SHALL - شال

SHALL - شال SHALL social and developments organization committed to education, justice, and youth empowerment.

Freedom to Learn is a Human RightEvery woman and girl deserves the right to education without barriers.Learning empowers...
22/06/2026

Freedom to Learn is a Human Right

Every woman and girl deserves the right to education without barriers.

Learning empowers individuals, strengthens communities, and builds a more equal future.

When women learn, societies grow.

Support equal access to education for all.

په افغانستان کې ښځې لا هم د پراخو محدودیتونو، نیونو، او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي.دا وضعیت یوه فردي ستونزه نه ...
12/06/2026

په افغانستان کې ښځې لا هم د پراخو محدودیتونو، نیونو، او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي.
دا وضعیت یوه فردي ستونزه نه ده، بلکې د انساني کرامت ښکاره نقض دی.
هره ښځه د ژوند، ازادې او خوندیتوب حق لري، نه د وېرې او تبعیض ژوند.
شال بنسټ د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي کلکه غندنه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

12/06/2026

«کله چې د سودا اخیستو لپاره بازار ته ځم، زړه مې ډېر دربېږي. هره شېبه داسې احساس کوم، لکه مجرمه چې یم او د امر بالمعروف کسان به مې ونیسي.»

دا د کندهار ښار د یوې اوسېدونکې، بریښنا، خبرې دي؛ هغه ښځه چې وایي د ژوند تر ټولو عادي کارونه هم اوس د وېرې او اندېښنې سبب شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د ښځو د خوندیتوب، ازادې او بنسټیزو حقونو په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او کورنیو سرچینو وروستي راپورونه ښيي چې افغان ښځې نه یوازې له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومې شوې دي، بلکې د خپل‌سرو نیونو، فزیکي او رواني تاوتریخوالي او د دوامدارې وېرې له فضا سره هم مخ دي.

په دې وروستیو ورځو کې د هرات ښار څخه د لسګونو ښځو او نجونو د نیولو راپورونه خپاره شول. د راپورونو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور ونیولې. دغو نیونو پراخ غبرګونونه راوپارول او د ښار یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه وکړل.

اعتراض کونکو عدعا کوله چې په افغانستان کې ښځې په امن کې نه دي هره ورځ د طالبانو لخوا نیول کیږي ، ځورول کیږي او طالبان د خلکو په ناموس تعرض کوي.
یو تن اعتراض کونکی وایي: "موږ یي بیخي پوزي ته رارسولي یو طالبان د خلکو په ناموس تعرض کوي د حجاب د نه کولو تر نوم لاندي ښځي نیسي او زندانو ته یي اچوي او وهي یي».

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویلې یي دي چې د ښځو خپلسرې نیونې او د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارول د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي.

وروسته د ملګرو ملتونو یو شمېر خپلواکو کارپوهانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د شکنجې ضد کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته درناوی وکړي. هغوی د لاریونوالو پر وړاندې د «بې کچې زور» د کارولو راپورونه د اندېښنې وړ وبلل.

په داسې حال کې چې هرات د وروستیو نیونو مرکز ګرځېدلی، له کندهار څخه هم راپورونه وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ښځو ته د حجاب په تړاو نوي خبرداری ورکړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، هغو ښځو ته چې تور حجاب یې اغوستی و، ویل شوي چې که بیا په همدې ډول راووځي، وبه نیول شي.

د کندهار ښار یوه اوسیدونکې راحیله وایي:

«موږ ډېرې وېرېږو چې کله له کوره بهر وځو. مجبوره یو، ځکه خپل واړه ماشومان له ښوونځي راولو او بیا یې بېرته بوځو.»

بریښنا، چې د کندهار بله اوسېدونکې ده، وایي:

«طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی چې باید چادري واغوندي او یا له کوره راونه وځي. کله چې بازار ته ځم یا کوم بل کار لرم، زړه مې ډېر دربېږي او هر لوري ته د یوې مجرمې په څېر ګورم چې هسې نه د امر بالمعروف کسان مې ونیسي.»

د طالبانو محتسبین ټینګار کوي چې ښځې باید چادري واغوندي او له محرم پرته بازار ته ونه وځي.

