Scholarly Youths علمي ځوانان

Scholarly Youths علمي ځوانان Empowering Youths through knowledge

خبرتيا:د یکشنبې ماخستن لس بجې د علمي ځوانانو نړۍ په انلاین بڼه د یوې شانداري مشاعرې کوربه ده.په دې مشاعره کي به د شاعران...
27/08/2026

خبرتيا:
د یکشنبې ماخستن لس بجې د علمي ځوانانو نړۍ په انلاین بڼه د یوې شانداري مشاعرې کوربه ده.
په دې مشاعره کي به د شاعرانو او لیکوالانو د ګروپ درانه ملګري زموږ سره د ځانګړو میلمنو په توګه خپل شعرونه او انتخابونه شریک کړي.
هیره دي نه وي، چي زموږ له منځه هم هر کس خپل شعر یا ترنم چمتو کولای سي.

تاریخ: ١٤٠٥ سنبله ٨ (يک شنبه) د شپې ١٠ بجې.
بڼه: د ګوګل میټ د لاري

د علمي ځوانانو نړۍ لخوا تېره شپه نهه ویشتم ویبنار ترسره سو.یاد ویبنار "مهارت، د تعلیم ترڅنګ یوه لویه پانګه ده" تر عنوان ...
24/08/2026

د علمي ځوانانو نړۍ لخوا تېره شپه نهه ویشتم ویبنار ترسره سو.

یاد ویبنار "مهارت، د تعلیم ترڅنګ یوه لویه پانګه ده" تر عنوان لاندي د محترم استاد حافظ احمد نعماني لخوا وړاندي سو.
د تل په څېر زموږ مجلس د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره راپیل سو.
د مقدمې په ترڅ کښي ښاغلي نعماني صاحب ذکر کړل، چي د دیني یا عصري تعلیم ترڅنګ د یو شخص لپاره د کسب یا مهارت زده کول ضروري دئ. که موږ وګوره دا یو قیسم پانګونه ده. اسلام د علم، زدکړي او ګټورو کارونو دین دئ. الله تعالی' انسان ته د علم، زدکړي او پرمختګ توان ورکړی دئ. په اسلام کي یوازي د دیني علومو زدکړه نه، بلکي هر هغه عمل چي انسان، ټولني او بشریت ته خیر رسوي، ارزښتمن او ګټور بلل کېږي.
نوموړي د خپلي موضوع په ادامه وویل، چي د اسلام مبارک دین د قران اعظم الشان د سورة العلق د لومړی آیت پر بنسټ مسلمانان زدکړي او پوهي ته هڅوي. د همدې آیت ترڅنګ د رسول الله(ص) د حدیث شریف په تاید، چي قوی مؤمن الله تعالی' ته د کمزوري مؤمن څخه غوره او محبوب دئ. د قوي مؤمن څخه هدف دا نه دئ، چي هتمن دي یو سړی زورو او جنګي وي، یا شریر او فاسد وي، بلکي هدف د قوي مؤمن څخه هغه څوک دئ، چي په دیني علم، عصري علم، کسب او دنیوي مهارتونو کي پرمختګ وکړي او لاسته راوړني ولري.
همدارنګه ښاغلي نعماني صاحب د قران اعظم الشان د بل آیت مبارک په حواله ذکر کړه-ژباړه؛ تاسي د الله تعالی' د نعمتونو څخه خوړل او چښل وکړئ!
هغه وویل چي دا هغه وخت کېږي، چي موږ و تاسي خپل استعداد او مهارت په کار باندي واچوو.
د هغه د خبرو په دوام، تعلیم یوازي باید د مادي ګټي په پار ترسره نسي، د هغه ترڅنګ باید ځانګړی مهارت او وړتیا هم په نظر کي ورسره ونیسو. بل دا چي اضافه مهارت زده کول د ځان بسیایني لاره ده او د هغه له برکت خپلي اقتصادي اړتیاوي پوره کولای سو. همدارنګه مهارت لاسته راوړل په پاک نیت سره د یو ټولني پر وړاندي خدمت او د الله تعالی' په نیز عبادت دئ.
اوسنۍ نړۍ خپل ټول علم، تخنیک او ټکنالوجي په کار اچولي دي او نن دادئ چي په لوړه درجه کي قرار لري. د ځانونو ترڅنګ ئې حتا نوري نړۍ ته لا خپل خدمات وړاندي کړي دي. که چیري یوازي ټوله خبره په علم کي وای، نو اوس به یوازي په نړۍ کي د علم ترویج په وده کي وای. هغوی خپل علم په عمل کي ثابت کړی او نن ئې نتیجه ویني. په همدې بنسټ موږ هم باید خپل عمل او مسلک پر خوځښت راولو، ترڅو په هره برخه کي پر خپل ځان بسیاه سو.
د مجلس په منځنۍ برخه کي ځینو ګډونوالو خپل نظرونه او پوښتني مطرح کړې.
د هغو له منځه څخه یو هم استاد نعمت الله شاکر وو. قدرمن شاکر صاحب په لومړي قدم کي د نعماني صاحب د معلوماتو څخه مننه وکړه، وروسته ئې وویل چي متاسفانه زموږ خلک په یو خاصه برخه کي ډېر کم تخصص لري، که موږ د پرمختللي نړۍ د کامیابۍ راز وګورو نو د هغوی د بریا راز دغه دئ، چي دوی هر یو په یوه خاصه برخه او فن کي تخصص لري.
په وروستۍ برخه کي د ښاغلي عتیق الله عابد په پایلي سره مجلس خاتمه ومومل.

