خوست صنایعو او کانونو خونه Khost Chamber of Industries & Mines

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • خوست صنایعو او کانونو خونه Khost Chamber of Industries & Mines

خوست صنایعو او کانونو خونه Khost Chamber of Industries & Mines دا خونه یوه غیر حکومتي، غیر سیاسي او غیر انتفاعي بنسټ دی او موخه یې د صنعت او کانونو پیاوړتیا ده

12/07/2026
04/07/2026

سنوفارما له لوري د وړیا روغتیايي کمپ خبرتيا!

د سنو فارما د درملو تولیدي سهامي فابریکې له لوري، د هېوادوالو د روغتیا د ملاتړ او د خپل ټولنیز مسؤلیت د ادا کولو په موخه، د دوو ورځو لپاره (یکشنبه او دوشنبه) د شکرې، لوړ فشار او د زړه ناروغیو اړوند وړیا روغتیايي کمپ جوړېږي.

په دې کمپ کې به مجرب متخصص ډاکټران ستاسو روغتیايي معاینات ترسره کړي، اړینې طبي مشورې به درکړي او د اړتیا په صورت کې به درمل هم په بشپړ ډول وړیا درکړل شي.

یادونې:
• معاینه، تشخیص، طبي مشوره او درمل ټول په بشپړ ډول وړیا دي.
• مهرباني وکړئ د راتګ پر مهال خپلې پخوانۍ نسخې او طبي معاینات له ځان سره راوړئ.
• د شکرې ناروغان دې د معاینې له ترسره کېدو مخکې له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړي، ترڅو د شکرې معاینات په دقیق او باوري ډول ترسره شي.

د کمپ موده: یکشنبه او دوشنبه (د دوو ورځو لپاره)
وخت: د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه د مازیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې
غرفه: K-VIP-06
پته: د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز، چمن حضوري، کابل، افغانستان
ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکول کېږي چې له دې وړیا روغتیايي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.

24/06/2026

درنو صنعتکارانو او معدنکارانو!

ایا پوهېږئ؟!
د صنعت او معدن اونۍ په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې يوازې 10 محدودې غرفې پاتې دي!

دا ستاسو لپاره یو ځانګړی فرصت دی؛ ترڅو خپل تولیدات او محصولات زرګونو لیدونکو ته ور وپېژنئ.

همداراز دا نندارتون تاسو ته له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د نوو سوداګریزو اړیکو د جوړولو فرصت هم برابروي؛ ترڅو خپلو محصولاتو ته نوي بازارونه ومومئ.

د صنعت او معدن په سکتور کې مو خپل برانډ پیاوړی او حضور مو روښانه کړئ.

وخت ډېر کم دی او غرفې په چټکۍ سره ډکېږي، نو بېړه وکړئ د غرفې ترلاسه کولو لپاره د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز ته مراجعه وکړئ.
======
صنعتکاران و معدنکاران گرامی!

آیا می‌ دانید؟!

در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی هفته صنعت و معدن، تنها 10 غرفه محدود باقی مانده است!

این یک فرصت ویژه برای شماست تا تولیدات و محصولات خود را به هزاران بازدید کننده معرفی کنید.

همچنین این نمایشگاه زمینه ایجاد روابط تجاری جدید با سرمایه‌ گذاران داخلی و خارجی را برای شما فراهم می‌ سازد تا برای محصولات خود بازارهای تازه پیدا کنید.

برند خود را در بخش صنعت و معدن تقویت کرده و حضور خود را پررنگ‌ تر سازید.

زمان بسیار محدود است و غرفه‌ ها به‌ سرعت در حال تکمیل شدن هستند؛ بنابراین برای دریافت غرفه هرچه زودتر به مرکز نمایشگاه‌ بین‌المللی افغانستان مراجعه نمایید.

این نمایشگاه از تاریخ ۱۰ الی ۱۶ ماه سرطان ۱۴۰۵، به مدت هفت روز در مرکز نمایشگاه‌ بین‌المللی افغانستان برگزار می‌ گردد.

