هېوادونو څخه پوه مشران، سربازان، اداري مدیران د تابیعت په بدل کې جذبول. د مثال په توګه، د یوانان له فتحې وروسته یې ډیری یوناني پوهان روم ته د اشرافو د روزلو لپاره راوستل، چې په پایله کې یې یونان له ذهنی تشې سره مخ شو. له دې جملې څخه یو هم تاریخ پوه او فیلسوف پولیبیسو و چې د دوییمې میلادي پيړۍ په اوږد کې روم ته راوستل شو. نوموړي د روم اشرافو ته د یونان د تاریخ، فلسفې، او کلتور په اړه ښوونه کوله، چې د روم د فکري دودونو د پوهېدو لپاره خورا ارزښتناکه وه.[5]

۳) د عثماني امپراتورۍ. عثمانیانو به په بالکان کې بااستعداده مسیحي ځوانان هدف ګرځول[6]. د دغو هلکانو دین به اسلام ته بدلېده، روزل کېدل، او بیا به په مهمو اداري نظامي پوستونو کې ځای پرځای کیدل (ځینې له همدې لارې تر وزارتونو ورسېدل).

دوییمه برخه: د پنجاب فرهنګي ستراتيژي
افغانستان له لسیزو راهیسې د نړیوالو ستراتیژیو په څلورلارې کې ځای لري. داسې یو هېواد دی چې نه یوازې د خپلې سختې جغرافیې او بډایه تاریخ په وسیله پېژندل کېږي، بلکې د خپلواکۍ پر وړاندې د پرله پسې لوبو قرباني شوی هم دی.

اسلام آباد له لسیزو را په دې خوا، د افغان خاورې د فیلنډ کولو (Finlandization) یا ګارنیزون شوی افغانستان اجنډا پرمخ وړي، یعني بې وسه، بې طرفه او محدودې ملي واکمنۍ لرونکي افغانستان. د دغو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره په خپلو مخربو پلې بوکونو کې کڅوړې شوي طرحې لري، چې تر ډېره برېده ورته رسېدلی دی.[7]

اسلام آباد پوهېږي چې افغانانو ته اوسنی فیلنډ شوی/ ګارنیزون شوی افغانستان د منلو نه دی. نو ځکه په دې پړاو کې له یرغلیزې کلتوري ستراتيژۍ څخه کار اخلي. سیمې او نړۍ ته خپل کلتور مثبت او لوړ ښیي تر څو ټول قانع کړي چې د افغانستان چارې د دوی د پالیسو په حکمت پر مخ یوسي. یعنې څه؟

پولنډی هند پېژندونکی جان حیستر من په ۱۹مه پېړۍ کې یو افسانوي بحث کړی دی چې ګواکې د جنوبي آسیا شخړې د ښاریانو او شاته پاتې مغاره نشینانو تر منځ دی.[8] پنجابیانو همدغه افسانه د افغانستان په هکله پر یو عام روایت بدله کړې (کله له ولسمشر بایډن څخه هم اورېدل کېږي چې په افغانستان کې دولتونه او حکومتونه نتیجه نه ورکوي). له یوه لوري پنجابي ډیپلوماتان دغه روایت په بهر کې پر مخ وړي، له بل لوري یې په دننه اوسني ګارنیزون شوي افغانستان کې داسې یو نظام پر افغانانو حاکم کړی چې د ټولنې هر اړخ بیا تعریفوي. د ټکسي د رنګونو له بدلولو څخه د ملي سبمولونو تر نړولو پورې، ټول ترسره کوي. علمي او سیاسي رجال مو تېښتې ته اړ شوي. د عصري زده کړو پر ځای، افراطیات پر مخ وړي (زرګونه مدرسې جوړې شوي دي). د مېرمنو پر زده کړو او کار بندیزونه دومره څرګند دي چې اصلاً د یادولو نه دي.

په همدې روانه اونۍ کې اسلام آباد د اسلامي هېوادونو د لوی کنفرانس کوربه توب او مشري پر غاړه درلودله، چېرته یې چې په دوه مخۍ سره، د مېرمنو د ښوونې او روزنې غږ یې پورته کړ. په همدې ورځ یې په ازبکستان کې د علامه اقبال د بورسونو دوییم پړاو اعلان کړ. دا دواړه موارد د فرهنگي یرغلیزي ستراتيژۍ څرگند او تازه مثالونه دي.

د بورسونو په هکله، چې د دوی د همدې فرهنگي یرغلیزې ستراتيژۍ بنسټیزه پایه او ستون دی، همدومره ویل کفایت کوي چې پنجاب د لوستو افغان ځوانانو په منځ کې خپل موکلین رامنځته کوي. له پنجاب له خپل تاسیس څخه را په دې خوا، په سیمه کې له څو هېوادونه څخه جوړ او یوځای شوی لوی سنی مسلمان پاکستان خوبونه په سر کې لري. فینلډ شوی/ ګارنیزون شوی افغانستان یې یواځې پیل دی!