د ټولو ګډونوالو څخه په منني، چي برخه ئې اخستې وه.
١٤٠٥ سنبلې- ١

د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه

د علمي ځوانانو نړۍ خبرتیا !د علمي ځوانانو نړۍ د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو او منظم والي له پاره بېلابیلي کمېټې لري. د د...
22/08/2026

د علمي ځوانانو نړۍ خبرتیا !

د علمي ځوانانو نړۍ د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو او منظم والي له پاره بېلابیلي کمېټې لري. د دغو کمېټو له جملې څخه مشورتي او فرهنګي کمېټه د یادوني وړ دي.

زموږ سره له پیله ښاغلي نوید شاه یارمل، نصیب الله لایق او صدیق الله ساد په فرهنګي او مشورتي کمېټو کي فعالیت ترسره کاوه. د دوی ٸې کورودان چي تراوسه زموږ سره همکاره پاته سوه. نوموړي له دې وروسته د خپلو شخصي بوختیاوو له امله نه سي کولای چي یاده دنده پرمخ بوځي، نو له همدې اسیته نور د یاد مسؤلیت مسؤلین نه دي.

د علمي ځوانانو نړۍ د دوی له تېر فعالیت څخه خوښي څرګندوي او مننه ورڅخه کوي چي تر اوسه ٸې ملتیا راسره کړې وه.

ښاغلی سید زاده اغا، محترم محبوب ازاد او حکیم فیضان به له دې وروسته د فرهنګي کمیټې په چوکاټ کي یاد مسؤلیت ته ادامه ورکوي.
پاته د مشورتي کمیټې خبره سول، هلته به د ګروپ د ګډونوالو په همږغي سره وړ، علمي او مخور کسان معرفي سي دخیره.
ستاسي د ټولو له ملتیا څخه مننه.
١٤٠٥/اسد/٣٠ل.

د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!

16/08/2026

سلامونه او درنښت!
د وعدې مطابق د علمي ځوانانو نړۍ د ننۍ شپې علمي ويبنار را پيل سوی دی د لاندي لينک دلاري کولای سی چي ګډون وکړی

د علمي ځوانانو نړۍ د راتلونکي (سبا) علمي ويبنار خبرتيا!
15/08/2026

د علمي ځوانانو نړۍ د راتلونکي (سبا) علمي ويبنار خبرتيا!

په تېر نزدې وخت کي زموږ ټولنیز حالت  تېره یکشنبه ١٤٠٥ زمری ١٨ مه یو زرین بحث او مجلس وسو؛ چي له نن څخه شپږ یا اوه لسيزي ...
12/08/2026

په تېر نزدې وخت کي زموږ ټولنیز حالت

تېره یکشنبه ١٤٠٥ زمری ١٨ مه یو زرین بحث او مجلس وسو؛ چي له نن څخه شپږ یا اوه لسيزي مخکي ټولنیز حالت ځوانانو ته واورول سو.
دا علمي ویبنار چي "په تېر وخت کي زموږ ټولنیز حالت" سره نومول سوی، په همدې عنوان سره ورپسې تعقیب سو.

ښاغلی حاجي عبدالظاهر څرک چي واقعاً هم د تېر وخت د ټولنیز حالت معلوماتي څرک دئ. د بحث په شروع کي ئې د هیواد پر معارف، کانکور سیسټم، د کانکور زده کوونکو، درجه بندیو، د ښوونیز او اکاډمیک چاپېريال په اړه وضاحتي خبري وسوې. په ياده موضوع کي د پام وړ څه دا ول چي د څرک په وینا هغه مهال د ښوونځيو ډېری استادان ماسټران او دوکتوران ول او علمي کچه ئې ډېره علمي وه. یاد بحث به د اشخاصو او ځايونو په مثالونو سره خړوبېږي.
ورپسې د هیواد د 'عامه روغتیا' اړوند خبري مطرح سوې. د نوموړي په وینا چي هغه مهال به د امراضو تداوي د هیواد په داخل کي کېده او هیوادوال مو په یاد اړخ کي د بهر او ګاونډ د محتاجیو خلاص ول. په هیواد کي د تداوۍ فیس او دوا وړیا ول.

د لکچر دریم عمده عنوان 'ملي ورځي او جشنونه' وو. د جشن ورځي به درې ورځي رخصتي درلوده او د خلکو له خوا به تر پنځلس ورځو پوري لمانځل کېده. د جشن په اخیره ورځ به اتشبازي، ټکان او سورسورانکي توغول کېدې. ټول خلک به د لیري او نژدو سیمو څخه ښار ته راتلل او له جشن څخه به ئې خوند اخيسته.

څرک صاحب د موضوع څلرم بحث د 'مذهبي ورځي' په نوم را واخیست چي د روژې، اخترونو، دوولسمي، سروري چهارشنبې، د اخترونو شپې او... په اړه يادوني واورولې. په دې اړوند ئې د اوس په نسبت اکثره رواجونه متفاوت وبلل. د نوموړي په خبرو چي د روژې اعلان به د حکومت له خوا کېدئ او جارچي به جار ووهی چي سبا روژه ده، نو خلکو به روژه کړه. د روژمات پر وخت به توپونه ايله سول، همدارنګه د پېشلمي پر وخت به باجه خانه وهل کېده. د اخترونو درې ورځي عمومي رخصتي وه. په کندهار کي له د عيدګاه لمانځه ته (اعليحضرت متوکل علي الله) هم راتلئ او د اولس په منځ کي به ئې د اختر لمانځه تر ادایني وروسته مبارکۍ کولې.

'د واده او کوزدې مراسم' پنځمه موضوع وه چي حاضرین ښه په مينه ورته غوږ ول او څرک صاحب داسي بحث پر شروع کړ چي: د هغه مهال کوزدې او ودونه ډېر ساده او د افراطي مناسباتو او تشریفاتو څخه خالي ول. ولور په خلکو کي شرم وو، هیچا زیات ولور نه ټاکئ. د واده په مراسمو کي به له پنځوس څخه تر يوسل پنځوس تنه خبرېدل. هوټل او صالون نه وو، بلکه ټول ودونه په کورونو کي کېدل.