آدرس: چمن حضوری، مرکز نمایشگاه‌ بین‌المللی افغانستان، کابل
0780974342 – 0728222246
0700707807 – 0777622700

‌المللی




08/06/2026

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د پرایم زراعتي صنایعو شرکت له رئیس سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، محترم الحاج نورالدین عزیزي، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان جمهوریت د پرایم زراعتي صنایعو شرکت له رئیس، محترم مراد قدرتوف، سره وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلي قدرتوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ښو اړیکو او متقابل حسن نیت څخه خوښي څرګنده کړه او د خپل شرکت له لوري یې ازبکستان، د روسیې فدراسیون او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

نوموړي زیاته کړه چې د پرایم زراعتي صنایعو شرکت په کلني ډول د ۲۰۰۰ ټنه تازه مېوو، په ځانګړي ډول ګیلاس، زردالو، آلو، مڼو او انارو د صادراتو ظرفیت لري او یاد محصولات لومړی ازبکستان او وروسته د روسیې فدراسیون او اروپايي بازارونو ته صادروي.

ورپسې محترم الحاج نورالدین عزیزي د یادې طرحې هرکلی وکړ او د افغانستان د زراعتي محصولاتو د صادراتو د پراختیا په برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او لازمې اسانتیا برابرولو ډاډ ورکړ.

دغه لیدنه د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د نویو صادراتي بازارونو د موندلو او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې.

د قطر هېواد په دوه ویشتم نړیوال نندارتون کې د ګډون خبرتیا!په قطر هېواد کې د ساختماني ټکنالوژۍ، صنعتي تولیداتو او عصري تج...
04/06/2026

د قطر هېواد په دوه ویشتم نړیوال نندارتون کې د ګډون خبرتیا!

په قطر هېواد کې د ساختماني ټکنالوژۍ، صنعتي تولیداتو او عصري تجهیزاتو دوه ویشتم نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ میلادي کال د جون له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د دوحې د نندارتونونو او کنفرانسونو په مرکز (DECC) کې ترسره کېږي.

له همدې امله، د هېواد له ټولو صنعتکارانو، پانګوالو او متشبثینو څخه غوښتنه کېږي چې د یاد نړیوال نندارتون د ګډون له فرصت څخه ګټه پورته کړي او د خپلو محصولاتو، تولیداتو او خدماتو د معرفۍ ترڅنګ له نړیوالو بازارونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د نوم ليکنې او لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ته مراجعه وکړئ.
======
اطلاعیه اشتراک در بیست ‌و دومین نمایشگاه بین‌المللی کشور قطر!

بیست‌ و دومین نمایشگاه بین‌المللی تکنالوژی ساختمانی، تولیدات صنعتی و تجهیزات عصری از تاریخ ۹ الی ۱۱ جون سال ۲۰۲۶ میلادی در مرکز نمایشگاه ‌ها و کنفرانس‌ های دوحه (DECC) در دولت قطر برگزار می‌ گردد.

بدین‌ وسیله از تمامی صنعتکاران، سرمایه‌گذاران و متشبثین کشور دعوت به عمل می ‌آید تا از فرصت اشتراک در این نمایشگاه بین‌المللی استفاده نموده و ضمن معرفی محصولات، تولیدات و خدمات خویش، روابط تجارتی خود را با بازارهای بین‌المللی گسترش دهند.

جهت ثبت ‌نام و کسب معلومات بیشتر می ‌توانید به اتاق صنایع و معادن افغانستان مراجعه نمایید.

د لوی اختر د مبارکۍ پیغامد خوست د صنایعو او کانونو خونې له لوريبِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِد لوی اختر په مناسبت د...
27/05/2026

د لوی اختر د مبارکۍ پیغام
د خوست د صنایعو او کانونو خونې له لوري

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د لوی اختر په مناسبت د خوست د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه، د مدیره هیئت غړي او عامل پلاوی د افغانستان ټولو درنو صنعتکارانو، سوداګرو، کان‌پانګوالو، متشبثینو او په ځانګړي ډول د خوست قدرمن ولس ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

لوی اختر د قربانۍ، ورورولۍ، یووالي، مینې او انسانیت ستر اسلامي پیغام له ځان سره لري. هیله ده چې دا مبارکې ورځې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د تلپاتې سولې، اقتصادي ودې، ملي یووالي او هوساینې سبب وګرځي.

موږ باور لرو چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د صنعت، تولید، پانګونې او طبیعي زېرمو د سالم مدیریت له لارې شونې ده، او په همدې موخه به د خوست د صنایعو او کانونو خونه د خپلو صنعتکارانو او پانګوالو ترڅنګ په پوره ژمنتیا ولاړه وي.

