جلاله مرستندویه بنیاد/Jalala Assistance Foundation

جلاله مرستندویه بنیاد/Jalala Assistance Foundation This is non-governmental charity foundation,and the only purpose is to help poor people

د کونړ ولایتي روغتون هېمو دیالیز څانګې ته طبي مصرفي مواد وسپارل شول.۱۷/قوس/۱۴۰۴د جلاله مرستندویه بنیاد له لوري د کونړ ول...
08/12/2025

د کونړ ولایتي روغتون هېمو دیالیز څانګې ته طبي مصرفي مواد وسپارل شول.
۱۷/قوس/۱۴۰۴
د جلاله مرستندویه بنیاد له لوري د کونړ ولایتي روغتون هیمودیالیز څانګې ته د ۱۳۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي موادو مرسته وشوه.
یاد مواد د دې بنسټ مشر الحاج شجاع الملک جلاله په شتون کې د عامې روغتیا ريیس او مسؤلینو ته وسپارل شول.
ددې وړاندې هم د یاد یونټ د فعال ساتنې په برخه کې جلاله مرستندویه بنیاد خپل رسالت اداء کړې او لا یې هم اداء کوي.

په تعليمي ډګر کې د جلاله مرستندویه بنیاد هڅې دوام لري.په انځورونو کې د جلاله وړیا ښوونیز مرکز زده کوونکي وینئ چې پخپلو ز...
26/11/2025

په تعليمي ډګر کې د جلاله مرستندویه بنیاد هڅې دوام لري.
په انځورونو کې د جلاله وړیا ښوونیز مرکز زده کوونکي وینئ چې پخپلو زده کړو بوخت دی.
په ياد ښوونیز مرکز کې زده کوونکو ته د دیني زده کړو سربیره د ساینسي مضامین،کمپيوټر،انګلیسي او د لیک لوست په برخو کې تدریس کیږي.
دا مرکز د جلاله اباد ښار ،بهسودو ولسوالۍ په سراچه سیمه کې د څو کالونو راهسې فعالیت کوي.

۱۴۰۴/قوس/۵

د سرکاڼو ولسوالۍ پشد په سیمه کې د شلو ۲۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.۲۷/عقرب/۱۴۰۴د جلاله مرستندویه بنیاد ل...
18/11/2025

د سرکاڼو ولسوالۍ پشد په سیمه کې د شلو ۲۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
۲۷/عقرب/۱۴۰۴
د جلاله مرستندویه بنیاد له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند پشد په سیمه کې هېواد ته راستانه شویو شلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دې خوراکي بکسه کې وړه،غوړي،لوبیا،بوره او شین چای شامل وو.
دې ویش لپاره د AWCHEF.ORG له طریقه د جلاله مرستندویه بنیادته نغدي رقم زموږ بااحساسه وطنوال رااستولی وې.

په څوکۍ ولسوالۍ کې 48 کورنيو ته نغدي مرسته وویشل شوه.نيټه:۱۷/۸/۱۴۰۴د زلزلې له امله بې ځایه شويو 48 کورنيو ته هغه مرسته چ...
08/11/2025

په څوکۍ ولسوالۍ کې 48 کورنيو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
نيټه:۱۷/۸/۱۴۰۴
د زلزلې له امله بې ځایه شويو 48 کورنيو ته هغه مرسته چې د AWCHEF.ORG له طريقه زموږ بااحساسه وطنوالو جلاله مرستندويه بنياد ته رااستولې وه توزيع شوه.
دغه نغدي مرسته د څوکۍ ولسوالۍ د کمپ مسؤلينو په شتون کې چې هر فاميل ته 4000 زره افغانۍ ځانګړی شوې وې توزيع شوې.
الله سبحانه وتعالی دې د مرسته کوونکو صدقې په خپل دربار عالي کې قبول او منظور کړي.

