09/10/2026
د تخار ولایت له محترم والي صاحب سره د ناشنوایانو د حقونو په اړه لیدنه وشوه
د تخار ولایت د ناشنوایانو مسؤول او ولایتي مشاور له محترم والي صاحب سره د پېژندګلوۍ او همغږۍ لیدنه ترسره کړه. په دې لیدنه کې د ناشنوایانو د حقونو، ستونزو او په ټولنه کې د هغوی د فعال ګډون په اړه خبرې وشوې.
د لیدنې په پای کې، محترم والي صاحب په دولتي ادارو کې د ناشنوایانو د ګومارنې په برخه کې د جدي ژمنې ډاډ ورکړ.
انشاءالله، د ناشنوایانو د حقونو د تأمین لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو.