09/07/2025
🎓 د استرالیا سکالرشیپونه | Flinders University
استرالیا د راتلونکي تحصیلي کال لپاره د Flinders University AGRTP Scholarship 2026 in Australia تر نوم لاندې سکالرشیپونه اعلان کړي دي، دا سکالرشیپونه د ماسټري او دوکتورا په کچه محصلان مني؛ د دې سکالرشیپونو زده کړې به د څېړنې یا ریسرچ پر بنسټ وي.
د یادولو وړ ده چې دا سکالرشیپونه بشپړ رقابتي دي او لوړ شرایط لري، تاسو یې لومړی شرایط ولولئ، د اسنادو په برخه کې یې چک لست وګورئ او بیا اپلای وکړئ.
📍خلاصه:
▫️ هیواد: استرالیا
▫️ پوهنتون: Flinders University
▫️ د زده کړو کچه: ماسټري او دوکتورا
▫️ د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د 2025ز کال د اګسټ 18مه
📚 شامل پروګرامونه:
ټولې هغه څانګې چې په یاد پوهنتون کې شامل دي، د انجنیري، ساینس، اقتصاد او ټولنیزو علومو په ګډون بېلابېلې څانګې.
💰 د سکالرشیپ امتیازات:
✔️ د زده کړو فیس.
✔️ د کال 35,000 استرالیايي ډالر د ژوند لګښتونو لپاره
✔️ 1,485 استرالیایي ډالر د طیارې تکت لپاره
🧠 ځانګړتیاوې:
دا د ریسرچ (Research) پر بنسټ سکالرشیپ دی.
د ماسټري یا دوکتورا لپاره غوښتنه وکړئ.
د پوهنتون ټول شرایط پوره کړئ (علمي وړتیا، ریسرچ وړتیا، او نور)
📄 اړین اسناد:
پاسپورت.
د څېړنې لپاره سوپروایزر Supervisor
تر 5 پورې خپرې شوې علمي مقالې
که مو مقالې له ۵ ډېرې وي نو په CV کې یې یادونه وکړئ.
دیپلوم + ټرانسکریپټ
ریسرچ پروپوزل (Max 500 کلمې)
دوه سپارښت لیکونه (Recommendation Letters – د پوهنتون ځانګړی فارم لري)
📝 د اسنادو نومونه مو باید په لاندې ډول وي:
مثال: Nuristani_Transcript یا Ahmadi_Research Proposal
🌐 د نوم لیکنې او معلوماتو لپاره لاندې هر لېنک په جلا جلا ډول شریکوو.
▶️ د اپلای لپاره لینک:
🔗 https://www.flinders.edu.au/international/apply/apply-research-degree/how-to-apply
▶️ د پوهنتون د راجستریشن لینک چې د سکالرشیپ اپلای لپاره اړین دی:
🔗 https://student-flinders.studylink.com/index.cfm?event=security.showLogin&msg=eventsecured&fr=sp&en=default
▶️ د سوپروایزر موندلو لپاره لینک:
🔗 https://www.flinders.edu.au/international/apply/apply-research-degree/find-research-supervisor
📌 د سکالرشیپ چیک لیست:
🔗 https://t.me/winfutureaf1/144
🌍 د انګلیسي ژبې شرطونه: د ټافل یا ایېلټس سند اړین دی؛ د بېلابېلو څانګو لپاره یې نمرې توپیر لري نو هرې څانګې ته چې اپلای کړئ، نمرې یې وګورئ.
🚀 دا سکالرشیپونه ډېر رقابتي دي خو ناممکن ندي، ستاسو دوامداره هڅې تاسو تر بریا رسولای شي.
#بورس