18/12/2025
دا د ۱۹۱۷م کال کیسه ده. د عراق په غرونو کې برتانوي جنرال سټانلي ماوډ له یوه شپانه سره مخامخ شو.
جنرال د شپانه لور ته وکتل او خپل ژباړن ته یې وویل: «ورته ووایه، جنرال به تا ته یو پونډ درکړي، خو په بدل کې به خپل سپی حلالوې.»
سپی د شپانه لپاره ډېر مهم و؛
همدې سپي یې رمې څرولې،
لیرې تللې وزې یې بېرته راوستلې،
او له وحشي ځناورو یې درمې ساتنه کوله.
خو د یو پونډ ارزښت د نیمې رمې نه هم زیات و. شپانه دا هر څه په ذهن کې تېر کړل، د حرص مسکا یې پر څېره خپره شوه، سپی یې راوست او د جنرال په پښو کې یې حلال کړ.
جنرال بیا وویل: «که د سپي څرمن هم وباسې، نو بل پونډ به هم درکړم.»
شپانه په خوشحالۍ د سپي څرمن هم وایسته.
جنرال بیا وویل: «که یې غوښه ټوټې ټوټې هم کړې، نو یو بل پونډ هم درکوم.»
شپانه دا وړاندیز هم بې له ځنډه ومنه.
جنرال درې پونډه ورکړل او روان شو.
لا یې څو ګامه نه و اخیستي چې د شا له خوا یې د شپانه غږ واورېد. شپون ورپسې روان و او ویل یې: «جنرال صاحب! که زه د سپي غوښه وخورم، نو یو بل پونډ به هم راکړې؟»
جنرال په انکار سر وخوځاوه او ویې ویل: «ما غوښتل ستا ذهنیت او ارزښت وازمایم.
تا یوازې د درې پونډو لپاره خپل سپی، خپل تر ټولو مهم ملګری، وواژه؛
څرمن دې ترې وایسته،
ټوټې دې کړ،
او اوس د څلورم پونډ لپاره د هغه خوړلو ته هم تیار یې.
همدا خوی او همدا سوچ ما ته پکار و.»
بیا جنرال خپلو ملګرو ته مخ واړاوه او ویې ویل: «د دې قوم د خلکو فکر همدا دی؛ له دوی څخه هېڅ وېره مه کوئ.»
دا کیسه د ډاکټر علي الوردی د عربي کتاب
«لمحات اجتماعية من تاريخ العراق»
څخه اخیستل شوې ده.