الله تعالی دې زموږ قربانۍ، عبادتونه او نېکې دعاګانې قبولې کړي، او دا اختر دې د هر افغان کور ته د خوښۍ، سوکالۍ او برکت پیغام راوړي.

اختر مو مبارک!

په درنښت
د خوست د صنایعو او کانونو خونې مشرتابه
د مدیره هیئت غړي
او عامل پلاوی
(KCIM)

26/05/2026

د «صنعت او معدن اونۍ» د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د نېټې د بدلون خبرتیا!

د «صنعت او معدن اونۍ» پنځم ملي او نړېوال نندارتون، چې ټاکل شوې وه د ۱۴۰۵ل کال د جوزا میاشتې له ۲۳مې تر ۲۹مې نېټې پورې ترسره شي، د ترسره کېدو په نېټه کې بدلون راغلی او اوس به د راتلونکې سرطان میاشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې د افغانستان نړېوال نندارتون په مرکز کې ترسره شي.

په دې نندارتون کې صنعتي او معدني لاسته راوړنې، د تولیدي سکتور نوښتونه، د ځان بسیاینې فرصتونه، د همکارۍ زمینې، سالم رقابت، کارموندنه، اقتصادي کنفرانسونه او د B2B غونډې شاملې دي.
د یاد نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صادراتو پراختیا، د پانګونې جذب، د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د ملي اقتصاد وده او د کاري فرصتونو برابرول دي.

د غرفې نېولو لپاره همدا نن د افغانستان نړېوال نندارتون مرکز ته مراجعه وکړئ او د هېواد په صنعتي، معدني او اقتصادي وده کې خپل رول ادا کړئ.

پته: چمن حضوري، د افغانستان نړېوال نندارتون مرکز.
د اړېکو شمېره:
0780974342-0728222246
0700707807-0777622700

 #د  #مبارکۍ  #او  #مننې  #پیغامد خوست د صنایعو او کانونو خونې د رهبرۍ، غړو او د ټولو صنعتکارانو په استازیتوب، محترم ظری...
24/05/2026

#د #مبارکۍ #او #مننې #پیغام

د خوست د صنایعو او کانونو خونې د رهبرۍ، غړو او د ټولو صنعتکارانو په استازیتوب، محترم ظریف‌ ګل (ځدراڼ) ته د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له لوري د «امارتي ادارو سره د صنعتي اسانتیاوو د چارو د سلاکار» په مهم او ارزښتناک مسئولیت د ټاکل کېدو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.

محترم ظریف‌ ګل (ځدراڼ) د صنعت او کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د صنعتکارانو د ستونزو د حل، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او د صنعتي چارو د اسانتیا په برخه کې تل نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. نوموړي د خپلو مسؤلیتونو پر مهال د صنعتکارانو د ملاتړ، د اجراآتو د چټکتیا، د پانګوالو د باور د زیاتوالي او د صنعتي سکتور د پرمختګ لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي دي.

همداراز، هغه د بېلابېلو ادارو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، د صنعتکارانو د حقونو په دفاع او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د یو ژمن، فعال او خدمتګار شخصیت په توګه ځانګړی رول ترسره کړی دی، چې د صنعتکارانو ترمنځ یې ځانګړی باور او درناوی خپل کړی دی.

موږ د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له محترم مشرتابه څخه هم د زړه له کومې مننه کوو، چې د وړتیا، تجربې او ژمنتیا پر بنسټ یې دا مهم مسئولیت یو اهل او مسلکي شخصیت ته وسپاره.

د خوست د صنایعو او کانونو خونه د ټولو صنعتکارانو په استازیتوب محترم ظریف‌ ګل (ځدراڼ) ته په دې نوې دنده کې د لا زیاتو بریاوو، نېکو لاسته راوړنو، دوامدارې روغتیا او کامیابۍ هیله کوي، ترڅو د هېواد د صنعت او اقتصادي ودې لپاره لا ډېر اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

په درنښت
د خوست د صنایعو او کانونو خونه
د خوست ولایت ټولو صنعتکارانو په استازیتوب

Address

بلندمنزلو لاین محمدي جومات دروازې ته مخامخ لمر پلازه
Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خوست صنایعو او کانونو خونه Khost Chamber of Industries & Mines posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share