جلاله مرستندويه بنياد له لوري  د افغان کولتوري ټولنې په مالي ملاتړ کونړ  کې د زلزلۍ له امله بې ځايه شويو زده کوونکو 72 ټ...
15/10/2025

جلاله مرستندويه بنياد له لوري د افغان کولتوري ټولنې په مالي ملاتړ کونړ کې د زلزلۍ له امله بې ځايه شويو زده کوونکو 72 ټولګيو ته چې د پوهنې رياست له لوري په نښه شوي و ، ټولو ته د اړتيا وړ درسي ، تدريسي او نور اړين توکي ورسيدل او د خاص کونړ کمپ ته په دويم وار هغه 145 زده کوونکو ته چې نوي د ياد کمپ په ښوونځي کې شامل شوي قرطاسيه ورکړل
شوه.

نيټه:۱۴۰۴/میزان/۲۳

زلزله ځپلو کورنېو ته د مرستو په لړ کې يو وارې بیا نغدي مرسته وويشل شوه.۱۵/ميزان/۱۴۰۴د جلاله مرستندويه بنياد له لوري د نو...
08/10/2025

زلزله ځپلو کورنېو ته د مرستو په لړ کې يو وارې بیا نغدي مرسته وويشل شوه.
۱۵/ميزان/۱۴۰۴
د جلاله مرستندويه بنياد له لوري د نورګل ولسوالۍ په پتن کمپ کې ۱۸۷ کورنېو ته نغدي مرسته وويشل شوه.
ددې ويش لپاره د هېواده بهرميشتو بااحساسه هېوادوالو د AWCHEF.ORG له طريقه خپله مرسته راستولې وه چې د موظفې کميټې او مسؤلینو په حظور کې ۱۸۷ کورنېو ته وويشل شوه.

د کونړ پوهنې رياست له لوري د جلاله مرستندويه بنياد هڅې،خدمتونه او هر اړخيز فعاليتونه وستايل شول.د يوې ناستې په ترڅ کې چې...
08/10/2025

د کونړ پوهنې رياست له لوري د جلاله مرستندويه بنياد هڅې،خدمتونه او هر اړخيز فعاليتونه وستايل شول.
د يوې ناستې په ترڅ کې چې د پوهنې رئيس محب الله حيدري،مرستيالانو او د جلاله مرستندويه بنياد مسؤلينو پکې برخه لرله پکې د جلاله مرستندويه بنياد هڅې د ستياينليک په ورکړې سره وستايل شوې.
په ورته مهال کې د پوهنې رياست رهبرۍ د ياد بنسټ ولايتي مسؤل قيآم الدين (قيام) ته د اعزاز او قدرداني په موخه لونګۍ ورپه سر کړه.
د يادونې وړ ده چې د جلاله مرستندويه بنياد د بیلابیلو فعاليتونو سربيره د پوهنې په ډګر کې هم خپل هر اړخيز خدمات وړاندې کړي او لاهم په دغه برخه کې نورو خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي.

د جلاله مرستتندويه بنياد له لوري د ۲۵۰ فاميلونو سره نغذي مرسته وشوه.۱۰/ميران/۱۴۰۴د جلاله مرستندویه بنياد له لوري د کونړ ...
02/10/2025

د جلاله مرستتندويه بنياد له لوري د ۲۵۰ فاميلونو سره نغذي مرسته وشوه.
۱۰/ميران/۱۴۰۴
د جلاله مرستندویه بنياد له لوري د کونړ زلزله ځپلو ۲۵۰ کورنېو سره نغدي مرسته وشوه،ياده مرسته د خاص کونړ ولسوالۍ په ځانګړي شوي پنډغالي کې د موظف شوي کميټې په حظور کې ترسره شوه.
د شوي مرستې لپاره د هېواده بهر مېشتو بااحساسه وطنوالود AWCHEF.ORG له طريقه خپلې نغدې پيسې جلاله مرستندويه بنياد ته رااستولې وې چې په مستحقينو فاميلونو وويشل شوې.

