Sayed Ahmad Karimi

Sayed Ahmad Karimi Secretary with Ex President of Afghanistan Hamid Karzai

28/08/2026
فرا رسیدن سالروز استقلال کشور را به هموطنان عزیز تبریک می‌گویم و با ارج گذاری به ایثار و فداکاری مبارزان راه آزادی و است...
19/08/2026

فرا رسیدن سالروز استقلال کشور را به هموطنان عزیز تبریک می‌گویم و با ارج گذاری به ایثار و فداکاری مبارزان راه آزادی و استقلال، یاد و خاطره آنان را گرامی میدارم.
هموطنان گرامی!
هرچند بدست آوردن استقلال و تحمل سختی‌های مبارزه برای رسیدن به آن، ارزشمند و باعث اعتبار و افتخار ملت ماست اما حفظ استقلال و بهره‌مندی از لوازم آن، در صورتی ممکن است که افغانستان عزیز یک کشور قوی و متکی بخود باشد در حالیکه قوت یک مملکت بسته به صلح و ثبات پایدار، وحدت ملی و داشتن جوانان آراسته به زیور علم و دانش است.
نیک میدانیم که قوای بشری تعلیم یافته در صورتی تربیت می‌شود که فرصت آموزش و تعلیم برای تمام فرزندان ما اعم از دختران و پسران فراهم باشد و اتحاد و اتفاق بین مردم در صورتی استحکام می‌یابد که احساس مالکیت همگانی و باور به سرنوشت مشترک گسترش یابد. افغانستان تنها با پشتوانهٔ انسجام و قوت ملی می‌تواند از مزایای استقلال برخوردار شده به پیشرفت نایل آید و همزمان، عضو مسئول و با اعتبار جامعه بین‌المللی با جایگاه شایسته و قابل احترام در جهان باشد.

بار دیگر، سال‌روز استقلال افغانستان عزیز را تبریک گفته برای وطن و هموطنان عزتمند خود آرامش، آسایش و بهروزی استدعا می‌نمایم.

30/07/2026

د شهید حشمت خان خلیل کرزي د شهادت د دولسم تلین په مناسبت

په چا به کور کلی ورانېږي
په ځینو خلکو باندي وران سي وطنونه

نن د زمري اتمه (د جولای ۲۹مه) د ارواښاد شهید حشمت خان خلیل کرزي د شهادت دولسم تلین دی.

د وخت په تېرېدو ډېر غمونه ورو ورو کمیږي، خو ځینې دردونه د حالاتو له بدلون سره لا ژورېږي. زموږ د کورنۍ لپاره د خان شهید د لاسه ورکولو غم همداسې دی، او د افغانستان اوسنی وضعیت دا درد لا ژور کړی دی.

خان شهید خپل وطن او وطنوالو سره بی‌کچه مینه درلوده او‌ په دې باور و چې د وطن عزت، د خلکو یووالی او د هېواد ثبات یو له بله نه بېلېدونکي ارزښتونه دي. له همدې امله یې تل هڅه کوله چې د خلکو ترمنځ واوسي، د هغوی غږ واوري او د یو سوله‌ییز، باثباته او هوسا افغانستان لپاره کار وکړي.

د خان شهید بل ستر باور تعلیم و. هغه د افغانستان راتلونکی، د نجونو او هلکانو د زده کړو، علمي ودې او د ځوان نسل د ظرفیت لوړولو سره تړلې بلله. باور یې درلود چې هېڅ ملت له علم، پوهې او روزنې پرته پرمختګ نه شي کولای. له بده مرغه، نن د نجونو پر زده کړو محدودیتونه او د عصري زده کړو پر وړاندې خنډونه نه یوازې د میلیونونو افغانانو راتلونکی زیانمنوي، بلکې هغه هیله هم نیمګړې پرېږدي چې خان شهید او د ګڼ شمیر افغانانو غوښتنه‌ ده.

په همدې مناسبت، زه پر طالبانو غږ کوم چې د هېواد د ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او د ولس د هوساینې په خاطر د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي. افغانستان نن تر هر وخت ډېر داسې ملي تفاهم ته اړتیا لري چې د هېواد ټول قشرونه پکې خپل غږ او ځای ولري. د تلپاتې سولې، سیاسي ثبات او نړیوال باور د ترلاسه کولو لار په مشوره، ګډون او متقابل تفاهم کې ده. هیله لرم طالبان دا ملي مسؤولیت احساس کړي او د افغانانو ترمنځ د یوه جامع او رښتیني ملي خبرو اترو د پیل لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو د هېواد راتلونکی د ګډې ارادې او ملي اجماع پر بنسټ وټاکل شي.

نن چې موږ د خان شهید یاد تازه کوو، تر ټولو غوره درناوی به دا وي چې د هغه ارزښتونه ژوندۍ وساتو؛ د وطن سره مینه، د علم او تعلیم ملاتړ، او د داسې افغانستان لپاره هڅه چې په کې هر افغان د عزت، امنیت او برابر فرصت احساس وکړي.

په پای کې، له ټولو هغو هېوادوالو، دوستانو او خواخوږو څخه چې د خان شهید یاد لمانځي، د خپلې کورنۍ په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.

الله تعالی دې ټولو شهیدانو او بیا ارواښاد شهید حشمت خان خلیل کرزی جنت الفردوس په نصیب کړي او زموږ ګران افغانستان ته دې سوله، یووالی او سوکالي په برخه کړي.

آمین

10/07/2026

حامد کرزی، رئیس‌جمهور پیشین، در مراسم فاتحه خوانی کریکتر نامدار و محبوب کشور شاپور ځدران که در مسجد عیدگاه ترتیب یافته بود اشتراک ورزید. رییس جمهور پیشین ضمن اتحاف دعا به روح آن مرحوم، با خانواده و بستگان ایشان همدردی و غم‌شریکی نمود.

27/02/2026

د ملي مشر حامد کرزی دا انځور یوازې یو ساده صحنه نه ده، بلکې د راتلونکې لپاره یو ژور پیغام لري. کله چې کرزی صیب د خپلو اولادونو سره یو نیالګی کري او اوبه ورباندې اچوي، دا د دې څرګندونه کوي چې رښتینی مشرتوب یوازې په ویناوو نه، بلکې په عمل کې ښکاري.
دا شیبه د مینې، روزنې او مسؤلیت نښه ده — لکه څنګه چې نیالګی د پاملرنې او اوبو اړتیا لري، همداسې راتلونکی نسل د لارښوونې، اخلاقو او ملي احساس پالنې ته اړتیا لري. د پلار او اولادونو دا ګډ کار د یووالي سمبول دی؛ یو داسې پیغام چې وایي: ملت هم د همدې نیالګي په شان دی — که یې وساتو، زرغونېږي؛ که یې هېر کړو، وچيږي.
دا انځور موږ ته را زده کوي چې وطن جوړونه له کوچنیو کارونو پیلېږي:
له یوې ونې، له یوې دعا، او له یوې ګډې هڅې. 🌱

27/02/2026

ملي مشر حامد کرزی:
افغانان به په هر ډول حالاتو کې په بشپړ یووالي سره له خپل ګران هېواده دفاع وکړي.
زور ته به په مېړانې ځواب ورکړي.

Address

Kabul
1007

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sayed Ahmad Karimi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share