'زموږ دیني عالمان' د سامعینو سره د شپږم بحث په نوبت را پيل سو. د هغه وخت د کندهار ولایت د مشهور دیني عالمانو يادوني وسوې. د هغوی پر دیني او علمي تبحر ئې ښه مثالونه وویل. څرک صاحب دا هم ویل چي د هغه وخت دیني عالمان د پراخ نظر خاوندان ول او کله کله به ئې د خلکو سره ظرافت هم کاوه. له جملې څخه ئې فضلو اخوندزاده، غلام دستګیر اخوند، راز محمد اخوندزاده، حاجي ملا عبدالهادي اخوند، ملا عبید الله اخوند، جان محمد اخوندزاده، عبدالرب اخوند او... د پام وړ مطرح عالمان او ملایان ول. دوی د دیني علم په برخه کي د منقولاتو تر څنګ معقولاتو ته هم ترجیح ورکول. فلسفه، نجوم پوهنه، ریاضیات او... به ئې زده کول او تدریسول. د هغوی پر فکر، عقیده او نړۍ لید ئې هم لنډي يادوني يادي کړلې.

ورپسې ښاغلي جلال الرحمان شرر صاحب هم د يادي موضوع په هکله خپل مالومات، مهم ياداښتونه او نظرونه د ښاغلي څرک پر بحث ضمیمه کړل.

د سیمینار د پوښتنو برخه چي راورسېده، نو د شرر صاحب، یارمل صاحب، اڅک صاحب، صحرایي صاحب او سیدزاده صاحب پوښتنو ته پر ځای جوابونه وویل سول.
وروسته د خپلو خبرو په پای کي څرک صاحب ځوانانو ته مثبت او لوی معنوي وصيت پرېښودی چي د راتلونکي له پاره د دوی د روښانه راتلونکي تضمین کولای سي.

په اخیره کي د مجلس پایله د فیضان صاحب له خوا ښه په تفصلي ډول وړاندي سوه.
په درنښت!
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه.
١٤٠٥ زمری ٢١ چهارشنبه.

دا ځل د معرفت له لړۍ څخه دروند شاعر او لیکوال درپېژنو!     د علمي ځوانانو نړۍ له قدرمنو غړو څخه، یو هم ښاغلی حاجي حبیب ا...
05/08/2026

دا ځل د معرفت له لړۍ څخه دروند شاعر او لیکوال درپېژنو!
د علمي ځوانانو نړۍ له قدرمنو غړو څخه، یو هم ښاغلی حاجي حبیب الله قلم مل صاحب دﺉ. قلم مل صاحب له ښو شاعرانو څخه دﺉ چي د هنر په ګاڼه پسوللي اشعار ٸې ویلي دي. د ښاغلي قلم مل صاحب شعر خوند او رنګ دواړه لري. په شعر کي پیغام په ښو الفاظو، رنګینو تشبیهاتو او استعارو سره وړاندي کوي چي د نوموړي شعر ته ٸې شعري کیف ورکړی دﺉ. د محترم حاجي قلم مل صاحب قلم دي تاند او روان اوسي.
قلم مل صاحب په ١٣٦٢ لمریز کال په کندهار کي زېږېدلی دﺉ چي د ملا عبدالرحمن زوی او د ملا صاحب جان لمسی دﺉ. نوموړی اصلاً د کندهار ولایت د ژړی ولسوالی دﺉ، خو فعلاً د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کي ژوند کوي.
حاجي حبیب الله قلم مل په ١٣٨٨ لمریز کال د کندهار د پوهني ریاست څخه د اسلامي تعلیماتو په څانګه کي د دوولسم ټولګۍ سند ترلاسه کړی دﺉ. د لیسانس ترکچي زده کړې ٸې د کندهار پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کي په ١٣٩٦ لمریز کال کي بشپړي کړي دي. د دې سربېره ښاغلي قلم مل صاحب په ١٣٩٨ل کال کي د ډاکټر مامون طاهري د روغتیایي علومو انستیتوت څخه د فارمسي څانګي سند ترلاسه کړی دﺉ. همدارنګه قلم مل صاحب په اشرفیه مدرسه کي د لویي دورې څخه په ١٤٠٠ل کال کي فارغ سوی دﺉ.
ښاغلي قلم مل صاحب د شعر او شاعرۍ سره له کوچنوالي مینه درلوده، خو د شعر ویلو پیل ٸې په ١٣٧٨ل کال کي کړی دﺉ. په دې برخه کي حاجي قلم مل صاحب دوې چاپ سوي شعري ټولګي لري. لومړی شعري مجموعه ٸې "خزانه تا به ویل" او دوهمه شعري مجموعه ٸې "درد څاڅکی" باله سي. د قلم مل صاحب نور اثار "د شعر شعري حیثیت" او "مقدس سفر" نومیږي. د دغه مستقلو اثارو سره په څنګ کي د محترم قلم مل صاحب متفرق اشعار او لیکني په بېلابیلو ورځپاڼو، مجلو او خپرونو کي هم خپاره سوي دي.
د شعر په ډګر کي قلم مل صاحب ډېري لاسته راوړني لري چي د ځینو یادونه ٸې په دې ډول ده: د تعلیم الاسلام راډیو له خوا څخه ستاینلیک، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا څخه ستاینلیک، د افغان ازادي راډیو د شعر په سیالۍ کي د ښه شعر جایزه او همداسي ٸې د ځوانانو د نړیوالي ورځي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي د فعال ځوان، شاعر او لیکوال په توګه ستاینلیک د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا څخه ترلاسه کړی دﺉ.
د ښاغلي حاجي قلم مل صاحب شتون په علمي ځوانانو نړۍ کي څرګند او ګټور دﺉ. موږ هڅه کوو چي د داسي علمي اشخاصو شتون له ځانه سره ولرو. د ښاغلي قلم صاحب د نورو علمي پرمختګونو په هیله یو. د علمي ځوانانو نړۍ بیا هم مننه کوي له ښاغلي حاجي حبیب الله قلم صاحب څخه چي زموږ ملتیا ٸې کړې ده.
١٤٠٥/٥/١٤ل.

د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!

د علمي ځوانانو نړۍ تېر مجلس د ښاغلی نعمت الله شاکر صاحب له طرفه چي موضوع ئې (د ځوانانو ایماني او ملي مسؤلیتونه) وه، وړان...
04/08/2026

د علمي ځوانانو نړۍ تېر مجلس د ښاغلی نعمت الله شاکر صاحب له طرفه چي موضوع ئې (د ځوانانو ایماني او ملي مسؤلیتونه) وه، وړاندي سوه.

د تېر په شان مجلس د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره را پيل سو. تر تلاوت وروسته لومړی ښاغلي شاکر صاحب د مسؤلیت، د مسؤلیت احساس او د مسلمانانو لپاره د ایډیال ټاکنه وږغېدئ. موضوع ئې په آیت او حدیث په تفصیل سره تشریح کړه او په دې هکله ئې د آیتونو تفسیر ورسره بیان کړ.

ورپسې شاکر صاحب د الله تعالی د نافرمانیو په ځینو ممکنو اسبابو باندي بحث وکئ چي د هغه څخه خراب ماحول، اقتصادي قوت چي انسان خپل اصلیت پکې له لاسه ورکوي. همدارنګه پر اقتصادي ضعف، یوازیوالی او نور باندي هم نظرونع ورکړل.

ورپسې شاکر صاحب د الله تعالی احسانونه چې پر انسان ئې لورولي دي د هغه جملې څخه ایمان او اسلام، ځواني، فامیل او کورنۍ او د دې تر څنګ مسلمان باید له هر ډول ناروا څخه ځان وساتي لکه اسراف، بخل،دروغ، بدګماني او جاسوسي باندي هر اړخيزي خبري وکړې.

ورپسې شاکر صاحب د الله تعالی پر وړاندي د مسؤلیتونو بحث وکئ چې د هغه جملې څخه یو هم د الله تعالی پر وړاندي د صحیح او قوي عقیدې لرل، د توحید عقیدې ساتل او الله تعالی په خپلو ټولو صفتونو سره پېژندل.

علمي مسؤلیتونه، شخصي مسؤلیتونه (لکه وقار سنګیني)، خپل شخصیت پېژندل او خپل صحت ته پام کول دي. فامیلي مسؤلیتونه لکه د مشرانو درناوی او پر کشرانو شفقت او نور وظیفوي مسؤلیتونه لکه خپلې دندې ته ژمن پاتې کېدل او منظم پلان درلودل او... د ټولنې پر وړاندي د امت د ځوانانو مسؤلیتونه په اغېزمن ډول سره وړاندي کړه چي د سیمینار هر ځوان به خپل ځان پکښي لیدئ.