خو ډېری افغان ښځې دا ډول محدودیتونه د خپلو بنسټیزو حقونو او انساني کرامت خلاف بولي. دوی وایي، د دې ټولنې مساوي وګړي دي او د زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون حق لري، نه دا چې یوازې د خپل جنسیت له امله له دوامدارو محدودیتونو او سپکاوي سره مخ شي.

یو شمېر نورې افغان ښځې هم وایي، وروستیو محدودیتونو د دوی ورځنی ژوند نور هم له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

یوه هراتۍ مېرمن وایي:

«اوس د طالبانو محتسبین د ښځو لاسونه او پښې هم ګوري. که د پوستکي یوه کوچنۍ برخه هم ښکاره شي، ستونزه ورته جوړوي.»

یوه بله مېرمن بیا وایي چې د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونیزو وسایلو د اخیستو په موخه بازار ته تللې وه، خو د امر بالمعروف کسانو ونیوله او وروسته د ۱۳ زره افغانیو په بدل کې خوشې شوه.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په محدودیتونو او نیونو نه دی محدود شوی.

څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د یحیی‌خېلو ولسوالۍ څخه هم د یوې ښځې د وژل کېدو خبر خپور شو.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دغه ښځه چې د درېیو ماشومانو مور وه، د نامشروع اړیکو د تور له امله د خپلې کورنۍ له لوري ووژل شوه.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي:

«دې ښځې واده کړی و او درې ماشومان یې لرل، خو کورنۍ یې یوازې د خلکو د خبرو له امله دا ښځه او یو بل کس ووژل. تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي دوی نامشروع اړیکې لرلې او یا چا یو ځای لیدلي وي.»

د راپورونو له مخې، د دې پېښې په تړاو د وژل شوې ښځې پلار، یو ورور او خاوند د قتل په تور نیول شوي او دا مهال تر عدلي څېړنو لاندې دي.

بشپړ راپور د لینک په کیکاږلو سره ولولئ:
https://katawaztimely.com/article/692

10/06/2026

سیلۍ د لر او بر افغان د ملي سنګر، تاریخي مزاحمت او ولسی مبارزې د مستندسازۍ، د سیاسي او کلتوري لیدلوري د پیاوړتیا او بډاینې، او د هر ډول کورنیو او بهرنیو استعماري روایتونو د کره کتنې او چاڼ لپاره یو ارزښتناک او په وخت اساسی ګام دی.

هیله لرو چې د ریښتوني سپرلي د ژوندبښونکو وږمو په څېر، د سیلۍ پیغام او فکر د لر او بر په هر بیابان او ګلستان کې خپور او روان وي؛ زړونو ته تازه ساه، ذهنونو ته روښانتیا او ولسي شعور ته نوې انرژي وبخښي، ترڅو د آزادۍ، عدالت او ملي ویښتیا څراغونه تل روښانه او بل پاتې شي.

https://sileymag.com

د سګریټو پرېښودل په حقیقت کې تر هغه ډېر اسانه دي چې موږ یې فکر کوو، ځکه هر څه له یوې کلکې پرېکړې او قوي ارادې څخه پیلېږي...
02/06/2026

د سګریټو پرېښودل په حقیقت کې تر هغه ډېر اسانه دي چې موږ یې فکر کوو، ځکه هر څه له یوې کلکې پرېکړې او قوي ارادې څخه پیلېږي. کله چې تاسو په خپل ذهن کې دا ومنئ چې له دې زیانمن عادت څخه ځان خلاصولی شئ، نو بدن مو هم سمدلاسه ستاسو ملاتړ کوي. د سګریټو له پرېښودو وروسته په لومړیو څو ورځو کې به تاسو احساس کړئ چې تنفس مو څومره اسانه شوی، د خوړو خوند او بوی مو ښه شوی، او ستاسو ورځنۍ بدني انرژي په حیرانوونکې توګه زیاته شوې ده. دا بدلونونه تاسو ته نوې هیلې درکوي او د پرېښودلو پروسه لا پسې خوندوره کوي.
د دې بهیر د لا اسانه کولو لپاره، یوازې یو څو کوچني بدلونونه راوستل کافي دي؛ لکه د ډېرو اوبو څښل، ځان په فزیکي فعالیتونو بوخت ساتل، او د سګریټو د هوس پر مهال خپل پام بل لوري ته اړول. هر کله چې تاسو د سګریټو لېوالتیا احساس کوئ، هغه پیسې او وخت مو په یاد راوړئ چې په دې کار مو بې ځایه مصرفول او اوس یې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره سپمولی شئ. په پایله کې، تاسو تر یوه واړه سګریټ ډېر ځواکمن یاست او دا پرېکړه به تاسو ته یو نوی، خوشحاله او له لوګي پاک ژوند ډالۍ کړي.