وروستۍ برخه: وړاندیزونه او پوښتنې
وروستۍ برخه: وړاندیزونه او پوښتنې

وړانديزونه

افغان لیکولان/ فعالان دې د پنجاب د دغې یرغلیزې ستراتېژۍ په هکله د خلکو ملي احساسات وپاروي. د مخنیوي لپاره دې د ملي مقاومت/ پاڅونونو غوښتنه وکړي (دا ملي پازه کېدای شي د د مدني حرکتونو، علمي بحثونو، غونډو او د کنفرانسونو له لارې هم ترسره شي).

بهر مېشته افغانان کولای شي د یو وجهي صندوق له لارې په هند یا بل هېواد کې له یوه پوهنتون سره هوکړې ته ورسېږي چې د علامه اقبال د بورسنو بدیل وړاندې کړي.

افغانان دې خپل داخلي یووالی خوندي کړي او د بلوڅو، سندیانو او فرضي کرښې هاخوا پښتنو د سپېڅلي ملي مقاومتونو ملاتړ دې وکړي.

په ټوله کې، باید خپل کلاسیک شتون او تاریخي ارزښتونه، چې زموږ د ملي کرکټر اساسات جوړوي، د ۲۱مې پېړۍ د نوو پرمختګونو سره په بشپړه همغږي او ملاتړ را ژوندي کړو. په دې توګه د خپل هېواد ملي کرکټر ته نوی ستراتېژیک دریځ، ځواک، او اعتبار ورکړو. د دې افغاني مزل د بشپړلو لپاره لوی فرصت په لاس کې لرو (د دې سپارښتنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، زموږ زموږ «د ملي کرکټر بحث: د ستراتيژيکې بېدارۍ اړتیا» لیکنه وګورئ).

بنسټيزې پوښتنې

پنجابیان جټان دي. په تاریخي بڼه، دوی د افغانانو د کلیو او کوڅو بنجاره ګان او درزیان پاتې شوي دي. نن زموږ نظامونه ړنګوي، ځوانانو مو په ذهني توګه غلاموي او نړۍ که د افغان ملي کرکتړ زیامنوي. د دې د مهارولو لپاره څه باید وشي؟

آیا تاسو د فیلنډ شوي / ګارنیزون شوي افغانستان په هکله فکر کوئ؟

د یو ځای شوی لوی سني مسلمان پاکستان د مخنوي لپاره څه باید وشي؟

آیاد د احمد شاه ابدالي برج اور افغانستان به بیا را ژوندی شي؟

ځوان افغانان څنګه قانع کولای شو تر څو د دغو بورسونو له ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي؟

پاى🥀

* کلتوري ستراتیژي او د پاکستان موخېکلتوري ستراتیژي د مفکورو، دودونو، نښانو او حتی افسانو د تحمیل په وسیله ترسره کېږي. دا...
03/02/2025

* کلتوري ستراتیژي او د پاکستان موخې

کلتوري ستراتیژي د مفکورو، دودونو، نښانو او حتی افسانو د تحمیل په وسیله ترسره کېږي. دا ډېری وخت د تعلیم، علمي بورسیو، او د تعلیم یافته متخصصینو د فرار (ذهنونو تېښتې) له لارې ترلاسه کېږي.

په دې وروستیو کې پاکستان د افغان ښځو لپاره د زده کړې بورسونه اعلان کړي دي، خو د دې هېواد تاریخ او نیت ته په کتو، دا یوه پوښتنه راپورته کېږي: ایا دا هڅه د افغانانو د حقیقي پرمختګ لپاره ده، که د کلتوري نفوذ یوه بله وسیله؟ پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې خپلې اجنډاوې ته وده ورکړي او د ذهنونو د کنټرول لپاره خپلې لارې چارې ولټوي.

موږ باید د داسې ظاهراً ښو اقداماتو تر شا اصلي موخې په دقت وڅېړو، ځکه د زده کړې په نامه، کلتوري تهاجم ته لار هوارېدای شي، چې پایله به یې د افغانانو لپاره اوږدمهاله زیان وي. موږ یوازې هغه تعلیم او پرمختګ منلی شو چې زموږ د ملي ارزښتونو او خپلواکۍ ساتنه وکړي.
چې فکرونه بدل نه شي🇦🇫
افغانستان نه بدليږي🇦🇫

د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلې دروازې او د طالبانو بې پروايي!نږدې څلور کاله په پوره کيدو دي چې طالبانو د افغان نجونو...
03/02/2025

د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلې دروازې او د طالبانو بې پروايي!