وروسته شاکر صاحب د مسلمان ځوان پر ملي مسؤلیتونو بحث وکئ چې د هغه څخه د وطن ابادول، د سمتې او قومي تعصب څخه ځان ساتل او په دې اړوند ئې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او اصحاب کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د سیرتونه په مثالو کي ورکړل.

د موضوع په پای کي شاکر صاحب د ځوانانو پر وړاندي ستر خطرونو لکه نشه یي توکي بېکارۍ او همدارنګه د مسلمانو په علمي او تمدني کارنامو بحث وکئ چي د هغه څخه څو کارنامې د نمونې په توګه وړاندي سوې چي د هغه څخه یوه هم د مسلمانانو د لومړي جنګي توپ اختراع او د ریاضي د علم يرمختګونه ول.
د موضوع تر بیانولو وروسته د نوید شاه یارمل پوښتنې ته مفصل او تفصیلي ځواب وویل سو او د مجلس په پای کې د ښاغلي جلال الرحمن شرر صاحب لخوا د موضوع پایله په فصیح انداز او طریقه سره وویل سوه.
الله جل جلاله دي د یاد علمي بیان ثوابونه ټولو حاضرینو ته ورسوي او تر څنګ ئې د عمل کولو توفیق له خدايه غواړو.

درنښت!
١٤٠٥ش. زمری ١٣ مه
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه.

د علمي ځوانانو نړۍ د ننۍ شپې د علمي ويبنار خبرتيا!
02/08/2026

د علمي ځوانانو نړۍ د ننۍ شپې د علمي ويبنار خبرتيا!

د ځوانانو له پاره زموږ تړون د میرویس نیکه له لوړو زده کړو مؤسسې سره!    میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه په کندهار کي د ...
01/08/2026

د ځوانانو له پاره زموږ تړون د میرویس نیکه له لوړو زده کړو مؤسسې سره!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه په کندهار کي د عالي تحصلاتو په برخه کي یو ځلانده اکاډومیک او علمي مرکز دﺉ. یاد پوهنتون د لوړو زده کړو په برخه کي د هیواد د مختلفو ولایتونو ځوانان روزلي او ټولني ته ٸې د خدمت له پاره وړاندي کړي دي.
د علمي ځوانانو نړۍ ته د میرویس نیکه پوهنتون له خوا څخه په دغه پوهنتون کي د لوړو زده کړو له پاره (١٧) سکالرشیفونه ورکړي دي. په هیواد کي د لوړو زده کړو پر وړاندي د ځوانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو سره دا یو بې ساري چانس دﺉ چي علاقمندان کولای سي ځانونه ورڅخه مستفید کړي. په دغه "غوره تحصیلي ډالۍ" کي د اقتصاد پوهنځي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ دوې رشتې(حقوق او نړیوالو اړیکي) شامل دي. همدارنګه د نیمه عالي تحصلاتو له پاره د میرویس نیکه د روغتیایي علومو د انستیتوت څانګي هم په پنځوس فیصده تخفیف، په ذکر سوو سکالرشیفونو کي موجود دي.
د علمي ځوانانو نړۍ د میرویس نیکه پوهنتون له قدرمني رهبرۍ څخه زیاته مننه کوي چي د هیواد د ځوانانو له پاره د لوړو زده کړو په برخه کي همکاري کوي. یاد ګام د هیواد په موجوده حالت کي واقعاً د ستایني او منني وړ دﺉ. د علمي ځوانانو نړۍ به تر خپله وسه کوښښ وکړي، ترڅو د یادو سکالرشیفونو له لاري وړ او مستحق اشخاص د میرویس نیکه پوهنتون ته معرفي کړي.
په وروستیو کي یو ځل بیا له میرویس نیکه پوهنتون څخه مننه کوو او ځوانانو ته د دې چانس څخه د ګټي اخیستني سپارښتنه کوو.
١٤٠٥/٥/٩ل.

د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Scholarly Youths علمي ځوانان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share