د لغمان ولایت د گونگیانو اتحادیه

د لغمان ولایت د گونگیانو اتحادیه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د لغمان ولایت د گونگیانو اتحادیه, Charitable organisation, Laghman Velayat, Mehtarlam City, Gulfat Road, Madina Sahel Sehat Plaza, 2nd Floor, Office No. 11, Laghman.

زما ګرانو ملګرو، خوشحالي بار ډېر ښکلی دی. ♥️♥️My dear friends, Khushali Bar is very beautiful.♥️♥️
27/03/2026

زما ګرانو ملګرو، خوشحالي بار ډېر ښکلی دی.
♥️♥️

My dear friends, Khushali Bar is very beautiful.

♥️♥️



محترمو ورونو!السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته *د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت تاسو او ستاسو کورنۍ ته خپلې صمیمانه مبارکۍ ...
19/03/2026

محترمو ورونو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

*د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت تاسو او ستاسو کورنۍ ته خپلې صمیمانه مبارکۍ وړاندې کوم.*

*اختر مو مبارک شه*

الله تعالی دې ستاسې ټول عبادات قبول کړي او دا مبارکه ورځ دې ستاسو لپاره د رحمت، مغفرت، برکت، سولې، خوښۍ او ستاسو ژوند له روغتیا، عزت او کامیابیو ډک کړي او دا مبارکه ورځ دې درته بختوره وګرځوي.

په درنښت،
د لغمان ولایت د ګونګيانو اتحادیې
ستاسو ورور:- حکمت الله "عابد"

د افغانستان د ګونګیانو  ټولنې د نوم لیکنېخــــــبرتیا:د درنو غړو او ګونګیانو ته په درنښت:موږ خوشحاله يو چې تاسو ته د افغ...
30/01/2026

د افغانستان د ګونګیانو ټولنې د نوم لیکنې

خــــــبرتیا:

د درنو غړو او ګونګیانو ته په درنښت:

موږ خوشحاله يو چې تاسو ته د افغانستان د ګونګیانو اتحادیې
له خوا د نوم لیکنې خبر درکوو.
دا په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره دی چې غواړي له اتحادیې سره یو ځای شي او په رسمي ډول د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.
هغه کسان چې غواړی د ټولنې رسمي غړي شي او خپل مهارتونه او تجربه له موږ سره شریکه کړي، کولای شي د اتحادیې دفتر ته مراجعه وکړي.
د نوم لیکنې شرایط:
درخواست ورکونکي باید دوه قطعې عکسونه ، د پېژندپاټې کاپي، او دفتر له خوا ورکول شوی فورم په بشپړه توګه ډک کړي.

د اتحادیې اړیکه: - ۰۷۸۷۳۳۷۰۵۰ / ۰۷۴۷۲۸۸۸۸۱

پته : لغمان ولایت ، مهترلام ښار،
ګل پاچا الفت واټ مدینه ساحل صحت پلازه دوهم منزل دفتر نمبر ۱۱

The head of the Afghanistan Deaf Union met and discussed with a number of government officials today. In the meeting, th...
22/01/2026

The head of the Afghanistan Deaf Union met and discussed with a number of government officials today. In the meeting, they discussed the challenges, needs, and solutions to improve the situation of the deaf in the sectors of education, employment, and social services..

د افغانستان د کڼو ټولنې مشر نن د یو شمېر حکومتي چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې په دې غونډه کې، دوی د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره د ننګونو، اړتیاوو او حل لارو په اړه بحث وکړ.

د لغمان اقتصاد رئیس سره د یاد ولایت د ګونګیانو اتحادیې مسؤلینو لیدنه وکړه!شنبه د قوس ۲۹مهد لغمان ولایت د ګونګیانو اتحادی...
29/12/2025

د لغمان اقتصاد رئیس سره د یاد ولایت د ګونګیانو اتحادیې مسؤلینو لیدنه وکړه!

شنبه د قوس ۲۹مه

د لغمان ولایت د ګونګیانو اتحادیې مسؤلینو د لغمان د اقتصاد رئیس سره لیدنه وکړه او د یادې اتحادیې اړوند ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې.

د اتحادیې مسؤلینو وویل چې ګونګي وګړي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې پکې د کار موندنې نشتوالی، د حرفوي زده کړو محدود فرصتونه، د روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې، د تعلیمي اسانتیاوو کمښت، او د مرستندویه بنسټونو د پاملرنې نشتوالی شامل دي. همداراز یې ټینګار وکړ چې د دوی د ټولنې غړي ځانګړو پروګرامونو او دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.

د لغمان د اقتصاد رئیس د اتحادیې مسؤلینو ستونزې په پوره دقت واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د ګونګیانو اتحادیې ټولې ستونزې او غوښتنې به له اړوندو ادارو، خیریه بنسټونو او همکارو موسسو سره شریکې کړي، څو د امکان تر بریده ورته عملي حل لارې ولټول شي. نوموړي زیاته کړه چې ولایتي اداره هڅه کوي د معلولینو، په ځانګړي ډول د ګونګیانو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د هغوی د ژوند شرایط ښه کړي.

31/08/2025

خبرتیا/اطلاعیه
‎د عدلیې وزارت د همغږۍ عمومي ریاست او د ټولنېزو چارو ریاست په اراده او نظر سره، د ټولنې د ښه تنظیم په موخه، د افغانستان د کاڼو (ناشنوایانو) اتحادیې ته د ټولنو او خیریه موسسو د طرزالعملونو سره سم د فعالیت جواز ورکړل شوی دی.

#وزارت عدلیه
#د عدليې وزارت

Address

Laghman Velayat, Mehtarlam City, Gulfat Road, Madina Sahel Sehat Plaza, 2nd Floor, Office No. 11
Laghman

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د لغمان ولایت د گونگیانو اتحادیه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share