نږدې څلور کاله په پوره کيدو دي چې طالبانو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې.
افغان نجونو وژړل، فرياد يې وکړ، اعتراض يې وکړ خو کومه مثبته پايله يې نه لرله ځکه چې طالبانو له نجونو او ميرمنو سره د دښمنۍ قسم خوړلی دی.
د تعليم پر رڼايۍ د بنديز لږې ورځ نه وې تيرې شوې چې طالبانو د افغان نجونو پر وړاندې د عقدې بل قدم واخيست او د افغان نجونو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې چې د دوی د دغې ظلمانه پريکړو پر وړاندې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وښودل شول.
افغانانو د طالبانو دغه پريکړه د خپلو لوڼو له راتلونکي سره خيانت وبله او په طالبانو يې له دغو پريکړو د تيريدو غوښتنه وکړه، خو طالبانو لکه دا چې خدايي امر وي د نجونو تعليم او تحصيل سره لا عقديي چلند پیل کړ او د افغان نجونو پر مخ يې طبي انسيټيټوټونه هم وتړل.
مخکې له دې چې طالبان پر افغان خاوره واک تر لاسه کړي، د سولې لپاره د مذکراتو پر مهال د دې ډلې لوړپوړو چارواکو د ښځو تعليم، تحصيل او حقونه د دوی له شرعي حقونو وبلل. خو کله چې دوی د واک په ګدۍ کيناستل نو له افغان ولس او نړۍوالې ټولنې سره يې کړې ټولې وعدې ماتې او له افغان نجونو او ميرمنو سره يې دښمنۍ ته مخه کړه.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي او د دغې ډلې اوسني د سرې مياشتې ريس شيخ شهاب الدين دلاور هغه خبرې( ويډيو ) زرګونه ځل په ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې د نجونو د تعليم په اړه غږيدلی و.
شهاب الدين دلاور د نړيوالو رسنيو پر وړاندې ويلي وو» افغان نجونې کولای شي چې تر ليسانس او حتا تر دوکتورا پورې زده کړې وکړي او په دولتي دستګاه کې په لوړو بستونو کار کولای وکړي«.
خو اوسمهال شهاب الدين دلاور د خپلې کړې وعدې پر عملي کولو کې پاتې راغلی او د افغان نجونو پر وړاندې روان ظلم ته په مړو سترګو ګوري.
بل لور ته د طالبانو دغو ظلمانه پريکړو د افغان نجونو ژوند په جهنم بدل کړی چې له امله يې ډيری افغان نجونو د ځان وژنې، روانې ناروغۍ، جبري وادونه، بهرنيو هېوادونو ته مهاجرت او سلګونه نورې لوړې ژورې تجربه کړې.
په کمين کې ناست د افغانستان دښمنانو له موقع په ګټې اخيستنې د افغان نجونو لپاره تحصيلي بورسونه اعلان کړل، د مکار اوښکې يې توې کړې او د افغانستان اعظيم ملت يې نړۍ ته جاهل او د زده کړو د دښمن په توګه ور وپيژنده.

طالبانو د دغو ظلمانه پريکړو له امله، پرته له زيان بل هيڅ تر لاسه نه کړل خو د افغانستان دريم نسل يې هم د جهالت په لور روان کړ او د دغو عقديي پريکړو له امله به لا درانې بيې پرې کړي.
د طالبانو مشر هيبت الله د ښځو پر ضد لسګونه فرمانونه صادر کړل او د دغې ډلې د لوړو زده کړو وزير پر محصيلو نجونو د فحشا لسګونه تورونه ولګول.

طالبانو د افغان نجونو د تعليم او تحصيل په اړه، نه د نړۍ خبره اوري، نه د افغان ولس غوښتنه مني او نه د خپلو چارواکو غوښتنې په پام کې نيسي، ځکه چې دوی فکر کوي چې واک يې د ټوپک په زور تر لاسه کړی او حکومت به يې تلپاتې وي خو دوی په دې اړه فکر نه کوي چې په افغانستان کې په زور او جبر حکومتونو نه دوام کړی او نه به دوام وکړي بلکې په افغانه ټولنه کې به د ملا، طالب او مجاهد ځای نور شتون و نه لري او خلک به د دوی د دغو جاهلانه پرپکړو له امله له دين او ملا لا زړه توري شي.
کچيرته راتلونکی پسرلی يعنې د تعليمي کال له پيل سره د نجونو د تعليم او تحصیل دروازې نه پرانيستل کيږي او د ښځو د کار او د قانوني حکومت لپاره هڅې ونشي نو لرې نه ده چې!

په افغانستان کې يو ځل بيا د کورنۍ جګړې اور بل شي چې مسووليت به يې د طالبانو پر غاړه وي.

The Nations United Team
Pictures by elhan afzal

ژوندی، خپلواک، اباد او تلپاتې دې وي افغانستان.

Adres

Brussels

Meldingen

Wees de eerste die het weet en laat ons u een e-mail sturen wanneer Nations United Afg nieuws en promoties plaatst. Uw e-mailadres wordt niet voor andere doeleinden gebruikt en u kunt zich op elk gewenst moment afmelden.

Contact De Organisatie

Stuur een bericht naar Nations United Afg:

Delen