20/09/2025

د کونړ په دریو ولسوالیو کې د زلزلې له کبله بیځایه شویو زده کوونکوته د لازمي تدریسي او غیر تدریسي توکو دویش ویډوي راپور.

کونړ کې د زلزلې له امله بې ځايه شويو ماشومانو لپاره چې کونړ د پوهنې رياست له لوري په لنډ مهاله مېشت غالو (کمپونو ) کې کو...
20/09/2025

کونړ کې د زلزلې له امله بې ځايه شويو ماشومانو لپاره چې کونړ د پوهنې رياست له لوري په لنډ مهاله مېشت غالو (کمپونو ) کې کوم ښوونځي د کونړ په درې ولسواليو خاص کونړ ، څوکۍ او نورګل کې جوړ شوي و ، د افغان کولتوري ټولنې په مالي ملاتړ د جلاله مرستندويه بنياد له لوري د يادو ښوونځيو زده کوونکو ته قرطاسيه او نور اړين توکي ( سطرنجۍ ، سولرې ، باد پکي ، سپينې تختې ، د اوبو کولرې ، ميزونه ، کثافت دانۍ ، د اوبو ګلاسونه ) او نور اړین توکي په واک کې ورکړل شول او د ښونځېوو سره به د مرستو دغه لړۍ دوام لري

کونړپوهنې رياست سره په همغږۍ د جلاله مرستندويه بنياد له لوري د څوکۍ ولسوالۍ د پوهنې امريت اړوند ښوونځيو د950  زده کوونکو...
17/09/2025

کونړپوهنې رياست سره په همغږۍ د جلاله مرستندويه بنياد له لوري د څوکۍ ولسوالۍ د پوهنې امريت اړوند ښوونځيو د950 زده کوونکو سره چې د زلزلې له امله بې ځايه شوي د درسي او نورو اړينو توکو مرسنه وشوه، ياده مرسته چې د افغان کلتوري ټولنې په مالي ملاتړ شوې هر زده کوونکي ته د اړتيا وړ قرطاسيه او د ټولګيو لپاره سولرې ، پکي ، کولرې ، سپېنې تختې ، سطرنجۍ، کثافت دانۍ او نور توکي په واک کې ورکړل شول او د مرستو دغه لړۍ به کونړ د پوهنې رياست د رهبرۍ سره په هماهنګۍ جريان لري.

جلاله مرستندويه بنياد د زلزلې له امله بې ځايه شويو ماشومانو لپاره د پوهنې رياست سره په تفاهم په دريو ولسواليو نورګل ، خا...
16/09/2025

جلاله مرستندويه بنياد د زلزلې له امله بې ځايه شويو ماشومانو لپاره د پوهنې رياست سره په تفاهم په دريو ولسواليو نورګل ، خاص کونړ او څوکۍ کې زده کړه ييز بهير پيل کړ،.
نيټه:۱۴۰۴//۲۵
د ښوونځيو لپاره کېږدۍ او ښوونکي د کونړ پوهنې رياست له لوري اماده شوي او نور درسي او اړين توکي لکه قرطاسيه ، باد پکي ، سولرې ، د اوبو کولرې ، سطرنجۍ د ښوونکو کيټونه او نور وسايل د جلاله مرستندويه بنياد له لوري چمتو شوي و
د ذکر شویو درسي او غیر درسي توکو د تسليمۍ په موخه غونډه جوړه شوې وه ،کونړ د پوهنې ريس ، خاص کونړ د پوهنې امريت کارکوونکو او د يا کمپ مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخستې وه ، دا مرسته له هغو پيسو يوه برخه وه چې امريکا کې د افغان کولتوري ټولنې له لوري د جلاله مرستندويه بنياد ته ځانګړې شویده ،ددې لړۍ په ترڅ کې به څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې چمتوو شوي توکي هم توزیع شي.

Address

Kunar Asadabad Kabul
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when جلاله مرستندویه بنیاد/Jalala Assistance Foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to جلاله مرستندویه بنیاد/Jalala Assistance Foundation:

Share