د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ ده، خو افغانې مېرمنې لا هم د سختو محدودیتونو او ظلم سره مخ دي. د تعلیم، کار او ټولنیز ګډون ...
11/03/2026

د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ ده، خو افغانې مېرمنې لا هم د سختو محدودیتونو او ظلم سره مخ دي. د تعلیم، کار او ټولنیز ګډون بندیزونه د دوی اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. شال بنسټ دا وضعیت د ښځو پر وړاندې ښکاره ظلم ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د تشو خبرو پر ځای عملي ګامونه واخلي، د ښځو حقونه تأمین کړي او د سرغړونو عاملین حساب ته راکاږي. دغه بنسټ ټینګار کوي چې د افغانو مېرمنو د حقونو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

The "SHALL" Foundation condemns in the strongest possible terms the recent airstrikes and missile attacks by the Pakista...
24/02/2026

The "SHALL" Foundation condemns in the strongest possible terms the recent airstrikes and missile attacks by the Pakistani military on Afghan soil, particularly targeting defenseless civilians, women, and children. These indiscriminate attacks are not only a blatant and unacceptable violation of Afghanistan's territorial integrity, airspace, and national sovereignty, but they also constitute a clear war crime in direct violation of international law and human rights.

We firmly believe that bombing Afghan civilians under the pretext of suppressing terrorist groups is a shared and shameful intelligence game. The Afghan people will never accept their homeland being turned into a safe haven for terrorists, only to be subjected to death and destruction by neighboring countries under that very pretext.

The "SHALL" Foundation strongly condemns the shameful silence of the international community regarding these tragic events and issues the following urgent demands:

• First: We call upon the United Nations, the UN Security Council, international human rights organizations, and global powers to break their silence and take immediate, practical action against Pakistan's brutal aggression and crimes against humanity.

• Second: The international community must apply severe diplomatic and economic pressure to compel Pakistan to immediately cease its intelligence interference in Afghanistan's internal affairs and halt its ongoing attacks on Afghan soil.

• Third: While expressing our deepest condolences to the victims of these tragedies, we emphasize that Afghanistan's destiny must be freed from the grip of foreign intelligence and state sponsors of terrorism. The sovereignty of this country must be returned to the true will of the Afghan people.

The Leadership of SHALL

https://shallafg.org/news/details/38

Access the detailed financial statements for the 2025 fiscal year. This report provides a transparent look at our revenu...
17/02/2026

Access the detailed financial statements for the 2025 fiscal year. This report provides a transparent look at our revenue, expenditures, and overall financial health. It includes our balance sheets and independent audit summaries to ensure complete fiscal accountability.

https://shallafg.org/news/details/37

Explore our comprehensive review of 2025. This report highlights our key milestones, strategic growth, and the impact of...
17/02/2026

Explore our comprehensive review of 2025. This report highlights our key milestones, strategic growth, and the impact of our initiatives over the past twelve months. Download the full report to see how we are delivering on our mission and planning for the future.
https://shallafg.org/news/details/36

هره شپه د خوب نه مخکې له ځان څخه یوه پوښتنه وکړئ: «نن مې د خپل ځان او خپلې ټولنې لپاره کوم مثبت کار وکړ؟» که ځواب «هیڅ» ...
26/01/2026

هره شپه د خوب نه مخکې له ځان څخه یوه پوښتنه وکړئ: «نن مې د خپل ځان او خپلې ټولنې لپاره کوم مثبت کار وکړ؟» که ځواب «هیڅ» و، نو پوه شئ چې د ژوند یوه ورځ مو په تاوان کې تېره کړه. شعوري ژوند یعنې د خپل وخت او کړنو محاسبه لرل.

Address

Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SHALL - شال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share